WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی  ډاکـټـررحـمـت ربی زیرک یار

 

     زه یـې اوس پـه ګـټـه پـوه شـوم                                ډاکتر رحمت ربی زیرک یار

 حــق بـــایــد ادا شــــي! په لـند ن کې د پـــوهانـد مجــاور احمد زیــار  د ژوند  ۷۵کلـیزه  ونمانځل شوه ( ۵  اپریل ۲۰۱۲). د دغــې کلــیــزې د درنــاوي لــپاره ما یـوه ورځ وړانــدې  په بــریــښنــــایـیــزو رســـنـیــو کې یــــوه  ډیــره لـڼـډه لــیکــنـــه خــپره کـړې وه چــې ســر لــیـک یــې و: « پــوها‎نــد زیــار او لــغــــت ســازي»، یانـــې

Prof. Zyar and Neologism

 په دغه لیکنه کې په «پـوه ټولنه» ( نالـیـج سوسایـټي) غږیدلی وم . هــلته مې دیته هم ګوته نیولې وه چې دغه ټکی د یــوې لـڼـډ مهالې بریښنایـیزې مرکې په اوږدو کې رامنځته شــوی و. خو  په غــیـر ارادي ډول زه پـه دې کې پاتی راغلــی وم چې د بریــښنایـیزې مــرکې د رامنځته کـیدا  د ابــتکار پـه اړه د یو بــل ورور حـق ادا کــړم. دغه ورور ماتــه د اپریل په ۴ نـیټه په خپل  ایمـیل کې  په درنه ژبه خپـله پــیــرزویــنه داســې وښــودلـه : «سلامونــه ډاکتر صاحب، په  زیار صاحب باندې مې ستاسې کوچنئ لیکنه ولوستله. لکه ستاسې د نورو اکاډیمیکو پنځونو په څیر مې دا هم خوښه شوه او دا مې ځکه دلته یاده کړه چې هغه بــریـښنایي بحث ما جـوړ کړی و، او زه یې اوس په ګـټه پوه شوم چې څومره ښه کار مې کړی و.» ما خپل دغــه ورور ته پــه هـمدغه نیــټه ورغــبرګه کــړه چـې زه  « ډیره بښنه غواړم چې ستاسې حق مې نه دی ادا کړی. له یاده مې وتــلـــی و. که د دغــې ګټــورې غوڼـــډې تقریبي نیټه  راته راولیـږئ او هم راته ولیکئ چې تاسې دکوم هـدف لپاره جــوړه کــړې وه، زه به پــرې بیا لیکنه خپره کړم او ستاسې حق به ادا کـړم.» هغه ډیر زر په ډیره خوښۍ سره په ایـمیل  کې راغــبرګه کړه چې: «هـیڅ خبره نه ده ، دغه بحث موږ د ۲۰۱۰ د دسمبر په میاشت کې کړی و. هغه وخت ما [په انګلستان کی] د کـونـټری په پوهنتون کې ماسـټـري کـوله او زما یوه پـروژه د اینـفارمیـشن سو سایـټي پــه اړه وه چې بـیا ما وروسته یــوه مـقــاله په پښتو هم ولـیکله. د پښتو مقالې لپاره مې دغه ټکی په کار و.» حنان حبـیــبـزی. زه د مــنلي ځـوان عالم ورو حــنان حبیـبـزي  لــه درانه چلـن او ګــړنـدئ همکارۍ  نه د زړه له کــومــي منــنه کــوم. ډاکـتر زیرکیار،    کلیفورنیا، امریکه

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید