WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات  عنایت الله پویان

 

    د دین تیکه داران                                                                             ډګروال پویان

 

 

این چه شوریست که دور قمر   مي بینم

همه  آفاق  پر   از  فتنه  و شر  می بینم

 

نه سند ریزه هسکه غاړه

نه آواز اورم د چوڼو

پلواریان  سیلۍ  وهلي

تاړاک  ګډ  دی  په  سرو  ګلو

 

د  نیاتون  په  ګدۍ ناست دی

بنیاد  ګر  خاخام  د ظلم

فلسطین په اور کې سوځي

غاو مې  ناوري  د ښار خلک

لمبیدلی  یم  په  وینو

 

نه بامبړ په لارې سم ځي

نه چړیان د جوماتونو

ملا هیره د خدای لار کړه

ځان وژل د دین دستور شو

کلیسا د سیکس بازار شو

پادری انجیل هیر کړی

د انسان ژوند د حیوان شو

نر له نر سره ودیږي

د تحصیل دوران شو ختم

خر لارښود د اولسو دی

اوښ د خره پسې روان دی

خرسالار د قافلو دی

د تحصیل دوران شو ختم

آسیاوان حکمراني کا

منصبدار له ښار وتلای

ګاډیوان قومانداني کا

 

تورې شپې - تورې تیارې دي

شکوڼ پاچا د پالیزه دی

هندوانې ماتې پرتې دي

د چرګانو ژوند تباه دی

د ګیدړو شوڼډې  سرې دي

 

لور بدخوا دخپلې مور ده

ورور له ورور سره دښمن دی

پلار له زوی سره په جنګ دی

لوی ناورین دی ،لوی ماتم دی

د وحشت ابا خوره ده

کلي وران، بانډې دي ورانې

زوی د پلار سپکاوی غواړي

پلار د زوی په مرګ رضا دی

هره خوا جګړې خورې دي

مسلمان مسلمان وژني

له پردو مې ګیله نشته

ګیله  من  یمه له خپلو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چوڼي – بلبل

غا و – فریاد - سرټکونه

پلواري ـ سپین ګلاب

تا ړاک – چور او چپاو

نیاتون- قضا او محکمه

ګدۍ – تخت او مسند

خاخام – د یهودو د دین ملا

بامبړ – د هندو د دین ملا

پادري – د عیسویت د دین ملا

 

عنایت الله پویان د رور موند ښار

-۲۰۱۱سیبتمبر ۸

  

 

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید