WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات  عنایت الله پویان

 

  سپینې خبرې او اترې                                                        لیکوال متفاعد ډګروال پویان

  

دا چې د خدای بښلي بیدل په زړه کې به کومې خبرې وې او د چا له  خوا د هغه په خولې او شونډو دچوپتیا مهر لګیدلای ؤ او کوم پټ  رازونه هغه له ځان سره  له دغې دنیا ګۍ څخه بلې دنیاګۍ ته ایوړل ، هغه خبرې دي چې د تاریخي پیښو څیړونکي به پری خبرې ؤکړی او زه پرې کار نلرم/ د فرانسې ریاضی پوه کالیلې د لمړي زل لپاره ځمکه غونډه او کروي او خوځیدونکې ؤ بلله او د دغې خبرې د ویلو په جرمانې کې د هغه وخت د حکمرانانو له خوا په ګالیلې د کفر تور ولګید او په سولۍ ؤخیژول شو/ زه فکر کوم اوسنۍ زمانه د ریاضی پوه ګالیلې زمانه نه ده چې څوک دې د ريښتیا خبرې ؤکړي او بیا زاړه پاله حکمرانان او پوچ مغزي قاضیان دې د دینې او مذهبي ملحوظاتوپه بنیاد  هغه  په سولۍ ؤ خیږوي. د بیان او دعقیدې آزادي د هرانسان طبعي حق دی/ زما په آند د هر انسان او په تیره بیا د متفکروانسانانو لپاره هغه وخت را رسیدلای دی چې په آزاده توګه هغه ریښتیاخبرې ؤکړي چې په زړه کې یې لري/ دا چې په دغو خبرو څوک خپه او څوک خوشحالیږي دا د آوریدونکو او لوستونکو د نا پوهۍ ستونزه ده- نه د لیکوالانو او نه د فکر دخاوندانو/ زه نه غواړم پخپلوخبرو او نظریوکې خدای يې مکړه دچا سپکاوی ؤکړم او یا خپلې خبرې په چا تحمیلې کړم/همدا رنګه زه نه غواړم د یوه معتقد او رادیکال مسلمان په توګه د جهان په هغو خلکو چې مسلمانان نه دي د وسلو او پیسو په زور د اسلام د مقدس دین کلیمه ؤ وایم او خپل اسلامي معتقدات پرې تحمیل او بار کړم او زه نه غواړم څوک دې پرما خپلې دینې عقیدې تحمیلې کړي/ همدارنګه زه د تیرې زړې زمانې پرونی سړی نه یم چې له غور او سنجش او سوچ او فکر پرته دې په پټوسترګو د خپل د کلي د جومات د ملا صیب او یا د ملا صیب د چړیانو خبرو ته غوږکیږدم. زه نه غواړم د آخوند او ملا صیب هغه خبرې او مسالې چې راته یې ویل: د قصص الانبیا په مشهور او معتبر مذهبي کتاب کې راغلي دي: ځمکه د غوایي په ښکر سوره ده  او غوایی د کب په شاه ولاړ دی او کب په یوه داسې ارت دریاب کې پروت دی چې په اوږدوالي او سوروالی یې یوازې خدایتعالی پوهیږي،نوکله چې غوا او یا د ملا صیب د زهن هغه خیالی غوایی یا سنډا ستړی کیږی ځمکه له یوه ښکر څخه و بل ښکر ته غورځوي او زلزله ترې جوړیږي» زه اوس د زلزلې د پیښیدو په علتونو او په خبرو پوره پوهیږم او اوس مې په دغو درواغو خبرو دکلی د جومات ملا صیب او یا بل څوک غولولای نشي/ زه له هغو خلکوکرکه او نفرت لرم چې په خلکو يې د دین او مذهب د ساتنې په پلمو د خپلو تنظیمې او شخصي ګټو د خوندی کیدو لپاره بې دیني تپله او له دین څخه يې تجارتي متاع جوړه کړې وه او د خپلو جییبونو د ډکولو لپاره یې د(نارې تکبیر) دروغجنې چیغې وهلې. توجه ؤکړئ دقران شریف د بقرې سورې دغه مبارک آیات ته چې وایي« ومن الناس من یقول امن بالله وبالیوم الاخر وماهم بمومنین - یخدعون الله والذین امنوا وما یخدعون الا انفسهم وما یشعرون» هغه کسان چې وایي مونږ ایمان را وړی په الله او د آخرت په ورځې او مونږ هم د ایمان لرونکو له ډلې څخه یو خدعه او غولول کوي د الله په وړاندې خو الله غولولای نشی او خپل نفس او خپل ځان غولوي اوهغوی شعور نه لري. همدا رنګه توجه وکړئ د شاعر دغه له مانا ډک شعر ته چې د پورتنیو آیاتو په الهام او په رڼا کې یې لیکلای دی او وایي

ښه به دا وي چې حاجي له حج را ستون شي
نه هغه چې د یتیم له پاکو وینو
د حاجی صیب د حج خرڅی تیار شي
ښه به دا وي چې نفلونه یې قضا شي
نه هغه چې د ؤلس اغوا لپاره
څوک خپل وچویلی په خاورو کې ګردجن کړي
په زر زله به مجوس  نصرانی ښه وی
نه هغه چې د اسلام له پاک نامه نه
د قاتل او بدکردار مردار لاسونه
د غرض ګټه کړي پورته
او اسلام د سیاستونو په ډګر کې
د هر کس ناکس لپاره
د څوکۍ د برد او باخت قمار خانو کې
د ګټلو او بایللو وسیله شي 

زه له هغو خلکو بیخي کیله من او خپه یم او حتي له هغوی څخه کرکه لرم چې د سیاست اواقتصاد استادان نه دي خو په سیاسي خبرو کې ګوتې وهي/ زما لپاره د خپګان خبر خو دا ده چې د طب پوهنځی خو لا پریږده د پرستارۍ اونرسنګ او واکسیناتورۍ د  ښونځي لار او دروازه یې لیدلې نه ده خو ځان ډاکتر صیب انجنیر صیب اکادیمیسن صیب،دشورا وکیل صیب، منصبدارصیب او پروفیسر صیب بولي او د دغه مظلوم او ځوریدلي ولس په ژوند لوبې کوي/ زه د یوې ویشتمې  پیړۍ په خبرو پوه ځوانانو او د مسلک خاوندانو ته په خطاب کې وایم:راته ګرانوځوانانو!دخدای(ج)پخاطر د دغه ځوریدلي خوار ولس چیغې او فریادونه واورئ، را ویښ شئ او د وطن چارې د بیا جوړیدو لپاره متخصصو کدرونو ته وسپارئ/ له دغو وړیو شړۍ نه جوړیږي/ له نرغوایي څخه د شیدو او له غواګۍ څخه د یوې (قولبې) کولو تمه کول د احمقانوکاردی/په بومانو، ټپوسانو او مردارخورو کارغانو د زرکو ښکارمه کوئ او د ښکار لپاره سپین وزری شهباز را پیدا کړئ اوڅرنګه چې خدای تعالی(ج) پخپل مقدس کتاب قران شریف کي فرمایلي دي امانت په هغوخلکو وسپارئ چې د ساتلو اهلیت اوصلاحیت یې ولري او کار هغه چاته وسپارئ چې په هغه کار کې تحربه او تخصص ؤلری

راته ګرانوځوانانو!ستاسو د هیواد په اولوسي جرګې کې داسې نا لوستي کسان ناست دي چې د دوو خرو د وربشو په ویشلو کې پاتې راځې/ دهغوی پوچ اوخوسا سرونه په قانونی مسایلو نه خلاصیږي/ستاسود پولیسو او اوردوپه ځواکونو کې داسې کسان شتون لرې چې د خلکو په وژلو او غلاګانو تورن دي/ ستاسو د هیواد په لوړ پوړو حکومتي چارواکو کې داسې کسان شتون لري چې د مخدره موادو د قاچاق په کار او بار کې اخته دي او د وطن د جوړیدو په خیال او فکرکې نه دي/ما د بی بی سی د تلویزون له لیارې د ښاغلي کرزي صیب له خولې څخه اوریدلې چې ویل يې: اوس دا مهال د دې خبرې وخت را رسیدلای نه دی چې کاردې اهل کار ته وسپارل شي/ په داسې حال کې چې له دغو وړیو شړۍ نه جوړیږی او ولسي جرګه له څو محدودو کسانو پرته له غلواو داړه مارانو ډکه ده او داړه مارانو د پیسو او وسلو په زور د تقلب له لارې شورا ته لاره موندلې ده/ نو زه له ګران ورور ګرزي صیب څخه پوښتنه کوم چې د حل لار يې کومه ده؟ زما په آند او فکر د حل لار یې شته او هغه د وطن د بیا جوړولو لپاره د دولتي او عدلي او قضایي او امنیتي او اقتصادي او تعلیمې او عمرانی په چارو کې  د هغو مجربو پاکنفسو متخصصو کدرونو ګمارل دي چې د سیاسي ملحوظاتو له امله له وطن څخه شړل شوي دي او په پردیو هیوادونو کې وزګار ناست دي او د هغوی له مهارتونو او تجربو څخه ګټه نه پورته کیږې/ ښه مې په یاد دي، داسې مې په یاد دي چې ته به وايې دغه خبرې د نن خبرې دي- کله چې د پاچاهی نظام ړنګ شو داود خان داسې بې تجربه هلکان په کارونو ؤ ګمارل چې د ده د کودتا ملګري وواو نتیجه یې دا شوه چې دغه بې تجربه ځوانان د داود خان د جمهوریت په ساتلو کې پاتې راشي/د داخلې د چارو وزیر په پولیسو اکادمۍ کې زما د ټولګي ملګری د کم عمر بې تجربه هلک د ترافیکو د چارو پولیس بریدمن قدیرنورستانی ؤ اود دفاع د وزارت په څوکۍ د رسولي په نامه یو بې خبر کنګس سړی ناست ؤ او ځینو خلکو د رسولي په هکله د چرسی توب خبرې هم کولې، ما له نږدې لیدلی ؤ د دفاع د وزارت لپاره مناسب کس نه ؤ/همدا رنکه د خلق دیموکراتیک ګونذ د واکمنۍ په وخت کې خلقیانو او پرچمیانو د خپلې پارټۍ داسې بې تجربه ملکي کسان په نظامي چارو کې ؤ ګمارل او بیا یې د جنرالۍ رتبو ته ؤ خیژول چې ګڼ شمیریې د کلیو او بانډو د ښونځیو متعلمین او یا د ښونځيو معلم صاحبان ؤو او ددغواحساساتي ځوانانو د نادودو کړو وړو له کبله خلکو وسلې تر لاسه کړې او غروته ؤختل او ما چې به له خلکو سره اواری او ښه چاچلند کاوه هغوی به پرما د اسلامی د ګوند د غړیتوب ټاپې لګولې او پایله یې دا شوه چې زه يې د زندان تورو تنبو شاه ته ؤغورځولم/ هغوی د زنده باد او مرده باد له شعارونو پرته د دولت سازۍ په کار نه پوهیدل او بل چاته یې هم د وطن د رغونې لپاره د کار کولو اجازه نه ورکوله او کله چې خدای بښلي ډاکتر نجیب د  خپلو خلقي او پرچمي ملګرو په اشتباه ګانو پوه شو نو ملي او ؤلوسی لاره يې غوره کړه او د هیواد مجربو متخصص کدرونو ته یې د وطن د بیا جوړیدو لپاره د منلو غیږه خلاصه کړه او بيطرف او بې پرې خلک یې ځانته نږدې کړل خو له بده مرغه  خدای بښلي نجیب د دغه منل شوي رغنده عمل له کبله د خپلوځینو ملګرو له خوا چې دولتې مقامونه يې له لاسه ور کړي وو او مبارزه یې د لوړو څوکۍ ګانو او لوړو امتیازونو د نیولو لپاره وه او ځانونه يې د مارکسیسزم او لینینیزم د فلسفې فیلسوفان بلل اومغرور او متکبر خلک وؤ او د کلي خلک يې  هیر کړي وو له غبرګون سره مخا مخ شو او کله چې د پاکستان آی، اس،آی د خدای بښلې نجیب الله دبریالۍ لارې په معقولیت پوه شو او ورته  ٍثابته شوه چې د ولس په مرسته د نجیب الله زعامت د کامیابیدو په حال کې دی او په افغانستان کې د جګړو طاعون خپلې وروستۍ د زلقدن سلګۍ وهی نو د نجیب په سر یې تورې خاورې را واړولې او د افغان ولس میلي مصالحه یې چې د ملګرو ملتونو له خوا د عملي کیدو په حال کې وه د سیمې او بین المللي ارتجاع په مرسته په اوبو کې لاهو کړه

د خلقیانو او پرچمیانو تر منځ د کلیوالي ژوند او ښاري ژوند سلیقوي او روحي     توپیرونه موجود ؤو، خلقیانوچې دکلي ځوانان ؤو خپلې کیلیوالي سلیقې کارولې او  په پرچمیانو  یې  د سلطنت او اشرا فیت  ټاپې لګولې او داسې شعارونه او شعرونه یې زمزمه کول چې د پرچمیانو لپاره د منلو وړ شعرونه نه و

چې په چاودو پوندو نه وي ګرځیدلی/دخلقي ګوند په حساب کې را تلای نشی

چې نوکریې ترمکتبه پورې بیایي/ د کاګر سره په باب کې راتلای نشي

همدا رنګه پرچمیانو ویل چې ګنې د تحصیلاتو او پوهې له نظره خلقیان د لوړې پوهې خاوندان نه دي او په دفتري او دیپلوماسي سیاسی چارو يې سرونه نه خلاصیږي او پخپلو وظایفو کې پاتې راځي اوخلقیانو ویل(دجنرالانو او خانانو زامن هیڅکله د خوارو ؤلسونو، کارګرانو پزګرانو اوبې وزلو خلکو نماینده ګي کولای نشي- له دښمن سره جګړې خلقیان کوي او له جګړو بچ په لوړوڅوکۍ ګانو کې له غټوغټو نکتایی ګانو سره پرچمیان ناست دي) د خلقیانو او پرچمیانو روسی مشاورین هم د افغانستان د خلکو له اجتماعی او روحي خصوصیاتو او دودونو او رواجونو سره نا آشنا خلک وو او د هغوی غلطو مشورو د خلق دیموکراتیک ګوند ته تباه کوونکي زیانونه ورسول او د خلق ګوند یا د وطن ګوند له واکمنۍ وروسته  منځ لارو مجاهیدینو د خپلې واکمنۍ د بقا او پایښت لپاره د کلیو هغو نا پوهو بد ماشانواوغلوته وسلې او پیسې په لاسو کې ورکړې چې نتیجه يې د ولس بربادي او پاټک سالاري او د تنظیمی جګړو نښتې وی- له مجاهدینو وروسته د پاکستان استخباراتي شبکو د امریکې په مرسته د پسات د ورکولو په بهانو  او د دین د ساتلو په پلمو او د ظاهرشاهی نظام د بیا جوړیدو په بهانو  داسې  دهشتګرو ته د طالبانو او ملاصاحبانو سپینې جامې او سپین لنګوټي ور واغوستلې او کاذب هویتونه او شهرتونه یې ور کړل چې نا لوستي ؤو او پاکستان  د افغانستان د ملی حاکمیت او استقلال د صلبولو لپاره پخپلو کمپونو کې روزلي وو  دا چې  په پارسي کې خلک متل کوي او وایې(چاه کن خودش در چاه است )د حق خبره ده- د امریکې سیاستوال کله پخپلو اشتباه ګانو پوه شول چې اوبه له ورخه آوښتې وې او د افراطی ډلو ټپلو له خوا د هغوی په تجارتي برجونوباندی وسلوال بریدونه تر سره شوی وو- دا وې زما سپینې خبرې- دا چې زما په سپینو خبرو څوک خپه کیږي او یا څوک خوشحالیږي زه پرې کار نه لرم او باید دا خبره هیره نګړو چې د لسو کلونو په اږدو کې د افغانستان د حکومتونو او مخالیفینو جګړې داخلی جګړې نه وې- دغه جګړې د پاکسستان د( آی، ایس، آی) جګړې وې چې د پښتنو قبایلو د حقه حقوقو د صلبولو لپاره په افغانانو تپلې شوې وې- د پاکستان پوز هغه وسلوال کسان په نښه کوي کوم چې د پښتنو د حقوقو د داعې پلویان دي او بیا جهانیان په دې خبرو غولوي چې ګنې هغوی له ترورستانو سره په جګړو کې ښکیل دي او د امریکې د ګټو او سولې پلوي کوي حال دا چې لمر په دو ګوتو نه پټیږي- پاکستان د خپل بقا لپاره افراطی ډلې ټپلې روزلې دي او د جهان سولې ته یې ستونزې زیږولې دي او د پاکستان لپاره هغه ورځ لرې نه ده چې په هغو اورونو کې وسوځي کومې چې هغوي د هند دلوی هیواد او افغانستان لپاره بل ساتلي دي    -

 
  

 

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید