WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات  عنایت الله پویان

 

    د  بیزو ګانو  نڅا                                                              شاعر عنایت الله پویان

  

 

   

چې ریښتیا په کې ده ورکه -  تور په سپینو کې پټ شوي
 
چې شراب په کې پراته وو -  اوس سرکې په  کې  پخیږي
 
د بازانو دوران تیر شو -  هر  ټپوس  د  باز پيښې کا
 
هر کارغه ځان ته باز وایي -  هر یابو د آس نخرې کا
 
د  باجو  پردې  شلیدلي  -  په  رباب  کې  مزي  نشته
 
د  دوکړو منګوټي مات دي - د سرنا آواز بل شان دی
 
د  زمان لولۍ  ته  ګوره  -  کړي نڅا د بیزو ګانو
 
ور ته  ناست خوسا مغزونه  - پړکوي ورته لاسونه
 
خوځوي ور ته  سرونه   - غږوي د ویر سازونه
 
دا   نڅا   کومه  نڅا ده  -  دا   ګډا  د  چا   ګډا  ده ؟

  

 

 
و شهر ما به حلقوم سیا هی ها فرو میرفت
 
مګر مدهوش جام بودی - و یا خواب ګران داشتی
 
نه دانستی به چه نیرنګ
-
خفاش شب پرست خون خوار دهر
 
به دنبال کبوتر ها – درون باغ رضوان شد
 
دران  شبهای   کجا  بودی
 
که ابراهیم پیغامبر، میان آتش نمرود صدا میزد
 
خدا وندا!  مرا  دریاب
 
دران شبها کجا بودی – که می دیدی  رقص خون - رقص شعله آتش
 
رقص کودک بیمار، بی مادر، که جان میداد
 
دران شبها کجا بودی- که می دیدی
 
کبوتر ها – وغچی ها - و جمع پرنده ګان
 
کشودند بالهای شان
 
فرو ریخت دود مان شان
 
کبوتر ها کجا رفتند – چه سان سوخت آشیان شان

  

 
 

 

 
اې   د  زمانې   د   کړاوو  لولۍ
 
څومره  دې  ټپي   زما ځیګر کړلو
 
څومره  دې  څپیړې  په مخ را کړلې
 
څومره  دې  اغزن  زما  بستر   کړلو
 
زه  خو  شین  طوطی  د شینکي  باغ  ؤمه
 
تا  څله  له  باغ   څخه  بهر کړمه
 
زه  د  زمانې  د  ټوپۍ  تاج  ؤمه
 
تا  څله  بې  تاج  او  بې  افسر  کړمه
 
وینې مې  د سترګو  له  باڼو څاڅي
 
لرې  د  سیالانو  له  جرګو  یمه
 
سیال  یمه  دا  خلک  مې سیال  نه بولي
 
څومره  خندنی  د  ؤلسو  یمه
 
نه  مې  خوار هډوکي   له  فولادو  دي
 
څله  مې  په  اور  کې  دروې  لولۍ
 
نه  یم  له  ډبرو او  له  تیږو جوړ
 
څله  مې انګار کې سوځوې  لولۍ
 
ظلم  او ستم  خو ځانته  پای  لري
 
څومره  دې  ستي  د اور لمبو کې  کړم
 
څوک  به  مې  ژړاندې سترګې پاکې کړي
 
څومره  دې  غمجن  په  اندیښنو کې  کړم
 
دلته  دربچه  د  رڼا  نه  وینم
 
ټولې  کړکۍ ګانې  چا تړلې  دي
 
لمر  له  ما  نه  لرې  مرور  لاړ  دی
 
هیلې  ارمانونه  چا  وژلې  دي
 
لرې  شه  لولۍ  له مانه  لرې شه
 
پریږدئ  د  غمونو  شپې  سبا  شي زما
 
پریږدئ  چې  ژړاندې  سترګې  پاکې  کړم
 
پریږدئ  د  ژوندون  ډیوه  رڼا  شي  زما
 
اې  د  غیرتونو  د  همت   باده !
 
والوزه  تنبې  د زندان  ماتې  کړه
 
لرې  مې  له  غاړې  زنځیرونه  کړه
 
پښو  کې  مې  د  شپو  زولنې  ماتې  کړه
 
بو  مې  زه  د خپل  وطن  ګلانو  ته
 
ماته  د  پغمان  د  باغ  مڼې   راوړه
 
ما  د  رڼا  ګانو   کور   ته    ؤبوله
 
ماته   د   لمرونو   پلوشې   راوړه
 
 

په مینه او ادب ستاسو د وطن ځوریدلی شاعر پویان

  

 

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید