WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات  عنایت الله پویان

 

  دلوړپوړی قوماندان غوا ګۍ طنزي  کیسه                                       لیکوال: عنایت الله پویان

  

 

  دغه واړه ستونزې را ته  دغویانو او بزو او پسونو د کولمو او پوټکو د صادراتو او وارداتو د دفتر د سرکاتب ګل احمدخان له خوا را ؤ زیږیدې. مامور صیب ګل احمد خان په خټه تاجک ؤ خو زه نه پوهیږم هغه ولې د محمد زایې توب دعوا کوله او بیا د څه لپاره یې په ځان د سردار نوم ایښی ؤ- د سردارصیب  خیرنه شلیدلې دریشي او پلنه نکټا یي او د قره قلۍ د پوټکي پمنه ګرد وهلې خولۍ او خیرن یخن قاق کمیس که څه هم بیخي زاړه شوي وو خو مامور صیب ګل احمد خان دغه اروپایي جامې د ټولنې د لوړ پوړو معززو خلکو لپاره خاصې جامې بللې او له ځان څخه یې نه لرې کولې او له پرتوګ او کمیس سره یې چندان جوړه نه وه. دا چې هغه د کوچنۍ جوسې خاوند او ډنګرکی سړی ؤ نو ځکه د هغه د دفتر ملګرو د هغه  په غیاب کې خبرې کولې اوپه هغه یې د(وچ سري،قاقروده، تقلبي سردار) نومونه ایښی ؤو.جناب قاق روده صیب د خبرو ګوډی ؤ او کله چې به په خبرو راغی نو بیا به يې د غږیدو وار او مهلت چاته نه ورکاوه اود ځان او د خپلې کورنۍ د غړو ستاینه او لاپې پټاقې وهل خو دهغه لپاره د ژوند عادت ګرځیدلی ؤ هغه به شامدام د خپلو خواریواو بې وزلیو او کمیو د پټولو لپاره په دروغو ویلو لاس پورې کاوه او ویل به یې چې ګنې د هغه غور نیکه په هندوستان کې د پخواني پاچا له غور نیکه  سره په ګډ کور کې ژوند کاوه اوپه یوې کاسې که به يې سره کورټ او غوړي خوړل او دی هم د طلایي دکورنۍ مشهور غړی او واقعې سردار دی - دا چې زما او د سردار صیب ګل احمد خان تر منځه ولې او څرنګه اړیکې خړې پړې شولې کیسې اوږدې دي خو زه به یې په لڼدو کې تاسوته ؤ وایم.هغه مهال د پخواني پاچا ظاهر شاه د سلطنت په دوران کې د بیان آزادۍ ته خاصه پاملرنه کیدله اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې رنګ،رنګ اخبارونه او ورځپاڼې چاپیدلې چې د دغو اخبارونو په لړ کې یو هم د شوخک تر سرخط لاندې مشهور اخبار ؤ. نه پوهیږم  دا ولې په دغه اخبار کې د تقلبي سردار تر عنوان لاتدې د سردار صیب کل احمد خان د خیرن کمیسه او خیرنې دریشۍ اوخیرنې نکتایي په هکله طنزي مقاله خپره کړې وه او بیا ولې مامور صاحب ګل احمد خان د دغې مقالې د خپریدو پړه پر ما مسکین چې هغه مهال د کابل د کمرک د ګدامونو د ساتونکو د مشر قوماندان ؤم لګوله او ویل یې چې ګنې د تقلبي سردار او وچ سري او یا وچ کوني او قاق روده  نومونه  ما په هغه جناب ایښی دی. د دغې طنزي لیکنې له خپریدو څخه وروسته د کولمو او پوټکو د صادراتو او وارداتولوی رییس هم  په ما شکمن شوی ؤ هسې نه چې دغه لیکنې به په ريښتیا