WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

گزیده های مقالات  عنایت الله پویان

 

  پردۍ نغمه                                                                          شاعر عنایت الله پویان

  

 

نه  مې  شمعې بلې کړلې   نه  مې  ژوند   د خوار  پتنګ  شو

نه منصور غوندې په دار شوم   نه مې ځان په وینو رنګ شو

 

نه  مې  تورې   ځلولې   نه  خوشحال  غوندې  شاعر  شوم

نه  ننګیال  د  خپلې  خاورې   نه یرغل  مې  په  اورنګ شو

 

نه   نڅا   مې   افغاني  وه    نه  نغمه  مې  لوګرۍ  شوه

د پردي ساز په نغمو کې را نه هیر د  رباب  شرنګ  شو

 

نه  فارسي  مې  کړله  خپله      نه  پښتو  زما  پښتو  شوه

دود دستور مې د پردو شو* له خپل ورور سره مې جنګ شو

 

یو  خو  ځغلي  په  دې لارې بل  په  بل لارې  روان  دی

ځان ځاني هسې  تباه  کړم  *  د  بابا  کلی  مې  ړنګ  شو

 

د   نیکه   کیږدي  مې   ړنګه    د غم  کډې  مې  په  شاه  دي

صحرا  ګانو  کې مې  شپې  شوې بالښتونه  مې  د  سنګ شو

 

مرګه   دومره   مهلت  را   کړه    چې  مې  خاوره   د  وطن  شي

کور مې خپل  کلی  مې خپل شي په غربت  کې  مې  زړه تنګ شو

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید