WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات شاه محمود حصین

 

   شیخه تاسره په جنګ یم - فـــتــــــنـــه -    ابلیس پګړۍ دامامت تړلې         شاه محمود حصین

 

شیخه تاسره په جنګ یم

له مستانو سره شپې دي، هوښیاران په تیږو ولم

خرابات زما کعبه ده ،نور جهان په تیږو ولم

نه حافظ یم،نه خیام یم ، نه غنی دجام په څنګ کې

جوړ عطار په شوخه ژبه، لوړ آسمان په تیږو ولم

زه ملنګ عبدالرحمن یم.زخمي زړه له خپله وروره

دخانانو په دیره کې عزیز خان په تیږو ولم

دایمان پوښتنه څه کړې،شیخه څه غواړې له مانه

هم له تاسره په جنګ یم ،هم شیطان په تیږو ولم

شیخه ستا په تروه ټنډه،ددوزخ اشارې وینم

ستا په سپینو کې را نغښتی، تور ایمان په تیږو ولم

نه هوس لرم دحورو ،نه غلمان په څنګ کې غواړم

دخم څنګ کې تږی ناست یم،خالي جام په تیږو ولم

الفت وايي :   

«چې په ښو جامو ګناه کړي،زلیخاده»

زه یوسف له ډیره درده،ټول کنعان په تیږو ولم

تندی مات په زړه ویشتلی،خوار حصین یم

په خدایانو مې وس نشي،داخپل ځان په تیږو ولم

شاه محمود حصین

په دې غزل بیا کتنه ۲۰۱۴م کال

دجولای ۱۳ لندن

 

ش،حصین

فـــتــــــنـــه

کله چې ومري انسان

دګناه جشن به وي

فساد به سپین څادر له ځانه تاو کړي

دامامت په نښه

ظلم به ناست وي دممبر دپاسه

حُقه به ځای دعدالت ونیسي

شیطان به مرګ دحقیقت ته ناڅي

دزور مزدور مفتي به ورکړي فتوی

دتور بازارله مخې

دشقاوت دخوشحالۍ په خاطر:

دعدالت په ستوني

تورې چړې خښې کړی.

دروغو ته ښکلې جامې

دشرعیت له تارو

ما له پخوا ګنډلي.

دباور نښې څه دي

ایمان په هیڅ نه ارزي

وجدان سنګسار کړۍ دلته

عقل هم کار دلیونو وګڼۍ.

شرافت وځړوۍ

حیا په مات تابوت کې

له کلي لرې لرې

دهدیرو په زړه کې

دښکلا څنګ ته کیږدۍ.

شاه محمود ،حصین

لندنـ ۲۰۱۴کال دجون دیرشمه

 

ابلیس پګړۍ دامامت تړلې

طــوفان دهـیـلـو زمــانــې ځــپلي

آرمان په ځان دمرګ خازې تړلي

وینم ایمان دچړو مخته پرت دی

قصاب په وینو کې جامې مینځلي

ابــلـیـس پـګـړۍ دامــامت تـړلې

دشیاد مخته ېې ګونډې وهلي

ورکه رڼا شوه دژوندون له فصله

 ریــا دمــیــنــې هــنــګـامــې وژلــي

دحـیـا پـیـغـلې په کفن کې ستړې

 دښــکـلا مـخـتـه چـا ایـرې شیندلي

دمجبور حسن زخمي نښې وینم

اغـــزو هـــوس تــه تــرانــې لـیـکلي

دخـرابات دزړه آواز رارسي

ماتې کاسې،چا خمخانې ویشتلي

دروغو خیمه په حقیقت وهـلـې

عشق ته هوس زهري دانې کرلي

غمجنو اوښکو دحصین په ګریوان

څــه یـاد نـامـې؟څه پیمانې ژړلي؟

شاه محمود حصین

لندن ۲۰۱۴کال داپریل ۲۲تمه