WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی

 

   افغانستان نه د وېشنې بلکې د ورکېدنې په درشل کې                                            ډاکتر لمر

وايې چې يو چا له اوښه وپوښتل، چې دا غاړه دې ولې کږه ده، نو اوښ ورته وويل، چې کوم ځای مې سم دی، چې ته مې غاړه يادوې!، نو درنو هېوادوالو د افغانستان په اړه هم چې فکر وکړې، نو نه پوهېږې، چې د دغه مملکت کوم شی سم دي، چې زړه ورته ښه کړې، خو برعکس د افغانستان ياد يانې د څو لسيزو پر پرهارونو د مالګې پاشل! مګر بيا هم د سمېدا هڅه يې بايد وشي.

د افغاانستان د ناخوالو په اړه په سوچونو کې لاهو وم اوله کټ سره مې ډه ډه لګولې وه، نو له خفګانه مې برېښناپاڼو ته سترګې وروغړولې، چې د دنيا په حال ځان خبر کړم او د پردېسي غم پرې غلط کړم. د خپلو سوچونو او برېښنايي هڅو په بهيرکې مې د يوې پښتو سندرې په اړه په (youtube) کې هم پلټنه پيل کړه، زما د خوښې د سندرې نوم ؤ «ما له رڼا راکی!»، مګر د دغه سندرې نوم زما له ذهنه ورک شوی ؤ، نو په بېلابېلو نومونو مې د دغه سندرې پلټنه کوله، چې په ناڅاپي توګه مې د دغه سندري تر نامه لاندې د برو پښتنو په هلوځلو يوه ډرامه وليدله، چې پښتو ګړېدا کې يې په هر دويم ويي پسې د انګريزي وييونه ورګډېدل او ستاسو قضاوت ته هم هغه د برې پښتونخوا ډرامه وړاندې کوم او تاسو يې هم لېدو او اورېدو رابولم.   

بل پلو په يو شمېر برېښناپاڼو کې د سمې پښتو د ليکلو نندارې وې؛ يو چا بيا د سمو ياګانو د ليکلو سپارښتونه ليکلي ول او بل بيا ليکنښو نغوته کړې وه. په افغانستان کې د نوي پارلماني غوبل په اړه هم يو شمېر ليکنې شوې وې، چې دغه غوبل هم د ملا کرزي د سياسي خسي توب له برکته پيل شوی او د افغانستان د شتون او له منځه تلو ګواښ يې رامنځ ته کړی، نو دغو پېښو زه دې ته وهڅوم، چې دغه څو کرښې بيا د افغاني ټولنې او تش په نامه رسمي يا ملي پښتو په اړه تورې کړم.

ټولو ته مالومه ده، چې په افغانستان او پښتونستان کې يو شمېر ليکوال هڅه کوي، چې په پښتو کې پردي وییونه وکاروي، نور بيا په سيمييز ګړدود ليکنې وکړي او بله ډله بيا پښتو د خپلو سياسي موخو قرباني کوي، مګر ښاغلی حامد کرزی بيا د پښتو، فارسي او اوزبکي په لغتونو کې د انګرېزي (-ing) وروستاړی ورزياتوي، لکه: (رسېدنګ، ليدنګ، خوش کېلدېنګ او داسې نور)، دغه نوی نوښت د کرزي صيب د پارلمان په پرانيستونکې وينا وګوری!، خو له بده مرغه بايد ياده شي، چې راتلونکي نسل ته به د دغه دريځ په شاليد کې څه ډول پښتو ورپرېږدو، تر موږ خو بيا هم يوه ړنګه بنګه پښتو په يو ډول نه يو ډول رارسېدلې ده، نو دا چې څو کاله وروسته به خلک بيا څه ډول پښتو وايي او يا ليکي، نو زه هم نه پرې پوهېږم، مګر خپل مسؤليت ګڼم، چې دغه ستونزې ته نغوته وکړم او خپل نظر له نورو سره شريک کړم.

په دې کې هېڅ شک نشته، چې د کره پښتو وده په پښتني سيمو (افغانستان، پښتونستان او د هندوستان پښتني سيمې) کې يو اړين کار دی، مګر پوښتنه کېږي، چې دغه کار بايد څوک تر سره کړي او په څه ډول تر سره شي. د افغانستان او پښتونستان پښتانه په څه ډول کولی شي، يو کره ليکدود، ليکبڼه او پښويه وکاروي، چې په راتلونکي کې د يو ګډ ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ته لاره پرانيستل شي.

تاسو ته مالومه ده، چې په بېلابېلو سيموکې د پښتو ليکدود لپاره بېلابېلې د ابېڅې ليکبڼې کارول کېږي. ما د پښتو ابېڅې ليکبڼې برېښنايي زېرمه د مايکروسافټ له نړيوال برېښنايي جاله راښکته کړې ده، چې دغه ليکنه هم پرې ليکم، نو نورو ته هم زما سپارښت همدا دی، چې د نړيوالو برېښنايي امکاناتو نه سمه ګټه پورته کړی او له امکاناتو سره سم د پښتو په سمونه او خپرولو کې جوت ګامونه واخلی!، خو د کره ليکدود او پښويې په اړه يوې پوهنيزې ليکلارې ته اړتيا ده، چې پښتني ژبپوهان يې بايد رامنځ ته کړي، نو په دې اړه هم هر اړخيز کار روان دی، خو موږ ځان بايد پرې خبر کړو او د پوهنيزو جرګو پرېکړې په خپلو ليکنو کې پلې کړو.

د پورته يادو شويو پېښو او اندونو په پام کې نيولو سره، زه د افغانستان د وروستيو ټولنيزو خوالو او ناخوالو په اړه په سوچونو کې لاهو شوم، چې د افغانستان د ورستيو څو لسيزو د ناکامه ټولنيز او سياسي ژوند په اړه ځان پوه کړم او د دغو پېښو لاملونه او اغېز د افغانانو په ورځنيز ژوند کې وسپړم او د هغوی اغېز په پښتني ټولنه کې رابرسېره کړم.

داسې ويل کېږي، چې انسان «اشرف المخلوقات» دی، يانې د نورو مخلوقاتو په پرتله په دنيا کې لوړ موقف یا مقام لري، خو پوښتنه دا کېږي، چې ولې انسان اشرف د موجوداتو دی؟ ټول ژوي که په صحرا دي او که په بېديا؛ يا هم په اوبو کې او يا هم په ځنګلو کې، نو د طبيعت له قوانينو سره سم خپل ژوند کوي او په ځنګل کې خو هسې هم د ځنګل قانون دی او زمری يې هم ټولواک!، نو د انسانانو توپېر بيا په څه کې دی!.

يو وار د نويمو کلونو په پيل کې په يو هېواد کې مسافر وم، نو په تلويزيون کې د سګرټ څکولو پر ضد يوه خبرتيا تېره شوه، نو په دغه خبرتيا کې داسې وويل شول «سګرټ څکول د انسان بدن ته ضرر لري او د انسان د مړينې سبب ګرځي!»، نو کله چې دغه خبرې پای ته ورسېدلې، نو د خبر دويمه برخه پيل شوه او وويل شول، چې «سګرټ سپين پوستو جوړ کړل، چې افريکايان په روږدي کړي، ځکه چې افريکايان د ژوند په مانا هسې هم نه پوهېږي، نو سپين خلک سېګرټ نه څکوي، مګر دغه ناوړه کار د افريکايانو دی!». اعلان يا خبرتيا پای ته ورسېدله، نو زما سره په ذهن کې ډېرې پوښتنې پيدا شوې، ځکه چې دغه سپين پوستي وياند د نړۍ د يوې بلې لويې وچې انسانان يانې حبشيان ډېر په سپک نظر ياد کړل، خو ښه ويل شوي، چې زور ته پوله نشته ده!، نو د افريکا خلک به هم تر هغه سپکېږي، چې په دوی کې د اتحاد او ځانپېژندنې احساس پيدا نشي ياني اشرف المخلوقات نشي، نو په سيمه کې به يې د ځنګله ژوند وي.

درنو هېوادوالو! په افغانستان کې هم د وروستيو څو لسيزو په بهير کې سېګرټ خو څه کوې، مګر د اپينو، هيروينو او چرسو کاروبار په درز روان دی، سپينو (د اپينو پوډر) ته په لوېديزه نړۍ کې د «سپين جهاد» اصطلاح کارول کېږي، ځکه چې په افغانستان کې د نړۍ ۷۵٪ هېرويين جوړېږي او بهرنيو ملکونو ته استول کېږي، خو د افغانانو بيا د دغه «سپين جهاد» تر څنګ يوې بلې لويې ټولنيزې ستونزې ته پام نه دی شوی، هغه دا چې اوسمهال په افغانستان کې ۱،۵ ميليونه افغانان يوازې په اپينو روږدي دي، نو د چرسو او شرابو د روږدو (محطاتو) شمېره ليا نه ده مالومه.

 

د نړۍ لږ تر لږه ۷۰ ٪ هيرويين په لوېديزه اروپا، روسيه او امريکا کې کارول کېږي

په بهرنيو ملکونو کې هرومرو نشيي څېزونو کارول کېږي، خو دغه ملکونه يو قوي اقتصادي او پياوړی روغتيايي سيستم هم لري، چې د خپلو وګړو د روغتيايي حالت مراقبت وکړي، اما په افغانستان کې به دغه د اپينو روږدي يا په دښتو کې مري، يا هم د آرتن تر پله لاندې خماري وي او يا به هم د محمود خان پر پله باندې د اپينو تنده ماتوي، خو د نورو وګړو خويندې، وروڼه، مېرمنې او ماشومان به د هر ډول ټولنيزې مخاطرې له ګواښونو سره مخامخ وي او د جنايتونو او جرمونو تبۍ به تل توده وي!.

د کابل په بېلابېلو سيمو کې په اپينو روږدي افغانان

نو داسې ښکاري، چې د اشرف المخلوقاتو توپير له نورو مخلوقاتو سره دا دی، چې انسانان هر کار شعوري کوي، د سولييز ژوند لپاره بشري ارزښتونه رامنځ ته کوي، د خپلې ټولنې د سمې ادارې لپاره قوانين جوړوي او د هوسا ژوند تکل کوي، خو په ځينو ټولنو کې هرڅه بل ډول وي، خو بيا هم تېر په هېر ګڼي او د ټولنيز انډول او سمې ادارې د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

ليا ۵۰ کاله مخکې په امريکا کې، چې د تورپوستو وګړو شمېر يې تر ۱۵ ٪ اوړي، نو له سپين پوستو سره يې د مساوي ژوند حقوق نه درلودل او رسيزم يا نژادپرستي د امريکايانو د ژوند يو اصل ؤ، چې حتی په هغه هوټل کې چې سپين پوستو ډودۍ خوړله، نو تورپوستي حق نه درلود، چې هلته خپل سر ښکاره کړي، ځکه نو دغو ناخوالو د تورپوستو او نورو تر منځ ټولنيز فشار ډېر کړی ؤ، چې ګڼشمېر انسانان يې قرباني شول.

په جنوبي افريکا کې خو ليا اپارتايد (بېلنتوب) تر نويمو کلونو پورې د سپين پوستو واکمنه اداره وه، تر هغه چې نېلسن ماندېلا واک ته ورسېد او د اپارتايد ادارې واکمني ته يې د پای ټکی کېښود، بايد ياده شي چې د سهيلې افريکا ۸۰ ٪ وګړي تورپوستان دي. له نېکه مرغه د امريکا په ټولنيز ژوند کې د اشرف المخلوقاتو لخوا هم داسې قوانين ومنل شول، چې د نژادپرستي سياست یې له منځه يووړ او نن سبا د امريکا يو تورپوستی د دغه مملکت ولسواک دی.

بارک اوباما، نېلسن ماندلا او لوتر کينګ د نړيوال سياست پېژندل شوې څېرې

د دغه سپړنې په توګه دا راته جوتېږي، چې اشرف المخلوقات د نورو موجوداتو په پرتله د خپل هوسا او اسانه ژوند لپاره نه دا چې فکري، جسمي او ټولنيزې هلې ځلې کوي، خو د دغو هلو ځلو د پياوړتيا او ادارې لپاره ځيني قوانين او توګې هم جوړوي، چې د هغو توګو په شاليد کې ټولنيز ژوند سم پر مخ لاړ شي او ټول وګړي: له شاه نيولې تر ګدا پورې دغه ټولنيزو قوانينو او توګو ته ژمن وي.

په اسلامي ملکونو کې د شریعيت پلي کول دي، په عیسوي ملکونو کې د عیسويت عنعنات دي، په سيکولير ملکونو کې د هغوی ټولنيز نظامي يا ملکي قوانين دي، چې خپل ايديولوژيکي شاليد او لرليد لري. په ځينو ملکونو کې خپل عنعنوي کړه وړه پياوړي دي او په نورو کې ټولنيزه فلسفه غوره ده، خو بيا هم په يو او بل ډول د دغو سيمو او ملکونو خلک خپلو قوانينو ته درناوی کوي او ټولنيزو ارزښتونو ته يې وفادار دي.

په افغانستان کې هر څه سر په څڼۍ دي. کله چې کمونيستان واکمن ول، نو د انترناسيوناليزم پر ځای يې ناسيوناليزم او سيپراتيزم (بېلېدل) غوره وګاڼه، ځکه چې هڅه کېدله ټبرونه بېلنتوب ته وهڅوي او قومي ذهنيت ورکړي، چې پايله يې د نويمو کلونو په اوږدو کې د نظار شورا، د دوستم جنبش، د مزاري وحدت، د ننګرهار شورا او په افغانستان د روسانو يرغل شو.

د مجاهدينو واکمني هم د اسلامي اخوت پر ځای په ټبرپالنه واوښته او افغانستان يې په ملکولطوايفي واړاوه. ټولو ته جوته ده، چې د نويمو کلونو په پيل کې ټول هېواد په تنظيمونو ووېشل شو او په کابل کې په هره سيمه کې ملکولطوايفي جوړه شوه، چې پايله يې د افغانستان کورنۍ جګړه، د هېواد ورانول او د زرهاوو څه چې د لکاو انسانانو وژنه وه.

د طالبانو په موده کې هم نه شريعيت ؤ او نه هم مصؤنيت، هر چا پخپله ډنګوله. اوسمهال هم امريکايي غوبل د ډيموکراسي تر نامه لاندې په افغانانو سوټه کراسي تحميلوي، نو پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې ولې بشري ارزښتونه او قوانين که ټولنيز دي او که ديني دي، نو په سمه توګه نه پلي کېږي او ټولې هلې ځلې په افغانستان کې له ناکامي سره مخامخ کېږي.

د اوښ خبره، چې نه يوازې غاړه يې کږه ده، خو ډېر نور څه يې کاږه واږه دي. د افغانستان په ټولنيزو ستونزو کې هم ډېر څه سم نه دي، مګر يوه غوره ستونزه د پښتو ژبې ټولنيز موقف دی، ځکه چې دغه ژبه د افغانستان د ډېرګړي ټبر ژبه ده او يوه موده د افغانستان ملي ژبه هم وه، خو د وخت په تېرېدو سره په پاڼو کې پاتې شوې رسمي ژبه ګرځېدلې ده، ځکه پرته له يو شمېر پښتنو او پښتني ليکوالو په پښتو نه څوک غواړي خبرې وکړي، نه هم په اداري چارو کې کارول کېږي او په ښوونځيو او يا نورو تعليمي موسسو کې خو هسې هم په پښتو څوک سر نه خوږوي، نو هماغه د پاړسيوانانو خبره «پهلوان زنده به نام خود خوش است!».

درنو لوستونکو! د دې لپاره چې په افغانستان کې د پښتو ژبې د کاوړي موقف په اړه څه وليکم، ښه به دا وي، چې لومړی دا په ګوته شي، چې که په يوه ټولنه کې يو قانون تصويب شي، نو هغه د دې لپاره نه دی، چې ورته وکتل شي يا هسې ولوستل شي او يا هم د تورو کرښو تورې کندې ته واچول شي، خو هرومرو بايد قانون په ټولنه کې سم پلی شي، نو له قانونه سرغړونه ټولنيز جرم دی. په هره ټولنه کې قوانين خلکو جوړ کړي، پرته له شريعيته چې ديني بنسټ لري، نو په اسلامي ټولنه کې د شريعيت تر څنګ نور ټولنيز او اداري قوانين د ټولنې د ادارې، خوځښت او پرمختګ شمزی ګڼل کېږي.

پښتو لکه هره بله ژبه يوه کره ټولمنلي معياري ليکدود ته اړتيا لري، ځکه چې هره ژبه ګڼشمېر ګړدودونه لري. يوه ټولنه د وګړو د پوهاوي او ادارې لپاره يوې ټولمنلې ملي ژبې ته اړتيا لري، خو د يوې ژبې د معياري ليکدود نشتوالی ټولنه له ګڼشمېر ستونزو سره مخامخ کوي او د دغو ستونزو تر څنګ ټولنه د ملت جوړېدنې او ملي هويت له ستونزو سره هم مخامخ کېږي، چې افغانستان يې ښه بېلګه ده.

که په يوه ټولنه کې د يوې ژبې ليکوال په خپله سيمييزه لهجه ليکنه وکړي او معياري ليکدود په پام کې ونه نيسي، نو د ژبې په برخه کې په يوه ټولنه کې د خپرونو ژبنيز انارشيزم رامنځ ته کېږي، چې د ليکنې په لوستلو او له هغې څخه د مطلوبې پوهېدنې په لړ کې خامخا ډېرې ستونزې پېښېږي. ټولنه د ملي نا انډولتيا سره مخامخ کېږي، لکه نن سبا چې افغاني چارواکي نه پوهېږي، چې پښتو ته او که دري ته لومړيتوب ورکړي. د مکتوب په ښۍ برخه کې پښتو وي او که په کيڼه خوا کې فارسي وي او کومه يوه پورته وليکل شي او کومه ژبه ښکته وليکل شي. ليک په کومه ژبه وليکل شي، نو د دغه دريځ په ترڅ کې ټولنه د دواليزم (دوه لارې) په دوړو کې سپېره شي؟

پښتانه په سيمه کې له نورو لويو ټبرونو سره ګاونډ ټبر دی، خو له بده مرغه، چې د تاريخ په اوږدو کې د بهرني ښکېلاک سره لاس او ګريوان دی. پښتو سمسوره ژبه ده او ګڼشمېر ګړدودونه «لهجې» لري چې ځينو ژبپوهانو د پښتو لهجو شمېره «٧٠» ښودلې ده، ځکه نو پښتو د پښتنو د يووالي او ملت جوړېدنې لپاره يوه کره ليکدود ته اړتيا لري، خو بايد ياده شي، چې ځينې نورې ژبې په سلهاوو لهجې لري، خو په دې توانېدلي دي، چې يوه کره ژبه رامنځ ته کړي او يو ټولمنلی معياري ليکدود ولري، نو په پښتنو څه ټکه لوېدلې ده، چې نه کره ليکدود ته غاړه ږدي او نه هم ملي ژبه لري او یا دا چې په يوه لاره نشي سېخېدلی.

په پښتني سيمه کې د سواد نشتوالی، بهرني ښکېلاکونه، د ځينو پښتني ليکوالو سرتمبګي او د پښتو ژبې لهجوي توپير د ليکدود او ليکبڼې يووالي ته ډېر زيان رسولی دی. نن سبا افغانان عربي ليکبڼه کاروي، پښتونستانيان بيا د اوردو ليکبڼه د پښتو ليکنو لپاره کاروي او په لويديزه نړۍ کې ځوان پردېس افغانان بيا انګرېزي توري د پښتو وييونو د ليکلو لپاره کاروي، چې د پښتو ليکدود ستونزه يې نوره هم ژوره کړې ده (انځور ۱).

عربي، فارسي، اوردو او پښتو ابېڅې

ما له يوې مودې راپدېخوا د پښتو ليکدود په اړه يو شمېر ليکنې کړې دي، چې په يو شمېر برېښناپاڼو کې خپرې شوې هم دي. د دغو ليکنو په اړه يو شمېر دوستانو خپلې پېرزوينې او اندېښنې هم وښودلې، خو ځينو ملګرو دا هم په ګوته کړې، چې ګواکې زه په خپلو ليکنو کې د پښتو د ليکدود د پرېکړو په اړه يادون کوم، خو د دغو پرېکړو په اړه مالومات نه ليکم، نو درنو لوستونکو د دغه ليکنې په توګه به زما د مالوماتي ليکنو د دغه تشې د ډکولو لپاره د پښتو په اړه د پرېکړو لنډه يادونه وکړم.

خو مخکې له دې به يو وار بيا د اشرف المخلوقات اصطلاح ته ستاسو پا واړوم. ما له ډېرو افغانانو سره د پښتو ليکدود په اړه خبرې کړې دي او يو شمېر دوستانو برېښناليکونه هم را ته استولي دي، چې يو شمېر دوستانو راته د افغانستان د سياسي کړکېچونو پّ اړه ننغوته کړې او نورو بيا په بې غوري ويلي دي، چې د پښتو پرېکړې دو يو څو تنو ليکوالو پرېکړې دي او تر ننه چا په خپلو ليکنو کې نه دي پلې کړې، خو زه بايد ياده کړم، چې قوانين په يوه پوهنيزه موسسه کې کېږي او دغه موسسه يا کمېسيون يو شمېر غړي لري، چې د خپلې څانګپوهنې پر بنسټ يوه پرېکړه کوي، نه دا چې هر څوک د پرېکړې صلاحيت لري، يانې ترکاڼي د بيزو کار نه دی! خو په افغانستان کې هر څه بل ډول دي، نه څوک د يوې علمي ټولنې خبره مني او نه هم د پوهني د اکاډمي پرېکړو ته غاړه ږدي، نو خدای دي هدايت ورته وکړي.

د پښتو ژبې د ودې لپاره په افغانستان کې او له افغانستانه بهر هم ډېر کار شوی، خو په سيمه کې د پښتو پوهانو او عالمانو په ځانګړې توګه په دې وروستيو۷۰  کلونو کې د ليکدود د نيمګړتيا د لرې کولو او ديو داسی معياري او ټولمنلي ليکدود د رامنځته کولو لپاره، چې ټولو ته يو شان د منلو او پوهېدو وړ وي، نه ستړې کېدونکې علمي او عملي هڅې کړي دي، چې ځينې پرېکړې يې دلته يادېږي.

لومړۍ پرېکړه: په ۱۳۲۱ هـجري شمسي کال د جوزا په مياشت کې (۱۹۴۲ ميلادي کال د جون مياشت) د پښتو ټولنې په غوښتنه د افغانستان «۲۵» تنو ليکوالو او پوهانو په پښتو ټولنه کې غونډه وکړه او په «۳۱» اختلافي موادو باندې يې له بحث څخه وروسته پرېکړه وکړه، چې دا لاندينې کلمې بايد سمې وليکل شي:

 

دويمه پرېکړه: په ۱۳۲۷ لېږديز لمريز کال په سنبله کې (۱۹۴۸ ميلادي کال د اګست ۳۰) په کابل کې د پښتو ټولنې په غوښتنه د لرې او برې پښتو نخوا «۱۹» تنو پښتنو ليکوالو او پوهانو د پښتو د کره ليکدود په اړه د پښتو د ليا اسانتيا لپاره بله پرېکړه وکړه.

 
درېيمه پرېکړه: په ۱۳۳۷ لېږديز لمريز، چې د ۱۹۵۸ ميلادي  کال سره سمون لري، نو د پښتو ټولنې په بلنه د پېښور او بلوچستان پښتانه ليکوال او پوهان کابل ته د خپلواکۍ د جشن په ورځو کې راغلي ول، د سنبلې په پنځمه ( د اګست په ۲۷ ) د پښتو ليکدود په اړه مرکې او خبرې تر سره شوې، چې وروسته له څو غونډو او څېړنيزو بحثونو څخه د ځينو اختلافي موادو په اړه لاندينۍ پرېکړه وشوه:

د پښتو په اړه د ۲۰۱۰ ميلادي کال د اکتوبر په ۶ او ۷ نېټه هم يو نړيوال سيمينار «اسانه پښتو» تر نامه لاندې په کابل کې جوړ شو، چې د پښتو د کره ليکدود، ليکبڼې او پښويې په اړه بحثونه وشول او د سيمينار د پرېکړو پر بسټ به يو د کره لېکدود اداري لارښود او يوه د اسانه پښتو د زده کړې پښويه جوړ شي، چې بيا به دغه دوه ارزښتناکه کتابونه خپاره شي.

پايله

د پرمختللو ملکونو ژوند ښيي، چې اشرف المخلوقاتو د خپلو ټولنو د سمې ادارې او هوسا ژوند لپاره خپل ټولنيز قوانين جوړ کړي او په ټولنیزو هلوځلو او خپرونو کې يې خپلې ملي ژبې او ملي ارزښتونو ته لومړيتوب ورکړی او د ملي يووالي لپاره يې ټولمنلی کره ليکدود جوړ کړی، خو په افغاني ټولنه کې هم د ملت جوړېدنې، ملي هويت، ملي ژبې او کره ليکدود لپاره هلې ځلې شوې دي، نور نو بيا په افغاني سياستوالو او ليکوالو پورې اړه لري، چې افغان روڼاندي لکه اشرف المخلوقات د ټولنيز ژوند د پرمختګ لپاره له دغو توګو پرته له تعصبه کار اخلي او که لکه اشرف المنطقات له دغو لارښوونو او سمونو به سرغړونه کوي او ټولنيزم انارشيزم به پياوړی کوي، يا به ټولنه د سيمييزو بېلنتوب ته لمسوي!

د افغانستان نننۍ تش په نامه ولسي جرګه هم د پرديو په لاس جوړه شوې ده او په دغه ولسي جرګه کې د پښتني استازو شمېره ۹۸ تنه ده، چې د ولسي جرګې ۴۰ ٪ هم نه دي، نو دغه جرګه کې به داسې قوانين جوړ شي او داسې پرېکړې به وشي، چې د افغاني ټولنې د مريتوب لومه به رامنځ ته کړي. له ننه لږ تر لږه ۱۲۰ کاله مخکې هم انګريزانو د ډيورنډ کرغېړنه کرښه په افغانانو تحميل کړه، نو سر بېره پر دې چې دغه کرښه د پښتنو پر زړه تېره شوې او پښتني ټولنه يې په دوو برخو وېشلې ده، خو نن سبا دغه  استعماري کرښه د نړيوالو مرجعو لخوا منل شوې او پښتانه يې په لر او بر وېشلي دي. نننۍ ولسي جرګه هم افغان زد کرکتر لري او د بهرنيو ملکونو دانه خواره پکې دي، نو دا ولسي جرګه به هم داسې پرېکړې وکړي، چې د افغانستان د ورانېدو ګواښ به رامنځ ته کړي، چې افغانان بايد د تاريخ دغه نازک حالت ته په پام سره ځير شي، چې د افغانستان د ورکېدو مخنيوی وکړي، نو په پای کې تاسو د هغې سندرې چې ما يې پلټنه کوله، يانې «ما له رڼا راکی» اورېدو او د انځور ليدو ته را بولم.

په درنښت   

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید