2012/11/23

 

څوک به د نوم هسې په خوله یادوي
زما د هر سلول په زړه یادوي
د خیالي څڼو به د څه ووایم
خیال مې یې هر ويښته ويښته یادوي
چاته د مېنې مينه ټوکې ښکاري
ځینې یې لوړه تر هر څه یادوي
مینان یو بل ته ګواښیږی سره
د غمازانو فتنې نه یادوي
قاضیان د ښکلو پر مخ خولې لګوي
زموږ ګناه بیا، تش کاته یادوي
چې د وفا نښانې نه وی پکې
داسې معشوقې به څوک څه يادوي؟
آشنا راځه د عقل لاره نيسه
رقیب د بد او که د ښه یادوي
د ګډ ارمان سختو شېبو ملګرو!
(غفوری) تاسې پل په پله یادوي

ځواب:

په دې پوه نه شوم ستا دمینې آشنا

له اوږدو څڼو سره څنګه ښکاري

یوه دښکلو ښکلې پیغله ،که زلمی داتڼ؟

ستا معشوقه راته شریکه ښکاري

قاضیان ېې هم پرشونډو خولې لګوي

که پرې خبر ېې چې وفا نه لري

پریږده دامستې دبازارنښې دي.

دګډ آرمان سختو شیبو ملګري

دبازار مینې ته په څه لمسوې.

دبازار لوبې او دعشق خبرې؟

ظالمه ولې مې په اور کړوې.

هغه منزل چې ور روان ووپرون

هغه وفا ،

هغه ښکلا ،

هغه ریښتینې مینه

اوس دابلیس په ټغر ناسته ولې؟

که رښتیا نه وه،

وفا نه وه،

ښکلا نه وه په کې

دا جنازې مو دګلانو ،

ولې خاورو ته وړې؟

قلم مې ریږدي زړه لګیږي دسینې په قفس

آواز مې ستوني کې سلګي سلګي شو

چې حقیقت په کفن نغښتی وینم.

        

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد