WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات شاه محمود حصین

 

   غواړم یاغي شمه نور - قسمت - بنګي سرونه         شاه محمود حصین

ش، حصین

غواړم یاغي شمه نور

 

زما داوښکو کلي

دتودو وینو ویالې

دا ځوانیمرکې دښکلاوو نښې

دا سوزیدلې باغچې

وران دیادونو کلي

دغه الوتي مرغان

چې بیرته نه را ګرځي

داسوې دښتې له مارانو ډکې

دشنه آسمان په مخ روانې لړې

دا تورې وریځې دمرګونو ګلۍ

دکوم توفان نښې دي؟

ولي خدایانو خپل رټلی شیطان

دفتنو لويه نښه

زما په قسمت لیکلی؟

غواړم یاغي شمه نور

تقدیر ته ورکړم ګوزار

دوزخ په خوښه واخلم

زاهد ته ورکړم ځواب

دخرابات په تیږه

ازل کړم رنګ په وینو

آسمان ته ورکړم بیرته

تشې له پوره ډکې

له باور وتې وعدې

هغه قضأ اوقدر

چې انصاف نه پیژني

عدل ېې دزور په تله

فتوا دمرګ ورکوي.

غواړم ور پرې ېې ږدم نور

دکوٍثر ډکې پیالې

هغه طوبا

هغه له میو ډکې

مستې روانې ویالې

غلمان ېې ننګ وګڼم

حورې ناموس دحیا

خپلې خوږې او نازولې ګناه

په خوږه ښکلې مینه

داوریدلي قیامت مخته

په ګلونو ښکل کړم

قسمت

داتورې تورې،بلاربې بلاربې وریځې

دا دآسمان په تندي ناستې

 ویره وونکې لړې،

دادکربوړې ډلې

داچې لمرونوته شکنځلې کوي

دا له احساسه را پریوتي

 خوبوړي ستوري

دا ورکې ورکې سپوږمۍ

دا را لویدلي څلي

دا له ایرو نه رنګ اخیستي کلي

دا په لمبوکې سوي سوي له امیده پاتې

دا زخمي شوې،ستړې ستړې هیلې

دا ماتې ماتې څانګې

دا رژیدلي ګلان

دا زخمي اوښکې

غم ځپلې سترګې

 دا ددردونو دالان

دا را پریوتي ستوري

دغه لویدلې ډیوې

دا دباور په جنازو کې ستړې

دانسانیت په هدیروکې ورکې

دا په ځیګر ویشتلې

دا بورې بورې میندې،

په ژړا سر یتیمان

او دا ارزان مرګونه،

دکوم ناولي تقدیر

دتورو کرښو نښې

کومو خدایانو، دازل په تخته

زما په قسمت لیکلي.

حصین

لندن دجون دویمه ۲۰۱۵ کال

بنګي سرونه : یوتریخ مات غزل

  شاه محمود حصین

بنګي سرونه

 

فلک به کله ریبي دغه زاړه ،دغه «للمي سرونه»

دغه ړانده، دغه کاڼه،دغه ګنګي سرونه

دا دپردو په سرو ناستې خوبوړې څیرې

دازړې کونډې چې ېې وخوړل ځلمي سرونه

دا د ابلیس په لارو تللي دهوس سوداګر

دا دپردو په نغمو سره، دالیوني سرونه

څنګه به نکړم کرکه ، له دې بدمرغونښو

چې رانه وېې ریبدل ، ځما سکني سرونه

پرون په دروغو دآرمان پیامبران وو راته

نن په صلیب ځړوي، زخمي زخمي سرونه

دزمانې کوډو کړې نوې،دالویدلې نښې

دغه ویده ،دغه نازا ، دغه چونګي سرونه

دغه بې خویه ، بې خصلته دایمان سوداګر

دغه کوډګر،دا جزامي ، دا بهرني سرونه

دا چې پرون په «مصلحت» کې له هرچا سره وو

دغه لویدلې ، په ایمان کې ټکني سرونه

خدایه! ځما دشهیدانو دآرمان په خاطر

په سپین کفن کړې،دا وراسته ،دا ځنډني سرونه

حصینه  مه ویښوه داخوبوړې فتنې

پریږده خمار ویده وي، دغه بنګي سرونه

لندن دفبروري شپږمه

۲۰۱۵م کال