WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات  عنایت الله پویان

 

  د خدای بښلي ډاکتر نجیب الله د شهادت د ورځې په مناسبت       شاعر: عنایت الله پویان

  

دا چې پاک خدای ویلې دي«الشعرا تلامیزالرحمن» شاعران د خدای د  مدرسو شاګردان دي ،د حق او حقیقت خبره ده. خو شایي دا خبره هم هیره نکړوچې د پاک خدای (ج) او د خدای د مدرسو د شاګردانو د شعر په ژبه پوهیدل هسې آسان کار نه دی - ستاسولپاره به د دې خبرې منل ګران کار وي خو تاسو په خدای باور ؤکړئ او په ما بنده یې مه کوئ کله چې زه شعر لیکمه د شعر د لیکلو په موقع د کاغذه پر مخ د خدای تعالی (ج) او یا د کومې فرشتې معنوي ګوتې وینم ، چې له سرو نوکانو یې د سروغمیو رود بهیږي او زما له ارادې پرته دا سې شیان لیکي چې پیژاندنه او پرې پوهیدل حتي زما او د هرچا لپاره ناشونې خبر ده- د شعرنو د الهامونو په هکله هر شاعر ځانګړې کیسې لري خو زه به د هغه شعر د الهام په هکله له تاسو سره د زړه خبرې شریکې کړم کومې چې په ما تیرې شوې دي او هغه د خوب په حال کې له یوه نومیالي اتل اوپاک شهید سره زما خبرې وې- هوکې! ښه مې په یاد دي،داسې مې په یاد دی چې ته به وایې دغه خوب پرون شپه ما لیدلی وی- د ژمې سړې شپې وې- خوب را څخه تښتیدلای ؤ او کله چې شپه له نیمايي پړاو څخه واوښته، د سترګو باڼه مې درانه شول او ویده شوم - کرۍ شپه مې پریشان خوبونه لیدل- د ډیرو ساتونو له تیریدو وروسته خدای بښلي ډاګټر صیب نجیب الله مې په خوب کې لیده- خندل يې را سره او راته يې ویل«خوب پریږده- دهغو اتلانو د لارې ملګري شه کوم چې د تاریخ په صحیفوکې یې نومونه په زرینو کرښو لیکل شوې دي او د ویښو زلمیانو په نامه یادیږي» هغه ته مې ؤ ویل «ډاکتر صیب جانه!هغه اتلان چې تا يې په پلونو پل کیښود او د هغو په وطني او ملي لاره روان شوې او له پردیو ایدیالوژۍ ګانو څخه لاس په سر شوې او د وطن د مبارزینو لاره دې غوره کړه ،هغوی څوک دي او څه نومیږې» ډاکټر صیب په خندا کې را ته ؤ ويل«د خپل وطن له وینو ډک تاریخ ولوله، د هغوی له نومونو سره به آشنا شې او بیا به د هغوی پیغامونه د شعر په ژبه د خپل وطن ځوریدلو خلکو ته ورسوې»لاد سباوون رڼا خوره شوې نه وه او د جوماتونو ملایانو آذانونه  کړي نه ؤو، را ويښ شوم او د تاریخ په صحیفوکې مې د ويښو  زلمیانو د مترقی او دیموکرات ګوند تر سر خط لاندې د ګوند د دغومبارزو شخصیتونو دغه نومونه ولوستل«عبدالروف بینوا- ګل پاچا الفت عبدالحی حبیبی  قیام الدین خادم  صدیق الله ریښتین  عبدالشکور رشاد  غلام حسن ساپی  محمد علم بڅرکی  مولوي عبیدالله ساپي  عبدالزاق فراهي  نور محمد تره کي غلام جیلاني خان الکوزی- فیض محمد انګار- محمد رسول پښتون-محمدرسول مسلم- عبدالصمد ویسا-عبدالهادي توخي-قاضي عبدالصمد- ولی محمد- نیک محمد پکتیانی-محمد طاهر صاپي محمد ناصر لالپوروال- محمد علي- ګل شاه صاپی- عبدالمنان درد من- آغا محمد خان کرزي-ارسلاخان-ظهورخان همدرد-غلام محمد پوپل-فتح محمد خټګر-نوراحمد شاکر- محمد انور اڅکزی-محمد ابراهیم خوا خوږي-محمد حسن ریدی او داسې نور نومونه چې ځنې کسان يې د زندان د تورو تمبو شاه ته  په حق ورسیدل ولوستل - او وار تر واره مې د دغو نګیالو د نومونو تر څنګه  د ملی مصالحي د لارې د شهید ډاکتر صیب نجیب الله نوم په زرینو کرښو ؤ لیکه او د شعر په تخیلاتو کې ډوب شوم او د «پیړیو له شاه څخه چیغې» ترسرخط لاندې دغه د شعرونو له  سمبولونو ډکې کرښې مې چې اروپایان یې د فورم او شکل په بنیاد د سطورپه نامه شعرونه بولي او لنډو کیسوته څه ناڅه ورته کیسې دي ؤلیکلې   

له لرې،لرې واټنونو/ د پیړیو شاه ته
د  کوم  زاړه  سازي/ د غیږې رباب  
د پیړۍ چیغې وهي
او د رباب ماتې او شلیدلې پردې 
د لویو لارو/ د لارویو/ د غوږو پردو کې
د قافلو د تګ آواز آوروي 
وایي  
اې خلکو د جهان وګړو!
اې د نشو او د پیالو ملګرو
زما په لور چې را روان یاست/قافلې خوځوئ  
د عیش او نوش  
او د پیالو / د ډکیدو/ او تشیدو شیبو ګې
ګورئ چې لاره د تګ هیره نکړئ 
او د سپیڅلو میخانو/ د تقدس مقام کې 
جام در نه پاته نه شي 
منګوټي مه هیروئ

جام او منګوټي خاص شعري مفاهیم لري- مانا دا چې وطن هیر نه کړئ او د تاریخ په دغو خونړیوحساسو شیبو کې د حق د لارې شهید ډاکتر نجیب  او د هغه د سولې د لارې ملګري هیر نه کړئ ،نور محمد ترکي هیر نه کړئ، کارمل هیر نکړئ او ملې مبارزان هیر نه کړئ، محمودی او غبار هیر نه کړئ ـ شاه امان الله هیر نه کړئ او محمود طرزی او د هغه غیرتمنه لور ملکه ثریا او کڼ شمیر د سولې او ولسواکۍ د لارې شهیدان هیر نه کړئ او د پیړیو له شاه څخه د زاړه سازی د رباب چیغې مانا د پیړیوله شاه څخه د پرمخ تګ او پیوستون لپاره د تیرو زړو مبارزینو  (ویښو زلمیانو) د ګوند د غړو د پاڅون او پیوستون چیغې او آوازونه هیر نه کړئ- میرویس نیکه او احمد شاه بابا هیر نه کړئ او د تورې ارتجاع پر ضد یو موټی او یوه چیغه او یوه خوله او یو غږ شئ  لا مې د پیړیو له شاه څخه تر عنوان لاندې دغه شعر چاته لوستلای نه ؤ بیا مې بله شپه نور محمد ترکی په خوب کې لیده ، په سپین آس سور وی او خدای بښلي کارمل صیب او وطنجارصیب ور سره ملګری وی او ګڼ شمیر د سولې او پیوستون ملګري د هغوی پسې روان وی ، دموزیک په څپو کې د هیواد د تکړه سندر غاړي محسور جمال په خوږاواز کې(درود به شما سپاهیان انقلاب) ترانه غږول کیږي او د کابل ویجاړې ودانۍ په ښکلو ماڼۍ ګانو او قصرونو بدلې شوې وي- د هیواد ځوان نسل په ښکلو پاغچو کې په خوشحاله زړونو چکرې وهې - ماشومان په ښکلو جامو کې د خپلو ښونځیو په لور روان وې او د تورې ارتجاع محصول د خدای په قار ککړ د وحشي ځان وژونکو مردارې څیرې  نه  تر نظر کیږي او په هیواد کې د زور واکي د ظلم اووحشت نظام په دیموکرات او عدل نظام بدل شوی وي او د هیواد سپین سرې مورګانې د خپلو زامنو د مړینې لپاره اوښکې نه تویوي- لا مې خوب پوره کړی نه ؤ له تییلفون څخه د کړنګهارغږونه اوچت شو- خوب مې پريشود او د تیلفون غوږۍ مې تر لاسه کړه - د خپلې بوډۍ خور(حبیبې) آواز مې ترغوږو شو- په ژړا کې يې راته ویل (ورورجانه! کابل د جګړو د اور په لمبو کې سوځي او مونږ له کور څخه وتلای نشو او د خوراک لپاره هیڅ شی په واک نه لرو) لا زما او د هغې مکالمې پای ته رسیدلې نه وې د تیلیفون په غوږۍ کې مې د (ګړز) آواز تر غوږو شوـ او د (ګړز) د آواز له پورته کیدو سره جوخت له مقابل لوري سره مې اړیکې ؤشلیدې او له خپلې بوډۍ خورجانې سره مې خبرې نیمګړې پاتې شوي، له ځان سره مې ؤ ویل: شایي په هغې د پاکستان د اجنټانو توغندی را پریوتی وی او په حق رسیدلې وي،ډیره هڅه مې ؤکړه چې له هغې سره تیلیفونی اړیکې ټینګې کړم له بده مرغه له هغې سره په خبرو کولو بریالی نه شوم - د تیلیفون غوږۍ مې په تیلیفون کیښوده او د رادیو خبرونو ته مې غوږ کښیښود او د بی بی سی له راډیو څخه مې دغه غمجن خبر ترغوږو شو- د(پاکستان د آی ایس آی استخباراتی شبکو ؤ کولای شو په ننګرهار کې یو تن ترورست دکابل بانګ ودانۍ ته ور داخل کړي او ګڼ شمیر د جلال آباد ښاریان په شهادت ورسوی او د دغه خبر د آوریدو څخه وروسته مې  دغه د خوب تر اغیز لاندې کیسه او بی بی  سی د رادیو د خبر غمجنه کیسه  د شعر په ژبه ؤ لیکله  چې تاسو ملګرو ته یې په مینه ډالۍ کوم - د خدای ښه دې وي   

خوب مې لیده چې غوړیدلي ګلان   
د ونو پاڼې د شنیلو مخونه  
چا د زم زم په اوبو 
څومره ښایسته مینځلي  
خوب مې لیده چې د پراخو دښتو  
په شاړو ځمکو باندې
چا د کوثر د سین څپې شندلي 
خوب مې لیده چې د چمن په غیږ کې 
 شیدوپیو او زیړکو آواز
چاته سندرې او غزلې بولي 
څوک د ګلانو تماشو ته بولي 
خوب مې لیده چې د جنت د پاکو حورو مقدس لاسونه
چاته شراب د انطهور ورکوي 
څوک د شنیلیو په ورشو ګرځوي
سر مې را پورته کړ چې ګورم د افغان کاله کې 
د جنت حورې نشته   
د دوزخ اور بلیږي 
په زړه مې بل د ماتم اور شو چې تنکې ماشومان 
د خلیلیانو زامن  
دا د ذبیح  د قربانۍ ملګري 
ما د جګړو د اور لمبو کې پریشان ؤ لیدل 
ما ماشومان ؤ لیدل 
ما یتیمان ؤ لیدل 
ما افغانان ؤ لیدل  
له توجه څخه مو مننه- د خدای ښه دې وي-   
  

 

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید