WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات  عنایت الله پویان

 

  د کابل د جګړو د کتاب یوه کوچنۍ برخه                         پښتو ژباړن:ډګروال پویان

 

د کابل د جګړو د کتاب یوه کوچنۍ برخه

لیکوال: جنرال عبدالقدوس سید

پښتو ژباړن:ډګروال پویان

 

  

د یوه پوزي منصبدار په توګه د دې خبرې تایید کوم چې د جګړو په ډګر کې به خامخا په سهوي توګه عوامو بیطرفو خلکو ته ځنې خطرې رسیږي خو د دغو ستونزو سره سره  د هر پوزي سپاهي او منصبدار ایماني او انساني دنده ده چې د بشري حقوقو په رڼا کې او د بین المللي قوانینو په چوکاټ کې د عوامو بیطرفو خلکو د ځان،شرف، ناموس او سلامتیا په هکله سوچ او فکر ؤکړي او عوام او بیطرف وګړي د جګړې له تهلکې څخه خوندي او بچ وساتي -  خو له بده مرغه له (۱۳۷۱)  لمریز کال  څخه ؤروسته د کابل په جګړو کې ښکیلو ډلو ټپلو  د شمالي ملیشو او نا لوستو بیسوادو مجاهیدینو له خوا دغه د بشري  حقوقو د ساتنې موازین له یوسره  تر پښو لاندې شول او کله چې دغه نا لوستې ډلې ټپلې له خپلو درنو وسلو سره  د بيوزلو کابلیانو په کورونو ور ننوتل هغه څه یې ؤکړل چې د قلم عفت يې په لیکلو شرمیږي

افغانان متل کوي او وایي: مال مې له سره جار او سرمې له خپل ناموس څخه جارـ جنسي تیري،د عوامو خلکوپه ککرو د میخونو ټک وهل، خلک په کانتینرونو کې ایسارول، ژوندي بنیادمان د اور په لبو کې درول، په مړو باندې د زلقدن نڅا کول ، د خلکو شتمني د وسلو په زور ترې آخیستل، په عامو لویو لارو باندې پاټک لګول، او دا سې نور په زرهاوو جنایتونه دي چې د بشرپالو، لیکوالو او ژورنالستانو پام یې ور مات کړی دې ـ په دغو کلونو کې د بشر د حقوقو سازمانونو په تیره بیا د ملل متحد په چوکاټ کې د بشري حقوقود مدافعې نړیوال سازمان د کابل د جګړو د جنایتکارو ډلو ټپلو د محاکمې لپاره ترحې لیکلي او تصویب کړې دي خو په هغو کلونو کې جګړه روانه وه او د دغو غلو او جنایتکارانو د محاکمې لپاره شرایط برابر نه ؤ- نو ځکه د ملل متحد  تصویب شوې خبرې دکاغذه په مخ  پاتې شوې او عملي نه شوې – خیر دې وي اوسمهال چې څه نا څه د جګړو اورونه غلي شوي دي ښه  به دا وې، د عدالت د میکانیزم د خوندي کولو لپاره د بشري حقوقو د سازمانونو غړي یو زل بیا د جنایتکارانو د جنایتونو دوسی  د هیرو شوو تاخچو څخه را پورته کړي او د عدالت د میکانیزم د خوندی کولو لپاره جنایتکاران د محاکمې د میز شاه ته ودوي او د وژل شووکابلیانو کسات چې هډوکې یې د ویجاړ شوی کابل د کڼوالو له خاورو لاندې پراته دې واخلې د خدای ښه دې وي –

 

جنرال سید عبداقدوس سید    

  

 

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید