WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات شاه محمود حصین

 

  دارنګ الوتې څیره -  دانوڅوک دی؟                                     شاه محمود حصین

دارنګ الوتې څیره

دادګردونو خړ څادر کي نغښتې

دارنګ الوتې څیره

په دغه مات چوکاټ کې

زما دهجرې په دي بې چته

نړیدلې دیوال

دکوم یادون نښه ده؟

تنه ېې رنګ په وینو

شونډو ېې بار نیولی

باڼه په سترګو درانه

رخسار په لړو کې ډوب

مرۍ ېې غم نیولې

 ژبه په تل کې وچه

لیمه ېې نه خوځیږي

له اشارو لویدلي

هسې دحال په ژبه

دسباوون دځوانیمرګو هیلو

له یاده وتې جنازې یادوي.

درنه دنیا دکیسو

دیوه سوي فصل

په ایرو ناستې هیلې

اغزو ځپلي ګلان

په ملا ماتې غوټۍ

 خپلو زخموکې ښيي.

کله پرون ته ګوري

کله سباته دآرمان په اوږو

ددرد په زړه کې

 راته وايي وايي:

له ورانو ځالو

 دالویدلي بچیان

په دې تړلو وزرو

دالوتلو نه دي

شیاد ته لاس په تمه

دام کې دانې لټوي.

ش، حصین

لندن -۲۰۱۴کال داپریل پنځمه

 دانوڅوک دی؟   

دانوڅوک دی؟

چې نه شیر دی دځنګلونو

نه عقاب دلوړو غرونو

یا ګیدړ دی یا چورګوړی

دپردو په ډیران څري.

پرون خړ افغان بچی و

دهمت نامتو زمری و

ټپوس نه و،لوړ عقاب و

نن موږک رنګ دبل خم کې

دنیکه په شمله خاندي

پلار په سپکو ورکو ستايي

وايي «زه دموس بچی یم»

تمدن یم زیږولی

دمور نوم راته پردی دی.

له میړانې لرې تښتي

وايي«سرساتم» هوښیار م

غیرت څه دی،

همت څه دی ،

پښتو څه ده،

 راشه واوره زما خبره

په رنګونو کې مزی دي.

دپرد و په ترحم کې

دابلیس پښوته ناست دی

خپلو تیرو ته سپک وايي

دپرو په تیره غشي

دپیړیو هستي ولي.

دفساد په ډنډ کې پروت دی

دبهشت خوبونه ویني

دخپل ورور له وینو ډکې

سرې پیالې ورته شراب دي.

شهید څه دی؟

یتیم څه دی؟

پښتو څه ده؟

دفرعون دکوڅې پلی

دانسان دسر قاتل ته

دخپل مغز په خامو تارو

دوریښمو جامې اوبي.

ش،حصین

لندن- ۲۰۱۴م کال

دفبرورۍ اتمه