2013/02/06

   

 د دې لپاره چې دغې پوشتنې ته مو سم ځواب ویلای وي، ښه به دا وي د بابریانو د تاریخ په هکله خپل معلومات بشپړ کړوـ بابر شاه په خټه ترک اوپلاریې عمر شیخ د اندیجان د ولایت حکمران  اود ګوډ تیمور لمسی ؤ ، بابر په کال  (۱۵۲۵) د اوسني افغانستان بدخشان او تخار او کابل او کندهار له سیمو څخه یو غښتلی پوز جوړ او بیا یې په هند  چاپه ؤ وهله ـ ابراهیم لودین چې په خټه پښتون ؤ او په هند وستان یې قبضه لګولې وه ، په  پاڼیپت کې د بابر مقابلې ته را ؤ وت او له ماتې سره مخا مخ شو او ظهیر الدین بابر د هندوستان پاچا شواوپه جوماتونو کې د جمعې د لمانځه خطبه د هغه په نوم ولوستل شوه او کله چې ؤمړ د هغه د وصیت سره سم د هغه د مړي جنازه له هندوستان څخه کابل ته انتقال او په کابل کې خاورو ته وسپارله شوه او له   بابر څخه ؤروسته د بابر زوي شهزاده همایون چې د خپل پلار د مړینې په موقع کې د (۲۴) کالو ؤ د هندوستان پاچا شو او له همایون څخه ؤروسته د همایون زوی جلال الدین اکبر د هندوستان پاچا شو او جلا ل الدین اکبر په کال(۱۵۸۸) کابل ته را ستون شو او د خپل نیکه (بابرشاه) په قبر يې د باغ بابر په نامه ښکلی باغ جوړ کړ او په کال(۱۶۰۵) ؤمړ او له جلال الدین اکبر څخه ؤروسته شهزاده سلیم د جهانګیر په نامه د هندوستان پاچا شو او په کال(۱۶۲۷) وفات شو او نور جهان بیګم د همدغه پاچا(شهزاده سلیم -جهانګیر) میرمن او د هندوستان مشهوره ملکه وه او له جهانګیر څخه وروسته شهزاده خرم د شاه جهان په نامه د هندوستان پاچا شو او شهزاده خرم چې بل نوم یې (شاه جهان) دی په کال (۱۶۳۹) کابل ته را ستون شو او یو تن کابلی یې چې علیمردان خان نومیده د کابل د حکمران په توګه مقرر کړ  او علیمردان خان د باغ علیمردان  په نامه په کابل کې ښکلی باغ جوړ او د (چهار چتې) په نامه ښکلې ماڼۍ یې په کې جوړه کړله چې بیا ؤروسته د چهارچتې ماڼۍ د انګریزانو د یرغلګرو له خوا په خاورو او ایرو بدله شوه او شاه جهان پاچا په کال(۱۶۵۷) د خپل زوی له خوا زندانی او محبوس شو او په کال(۱۶۶۵) په حق ورسید او د شاه جهان له مړینې څخه وروسته اورنګ زیب د هند پاچا شو او کابو (پینځوس) کاله يې پاچاهي ؤکړه او اورنګزیب د بابریانو د سلسلې مقتدر پا چا ؤ او د هغه پر ضد خوشحال خان خټک پښتو او د خراسان فارسی توکمو شاعرانو فارسی شعرونه لیکلي دي او د اورنګ له مړینې ؤروسته د بابریانو سلسله په هندوستان کی مخ په زوال واوښته او د محمد شاه د واکمنۍ پورې د دولسو کلونو په اوږدو کې (۱۷۱۸) څلور پاچایان یو د بل پسې واک ته ورسیدل او او د محمدشاه د سلطنت په زمانې کې په کال(۱۷۳۸) نادر افشار او په کال(۱۷۵۶) احمد شاه بابا په هندوستان قبضه ولګوله او باید دا خبره هیره نکړو چې د احمد شاه افغان په پوز کې د سیمې د هر ټوکم خلکو شتون در لودـ دا وه زما هغه یادونه چې د نصرالله بابر د سیلمې په هکله چې ځنې خلک یې پښتون بولي ما وړاندې کړله ـ او دا دی د (پردۍ نغمې) تر سرخط لاندې زما هغه شعر چې د اورنګ نوم په کې یاد شوی دي

 

نه  مې  شمعې بلې کړلې * نه مې ژوند د خوار پتنګ شو

نه منصور غوندې په دار شوم * نه مې ځان په وینو رنګ شو

 

نه مې تورې ځلولې  * نه خوشحال غوندې شاعر شوم

نه ننګیال د خپلې خاورې * نه یرغل مې په اورنګ شو

 

نه نڅا مې افغاني شوه * نه نغمه مې لوګري  وه

د پردي ساز په نغمو کې * رانه هیر د رباب شرنګ شو

 

نه  فارسي مې کړله خپله * نه پښتو زما پښتو شوه

دود ، دستور مې د پردو شو * له خپل ورور سره مې جنګ شو

 

یو خو ځغلي په دې لارې * بل په بل لوري روان دی

ځان ځاني هسې تباه کړم * د  بابا کلی مې ړنګ شو

 

د نیکه کیږدۍ مې  ړنګه * د غم  کډې مې په شاه دي

صحراګانو کې مې شپې شوې* پالښتونه مې د سنګ شو

 

مرګه ! دومره مجال راکړه * چې مې خاوره د وطن شي

کور مې خپل ، کلی مې خپل شي * په غربت کې مې زړه تنګ شو

 

د خدای ښه دې وي

        

 

بقیه گزیده های مقالات  عنایت الله پویان کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد