2012/11/12

  

حاجي اسدالله د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي د چانجير اوسيدونکی وايې چي په يخ ژمي کي کابل ته راغلي وم، دوه زره اوم کال وو، کله چي بيرته تلم، داچي د کندهار ۳۰۳ موټربسونه د شپي له خوا حرکت کاوو، دشپي پر دوه بجي د کوربه له کور څخه راووتم، ټکسي مي پيداکړ، دوه تنه نور هم د ټکسي موټر په شاتنۍ چوکۍ کي ناست وو، چلوونکي وويل چې کاکا کجا ميري؟ ورته مي وويل چې د کندهار اډي ته ځم، هغه راته وويل چي: بالاشو، ما هم اده کندهار ميرم، خبره مي دکرايې ورته وکړه، ويې ويل چي: فرق نميکند هرچيزي که دادي صحيح است.

ټکسي په سړه هوا کې د کندهار اډي پرلور حرکت وکړ، لږځنډ وروسته د عمومي سړک څخه بل فرعي سړک ته واوښت، ويې ويل چي دلته نږدي په دي بله کوڅه کي يو بل مسافر هم کندهار اډي ته ځي وعده مي ورسره کړي ده هغه به هم راواخلو، د شاکسانو سمدستي وويل چي: برو ما هم مسلمان هستم، خيراست او بيچاره هم بالا ميکنيم.

ټکسي موټر يې په توره شپه کي يوي کوڅي ته وردننه کړ، په کوڅه ور دننه کيدو سره سم د شاکسانو زما په غاړه کي دستمال راواچاوو، يوه تومانچه راباندي ونيوله او بل چاقو راباندي راوکيښ.

ژر ژر يې زما جيبونه تلاشي کړل، راسره پيسي يې ګرده راڅخه واخيستلي، هغه بکس چي دکور د غړو له پاره مي تحفي اخستي وي او زما سامان پکښي وو هغه يې هم راڅخه يووړ، او له موټر څخه يې کښته کړم، څو لغتي يې هم ووهلم، ويل يې چي حال اده کندهار برو.

حاجي اسدالله ډير ځيرک سړی دی وايې زما د وهلو پروخت مي ددغو شاته کسانو څيرو ته ښه په ځيرځير وکتل، ډيره موده وروسته بياځل کابل ته راغلم، په جاده کي روان وم چي همهغه دوه نفره مي ترسترګو شول، زه هم په دوی پسي روان شوم، او ځان مي ناګمانه واچاوو، دواړه کسان په جاده کي يوي پوستي ته ننوتل، داچي زه هم پخوانی صاحب منصب وم، په ډاډ سره  پوستي ته ورپسي ننوتلم، هلته مي د پوستي د مشر پوښتنه وکړه، له روغبړ وروسته مي ورته وويل چي دلته دوه نفر ستاسي پوستي ته راغلل څو مياشتي مخکي يې زما څخه د شپي له خوا پيسي غلا کړي، اوس مي وليدل او دادي تاسي ته مي خپل عرض وړاندي کړ.

 دپوستي قومندان وويل چي شاهدان لري چي ستاڅخه يې غلا وکړه، ومي ويل چي شپه وه او دوی ټول ملګري وو،قومندان وويل چي که شاهدان لري ښه خبره ده او که نه وي او خپله خبره دي ثبوت نه کړه بيا به تاته هم جزا درکول کيږي، څو نوري خبري يې هم دا ډول وکړي، چي هرڅوک راشي زما څخه غلاشوي او بيا شاهد هم نه شي حاضرولای، برو ګم شو.

زما بل ملګري وايې چي د خوشحال خان مېني څخه ووتم او د سيلو پرسړک ودريدلم، غوښتل مي چی ده افغانانو ته ولاړشم، يو ټکسي موټر سراغونه روشانه کړل او زما لورته رانږدې شو، ودريدی، ويې ويل کجا ميري، ومي ويل چي ښار ميرم، ويې ويل بالاشو.

دټکسي د شا دروازه چي مي خلاصوله قيدونه يې وهل شوي وو او نه خلاصيدله، مخکي يو نفر ناست وو، هغه وويل چي مخته راشه، شاته نفرمریض لري، همدلته زما سره کښينه.

کله چي په مخکي چوکۍ کي کښيناستلم، داچي په کابل کي په مخکنۍ چوکۍ کي دوه نفره کښينوي، نو هغه بل نفر چي ځوان وو او د غټ بدن لرونکی وو، زما پرغاړه يې خپل چپ لاس واړاوو، ويې ويل چي اجازه ده زه به لاس واړم، ځکه تنګ ناست يو داډول به لږ هوسا کښينو، موټر حرکت وکړ، دغه د مخکنۍ چوکۍ نفر وويل چي دروازه دي سمه نه ده بنده کړي، ماچي دروازه خلاصه کړه، البته سړی ښوري او د دروازي څخه مې نورهم ځان د هغه سپاري خواته راټول کړ. دروازه مي بيرته وتړله، د موټر چلوونکی هيڅ زموږ خواته نه کتل او نه يې خبري کولي، او دغه نفر چي په مخکي ناست دی، خپلي کیسي يې هم راسره کولي چي د هجرت وخت کي چيرته واست؟ د پېښور په کيسو يې يوځای زما ذهن مشغول کړ او د دروازي په خلاصولو او بندولو يې بل ځای زما ټوله توجه او پام اړولی وو، بل داچي دغه ځوان په پښتو خبري کولي او په زړه پوري جملي يې کارولي، بيا يې وويل چي دروازه سمه نه ده بنده، ما دروازه خلاصه کړه او نور هم دده لورته نږدې شوم، په کړس سره مي داځل دروازه بنده کړه، په دغه وخت کي د پولي تخنيک د هغي دروازي برابري ته ورسيدو چې د لويې جرګي د خيمي لاره ده.

کله چي د باغ بالا لوړځای ته ورسيدو هلته دغه پښتون ځوان پوښتنه وکړه چي ته چيرته ځي، ومې ويل چي ده افغانانو ته، هغه وويل چي موږ خو سرای شمالي ته ځو، ته دلته کښته شه او بل موټر ته وخيږه، ددي خبري سره سم د موټر چلوونکي بريک وواهه او ويې ويل چي پاين شو.

زما ملګری وايې چي زه پوه شوم چي غله دي، خو داچي ډير وو، او بل پوهيدم چي د پوليسو سره لاس او اړيکي لري، که جنګ او جنجال کوم  هم کومه ګټه نه کوي او يواځي داچي نور به هم خلک راپسي وخاندي، بل داچي خپل جيب هم راته معلوم وو چي چندان زیات دولت پکې نه وو.

په دي ډول يې زما څخه پيسي يوړي، هغه وايې چې کيدای شي په اول ځل چي ماته يې وويل چې دروازه سمه نه ده بنده، په هغه حالت کې يې زما د جيب څخه ټول شيان ايستلي وي، د شا چوکۍ کسانو ته يې ورکړي وی، هغوی پيسي ورڅخه جلاکړي وي او نور اسناد چي د بانک کارډ او ځيني نور کارډونه وو چي ددوی په درد يې نه خوړل بيرته يې دمخ په چوکۍ کي ناست غله ته ورکړي وي، دوېيم ځل چې بيا يې وويل چې دروازه خلاصه ده او ما خلاصه او بنده کړه، په دغه حالت کې به يې هغه زما کارډ او نور کاغذونه بيرته زما په جيب کي ايښي وي.

دغه ډول غلاوي ډيري د هغو کسانو څخه کوي چي د ولايتونو څخه کابل ته راځي، او هغه خواران چي ځينې يې په لومړي ځل کابل ته راځي د غلو په دغو چلونو نه پوهيږي، چي په ټکسي کي به ټول خپل سره ملګري غله يوځای وي او بيا به ورڅخه په لويه لاره کي پيسي وړي، او يا به په لايني ټکسي کي ملګري غله ناست وي او ديوه نفر ځای به يې پري ايښي وي او دهغه څخه به پيسي غلاکوي.

دا ډول نور چلونه هم غله کوي چي په ترتيب سره به يې زه تاسي ته ورسوم، خو هيله مي داده چي زموږ هغه وروڼه چي دغلو ددغه ډول کړنو سره مخ کيږي او ياخبريږي، هغه خپلو دوستانو او د کليوالو ترغوږونو ورسوي، او که کله هم ددوی دوست له ولايت او يا بل ځای څخه کابل ته راځي، هغه بايد مخکي له دي چي په ټکسي کي سپور شي وپوهوي چي له جيبو سره پام کوه او د غلو ځيني چلونه ورته وښئي.

داچي له کابل څخه کندهار، هلمند او هرات ته ۳۰۳ بس موټران د شپي حرکت کوي نو ددغو سيمو ډيری کسان د شپي پر يوه نيمه او دوه بجي د کوربه له کور او يا هوټل څخه راؤځي او تر کندهار اډي پوري ټکسي نيسي چي ډيری کسان له ورته پيښو سره مخ شوي او د ټکسي چلوونکي لخوا د مخکي جوړ شوي پلان له مخي غلو پيسي او قيمتي سامان لکه ساعت، قيمتي ګوتمۍ، او نور سامان چي په لاسي بکس کي ورسره وي ورڅخه وړي دي.

دا ډول د ورځي له خوا هم په ټکسي کي ډير مسافر د غلو له خوا شکول شوي او دهغوی له جيبونو څخه پیسي، موبايل ټليفون او دا رنګه د سامان څخه ډک بکسونه ورڅخه غلا شوي دي.

په ملي بس کي چي د سوارلیو ډيره ګڼه ګوڼه وي هم ورته ډول غلا کيږي، له ډيروکسانو څخه موبايل غلاکيږي او کله کله يې جيب هم وهل کیږي.

که ستاسي هر دوست کابل ته راځي، ښه داده چي توصيه ورته ؤشي، چي که ټکسي نيسي نو د ټکسي له چلوونکي سره دي مخکي له مخکي خبره خلاصوي چي بل نفر ته به يې نه دروي او نه به بل نفر راخيږوي، د ټکسي چلوونکي ډير وخت وايې چي خير خو کرايه کمه راکړه زه به د شا چوکۍ کي نور سپاري هم راواخلم، چي غم په دغو د شاکسانو کي وي، او بيا يې په ګټه لوټي، په هیڅ ډول له خپل ملګري ماسيوا بل څوک په ټکسي کي مه درسره پريږدئ.

کله کله د ټکسي چلوونکی يواځي وي په مخکي يې خپل ملګري غله کښينولي وي، که ستاسي دوست په دي پوه شي چي ټکسي لاره واړوله نو ښه داده چي ورڅخه کښته شي.

خپلو هغو ملګرو او دوستانو ته چي له اطراف څخه راځي او په ښارکي بلد نه وي او دښار د غلو په اړه معلومات ونه لري، هغوی دي هغه ټکسي ته نه خيږي چي نورکسان پکښی وي.

ملي بس ښه دی خو د خپل موبايل او جيب سره دی زيات پام کوي،که چوکۍ پیداکړي او پکې کښيني ښه ده.

ترټولو په اوس وخت کي مصؤن ښاري موټر ټونس بللای شو، چي ډيري د غلا پيښي پکې نه کيږي، خو کله کله په ټونس موټر کي هم داسي پيښي کيږي، ولي ډيري لږ.

زما هدف ټول ټکسي چلوونکي نه دي، ډيرښه کسان په ټکسي چلوونکو کي شته چې دهمدي لاري څخه خپلوبچوته حلاله روزي ګټي، خو دغو ځينو له الله نه نه ويريدونکو د ټکسي چلوونکو غلو ددوی ټولو رنګ وربد کړي، په کار ده چي ښه ټکسي چلوونکي هم دي ته متوجه شي او ددغه ډول ټکسي چلوونکو په مخنيوي که مرسته وکړي او د ټکسي د چلوونکو د اتحاديې د لاري يې مخه ونيسي، ترڅو د وچو له کبله لاندي ونه سوځي، او که دغه ډول حالت دوام پيداکړي نو خامخا به ددوی پرکاروبار منفي تأثير اچوي.

زما وړانديز دادی چي خپلو دوستانو ته چی کله کابل ته راځي او يا دشپي له خوا د بسونو اډو ته ځان رسوي، هغوی ته د غلو ياد شوي چلونه وښودل شي ترڅو تر اډي پوري مصؤن ورسيږي .

پای

        

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد