WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

  گزیده های مقالات  انجنیرعبدالقادرمسعود

 

   باران                                                                               شاعر: عنایت الله پویان

  

 

داسې څوک شته چې راته ؤ وایي شعر څه ته وایي

او د شاعر د تخیل دنیاګۍ – د څه لپاره دومره رنګینه او خوږه دنیا ده

څومره باران، باران مې اوښکې پر ګریوانه تویې کړې

څومره مې ؤ ژړل - د چا د بیلتانه د تورو شپو په ویر کې

څومره شعرونه مې ډآلۍ کړل  د باران په نامه

خو باران زما د سوي زړه د تغزل له سوغاتونو څخه

کوچنۍ مننه او شکریه ؤنګړه

کاشکې مې  ژبه  د  باران ژبه وای

کاشکې خبر وای چې باران د تور غاټول د غوړیدو ژبه ده

داسې څوک شته چې د باران د ترنم په ژبې ؤ پوهیږي

او د ځوانیمرګو، غمځبلو اوښکو - ترخې کیسې ؤ وایي

دا سې څوک شته چې د آسمان د ناوکیو خړو وریزو سره

د زړه خبرې پیل کړي – او بنډارونه جوړ کړي

  

هلته کې ګورئ ، زمونږ د کلي - هغه ښایستوکې انجونې

چې  یې  وزرونه  د کوترو په ځانو سریښ کړي

او کلیوال يې ښاپيریانې بولي

د غره ځنګله ته تللي

او د ماڼوګانو له ځنګلونو څخه – کور ته ګورګورې را وړي

باران خشتې پشتې کړې

هغوی پوړني ، کمیسونه  او  وریښمین  وزرونه

د لمر شغلو ته غوړولي – د ماڼوګانو د ځنګلونو منځ کې

لوڅې ، لغړې - چوپې خولې ناستې دي

هغوی بر بنډې دي ، شرمیږي ، پام چې هغې خواته

چې د پریانو د ښکلا سیمه ده

د تګ تکل ؤ نکړئ

هغوی به والوزي ، ځنګل به د بومانو کور شي

غر به سپیره  ،  له  اغزو  ډک  او  لوغړن  پاته  شي

د امستر دام  ښار هالند(د وري لمړۍ ورځ ۱۳۹۰)

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید