WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

   کوچنی غل او غټ غل                                                         د عنایت الله پویان لیکنه

  

 او هغه د دوبي شپې او ورځې وې، خلکو درمندونه آخیستي وو او په ځینو درمندونو  باندې لا څپرونه ګرځيدل. د پاخه منګ سپین ږیري اکا(کندل ماما) خپلې پیسې او ټنګې د خپل پرتاګه په ګنډې کې خوندي کړلې او د غرمې په ګرمې هوا کې له کاله ؤ وت او د بازار لا ر یې غوره کړله. د لارې په اوږدو کې د کم عمر( شین سترګی) بازاري هلک ورسره د لارې ملګری شو او له ماما سره یې خبرې او مرکې پیل کړې (ماما جان،ګجا میري) کندل ماما د خپل عمر ډیره برخه د پښتنو د قبایلو په سیمو کې تیره کړې وه او په پاړسو يې چندان سر نه خلاصیده نو ځکه له شین سترګي بازاري هلک سره یې ګډه وډه پارسي او پښتو پیل کړه ( بازار ته  میروم او د خانه لپاره سودا مودا آخیسته میکنم) بازاري هلک د ماما زړې شلیدلې جامې له نظر تیرې کړې او بیا يې و هغه ته ؤ ویل (ماما جان!پیسه هایته ده کجایت ماندی) د کندل ماما په شین سترګي بازاري هلک شک پیدا شو، هسې نه چې هغه د بازار جیب وهونکی کیسه بر وي نو هغه ته یې ؤ ویل ( شما چرا از مه دغه سوال میکنه او زما له پیسو سره ستا یې څه کار) بازاري هلک ماما ته ؤ ویل (ماماجان قند!ُ قربان ریش مبارک و دل پاکیت شوم ، قار نه شو، آخر دلیم سرت میسوزه،موی سفید استی، میترسم کیسه بر های نالتی پیسه ګک هایته کیسه بری نه کنه) د ماما له ماغزو څخه د قار او غضب پیریان والوتل او په پسته ژبې یې شین سترګي هلک ته ؤ ویل (زوی جانه! تا کله د بازار کیسه بران لیدلی است ، که لیدلی است نو راته ؤ وایه: کیسه بران څرنګه خلک است) بازاري هلک د ماما د پوښتنې په ځواب کې ؤ ویل(کل مردم کیس بر ها ره دیده و میشناسه، کیسه برها مثل دیګه مردم دنیا دو ګوش و دو چشم داره ،آدمهای چالاک هستند، مردم به دنبال کیسه بر هایې شګم ګرسنه و پای ترقیده کوچه وبازار است و در قصې کیس بر های چوکی نشین نکتایې دار و موتر سوار که ملیونها دالر را کیسه بري میکنه کسې نیست) د لنډو شیبو لپاره بازاري هلک چوپ پاته شو او بیا یې خبرې اوږدې کړې (ماما جان قند! پشت ګپ چه میګردی، از وختیکه حکومتهای چور و غارت مجاهدین و طالبها شروع شد  و جنګهای مسلمان کشی طالبها و مجاهدین در ګرفت و خارجیها به اوغانستان آمدند کل مردم اوغانستان کیسه بر و رشوت خور و قاچاقبر شد. در شارهای اوغانستان یکی از روی مجبوریت بخاطر زنده ماندن دست به خس دزی میزنه و دیګه که زور  و آدمهای تفنګ دار داره بخاطر وکیل شورا شدن، حاجي شدن، نام و شهرت پیدا کردن ، دست به چور و تاراج بیت المال میزنه) لا د شین سترګي بازاري هلک او کندل ماما مرکې خلاصې نه وې د شاه له لوري یو زوړ کړپن له خلکو ډک بس راغی او له هغوی څخه لرې د خاورو او دوړو په ګردونو کې ودرید او ور سره جوخت د بس نګران غږ اوچت کړ (خلیفه ! سلو باش ، موی سفید است ، میدوه ) کندل ماما په منډو، منډو ځان بس ته نږدې ورساوه او د بس وروستۍ دروازګۍ ته مخامخ ودرید. لا یې سر ګرولای نه ؤ له بس څخه د خلکو چغې پورته شولې ( خلیفې موتر وان! از دست ګرمی و عرق فیل میترقه، ده موتر جای پای ماندن نیست، برو بخیر حرکت کو) د موټروان تر څنګه یو بل کلیوال سړي چې کنډاسه خوله یې له نصوارو ډکه وه او د خلکو له بیړ څخه کوښی ناست ؤ غږ اوچت کړ او ؤ یې ویل(دل که تنګ نباشه جای تنګ نیست، بیچاره موی سفید و نابلد است، بانین که بالا شوه) د بس نګران لاس ؤ غځاوه او ماما یې بس ته ؤ خیژاوه او بازاري هلک هم د ماما پسې بس ته ؤ خوت او د هغه تر څنګه چوپه خوله ودرید او بیا یې د ماما غوږونو ته خوله ور نږدې کړه او د هغه په غوږ کې ؤ بوڼید(ماما جان! هوشیار باش، اګر کیسه بر پیسې ته ببینه کاریت خراب میشه) د لنډو شیبو له تیریدو څخه وروسته بازاري هلک په قار او غضب کې ماما ته ؤ ویل(چرا وارخطا مالوم میشي، چرا پطرف مردم لوق، لوق میبیني، در فکر پیسه هایت باش، ببین پیسه هایت ده جایش است یا کیسه بری شده)ماما د خپل پرتاګه په ګنډې لاس را کاږه او بیا یې د خپل د لارې ملګري بازاري هلک ته ؤ ویل(زوی جانه! شکر الحمدو الله پیسې د پرتاګه په ګڼډې کې پرتې است او ورګ نه شده) بازاري هلک په ماما سترګې برګې کړې او هغه ته یې ؤ ویل(صد دفه بریت ګفتم، مردم میشنوه، پیسه پیسه نه ګو و بالاي پیسه هایت دستک، دستګ نه زن، اګر کیسه بر پیسي ته زد مره غرض نیست) ماما هغه ته ؤ ویل(زوی جانه! که په پیسو دستک، دستک نه کنم او پیسې را بر سیره نه کنم نو بیا به د موټر کرایه څرنګه شي) بازاري هلک ماما ته ؤ ویل(در فکر کرایه نباش، کرایه دو نفر ره خودم تاویل میکنم)ماما څه ؤ نه ویل او بازاري هلک د خپل زاړه کمیسه له کڅوړو څخه لس افغانۍ را برسیره کړلې او بیا یې د موټر نګران ته ؤ ویل(اینه، کرایه خودم و ماماجانم)نګران خپلې پیسې  پخپلې کڅوړې خوندي کړې او د خلکو په ټیل ماټیل کې ورننوت او کړپن بس د ویجاړ سړکه کندې کپرې لارې لنډې کړلې او د کابل ښار د منډوي دوکانونو ته په څیرمه د بسونو  وروستي تم ځای ته ورسید او د موټر نګران په لوړ آواز غږ اوچت کړ(پایان چوک، سرک مڼډوي،جیبهای تانرا قایم بګرید، کالا مالای تان نمانه، آهسته آهسته تا شوی)کندل ماما یوزلي بیا د خپل خیرن پرتاګه په ګنډې لاس را کاږه چې ګوري ګنډه سورۍ شوې ده او بازاري هلک د تیښتې په حال کې دی نو چیغې یې کړلې( اې برادرانو! د ظالم بچي راڅخه پیسې ؤ وهلې، د خدای په جات را سره مرسته ؤکړئ،هغه دی تښتي، مه يې پریږدئ) په بس کې ناستو کسانو یو بل ته ویل(ده قصې شان نه باشی،کاکا و برادر زاده هستند)او ماما چیغې وهلې او ویل یې(هغه برادر زاده نیست، هغه غل است، کیسه بر است) د ماما په چیغو او بغارو چا سر نه ګراوه  او  په  پای کې  د هسکې ونې خاوند، یوکلیوال زلمي خپلې څپلۍ ماما ته پریښودې او د باد او پریښنا په څیر د ماشوم کیسه بر پسې والوت او د سترګو په رپ کې یې هغه د نا مالومو کوڅو څخه لاس تړلي د بس خواته را وست – د ماشوم کیسه بر په خولې او سپومو د کلیوال زلمي سوکان لګیدلي وو او له خولې او سپومو یې سرې وینې بهیدلې، د سر خولۍ يي ورکه شوې وه او د کمیسه ګریوان يې آن تر لمنې پورې څیرې شوي ؤ،لوڅ سر او څیرې ګریوان د خلکوپه شورماشور کې چوپه خوله ولاړ ؤ، خلکو ترې پوښتنې کولې:د چا زوی یې او مور او پلار دې څه کار کوي، څه نومیږې، له چا سره دې د ژوند خوږې او ترخې تیریږي، د کومې کوڅې هستوګن یې؟هغه له چا سره خبرې نه کولې، کوچنوټی زړه یې له غم او غصې ډک ؤ، نرۍ نرۍ سګۍ یې وهلې په سپیره کوچنوټی مخ یې د اوښکو رود را مات ؤ او د شنو مریو په څیر شنې سترګې یې له اوښکو ډکې وې- د خلکو په شور ماشور او ټیل ماټیل کې يو بل سپین پوستي هلک چې توره انګریزۍ دریشي یې په تن کې وه او د سرو زرو قیمتي سات یې تر لاسه تړلای ؤ د پیښې ځای ته ور نږدې شو او خلکو ته یې ؤ ویل( همایون نام داره، مادریش کالاشوی است و در خانه های مردم پولدار کالا شویي میکنه، پدر نه داره، مکتبه ایلا کده، به غیر از خس دزي  و ایلا ګردي وپدرنالتی دیګه کسپ و کار نه داره، ده کوچه بنام همایون مرغ دز و کیسه بر مشهوراست) شین سترګي بازاري هلک د مکتبي هلک د خبرو په ځواب کې ؤ ويل(مه هم تره میشناسم، فرید نام داری، پدر رشوتخور و غدار تو زمینهای قواله يې مردم غریب و بې واسطه ره بنام خود قواله کرد از پیسې حرام رشوت وقاچاق  تریاک مالک سرایها و دوکانها زمینهای زراعتی و تجارتخانه ها شد،همراه سلاح دار ها همد ست و همراه شد، از پیسې حرام رشوت وقاچاق تریاک به حج رفت و حاجی شد در قصې حاجي قاچاقبر و رشوت خور غدار کسی نیست، مردم دنبال مره ګفته- عجیب دنیایی است- پشه ره مردم میبینه و فیله دیده نمیتانه) ماشوم کیسه برګی لږ شیبه چوپ شو او بیا یې په ژړا او انګولا کې خلکو ته ؤ ویل(بلې مه همایون نام دارم و در کوچه بنام بچی کوکوګل کالا شوی هشهور هستم- همه مردم مره میشناسه- مادرم کوکوګل کالا شوي مریض است کالا ششته نمیتانه و به داکتر ودوا ضرورت داره- خوارکهای خورد و ریزیم به نان ، لباس و قلم و کتابچه مکتب ضرورت دارند- پدرم را آدمهای ضد دولت داکتر نجیب به شهادت رساند- کسې مره در کار نمیګیره- مه مجبور هستم از هر راهی که شوه پیسه پیدا کنم و یتیمهای پدر مه سر پرستی و نګهبانی کنم) خلکو د ماشوم کیسه بر ګی په وړاندې د منلو وړ ځواب نه در لود- هغه د کندل ماما پیسې ور کړلې او ماما ته یې ؤ ویل(ماما جان قند!پیسې ته بګیر و مره ببخش- مه کیسه بر نه بودم، وختی کیسه بر های چوکی نشین بالای پدرم ټاپی خلقی، پرچمي ، شعله یی، اخوانی وطالبی ره زدند و پدر مره شهید ساختند چاقو کش نه بودم چاقوکش شدم- کیسه بر نه بودم کیسه بر شدم- مکتب ګریز نه بودم مکتب ګریز شدم)ماما خپلې پیسې د خپل شلیدلي پرتاګه په ګنډې کې خوندي کړلې اود منډوی د دوکانونو په لور ؤ خوځید او د بازار څو ببر ږیري پکولوالا پولیسان راغلل او د ماشوم کیسه بر ګي مټې یې پرې واړولې اوهغه یې له ځان سره د پولیسو د ټاڼې په لور ؤ خوځاوه او د کیسه برانو کیسه پایته ورسیده- د خدای ښه دې وي 

 عنایت اله پویان

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید