2014/01/12

  

د کابل د جګړو د نښتوعوامل ډیردي خو په جګړو کې د ښکیلو ډلو ټپلو تر منځ منطقوي او ژبني او مذهبي او قییلوې تضادونه هغه څه دي چې د هر څیړونکي پام ور آوړي او باید دا خبره هیره نکړو چې دمجاهدینو تنظیمونو او ور سره د شمال ملیشو ټوپکوالو ډلو هر یوه په ځانګړي او انحصاري توګه بیل، بیل قدرت او دولتي واک ته د رسیدو لپاره د کابل په ښارکې مورچې جوړې کړې وې او د یوه تنظیم غړو د بل تنظیم غړو د را پرزولو لپاره د درندو وسلو ګذارونه کول. د دغو وحشي تنظیمونو د مشرانو په آند بری د هغه تنظیم په برخه کیده چې یې د افغانستان په پلازمینې کابل خپله قبضه ټینګه کړې واي. هغوی د پلازمینې کابل د نیولو لپاره له خپلو کلیو او بانډو څخه را ؤلیږدیدل او د کابل په امن ښار کې لکه وحشي ځناوران او لیوان سره ؤ نښتل- په پخوانیو زمانوکې به د قبیلو مشرانو د خپل ولسمشر د تاکلو لپاره بازان آلوزول او کله چې به باز د چا په اوږو کیناست نو هغه کس به د قبیلې د پاچا په توګه ؤټاکل شو اوهمدا رنګه کله چې به د جګړو کوم زورواکي سالار پلازمینه ؤ نیوله نو بیا به د هیواد له هر ګوټ څخه وهغه ته د بیعت پیغامونه را رسیدل او هغه به د امیرالملک او سالاراعظم په نامه د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ کس ؤ- د کابل جګړه سالارانو هم د خپلو بابا ګانو د دود او دستور سره سم په دې سوچ کې وو چې اول ترهرڅه دمخه باید کابل ؤنیسي او بیا به هغوی ته د هیواد له هر ګوټ څخه د بیعت پیغامونه را رسیږي خو داسې ؤنشو او په هغوی کې یوه ډله هم د کابل د نیولو په جګړو کې بریالۍ نشوه ـ هغوی د مرګ د وروستیوسلګیو پورې خپل نا لوستي اونا پوه جنګیالي د کابل د نیولو لپاره ؤجنګول او پایله یې دا شوه چې ښکلی کابل په کڼوالو بدل شي او د مظلومو کابلیانو ترڅنک د هغو بې ځایه شوو  مظلومو کسانو د وینو رودونه هم  ؤ بهیږي کوم چې له نا امنو ولایتونو څخه د کابل د امن ښار ته راکډه شوی وو اونه پوهیدل چې کابل به په مستقبل کې د اور په سرو لمبو کې سوځي - دشمالي د ټلوالو د بغاوتونوپه نتیجه کې د افغانستان د کشالې د حل لپاره د اقوام متحده دسازمان دملي پخلاینې او ملي روغې جوړې فیصله دغوایي دمیاشتې په اتمه په کال(۱۳۷۱)لمریزکي ناکامه شوله او د اقوام متحده د فیصلو د عملی کیدو لپاره واکمن دولت د وطن ګوند له جګړو لاس واخیست او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرمرستیال ډاکترعبدالواحد سرابي له خوا دولتي واګې دمجاهدینو استازي د نجات ملي دتنظیم مشرصبغت الله مجددي ته ؤسپارلې شوې اود ورورۍ او سولې په فضاکې مجاهدینوهغه څه تر لاسه کړل چې د ګټلو لپاره یې ډیرې وینې بیولې وې ـ خو بیا ولې هغوي پخپلو کې سره ؤنښتل؟ د دې پوښتنې په ځواب کې شایي ؤ ویل شي:د مجاهدینو د جهاد چیغې د خلکو د غولولو لپاره دروغجنې چیغې وی  د هغوي ډلې ټپلې د قومي،قبیلوي،ژبني،منطقوی مذهبي د تضادونو له کبله په بیلو،بیلو برخو ویشلې شوي وې اوهرې برخې او هرې ډلې په انحصاري توګه هڅه کوله د خپلې ډلې  لپاره دولتې واګې او امتیاز لاسته راوړي ـ د هغوی جګړه د ملا نصرالدین د بړستنې جګړه وه- بړستن یوه بړستن وه ، خو د بړستنې د لاسته راوړلو لپاره دعوا کونکی ډیر وو او د ملانصرالدین د بړستیې جګړه تر هغه وخت وغځیده چې جګړه ماران بیخي ستړي شول او د افغانستان عادي خلک یې هم له ځان سره ستړي او له پښو را ؤغورځول ـ په شمال کې د دوستم جنګ سالار له خوا بیله اوپه کابل کې د ملا رباني او مسعود له خوا بیله پاچاهي جوړه شوې وه- دواړو خواوو د جګړو د لګښتونو لپاره په لوړه کچه بانک نوتونه چاپول او د پیسو د پړسوب له کبله پیسې له چلند ولویدې او د تشناب په کاغذونو بدلې شوې- په کلیو او بانډو کې د وسلوالو ډلوټپلو له خوا په خوارو خلکو د عشر په نامه پیسې حواله شوې وې او دخلکود مالونو د لوټ کولو لپاره په لویولارو او سړکونوباندې د مجاهدینو او ملیشو له خوا پاټکونه لګیدلی وو ـ دجهاد خرڅی  او لګښت د دغو عشرونو او پاټکونو له لارې د خوارو خلکو له وینو او غوښو او هډوکو حاصلیده ـ د دغو کلونو په پاي کې وسلوالې ډلې ټپلې له جګړو کولو ستړې شوې وې او په هغوی کې دجګړو کولو زور ختم شوی ؤ ـ هیواد د اقتصادي بهران سره مخامخ شوی ؤ او د پیسو د پړسوب له کبله د پلور او پلیر دود او بازار له چلند څخه لویدلی و او د یوې مړۍ ډوډۍ د حاصلولولپاره عادی او عام خلک د ناچارې او بدې ورځې له لاسه  د وسلوالو ګروپونو په لیکو کې دریدل ـ

 په حقیقت کې کله چې په شمالي ملیشو او مجاهدینو کې د ژوندیو بنیادمانو ساه کمزورې او د جګړو قوت ختم شوی ؤ، د(۱۳۶۵)کال د تلې دمیاشتې په اوږدو کې د امریکې د(سي آي اې) او د پاکستان د (آي اس آی) او د سعودي عربو په خوښه د طالبانود تحریک په نامه بله افراطي ډله چې دهمدغومجاهدینوله اړخه را بیله شوې وه را برسیره شوله او دغو د پاکستان په دیني مدرسو کې روزل شووطالبانو د ملا رباني او احمد شاه مسعود وسلوال ځواکونه او ملیشې آن د سالنکونو او پنجشیرو او بدخشان د هسکو غرونو د څوکو پورې ؤځغلول                                            

د کابل د جګړو د نښتو نورعوامل هغه دښمني ګانې وې چې په جګړو کې ښکیلو سیالو ډلو ټپلو په انحصاري توګه د قدرت او دولتي مقام ته د رسیدو لپاره کارولې- که څه هم له شعیه ګانو پرته په جګړو کې نورې ښکیلې سیالې ډلې ټپلې د یوه مذهب سنت جماعت پیروان وو او د مذهبي او دیني علایقو له اړخه یې اختلاف نه درلود خو بیا هم د هر تنظیم سیاسی ګټې بیلې وې او هغوی  په انحصاری توګه د دولتي واګو د لاسته راوړلو لپاره یود بل پر ضد بریدونه کول او انګیزه یې هماغه  د ځان او خپلو ملګرو او خپل تنظیم لپاره د قدرت او دولتې مقام ته د رسیدو خبرې وې، نو ځکه هر تنظیم هڅه کوله په کلیو او بانډو کې دخپل تنظیم نظامي اغیز او فورس ؤلري او د عشر او خیرات د راټولولو لپاره ډیر کلي تر خپل کنطرول لاندې ؤلري ـ د پنځوسمې لسیزې په وروستوکې د قبیلوي قومی، مذهبي، منطقوي دیني،علایقوپه بنیاد د مجاهدینو هرې ډلې د خپلو وسلوالو کسانو د ځواکونو د تقوی لپاره د کلي عادي او عام خلک په وسلو سمبالول او بیا یې دخپلو سیالو ډلو پرضد ؤجنګول او په زرهاوو زرهاوو وګړي يې د وینو په سیلاونو کې ؤلمبول چې یوه له دغو جګړوڅخه د حزب اسلامي د ګوند د مشر حکمتیار او د شورای نظار او جمعیت اسلامي د مشر احمد شاه مسعود تر منځ جګړې دي او د دغو جګړو په هکله چې د هیواد شمال شرق په څنډو کې پیښې شوې وې، د اسدالله ولواجي په نامه لیکوال مهمې څرګندونې کړي دي او په يوې بلې څرګندونې کې زما د پوهنتون د ټولګي ملګري جنرال عبدالروف بیګي چې پخپله د جګړو شاهد ؤ او د جګړو واقعات یې په رڼو سترګو لیدلي دي داسې څرګندونې کوي:په حقیفت کې د مجاهدینو واړه تنظیمونه  په تیره بیا د ګلب الدین حکمتیار د ګوند تنظیم او د رباني او احمدشاه مسعود د شورایې نظار او جمیعت اسلامي دګوند تنظیم چې د نورو اسلامي ګوندونو په پرتله غښتلي ګوندونه وو او دواړه ګوندونه سره په دښمنیو کې ښکیل وو د (۱۳۷۱) لمریزکال د غوايي د میاشتې  په لمړۍ ورځ خپل وسلوال ګروپونه دکابل د ښار د نیولو لپاره د ښار څنډو ته ور نږدې کړل او غوښتل يې په کابل قبضه ولګوي- دواړو خواوو د جهاد دعوه کوله او دواړو خواوو د خپلو ډلوټپلو د بر لاسی لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی ووـ مسعود ویل:زه غواړم دکابلیانو ژوند ؤژغورم،که مجاهدین کابل ښارته خپل پوزیان ور ننباسي نو د کابل بې پرې او عادي خلک به له خطرو سره مخامخ شي او مرګ او ژوبله به را بر سیره شي او حکمتیار ویل:په کابل کې د پخوانیو دولتونو کمونیست پلوه باتوړیان میشت دي، کابل دې د کمونیست دوستم له منګولو څخه ؤژغورل شي اود دوستم له پوزیانو سره دې جګړه ؤشي او دغه دواړې افراطي ډلې ټپلې پرته له دې چې پوه شي د کابل په حریم باندې وسلوال بریدونه څه خونړي پایلې به له ځان سره ؤلري ،څومره مورګانې به بورې او څومره ماشومان به یتیمان او څومره زلمیان به شهیدان او څومره مینې به ویجاړې او څومره انغري به را نسکور کړي کومې فیصلې ته سره ؤنه رسیدل،جګړې پیل شوې او له هر لوري د مظلومو کابلیانو په مینو او کورونو باندې د مجاهدینو وسلوال بریدونه جاري شول او د کابل ښار چې لا ویجاړ شوي نه ؤ په کڼوالو بدل شو او دلته یوه خبر د یادولو وړ خبر ده او هغه داچې: د تاریخ په اوږدو کې کله چې دعربو جنګیالو د کابل د ښار په حریم باندی خپل یرغلونه پیل کړل(رتبیل شاهانو ، زنبورک شاهانو) د کابل د خلکو او د ښار د ودانیو د ژغورلو لپاره یې له کابل څخه سورور دیوالونه چاپیر ؤ درول او کابل يې د عربو جنګیالو له تاړاکونو بچ ؤساته ، دا دی له سلهاوو کلونو له تیریدوڅخه وروسته دا مهال دغه تاریخي ښار د مجاهیدینو دښمنو ډلو ټپلو د وحشیانه عملونو او وحشیانه  بریدونو په پایله کې پوه پنا کیږي او دغه تاریخي ښار د جګړو په سرو لمبو کې سوځي                                                      

د کابل د جګړو د نښتو د عواملو په لړ کې د پردیو مغرضو هیوادونو هغه کرغیړن تور لاسونه هم باید له یاد ؤنه باسو کوم چې له بهر څخه د افغانستان د ملي حاکمیت او خود ارادیت د صلبولو لپاره زمونږ د مقدسې خاورې په لور را غځیدلي ؤو او د شمالي ملیشو او مجاهدینو جګړه مارو له مشرانو سره یې  پیوندونه ټینګ کړي ووـ پښتانه متل کوي او وایي(:چیرې چې اوسې په خوي کې به دهغوشې) په پارسي کې ویل کیږي(بامانشینی ماشوی بادیګ نشیني سیاه)ایران اوپاکستان هغه هیوادونه دي چې د خاصواهدافو لپاره یې ګڼ شمیر جلاوطني مهاجر افغانان د اوږدو کلونولپاره په خپله خاوره کې منلي دي،ددغوجلاوطنو افغانانو شتون په ایران په تیره بیا په پاکستان کې او له پردو سره ناسته ولاړه دا زمینه را بر سیره کړه چې افغان مهاجر ځوانان دې د امریکې د (سی آی اې) او د امریکې د لاس بوسي هیواد سعودي له لوري په ترورستي افراطی دیني غلطو عقایدو سمبال او بیا دې د خپلو مخالفو هیوادونو په ضد د مجاهد په نامه ؤجنګوي- اودا خبرهم شایي هیره نکړو چې د(۱۳۵۲) لمریز کال په اوږدو کې د مجاهدینو ډلوټپلو تر منځ خونړۍ خپل منځي جګړې روانې وې او په افغانستان کې میشتو د شوروي پوزونو ګذارونو په مجاهدینو رڼا ورځ تیاره کړې وه او د مجاهدینو وسلوال ګروپونه د ځان د خوندې ساتلو لپاره  دې کار ته اړ شوي وو چې د خپلو جنګیالو د بقا او پایښت لپاره د شوروي پوزونو غیږې ته ور ؤدانګي او ورسره د دوستۍ او همکارۍ قراردادونه امضا اوځانونه د هغوی په غیږ کې سطر اخفا کړي ـ چې یو تن د دغو د شوروي پوزونو سره  د پروتوکول امضا کونکی دجمعیت اسلامي او شورای نظاردګوند مشر احمد شاه مسعود ؤ چې په(۱۹۸۲) کې یې د شوروي د استخباراتو له شبکو سره د همکارۍ او مرستې له اعتماد ډک پروتوکولونه دسخط کړل او د لنډې مودې له تیریدو څخه وروسته  د  روسانو له خوا د افغانستان د راتلونکي سیاسی نظام د الترناتیفې څیرې په توګه  مطرح شو او د دولتې او نظامي واګو د لاسته راوړلو لپاره یې د روسانو لاسپوسي او غلامي  ؤ منله او د هغو خلکو ملګری شو کوم چې ملا صیب رباني او مسعود هغوی د کمونیستانو ملحدینو کافرانو په نامه پيژاندل                   

له پردیو سره د پیوند خبرو هغه وخت د کابل د جګړو په حساسو شیبو کې سر را اوچت کړ کله چې په جګړو کې ښکیل کسان د جګړو د ماشین د فعال ساتلو لپاره د مادي او لوژستیکي لګښت له ستونزو سره مخامخ کیدل او مخامخ ښوي وو      او باید دا خبره هیره نکړو چې د جګړو د لګښت له دروند بار څخه یوازې د جګړو هغه مشران بریالي را وتلی شي ـ هغه چې دپردیو هیوادونو یا سیاسي سازمانونومادي او لوژستیکي او تخنیکي مرستې ور سره ملګرې وي او دغه لوژستیکې مرستې د جګړوهغه مشران ترلاسه کولای شي کوم چې مقابل لوری(مرسته کونکی هیواد) په دې قانع کړي چې جګړه یې د مرسته کونکي هیواد او یا سازمان په ګټه ده او د مرسته کونکي هیواد د ګټو د ساتلو لپاره جګړه کوي او هلی ځلې کوي                                                        

  ـ دکابل په جګړو کې دا چې کوم وطن پلورونکي جهادي او یا غیرجهادي قوماندان د خپل وطن د ویجاړولو لپاره له کوم هیواد او یا ترورستي سازمان سره تعلقات او پیوندونه درلودل ، د هرچا لپاره واضح اوښکاره خبر ده- د اسلامي ګوند لپاره چې مشري يې ګلب الدین حکمتیار کوله د پاکستان د افراطي مذهبي ډلوټپلو او د پاکستان د استخباراتي شبکو(آی،ایس،آی) او ځینو عربي ملکونو له خوا مرستې را رسیدلې او د پنجشیر د چریک مسعود او ملارباني د جګړو د لګښت لپاره د هغو پروتوکولونو په بنیاد چې ملا صیب رباني د کریملن له مشرانو سره دسخط کړي ؤ له مسکو څخه مرستې را رسیدلې او ملا صیب رباني او مسعود لپاره د مسکو خیراتونه هغه وخت لا پسې زیاد شول کله چې ملا صیب په کال(۱۹۹۱) کې مسکو ته لاړ او د کریملن د مشرانو لاس بوسي ته  یې غاړه کیښودله او د طهران واکمن یې هم دځان ملګري کړل اود وحدت اسلامي ګوند جنکیالوته چې مشري یې د عبدالعلی مزاري او محمد کریم خلیلي او محقق په غاړه وه د ایران له خوا مرسته را رسیده او د ملا صیب عبدالرب سیاف داتحاد اسلامي ګوند د جګړو د لګښت لپاره د خلیج شیخانو او د کعبې شریفې مسلمان ډولو مجاورانو سعودیانو او وهابیانو ډالرونه را لیږدول- دوستم پهلوان خو د روسانو پخواني ملګری ؤ، دهغه لپاره د حیرتانو له بندر څخه را نیولې تر تاشکن او مسکو پورې د منډومیدان خلاص ؤ ـ هغه د پخواني حکومت ډیرې وسلې او حربي سامان آلات د میراث په توګه تر لاسه کړي ؤ او له روسانو څخه یې هم مرستې تر لاسه کولې ـ د پیر ګیلاني په هکله د دغه کتاب لیکوال جنرال سید عبدقدوس هیڅ لیکلي نه دي او زه د دغه کتاب ژباړن هم پرې تبصره نه کوم ځکه هغه د نقیب صیب اولاده ده او له ښیرا یې ډاریږم او مجددی صیب اوآیات الله شیخ آصف محسني صیب خو دواړه دعا پړ ملایان او تاویز لیکونکي آخوندان دي ـ هغوی د خپلو جګړه مارو کسانو لپاره شایي د نورو شتمنو اسلامي ګوندونو څخه خیراتونه را ټولول او وروستۍ خبر دا که ویجاړشوی کابل په مستقبل کې د راتلونکو نسلونو له خوا جوړهم شي خود تاریخ پاڼې به دهغو بدنامو کسانو نومونه کله هم هیر نکړي کوم چې د پردیو هیوادونو د استخباراتي شبکو په لمسون یې دغه تاریخي ښار دڅو حرامو پیسو په بدل کې په وینو لړلی دي او د مظلومو کابلیانو وینې یې بیولې دي- زه نه پوهیږم د حشر په ورځ کې به دغه د ملیونونو ملیونونو وګړو ، کونډو رنډو ، تور سرو او سپین سرو، یتیمانو او بوډاګانو خوارو خلکو قاتلان د پاک الله په وړاندې څه ځواب ورکوي ؟                                                                                    

د کابل د لوټ شوي ښار په هکله څو خبرې               

(۱۳۷۱) لمریزکال هغه کړکیچن کال دی چې هیڅکله به د خلکو له زهن او خاطرو څخه هیر نشي- د همدغه کال په بهیرکې دافغانستان د پلازمینې کابل د نیولوپه مقصد د شمالي ملیشو او تش په نامه د مجاهیدینو ګروپونو او کوندونو ترمنځ د دولتي قدرت د لاسته راوړلو لپاره خونړۍ جګړې ؤنښتې او کابل یې چې د پیړیو، پیړیو په اوږدو کې د غیرتمنو کابلیانو د مټو په زور جوړ شوی ؤ او د بابرشاه او تیمور شاه او نورو پاچایانو لپاره د ښکلا او د ګلانو د وږمو او ترنم اوعشرت سیمه وه په سپیروخاورو او ایرو بدله کړ او کابو د درې ملیونوتنو انسانانود وینو رودونه يې ؤبیول او د هیواد دځوان او دیموکراتیک نسل مقدسې هیلې یې چې دخپلې معاشرې او وطن د پرمخ تګ لپاره يې  پخپلو زړونوکې ژوندۍ ساتلې وې له خاورو سره خاورې کړلې اوبا امنه او پرمخ تللې مترقي افغاني معاشره یې د منځنیو پیړیو د هغو په څیر د رجعت پسندۍ او بد مرغۍ او داخلي جګړو او بد امنیو او د  شاه تګ په لور را ماته کړله- زه د دغه قلم خاوند  د دغو جګړود نښتو په مهال په کابل کې وم،په ماګناهکاربنده باور مه کوئ په خدایتعالې(ج) باور ؤکړئ- د وحشی جګړه مارو ډلوټپلو خپل منځۍ جګړې دومره هیبتناکې زورورې وې چې مایې کله ساری لیدلی نه ؤـ د څرخي پله څخه را نیولې تر پغمان پورې او بیا له خواجه رواشو رانیولې تر چهارآسیا اوچهاردي پورې اوهمدا رنګه دکابل لویدیز لورته د افشارو سیمه چې د آسمايي او شیر دروازې تاوراتاو غرونو په منځ کې د قیمتي ملغلرې په څیر پرته وه او ښکلې ځلیدله د خونړیو جګړو په لمبو کې سوې وه او شاه او خوا درې ملیونو خلکو وینې يې بیولې وې - د جګړو د وسعت او شدت له امله زه دې ته اړ شوم چې کابل پریږدم اوځان ترې ګوښی اوبچ کړم- د لنډې مودې له تیریدوڅخه وروسته کله چې څه ناڅه د جګړې اورونه غلي شوي ؤ واپس کابل ته راستون شوم،د کابل په ښارکې د جګړو مصیبت هر څه تباه کړي  وو، کابل وژل شوی ؤ او په کابل کې نه د خلکو کورونه او مینې روغې پاتې وې او نه د تحصیلي موسسو ودانۍ ګانې او نه پوهنتونونه او نه ښونځي او نه روغتونونه او نه سړکونه او نه بازارونه او نه  دوکانونه او نه د اوبو د رسولو مخزنونه او نه د اوبو رسولو نلونه او نه د برق او بژلۍ مزي اوتناونه- نه د اوبو څاه ګانې پاتې وې- د کابل په ځبل شوي تن باندې د درنو وسلو، مزایلو او جنګي الوتکو ګولۍ ګانې او بمونه را پریوتي وو او دکابل د ویجاړو سړکونو د سپیرو خاورو د پاسه د وژل شوو کسانو د ککرو او پښو او لاسونو  سوځیدلي تور هډوکي په نظر رسیدل- د ښارله هرې کوڅې څخه د خوسا شوو مړو خوسا بویونه لګیدل- هغه بنیادمان چې د خدای د مقدراتو او احسان له برکته ژوندي پاته ؤو، هغوی د خپلوعزیزانو  د مړو د موندلو لپاره د لوټ شوي ښار ویجاړې کوڅې او ویجاړې کڼوالې لټولې- څوک نه پوهیده چې د کورنۍ کوم غړی به یې د کوم نړیدلي دیواله لاندې مړ اوکه زخمي پروت وي- د ښار د کوڅه کردو سپو او وحشي پیشوګانو خولې او شونډې د وژل شوو بنیادمانو په وینو ککړې او سرې ښکاریدې- د ځان د منځلو لپاره اوبه نه وې او د ځبل شوو کابلیانو په خیرنو جامو او مخونو او ویښتانو باندې د تورو ایرو او سپيرو خاورو دوړې پرتې وې- تا به ویل د اسرافیل شپیلۍ غږیدلې ده او د وژل شوو بنیادمانو په ایرو اوسپیرو خاورو ککړ مړي له خپلو قبرونو څخه را ژوندي شوي دي او د حشر د ډګر په لور روان دي- تا به ویل د وژل شوو ماشومانود شهادت په غمیزو کې آسمان اوځمکه دواړه ژاړي- تا به ویل د نبیانواو پیغامبرانو مقدسې ارواګانې هلته د شهیدانو د قبرونو د پاسه ولاړې دي او د بیګناه شهیدو ماشومانو د مړینې په ویر کې ژاړي او د غم اوښکې تویوي ـ تا به ویل له پیړیو پیړیو وروسته د معاویه زوی یذید را ژوندی شوي دي او د پيغامبر دګلالیو لمسیانو حسن او حسین د وژلو او شهادت رسولو لپاره د چور شوي ښار ویجاړې کوڅې اوکڼوالې لټوي- تا به ویل دامامانو د کورنۍ میرمنې (بیبیانې) د یذ ید  او شمر د جګړو او تاړاکونو له لاسه سر تورې  او بر منډې شوې دي او د هغوی د مظلومتیا لپاره پاس په اسمان کې د خدای عرش  او دخدایتعالې کورسي دواړه ژاړي- هوکې ما د کابل ورانې ویجاړې او هرڅه ؤلیدل- د کابل دمړي د جنازې لمونځ لوستل شوی ؤ او کابل په سپیروخاورو کې چوپه خوله پړمخې په سینه پروت ؤـ او په کابل کې هرڅه تمام او ژوند ختم شوی ؤ- ما پخپلوغبرګو سترګو هغه کسان ؤلیدل چې د ویجاړو کڼوالو له سپیرو خاورو را وتلي ؤو او نه پوهیدل چې د خپلوانو او کورني غړي به یې په کوم حال او احوال کې وي او د هغوی د برخه لیک په هکله به د ازل او اجل قلم څه لیکلي وي- ماپه رڼو سترګوهغه په سپیرو ایروککړ لوڅ لغړ ماشومان ؤلیدل چې د خپلو مورګانو د موندلو لپاره یې ویجاړې کوڅې لټوولې او ژړل یې- ما هغه مورګانې ؤلیدي چې د خپلو ماشومان مړي یې په غیږو کې نیولي ؤو او د ښخیدو لپاره یې هدیرې لټولې او د دهدیرو لارې ترې ورکې وې- څوک نه پوهیدل لوټ شوی ښارله کوم ځای رانیولې تر کوم ځای پورې د وینو په توفان کې ډوب پروت دی- رښتیا خبر دا چې په هغو شیبو کې مې له ژوندانه زړه تور ؤ او د ځان د وژلو لپاره راضي شوی وم او له انسان او انسانیت څخه مې په ژړه کې کرکه پیدا شوې وه، له ځان سره مې ؤویل:ایا انسان د دې ارزښت لري چې د قران شریف د ارشاداتو سره جوخت د اشرف مخلوقاتو په نامه ؤستایل شي-ایا دغه دخدای په قارککړجنایتکاران(تش په نامه مجاهدین)چې د خوارو خلکو په ککرو یې میخونه ټک وهلې دي، که د اشرف مخلوقاتو په نامه ؤستایل شي لویه ګناه او اشتباه به مو کړې نه وي؟ - آخر د څه لپاره دومره جګړې او دومره تلفات او دومره د وینو بهیدل او دومره شخړې- دا لیوني خلک به کله د عقل خاوندان شي او دا جګړې به کله ختمیږي؟ اخر د دغو وږو،تږو،بربڼډو ماشومانو قصور څه ؤ چې مورګانې او پلرونه یې د جګړه مارو، وینوڅکونکو غدارانو له خوا په شهادت ورسول شي ـ څوک به ددغو ببرسرو،وږو، تږواوبې سرپرستو ماشومانو روزنه او ساتنه اوپالنه ؤکړي؟ ترڅو به د دغو بې وزلو ماشومانو دپلرونو او مورګانو د قاتلینو د جرمونو دوسې دعدالت پسندو جهانیانو له سترګو پټې ساتل کیږي؟ زه نه پوهیږم دا د کوم ببر سری یتیم او کومې کونډې خورکۍ او سپین ږیري پلار د سرو وینو د بیولو په مزد او بدل کې دڅه لپاره د ولسونو قاتلینوته د استادۍ، پروفیسورۍ ، مارشالۍ او داسې نور لقبونه او نومونه ورکول کیږي؟ هوکې!د کابل د جګړو دحقایقو د موندلو په مقصد زما د سفرونو لاره لا نوره هم پسې ؤغځیده اوپه کال(۱۳۸۰) لمریزکې کله چې د امریکې د نظامي قوتونو په مرسته د طالبانو تحریک له ماتې سره مخامخ شو او شمالي ټلوالي اومجاهدینو لپاره کابل ته د ننوتو لاره خلاصه شوه ، هغوي د طالبان د رژیم د رانسکوریدو په ویاړ خپل د فتحې او ظفر بیرغونه د کابل د ښار د ویجاړو کڼوالو د پاسه وځړول - په هغو شپو او ورځوکې د کابل په ویجاړو کڼوالو کې د ببرسرو  ږیرورو  او  د پکول د خاوندانو ګڼه ګوڼه جوړه وه او د هر نړیدلي ویجاړ دیواله د پاسه د پکولوالو پوسترونه اود جګړو د مشرانوعکسونه لګیدلي ؤو او د یوه ستر پوستر د لاندې چې د احمد شاه مسعود تصویر پرې لګیدلای ؤ لیکل شوي ؤ(مسعود راهت ادامه دارد) مانا دا چې اې مسعوده! انسان وژنه او قتل او قتال دې دوام لري- په هغو شپو او ورڅو کې که څه هم جګړې غلې شوې وې، خو د خلکو په شونډو کې خندا نه لیدل کیده، خلک په خیرنو جنډو جامو کې غمجن ښکاره کیدل- په خلکو د وحشتناکو جګړو تاړاکونه تیر شوي وو- د هغوی مینې ویجاړې شوې وې-د هغوی خپلوان په شهادت رسیدلي وو-د ښار د هر ویجاړ شوی سړک د پاسه د خاورو په ګردونو کې په سینه پرتو سوځیدلو ټانکونو ښار ته کرغیړنه او بدرنګه څیره وربښلې وه- او دهر ویجاړ شوي کور مخې ته د جنګي آلوتکو بمونه او د هاوانونو، توپونو، مزایلو درندې ګولۍ را پریوتې وې او ژورې کندې یې جوړې کړې وې- تا به ویل په ښار د نوح پیغامبر د ټوفان غمیزه تیره شوی او سیلاونو هرڅه له ځان سره وړي دي- تا به ویل د لوط پیغامبر د قام دګناهونو له کبله ځمکه لړزیدلې ده او هغه ښکلی ښار یې ویجاړ کړی دی کوم چې د ښکلا ساری یې په جهان کې نه وو او دا دی اوس د لوطیانو، جګړه مارانو د سترو ګناهونو له لاسه په ویجاړو کڼوالو بدل شوی دی- د دوبي په یوې ستوغې هوا کې د آسمایي د غره څوکو ته ؤختلم او د آسمایي د غره له هسکو څوکو څخه مې د لوټ شوي ښار ویجاړې کڼوالې له نظر تیرې کړې- له ځان سره مې ؤویل: د دغو کڼوالو د دیوالونو له سپیرو خاورولاندې به څومره بیګناه وګړي په ابدي خوب ویده پراته  وي- د یوې پلنې ډبرې د پاسه کیناستم، سترګې مې په هغو تیږو ولګیدې چې د ټوپونو چرې پرې لګیدلې وې-د جهان غمونه مې سترګو ته نیغ ودریدل، یو وارمې له په زړه کې له ځان سره فیصله وکړه او له ځان سره مې ؤویل: راځه  ځان له دغو هسکو څوکو څخه د لاندې ؤغورځوه او د ژوندانه له خوږو او ترخو تیر شه ځکه دنیا د دې ارزښت نلري چې سړی په کې د ژوند خوږې او ترخې تیرې کړي- خو بیا مې په شیطان لعنت ؤویل او له خپل هوډ واوښتم او د آسمایي له هسکو څوکو څخه غمجن زړه هوارې ځمکې ته ور کوز شوم اوځان مې د کارته سخي د هدیرې د شهیدانو هغو ډلیزو قبرونو ته ورساوه هغه چې په ککرو يې د غدرلاسونو د هزاره توب په جرم او ګناه میخونه ټک وهلې ؤو او په ابدی خوب چوپه خوله ویده پراته وو- لږه ګینټه هلته تم شوم او د شهیدانو اروا ګانو ته مې د خیر دعا ؤکړه او بیا له هغه ځای څخه مې د دهمزنګ درییمې او څلورمې کارتې کوټې سنګي خوشال مینې قلعه شاده چهاردهی دارالامان په لور مې لار پرانستله- د هرې کوڅې او هر سړکه د پاسه چې زغروال چین لرونکي ټانکونه تیر شوي وو، ورانې ویجاړې یې جوړې کړې وې- په ویجاړو او را نسکورو شوو کورونو کې لا هم خلکو د مجبوریت شپې او ورځې تیرولې او د ژوندانه بهیر هلته کې لا هم  په عادي ډول روان ؤ او مورګانو نوي نسلونه زیږول او ماشومان را لوییدل- له ویجاړو مینو څخه د جګړې حکایتونه تر غوږو کیدل- د خوارو بې دفاع خلکو شتمڼي ګانې د ظلم لا سونو لوټې کړې وې او بې وزلو مورګانو د خپلو وږو ماشومانود نسونو د مړولو لپاره د خیرات د ټولولو لپاره ډلې، ډلې له خپلو ویجاړو کورونو څخه را وتې وې او خیراتونه یې غوښتل او په چاکې د خیرات ورکولو وس پاته نه ؤ او هغوی پرته له دې چې له خیرات ورکونکو څخه څه ترلاسه کړي تش لاسونه د خپلو ویجاړو مینو په لور را ستنیدلې- د یوې ویجاړو کڼوالو څخه د ماشومانو غږونه تر غوږو کیدل- په زړو جامو کې سپین سرې مور ناسته وه او ماشومانو ته یې د (الف زرآ، بی زر با الف زیراې،الف پیش او-آ،اې،او) سبقونه لوستل-ماشومانو یودبل سره خندل- د هغوی لپاره جګړه یوه لوبه وه- تا به ویل په دغې لوبې کې هیڅ پیښ شوي نه دي- یوه بله ورځ د دارالامان د سترې ماڼۍ د لیدو لپاره هغې سیمې ته ورغلم ـ سترګې مې د دارالامان دماڼي په لوغړنو ویجاړو دیوالونو ولګیدې، د تاج بیګ او دارالامان دواړه ماڼۍ ګانې را نسکورې شوې وې او کله چې زه ماڼۍ ته نږدې شوی وم، مازدیګري لمر خپلې اورستۍ سرې او زرغونې وړانګې د سورکي آسمان له سرو څنډو راټولې کړې وې او د  سورکي (شفق) لمن د غرونو شاه ته د ښکته کیدو په حال کې وه- له هرڅه د مخه د ماڼۍ دیوالونه او بهرنۍ برخې مې له نظر تیرې کړې،د درنو وسلو تباه کونکې چرې پرې لګیدلې وې- په دغې تاریخي ماڼۍ کې ما خپله پوزي دنده  تر سره کوله او تر سره کړې وه- د ښایست ساری یې په ټول هیواد کې نه ؤ او دا دی دا مهال په کڼوالو بدل شوی ؤ او په مرمرین بدن یې د جنګي آلوتکو،د توپونو، او د دهشکو او توغندیوسرې ګولۍ را پریوتې وې او له ښکلا ډک هسک،هسک برجونه او ګلدستې یې په تورو ایرو بدلې شوې وې- د ماڼۍ هغه ستر تالار چې پوزی چارواکو په کې غونډې او بنډارونه کول او خاصه ښکلا یې لرله  هم روغ پاته نه ؤ او جنګي الوتکو پرې وحشتناک بمونه غورځولي وو او د مږو، مږکانو او شکڼو او ګیدړو سوړې په کې جوړې شوې وې- د اتاقونو دروازې یې له یو سره ټولې د اورونو په لمبو کې سوې وې او په تورو ایرو او سکرو بدلې شوی وې- له ماڼۍ څخه بهر په خیرنو جنډو جامو کې لاروي مې ؤلیدل چې د ویجاړې ماڼۍ د کڼوالود تماشولپاره هلته راغلي وو او د ورانې شوې ماڼۍ لوغړن کڼډ او کپر دیوالونه یې له نظر تیرول، په معصومو څیرو او سترګو کې یې د غم او خپګان علامې ښکاره کیدې- د(۱۳۸۱) لمریز کال ؤروسته د ماڼۍ د سهیل ختیز په څڼډو کې د اقوام متحده پوزیان د ویجاړې شوې ماڼۍ د ساتنې لپاره میشت شوي وو او د هغوي دغه عمل هغې کیسې ته ورته کیسه وه کوم چې د سهراب له مړینې څخه وروسته نوش دارو و هغه ته رسیدلي وو او دسهراب د رغیدو لپاره یې ګټه نه رسوله- او یا دا چې دپیړیو په تابوت کې  د زمانې  د امپراتور مړی پروت وي او پوزیان پرې د اعزاز پیرې دروي- لنډه یې دا چې جګړو د افغانستان په هر ښار کې خپل مردار سیوری غوړولی وو او د جګړې اغیز د کابل ښار په هرې برخې کې لیدل کیده ، خو د دغو جګړو د عاملینو د پوره پيژاندنې لپاره لږ معلومات تر لاسه شوي دي او شایي راتلونکي نسلونه به ؤ نه پوهیږي چې د شپږو میاشتو او څلورو کلونو په اوږدو کې د دوی په ښارونو کې څه پیښ شوي دي؟ چا د چا پلار وژلی، چا د چا مور وژلې، د چا ورور وژل شوی،چا دچا په ناموس شرف او عزت تیری کړی، او چا دچا په کور د توغندیو بارانونه اورولي دي او کومو کسانو مظلوم کابلیان د وینو په سیلاؤنو کې لمبولي دي،چا له جګړو څخه ګټه پورته کړې ده او د سرایونو، پراخو کروندو، بانکونو خاوندان شوي دي او څوک د جګړو له بد شامیته د ګدا کجکول ته ناست دي؟ دا هغه خبرې دي چې راتلونکي نسلونه باید پرې پوه شي- زما په آند له راتلونکو نسلونو څخه د جګړو دجنایتونو حقایق پټول اوهغوی ته ریښتیا نه ویل او د جنګي جنایتکارانو په جرمونو پرده غوړول،د ولس په وړاندې به لویه ګناه او خطا او جفا وي او دا خبره هم باید هیره نګړو چې د بنیادمانو پیژاندنه د ّهغوي له فکري انداز او ایدیال او کړو وړو څخه مالومیدای شي ـ نوي نسلونه باید په دې پوه شي چې د جهاد په نامه جګړې له کوم وخت را نیولې تر دې دمه را غځیدلي دي او د جهاد او اغتشاش او یا د جهاد او یاغیتوب توپیر په څه کې دی؟ آيا د پنځوسمې لسیزې څخه را په دې خوا د بنیادګرو رادیکالو ډلو ټپلو منډې ترړلې اوجګړې چې د پیسو او وسلو او قدرت د لاسته راوړلو لپاره یې د ګاونډیو هیوادونو او د پاکستان او ایران په مرستې تر سره کولې که د جهاد نوم ورکړو دخپل وطن له تاریخ سره به مو جفا کړې نه وي؟ د دغو پوښتنو د ځواب د موندلو لپاره بله لار نه لرو پرته له دې چې تاریخي حقایق ؤڅیړو او  په تاریخي حقایقو او واقعتونو خبرې ؤکړو او ملامت او نا ملامت ؤپیژنو - د خدای ښه د ې وي - په مینه او ادب                                                                            

 

 

بقیه گزیده های مقالات  عنایت الله پویان کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد