2012/03/06

   

دا سرلیک می د یوه دوست له لیکنې نه راواخیست.

افغانستان تر بل هروخت زیات خپل دغه نیم وجود ته اړتیا لری.

جنګ جګړواو بیا ورسره ډله ایزو کډه کولو، زموږ هیواد نه یوازی له نړیوال پرمختګ څخه شاته پرې ایښی، بلکې په کونو یی شاته هم تمبولی دی. په دی ډول زموږ له هیواد نه انسانی قوې هم کډه کړی. او د هیود په بیا ودانولو کی د ښځې نیم وجود ته سخته اړتیا لیدل کیږی. خو موږ په لوی لاس خپل نیم وجود له کاره غورځولی دی. تکړه لیکوال او شاعر عبدالهادی هادی لیکی: ((زما په ګمان خو د دې هرڅه ریښه زموږ په منفعلو سیاستونو کې ده، تاسې وګوری ولې مو سیاستونه سمې پایلې نلري؟ دا د دې له پاره چې زموږ سیاستونه ددې پرځای ، چې( فعال) وي ، (منفعل) دي. دفعالو او منفعلو سیاستونو تر منځ توپیر همدا دی، چې فعال سیاستونه تولید لري، مثبت بدلون او پرمختګ راولي، خو منفعل سیاستونه توپیرونه او بدبینۍ زیاتوي او ګټور نه دي. فعال سیاستونه دعقل، تفکر، علمي بنسټونواو منظمو برنامو پر بنسټ طرح کیږي، خو منفعل سیاستونه د احساساتو، سلیقو او ړندو تقلیدونو پر بنسټ رامنځته کیږي.))

زموږ په هیواد کی منفعل سیاست روان دی او دا له نن نه، بلکې له کلونو کلونو راپدیخوا

په افغانستان کی همدغه احساسات، سلیقې او ړانده تقلیدونه دی چی تر هرڅه وړاندی یی د ښځو وضعیت او له دې لارې د ټو لنې او دغه شان د کورنیو حالت وران ویجاړ کړیدی. زه دلته یواځې د رسنیو پر وضعیت غږیږم چی په دې برخه کی د ښځو د نیمایی وجود ونډه څومره اهمه ده، خو څنګه نیمایی وجود په لوی لاس له کاره غورځول کیږی.

نن ورځ چی افغانستان د کلونو کلونو جګړو او ورانیو د غم پيټۍ په اوږو وړی، خلک یی د دغې غمیزې له پایته رسیدو او وطن بیرته د آبادۍ په لوری د بیولو پرته بله هیله نلری او دې هيلې ته رسیدل، هماغه د جګړې پایته رسول یا بندول دی.

دا چې جګړه ولې لا هم دوام لری، عوامل یی ډیر دی، خو د پایته رسولو لویه لار یی زه د خلکو په پوهاوي کی وینم. په دی برخه کی په خپل نظر د میډیا یا رسنیو دنده لویه او ارزښتناکه بولم.

د بی پولې ژورنالیستانو د کره کتنې له مخې، افغانستان د رسنیو د ۱۸۷ هیوادونو له ډلې څخه په ۱۴۷ م ردیف کې ځای لری. په داسی حال کی چې په افغانستان کې تر څلويښتو زیات ټلویزیونی چينلونه، په سلهاوو ورځپاڼې او مجلې، د فیلمونو جوړولو په لسهاوو پرودکشنونه او څه نا څه ۱۵۰ راډیوګانې، خلکو ته په خبر او اطلاع ورکولو بوخت دی. په دې رسنیو کې که څه هم نجونې او میرمنې هم په کار بوختې دی خو ونډه یی د بیلابیلو عواملو له کبله نه یواځې ډیره ناڅیزه ده بلکې له ستونزو سره هم مخامخ ده. دا ستونزې د ښځو په وړاندې د جګړو له پیل نه مخکې هم پرتې وې. خو د رژیمونو بدلونونو او په تیره بیا د بنسټپالو رژیمونو او حاکميتونو په برلاسۍ، دغو ستونزو نوره هم وده کړې. په رسنیو کې د نجونو او میرمنو له ونډې سره زموږ ټولنې او کورنیو لا په تیرو وختونو کې هم لا روغه نه وه کړې او په وړاندې یی خنډونه ډیر وو. خو نن ورځ دا یوه لویه بهانه ګرځیدلې چې تش په نامه اسلامی لاملونه په رسنیو کې د ښځو د ونډې په وړاندې، مخې ته کیښودل شی او د سیاسی مقصدونو په منظور دا ډول کرکجنو خنډونو ته اسلامی رنګ ورکړی.

د دغو خنډونو لومړنۍ قربانی، د افغانستان د راډیو او ټلویزیون تکړه ویانده سایمه مقصودی وه چې په خپل تندي یی د دغې کرکې او نفرت ګوزار وخوړ.

بیا د دې ظلمونو او د پرمختګ د دښمنانو بل ګوزار په یوه میاشت کې د شکیبا څانګې آماج او ذکیې ذکی په خونړي ډول وژل وو.

د دغو قربانیانو بله ښځينه څیره د طلوع د ټلویزیون کارکوونکې شیما رضایی وه چې په وحشیانه ډول ووژل شوه. او پیاوړې دری شاعره نادیا انجمن هم  په دې ډول د نارینه د لنډ او تنګ فکر قربانی شوه. دا ډول نور ډیر مثالونه هم شته چې څه بربنډ او څه د رسنیو او خلکو له نظره پټ دی.

د دغو پيښو لومړنی لامل که څه هم چې جنګ او نا امني بلل کیږی خو دوهم لامل یی زموږ د ټولنې سنتی ذهنیت دی. زموږ هڅه باید دغه ذهنیت ته بدلون ورکول وی.

دا سمه ده چې د جګړې په بهیرونو کې باید هڅه وشی څو ښځې او ماشومان د جګړې له ناخوالو خوندي وساتل شی. اما په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر مهال دا ستونزه بل رنګ لری او دلته اهمه داده چې د سنتی ټولنې په ذهنیت کار وشی او دا خبره زموږ د ټولنې کورنیو او وګړو ته جوته شی چې افغانی ټولنه په تیره بیا په اوسنیو شرایطو کې چې خلک، پوهاوي ته اړتیا لری، د نجونو او میرمنو ونډه په رسنیو کې با ارزښته او حتمی ده.

دا خبره هم اهمه ده وپوهول شی چې ژورنالیستیک کار د ښځو لپاره داسې یوه دنده ده لکه، د ښوونکي، ډاکټر، قاضی، انجینیر او نورو.

څرنګه چې ژورنالیزم په ټولنه کې د څلورمې قوې په توګه منل شوی دی، نو د دې قوې نیمایی برخه هم د ښځو په لاس کې ده. له دغې قوې څخه د هغې نیمایی لیرې غورځول، د ټولنې په جوړښت کې د ستونزو د پیدا کیدو سبب ګرځی او یایی جوړښت له نیمګړتیاوو سره مخامخ کوی.

څرنګه کیدای شی په دغو ستونزو بری ومومو؟

ډیر ځله دا خبره له میرمنو او هم نارینه وو نه اوریدل کیږی چې حق نه غوښتل کیږی، باید واخیستل شی. زما په اند، د ښځو خقونه د نارینه وو لاس ته ورکړل شویدی او دا حتی خپله د ښځو لخوا هم. دا پروسه ډيرې لرغونې جرړې لری چې د یوه قانون په صادرولو او په یو دوه کنفرانسونو د دغو جرړو را ایستل ممکن نه دی. نو څرنګه کیدای شی د ښځو حقونه بیرته ورکړل شی؟ یا د نورو په خوله، څرنګه بیرته واخیستل شی؟

ډیر ځله داسې لیدل شوی د همدغو حقونو د حاصلولو له امله، د کورنۍ ښیرازه له مینځه تللې او ماشومان یی لومړني قربانیان ګرځیدلی. د کورنۍ د ښیرازې د ساتلو په خاطر بیا هم ښځې قرباني ورکړې چې نه یواځې له خپل حق څخه تیره شوې، بلکې ظلمونه او تيري یی هم پر ځان منلي دی. دلته هغه ښځه چې خپل حق یی غوښتی، بدکاره او بد خُلقه معرفي شوې او هغه چې ظلم ته یی سر ټيټ کړی، باشرفه افغانه پيژندل شوې ده.

نو اوس تاسې ووایی، چې افغانه ښځه خپل حق وغواړی که ورنه تیره شی؟

نو له دې امله زه وایم چې د خپل حً د غوښتنې لپاره د ښځو د هڅولو پر ځای، باید له نارینه وو سره کار وشی دوی د ښځو اسلامی، انسانی، ټولنیز او کورني خقونه وپيژني او د هغو مراعات وکړی، او دا هماغه بشری حقونه دی چې نارینه او ښځې یی په یو شان د درلودلو هیله من دی او هر انسان ته په کار ده د یو بل په مقابل کې هغه مراعات کړی.

دلته د ښځو او نارینه وو تر منځ کرښه ایستل خپله د بشری حقونو پر خلاف دی.

د ښځې حق، یعنی بشری حق. ښځې کوم نامأنوس حقونه نه لری چې د نورو لخوا د هغه، د مراعاتولو وړ نه وی. زه بیا هم له نارینه وو هیله کوم چې بشری حقونه مراعات کړی چې د هغو په ډله کې د دوی د میندو، خویندو، لوڼو او میرمنو حقونه مراعاتیږی.

ډیر ځله لیدل شوی چې ورور یا پلار، د خور یا لور په خاطر د هغو د خسرګنۍ سره په شخړه لاس پورې کړی، دا د دې  مانا لری چې دوی ته د دوی خویندې، لوڼې او میندې، درنې او د ارزښت وړ دی. خو په خپلو کورنیو کې د دوی دغه ارزښت له نئره غورځوی یا پرې نه پوهيږی.

نو له دې امله له دوی سره باید کار وشی څو دوی په دغه ارزښت پوه شی او له خپلو لوڼو، ميندو او خویندو سره انسانی چلند ولری. په دې توګه به د استعداد لرونکو ښځينه ژورنالیستانو ته د دې چانس پیدا شی چې خپله با ارزښته ونډه تر سره کړی. زه هیله منه یم چې دغه کنفرانس او د دغې نوې جوړې شوې ټولنې کار په دې لاره کې پياوړي ګامونه پورته کړی.

په ډیر درنښت: سهیلا اصغري وردک(نظیمي)

ولې مو په لوی لاس خپل نیم وجود له کاره غورځولی؟

 

  

 

 

 

 

 
 

 

admin@vatandar.at
 
 
 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد