WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات شاه محمود حصین

 

  له ما څه پوښتې زړګیه! -  پټ درد                                         شاه محمود حصین

گزینهٔ نوشته های شاه محمود حصین

له ما څه پوښتې زړګیه!

چې داشاړې شاړې دښتې

کومو لړو دي پوښلي؟

 دا آسمان ختلي غرونه

کوم توفان را لړزولي؟

دغه سوی سوي بوټي

 دلاله لویدلې غاړې

دکوم اور لمبوکې سوي؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

چا دغم بڅري ایښي

زما یتیم داوښکو زړه کې

چا په دې وحشي صحرا کې

 دتیارو پړي په غاړه

دلیوانو ترحم ته

له امیده رالویدلی

دتقدیر قصه راکړې؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

دغه ځالې دګربتو

څنګه ورانې کنډوالې شوې

دګیدړو ډلې ډلې

دخروړو په خیمه کې

څنګه لاس غاړه غړۍ شوې،

پسماندې خوري دلیوانو؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

داشملې څنکه لویدلي

دغه څلي چې ړنګ شوي

دغه وینې چې بهیږي

په دې لارو دې کوڅو کې

دا دکوم ظالم نخرې دي

چې دژوندپه هدیره کې،

زما اومه فصلونه ریبي؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

دالړلې جامې څه دي

دا دبل په آخور ناستې

لويي خیټې سپینې ږیرې

چې پرون وارث ددین وو

دباروتو په دکان کې

نن ایمان په نورو پلوري؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

چې دا لړې تورې تورې

دا ویالې دوینو لارې

 دا په زړه ویشتلې هیلې

دا نازا تیاره فصلونه

 دخدایانو له غفلته

کوم شیطان پر مونږ راوستي؟

له  ما څه پوښتې زړګیه!

دا دشاتو زهر څه دي

دزاړه تقدیر په جام کې

په دې سپینو کې څه نغښتي

لیوني دکوم هوس دي

اهریمن ته په ګونډو دي

دابلیس په دروازه کې

جنازې دایمان اخلي

له ما څه پوښتې زړګیه!

داتړلې ژبې څه دي

چې ژړا ېې هم نیولې

دخندا ېې اثر نشته

دپردو تندي ته ګوري

دګناوو درانه پیټي

دثواب په جامو نغاړي؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

ولې ستوري په لویدو شول

ولې واووښتل لمرونه

دآسمان دناوې مخته

څنګه تورې لړې راغلې

 داڅپې خونړۍ څه دې

چې شفق ېې رنګ اخیستی؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

دا زخمونه وینې وینې

دا آسمان ته پورته شوي

دیتیم دزړه آهونه

داحیرانې کونډې رنډې

وژل شوي ارمانونه

ولې هیر شول له خدایانو؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

درڼا قافلې څه شوې

څنګه پریوتې تیاروته

څنګه واووښتې له لارو

دزمزم اوبو ته تږي

په تسپو ېې ځان تړلی

پریوتو دشرق ته خاندي

قبلې غرب کې ځانته غواي؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

کوم نسلونه به بیا راشي

چې دا تورې تورې لړې

حقیقت په مخ لویدلی

ددرواغوتور بادونه

ددوزخ دلمبو نښې

دفریب درانه بارونه

دا لویدلي امیدونه

دباور په اوږو واخلي

دانسان له کوره لرې

یو تور قبر ورته جوړ کړي؟

له ما څه پوښتې زړګیه!

دا به کله وي چې راشي

حقیقت درڼا کورته

اهریمن په شرمیدو وي

بازارونه په لویدو وي

انسانیت په غوړیدو شي

ستا دقبر په تیارو کې

درڼا څپې خورې وي؟

ش،حصین

لندن - ددسامبر دریمه

 ۲۰۱۳ م کال

گزینهٔ نوشته های شاه محمود حصین

دغه خامه خټه څه ده ،چې هرڅه ورنه جوړیږي

لا باران راغلی نه وي،دا له بیخه را نړیږي

په بیګا ېې څوک سینګار کړي،ښکلې ښکاري

په سهار ېې مخ اوښتی،روغ جهان ورنه ویریږي

دپرون زړه بوډۍ وي،رنګارنګ نخرې ېې ډیرې

دنن ناوې شي جاموکې،پردي کورته ور ودیږي

نه ېې ژبه ،نه وفا،نه ېې حیاوي دژوند تومنه

یو تور داغ دننګ په ټنډه،هریو ساز ته بیل نڅیږي

ورته ګورم تن ېې خپل ، وینه دبل،سوداېې بله

انسان څه دی،ځمکه څه ده،لوړ آسمان ورنه زوریږي

سپین په ژبه،زړه ېې تور ،خوله ېې ناسور ده

روڼ سهار دآرمان نښه،بیګا ولویږي سړیږي

«هوښیارۍ » ته ېې شیطان په ځمکه پریوځي

عجیبه غوندې بلاده ، ټول خلقت ورنه ویریږي

وایم څه شول! خدایه څه شول!«هغه سپین سپیڅلي خلک»

داڅه نښې تورې تورې دایمان په مخ را لویږي

هیلې ماتې،جنازې دآرمان پریوتې تابوت کې

دابلیس دقالب خښتې،هر دیوال باندې لګیږي

حقیقت یو دروند آواز دی،پټه خوله ښه ېې حصینه

که هرڅو ته رښتیا وايی،غم په تا باندې زیاتیږي.

ش،حصین

۲۰۱۳م کال دنومبرلسمه

لندن