ما کړې وي. که څه هم ما ډیره هڅه ؤکړه چې د خپلې بیګناهۍ په هکله د هغه ذهن روښانه کړم خو له بده  مرغه جناب رییس خوش باوره سړی ؤ او د هرچا خبر یې منله او په پای کې نتیجه دا شوه چې د جناب ریس صیب امر ؤ منم او له دغه ریاست څخه د بدلیدو موافقه تر لاسه کړم او د تخار د ولایت په مربوطاتو کې د کوچني بریدمن په توګه نظامي دنده تر لاسه کړم او له کابل څخه پښې سپکې کړم او د تالقانو ښار ګوټي ته کډه بار کړم- زمونږ کور دتالقانو ښارګوټي لویدیز لورته د هغه سرکاری باغ تر څنګه هلته چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو غواګانې او بزې او پسونه په کې څرودل پروت ؤ او د دغوغواګانو د لیدو له کبله زما د ماینې په فکر کې هم د غواګۍ دساتنې شوق پیدا شوی ؤاو راته يې ویل(راځه چې له چا څخه لږ څه پیسې په پورکې واخلو اود کومې غواګۍ د پیریدو لپاره بند او بست ؤکړو او له  شیدو او ماستو يې ګټه تر لاسه کړو) د هغې خبر مې ؤمنله او د غواګۍ د پیریدلو لپاره مې له یوچا څخه پیسې اوټنګې تر لاسه کړې او د جمعې د ورځې په رخصتیو کې له خپلې ماینې او ماشومانو سره د مالونو د خرڅلاو سیمې ته لاړم او په زرو افغانیو مې یوه ژیړه  شودوره پامیرۍ غواګۍ ؤ پیرودله او د خپل کور په لور را ؤخوځیدم. د لارې په اوږدو کې د غواګۍ او د غوسي د ساتلو په هکله مې چرتونه وهل او د ماشومانو مور ته مې ؤویل(پخوانیو خلکو به کیسې کولې او ویل به يې: هوشیارخلک له هرڅه د مخه پیلخانې جوړوي او بیا پیلان ساتي،دغه غواګۍ به په څه توګه چیرته ؤساتو) هغه په چرت او فکرکې کښیوته او راته یې ؤ ویل(غم مه کوه، د هغه سرکاري باغ په حریم کې دیننه هلته چې د حکومت د نوروکارکونکوغواګانې او مالونه څري زمونږګرانه غواګۍ به هم ؤڅري) لا غرمه تیره نه وه خپل کور ته ورسیدم او غواګۍ مې هلته په هغه باغ کې خوندي کړه کوم چې د ولایت د مقام د جګ پوړو مامورینو محترمې غواګانې په کې څرودې او دغواګۍ غوسی مې پخپل کرایی  کور کې له ځان سره ؤساته- شپه را ورسیده- کرۍ شپه مې د غواګۍ په هکله د لیلې او مجنون خوبونه لیدل اوپه تشویش کې وم هسې نه چې څوک د سرکاري باغ دروازه خلاصه کړي او غواګۍ سر په صحرا لاړه شي او ورکه شي. شپه تیره شوه سهار وختي کله چې له خوب څخه را پاڅیدلم د باغ په لور مې مڼډه واخیستله او د باغ دروازه مې پرانیستله. په باغ کې د باغوان پته نه لګیده. په لرې واټن کې سترګې مې په خپلې محترمې غواګۍ ولګیدې له نورو غوا ګانو سره یې دپیژندګلوئ اړیکې ټینګې کړې وې.او د باغ په پارکونو کې یې چکرې وهلې غلانځې یې له شیدو ډکې وې او تي یې شخ، شخ ولاړ وو.دا چې د محترمه غواګۍ له خوارزاکۍ او د لوږې له کړاونو څخه ژغورل شوې وه او د ژوند چارې یې سمې شوې وې خوشحاله زړه خپل کور ته را ستون شوم او د چای او سبا ناري په مهال ماشوم زوی مې حمید جان چې هغه مهال د وو کالو ماشوم ؤ او اوس د واده خاوند او د ګلالي زوی پلاردی او له هیواد څخه بهر د تورنتو په ښار کې ژوند کوي د ښونځي له سر ښونکو څخه سر ټکونه کوله او راته ویل يې(پلارجانه!سرمعلم صیب د ټولګي په آخرو څوکۍ ګانو کې کښینولی یم او د سترګو د کمزورتیا له کبله د تورې دړې د پاسه د معلم صیب لیکنې په سمه توګه لیدلای نه شم) او ما هغه ته ؤ ویل(غم مه کوه، په مناسب وخت کې به زه در سره لاړ شم او ستا د ستونزې په هکله به له معلم صیب سره خبرې ؤکړم) د هلکانو مور خپل دوه کلن زوی/ نوید جان/له ځان سره ملګری کړ او د ښځینه حمام په لور ؤ خوځیده او حمید جان هم د ښونځي په لور منډه واخیستله او زه هم د خپل ورځني کار د سرته رسولو لپاره له کاله ؤ وتم. غرمه مهال کله چې د ډوډۍ د خوړلو لپاره د خپل کور په لور راستنیدم  دلارې په اوږدو کې د ښونځی سر ښونکی مخې ته راغی او له هغه  سره مې د خپل ماشوم زوي د ستونزو په هکله خبرې ؤکړې او سر ښونکي صیب راته ؤ ویل(ضابط صیب! که خپه کیږې نه زه به یوه خبر درته ؤ کړم) هغه ته مې ؤ ویل(ولې به خپه کیږم، سل زلې خو خبرې ؤکړه) معلم صیب په خندا کې راته ؤ ویل(ریښتیا خبر خو داده چې ته د اوښ په پچې سپوریې او له لاهور څخه کشمر وینې،تاته پکار دي چې خپل مقام او ټولنیز دریز ؤ پیژنې او بیا دغه شان غوښتنې ؤکړې، که ستا زوی حمیدجان د ټولګي په اول قطارکې کښیني نو بیا به د لوړو پوړو او معززو چارواکو د زامنو ځواب به څوک ؤ وایي او هغه ارجمندان به چیرته کښیني) هغه ته مې ؤ ویل(هو ته ریښتیا وايې، د یونان ستر فیلسوف ارسطوماما هم خپلو خوارزادګانو ته په حقه دا خبرکړې وه او ویلي يې ؤ چې ګنې پاک خدای ځنې خلک مالکان اوباداران اوځنې د مالکانو او بادارانو لپاره غلامان او مزدوران پیدا کړي دي) او د هغه شاعر شعر مې هم ورته دیکلیمه کړ چې ویل يې: غټان،غټان نیکان نیکان دي پیدا* دوی خو له ځایه جنتیان دي پیدا* راځئ چې هغو ته جنت ؤ ګټو* کوم چې له موره دوزخیان دي پیدا- د سر ښونکي صیب فکر او ماغزه زما په خبرو خلاص نه شو هغه پرته له دې چې راسره مخه ښه ؤکړي د بازاریانو په کڼه ګوڼه کې ننوت او له سترګو پنا شو او زه هم د خپل کور په لور ؤخوځیدم. په لرې واټن کې سترګې مې پخپلې ماینې ولګیدې. زړه چادرۍ یې په سر پرته وه، جامې یې هم خپلې جامې نه وې او د پښو بوټان یې هم خپل بوټان نه وو. په منډو،مڼډو مې ځان هغې ته نږدې ورساوه او هغې ته مې ؤ ویل (دا څه وینم؟) او هغې په ژړا کې راته ؤ ویل(کله چې له حمام څخه د کالیو او کپړو د آغوستلو کوټې ته را ؤ وتم او د خپلوکپړو او جامو غوټه مې خلاصه کړه چې ګورم جامې او بوټان مې غلا شوې دي او چادري مې هم بدله ده. د حمام د خاوند میرمنې ته ورغلم او هغې ته مې ؤ ویل(خورجانې! جامې مې د ساتلو لپاره تاسوته سپارلې وې، هغه څه شوې) د حمام د خاوند میرمنې را باندې د غلا تور ولګاوه او راته يې ؤ ويل(تا د مالیې د جګپوړي ښاغلي رییس صیب د کور د خذمتګارې جامې پخپل ټیکري کې غوټه کړې وې او هغې خپلې جامې تر لاسه کړې او د خپل کور په لور لاړه او ستا جامې خو همدا زړې جامې دي) او ما چې له هغې سره شور ماشور او ناندرې پیل کړې هغې لاس را واچاوه او زما د سر ويښتان يې راته وشکول او په مایې د څپیړو او سر خاورې ګذارونه ؤکړل او سترګه يې راته ژوبله کړه او ما د خپل آب د ساتلو لپاره پردۍ زړې جامې واغوستلي او له حمام را ؤوتم ) خدای شته کله چې مې دخپلې ماینې په تن کې د پردو خلکو شلیدلې جامې ؤ لیدې او د هغې ژوبلو سترګو ته مې پام شو دغه حالت او دغو خبرو اوظلمونو دومره ؤ ځورولم  چې حتی په ماغزو مې زور راغی او د فارسی د ژبې هغه شعر را په یاد شو چې ویل يې(دلا قوی شو اګر راحت جان مې طلبی*که در نظام طبیعت ضعیف پامال است) او د قران شریف هغه آیاتونه مې سترګو ته نیغ ودریدل چې ویل يې(که ستاسومال او اولاد او ثمراتو ته زیان در رسیږي صبر ؤکړئ او ؤ وایاست: پاکه ربه! مونږ ستا یو او ستا په لور در روان یو). د هلکانو مور ته مې ؤ ویل(ته کور ته لاړه شه زه به سر کاري باغ اوبیا حمام ته لاړ شم او د غواګۍ او  ستا د جامو پوښتنه به  ؤکړم) هغې خبره را سره ؤ منله او د کور په لور ؤخوځیده او ما د حمام په لورتیزه  منډه واخیستله او په منډو، منډو مې د حمام دروازې ته نږدې ځان ورساوه او د یوې ببرې ونې تر سیوري لاندې منتظر ودریدم- د حمام ودانۍ مخې ته نږدې د ونو د سیورولاندې د کمو عمرونو څو تنو ماشومانو لوبې کولې- یوې وړوکې جلکۍ ته مې په پارسۍ کې ؤ ویل (دختر جان اګر زجمت نمیشه  برو به زن حمامچی بګو شوهر زنی که لباسش ګم شده آمده و با شما کار داره) جلکۍ زما خبره ؤ منله او د حمام په دروازګۍ ور ننوته د لنډو شیبو له تیریدو څخه وروسته له حمام څخه د پاخه عمر خیټه وره پړسیدلې بد رنګه میرمن په داسې حال کې چې د جټانو په جامو کې پټه وه او د جټانوګلاپي رومال یې له ببر سر تاو کړی ؤ له حمام څخه را ؤ وته او راته یې ؤ ويل(څه راته وایې!!! او د څه لپاره د ښځو د حمام د دروازې مخې ته نږدې ولاړ یې او د نا محرمو بربنډو ښځو تماشې کوې او نه شرمیږې) هغې ته مې ؤ ویل(ترور جانې!په ما د لوطیانو او سپکو خلکو ګومان او شک مه کوه ، زه د هغې مظلومې میرمن د هلکانو پلار یم چې جامې یې ورکې کړې دي او د دغې خبرې د سپینولو لپاره دلته راغلی یم او دلته ولاړ یم) هغې راته ؤ ويل(دروغ مه وایه او خپل آب او خپله پرده خوندي ؤ ساته اوکله چې حمام د ښاریانو د میرمنوڅخه تش وي راشه چې په خبرو سره پوه شو) هغې نورې خبرې را سره بس کړې او په حمام ننوته او ما د خپل آب او پردې د ساتلو لپاره له هغه ځای څخه پښې سپکې کړلې او د غواګۍ د پوښتنې لپاره سر کاري باغ ته ورغلم  په لرې واټن کې سترګې مې په غواګۍ ولګیدلې، خوله یې ورته چا تړلې وه او په شاه یې د کوتکو ګزارونه شوې وو،په سترګو یې خاورې تپل شوې وې او یو ښکر یې چا ورته مات کړی ؤ او د یوې وچې ونې په ډډې کې وږې او تږې تړل شوي وه او په بد حالت کې ولاړه وه- لا مې د وچې ونې له ډډې څخه د غواګۍ رسۍ خلاصه کړې نه وه  د باغ د ونومحافظ باغوان باشي صیب مې شاه ته نږدې ودرید او په قار او غضب کې یې راته ؤ ویل(دغه غولنه غوا ستا غوا ده) هغه ته مې ؤ ويل(د هر شي مالک خدای پاچا دی خو د څو ورځو لپاره ساتنه یې زه کوم) هغه را ته ؤ ویل(ستا غوا ګۍ د باغ ښایسته پارکونه په خوشایو لړلې دي او د باغ شنو ونو او بوټو ته يې بیخې زیات تاوانونه رسولي دي) هغه ته مې ؤ ویل(کاکاجانه! په دغه باغ کې خو ډیرې بزې او پسونه او غوا ګانې څري او خوشایي کوي او د باغ ښکلا ته تاوان رسوي، د څه لپاره دغه محدودیتونه یوازې زما په محترمې غواګۍ لګیږي او دڅه لپاره  په دیموکراتیکه توګه د نورو غواګانو لپاره په دغه باغ کې د رمباړو وهلو او خوشایي کولو او چکر وهلو او منډې را منډې وهلو اجازت شته او بندیزونه نه لګیږي) او باغوان باشي صیب را ته ؤویل(کله چې ستا د طالع او بخت ستوری په آسمان کې ؤځلید او ته هم د لوړې څوکۍ خاوند شوې او ستا د ټولنیز ژوند په چارو کې بدلون را بر سیره شو نو ستا د غواګۍ لپاره به هم دا امکانات پیدا شي چې د لوړ مقام او لوړ نوم خاونده شي اود نورو غواګانو په څیر د باغ په پارکونو او سړکونو کې له خپلو خورړنو ملګرو سره چکرې ؤ وهې او د رنګ رنګ ګلانو نندارې ؤ کړي) محترم باغبان با شي صیب ته مې ؤ ویل( ته ریښتیا وایې، په طبقاتي ټولنو کې هر څه طبقاتي دي، د قوماندان غوا هغه مقام لري چې یو قوماندان یې لري او د خورد ضابط غوا هم هغه ټیټ مقام لري چې پخپله خورد ضابط یي لري) د محترم باغوان باشي صیب فکر زما په خبرو خلاص نه شو هغه د غواګي پړی د وچې ونې له ډډ څخه را خللاص کړ او زما هردم شهیده  ځوریدلې او کړیدلې غوا ګۍ  يې د باغ له دروازګۍ څخه بهر خوشې کړله اوپه دې ټوګه زما مظلومه ځوریدلې غوا ګۍ د ټولنې د ناوړو طبقاتي مناسبانو دظالمانه چاچلند د اغیز له کبله د جهان له نعمتونو څخه محرومه پاته شوه- د غواګۍ په ښنګرو او لینګو د ظالم باغوان باشي صیب د ډانګونو ګذارونه لګیدلې وو او له مات ښکر څخه یې سرې وینې بهید لې- هغه مې په زاریو او ننواتو کې سوکه، سوکه- ورو، ورو او ګوډه ګوډه په وږی نس د خپل کور په لور را ؤ خوځوله او د خپل کرا یي کور په حویلۍ کي مې د غوسي تر څنګه ؤ تړله او د هلکانو مور ته مې د جامو د لټون او د غواګۍ د مظلومتیا په هکله کیسې ؤکړې او د هلکانو مور ډاډ ګیرنه اوتسلایي را کړه او را ته یې  ؤ ویل(خیر دی وي، ته مه خپه کیږه،له بيښې څخه تیښته نشته، زه به هر مازدیګر د خپلو ماشومانو په ملګرتیا د خټکو  بازار ته ځم او د خټکو او هندوانو له بازار څخه به د خپلې ګرانې غواګۍ لپاره د خټکو او هندوانو پوټکي را وړم او د غواګۍ ساتنه به کوم) د غواګۍ د ساتلو لپاره مې ټشویش لرې شو او د غرمې د ډوډۍ د خوړلو څخه ؤروسته بازار ته لاړم او د خټکو له بازار څخه مې د خپل بایسکل په قنجوغې کې ښایسته ډیر د خټکو او هندوانو پوټکي راټول کړل او کله چې کاله ته را ورسیدم د هلکانو مورغوا لوشلې وه او د شیدو خوندور چای يې ایشولي ؤ- حمیدجان او نوید جان د غواګۍ له غوسي سره لوبې کولې او د غوسی له تورو سترګو یې مچکې آخیستلي او ګلالي خوسي هم دغواګۍ ښاه او خواته زمونږ د کرایي کورپه انګړ کې دا خوا او هغه خوا منډې را منډې او ترپکې وهلې اود یوه کال له تیریدو څخه وروسته غواګۍ بل بچي ؤزیګاوه او دا هغه مهال ؤ چې پخوانی پاچا اعلیحضرت ظاهرشاه له وطن څخه بهر د خپلو سترګو د علاج او درملنې لپاره په سفر وتي ؤ او خدای بښلی سردار داؤد خان د حکومت واګې تر لاسه کړې وې او زما د پوهنځي د دورې ټولګیوالو ملګرو شهید عبدالقدیر نورستانی او شهید میرګل او راته ګران ورور عیسی جان په دغه پاڅون کې له داودخان سره وڼډه لرله  او ملګرتیا یې کړي وه او کله چې داود خان او ور سره زما ټولګیوالو ملګرو دهیواد سیاسی واګې تر لاسه کړې نو زما لپاره هم د لوړو څوکۍ ګانو د نیولو لپاره چانس را بر سیره شو او کله چې د خدای بښلي عبدالرحیم شیدا والي په وړاندیز او د داخلې د چارو د وزیر خدای بښلې شهید عبدالقدیر نورستاني په منظورۍ د تخار د ولایت د امني آمر او رییس په دندې ؤګمارل شوم او د ریاست د مقام توره والګاه مې د کور مخې ته ودریده  د سر کاري باغ باغوان باشي صیب د داود خان د بریالي پاڅون د مبارکۍ لپاره زما کور ته راغي او راته یې ؤ ویل(که ستا اجازه وي زه به دغه غواګۍ چې په ریښتیا ښکلې او نازولې غوا ده  ده د غواګۍ له ګلالیو ارجمندانو غوسیانو سره باغ ته بوزم او د هغې ساتنه به ؤکړم) او ما باغوان باشي صیب ته ورغبرګه کړه او هغه ته مې ؤ ویل(دغه غوا هماغه د تیرو کلونو پخوانۍ غولنه غوا ده. که دغه غوا له ځان سره باغ ته بوزې د باغ پارکونه به په خپلو ریخنو خوشایو ؤلړي او د باغ ښکلا ته به تاوان ور ورسوي) او باغوان باشي راته په ننواتو او زاریو کې ویل (قوماندان صیب! قربان دې له دا تورو، توروبریتو شم. دغه غواګۍ د یوه وطنپال زړورقوماندان د قدر وړ محترمه غوا ده او که دغه غواګۍ بولې او خوشايي  ؤکړي، زه به يې خوشایي او بولې د خپلې پړګۍ په شملې پاکې کړم او د باغ په میوو او دانو او تنکیو شنیلو به یې خوشحاله ؤساتم) ما څه ؤ نه ویل او محترم باغوان باشي صیب غواګۍ په خاصو تشریفاتي مراسمو او چکچکو او هلهلو او ژوندی دې وي قوماندان او ژوندۍ دې وي د قوماندان هوشیاره ګرانه غواګۍ له شعارونو سره د یوې ښکلې نڅاګرې ناوکۍ اوفلمي ستوري په څیر د ښکلي باغ په دروازګي ور ننویسته اوزه هم د فلمي ستورې او ښکلې نڅاګرې غواګۍ د تماشاه لپاره د خپلو ګڼو سپاهیانو سره د غواګۍ د لیدو لپاره باغ ته ورغلم. دروغ د ایمان زوال دی ریښتیا درته وایم- د باغ په سپیڅلې خوندورې هوا کې د غواګۍ په کړو او وړو کې بدلون راغلی ؤ هغې به کله خپل وربوز دا خوا اوکله به یې بلې خواته اړاوه او د جګ پوړو قًوماندانانو په څیر به یې د باغ په پارکونو کې د مارش ګامونه پورته کول او د هند د سینما د مشهوروفلمي ستورو په څیر به يې په ناز او کرشمو کې کله دا خوا او کله آ خوا د ناز سترګې اړولې - لنډه یې دا چې زما د دولتي مقام او څوکۍ د بد لون سره جوخت زما لپاره هرڅه بدل شو حمید جان د ټولګي په لمړي قطار کې کښینول شو اود حمامي ماما چاغکه میرمن خاله شاه کوکو چې د تالقانو په ښارګوټي کې د خاله شاه کوکوی لچرپه نامه مشهوره وه د بخښني لپاره زمونږ کورته راغله او زما د مظلومې میرمنې ورک شوي بوټان او چادري او جامې یې له ځان سره راوړې وې او د هلکانو له مور څخه یې بخښنه غوښته او د محترمې نازولې غواګۍ لپاره د باغ در وازه خلاسه شوه- زامن مې د لوړ پوړي قوماندان د زامنو په نامه ؤستایل شو او د هلکانو مورمې هم د قًوماندان صیب د ماینې په نامه ؤ ستایله شوه  او د هغې په مزاج او روحي خصوصیاتو کې هم بدلون را برسیره شو له خوارانو او غریبانو سره یې اړیکې ؤشلیدې او د جګ پوړو چارواکو له معززو میرمنو سره یې راشه او در شه پیل کړه او د ښار وږو تږو بربنډ او خوار خلک یې له نظر ؤغورځول او د خپل پلار له خیرو ډک پیوندي پرتوګ یې له یاده ؤ وت او د خټکو اوهندوانو د پوټکوپلاستیکي کڅوړې چې هغې  په تیرو کلونو کې د خپلې غواګۍ د وږی نس د مړولو لپاره په شاه کور ته را ځغلولې تری هیرې وې دا چې بیا  څه ؤشو او څرنګه د حفیظ اله امین د حاکمیت په دوران کې پرما د اخواني توب بهتان ولګید او څرنګه د یو وطنپال قوماندان هلالی صیب په مرستې د امین د تبرګي له خولې بچ او ژوندی پاته شوم او څرنګه د روسانو د  د سیسو له کبله د بلخ په ولایت کې زنداني او بیا د خدای  بښلې  جمهور ریس نجیب الله په فرمان له زندان څخه آزاد شوم او څرنګه په زندان کې مې د لوږي سختي شپې او ورځې تیرې کړې اوپه پای کې له وطن څخه  تیښتې ته اړ شوم هغه خبرې دي چې ما ډ تیښتې د مقالی ترسرخط لاندې لیکلې دي دا چې وروسته به څه کیږي خدای پوه شه اوکار يې پوه شه د اوس لپاره همدومره د خدای ښه دې وي له هالند څخه ستاسو سپین ږیري اکاعنایت پویان

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید