WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی

 

   د احاديثو په هکله د حکمتيار صاحب ځېنې خودساخته او غلط اصول            مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

تقدیم به خانواده ها

 

د قران عظيم کرېم  تفسير او د احاديثو د اصولو ايښودلو په هکله ليکل څومره نازک، دروند او باريک کار دى، دا څومره ډير علم، د قيق فهم، فقهې، لغت پوهنې او هغو ګڼو شرائطو ته اړتيا لري کوم چې د مفسر لپاره ضروري دي.

دا خبره به د هيچا څخه پټۀ نوي چي څرنګه د قران کريم د ايتونو د  تفسير لپاره ځانگړي شرائط دي، نو همدا شان د قران کريم د مفسر يعني تفسيرکونکې لپاره هم ځانگړي شرائط دي، هر ناکس او ناکس او بي سنده سړى تفسير نشي ليکلي .

د تفسير اهميت ته په کتو سره علماء وو د مفسر لپاره ځانگړي شرطونه کرکړي. ( وګورئ احسن الفتاوى د مفتي رشيداحمدصاحب رحمه الله، مباحث في علوم القرآن لمناع القطان

، الإتقان في علوم القرآن ).

علامه سيوطي ليکلي: ((   اعلم أنه لا يحصل للناظر فهم معاني الوحي، ولا يظهر له أسراره وفي قلبه بدعة أو كبر أو هوى أو حب الدنيا أو هو على ذنب أو غير متحقق بالإيمان أو ضعيف التحقيق أو يعتمد على قول مفسر ليس عنده علم أو راجع إلى معقوله، وهذه كلها حجب وموانع بعضها آكد من بعض. )).

 په کم علمۍ يا معمولي علم سره د قران کريم تفسير يا د دين په يوه بله مسئله کې خبري او ليکنې کول ډير سنګين جرم دى، دا ډير بد عواقب لري، پدي سره امت په اضطراب او پريشانۍ کې لويږي، پدي سره د الحاد او زندقت لاره خلاصيږي، ډير ساده کسان ور باندي غوليږي او د داسي کسانو ښکار ګرځې چې هغوي خلکو ته په شاتو کې زهر ورکوي.

په حديث کې راځې:

 عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من أفتي بغير علم كان إثمه على من أفتاه . " . رواه أبو داود .
 شيخ الاسلام ابن تيمية  رحمه الله ويلي"وقد تبين بذلك أن من فسر القرآن أو الحديث وتأوله على غير التفسير المعروف عن الصحابة والتابعين فهو مفتر على الله ملحد في آيات الله محرف للكلم عن مواضعه، وهذا فتح لباب الزندقة والإلحاد وهو معلوم البطلان بالإضطرار من دين الإسلام "( مجموع الفتاوى الكبرى 13/244.).

 سلف صالحينو به د قران کريم په تفسير او دينې مسائلو کې انتهايي احتياط کول، صحابه کرام څوک چې اعلم بالقران او اهل لغت وو، د قران کريم د نزول په وخت کې هم حاضر وو، ليکن هغوي به هم  د خپل ځانه د قران کريم تفسير نکول.

د ابوبکر الصديق رضي الله عنه په باره کې نقل دي: وَسُئِلَ أَبُو بَكْرٍ الصِّدِّيقُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ قَوْلِهِ تَعَالَى: {وَفَاكِهَةً وَأَبًّا} (1) . مَا الْأَبُّ ؟ فَقَالَ: أَيُّ سَمَاءٍ تُظِلُّنِي، وَأَيُّ أَرْضٍ تُقِلُّنِي، إِذَا قُلْتُ فِي كِتَابِ اللَّهِ مَا لَا أَعْلَمُ ؟.

امام بزار په صحيح  سند سره د عائشي رضي الله عنها نه نقل کړي چې ابوبکر الصديق رضي الله عنه فرمايلي : أي سماء تظلني ، و أي أرض تقلني إن قلت ما لا أعلم ؟! " " فتح الباري " ( 8/ 366 ).

 د پورتني بحث نه معلومه شوه چې په قران کريم او نورو ديني احکامو کې د ځانه خبري کول ډير ناوړه عمل دى.

صحابه کرامو او نورو سلفو صالحينو د دي نه سخت ځان ژغورلى.

ليکن د نن زمانې ځينې ناعقبت انديشه کسان د کم علمۍ، شهرت غوښتلو يا بدعت او خرابي عقيدي  په وجه د قران عظيم الشان تفسيرونه کوې، کله په صحيحو احاديثو کې بحثونه کوې او کله په امت کې د داسي مــسئلو د اختلاف را پيدا کولو او په هغو کې د شک اعتراض اچولو په غرض خورول کوي چې هغه په امت کې متفق عليه وي.

د دي ليکوالانو له جملې څخه ښاغلى حکمتيار صاحب هم دى، تاسي که دده لېکني وګورئ  نو دى په خپلو ليکنو کې مفسرهم دى، محدث هم، د جرح او تعديل امام هم، فقيه هم او د اصحاب الترجيح د ډلې څخه هم!!.

دى په داسي باريکو باريکو مسئلو کې ليکني کوي چې هغه د عقيدي او  دين اسلام د اصولو سره تعلق لري،اصولې ، عقيدوي،  فقهي او نظرياتي  وي.

بلکه خپل قلم او  ژبه يي د اسلامې امت محديثونو  او هغه چاته هم وغزول چې هغوي د دين اسلام مغز او زړونه دي، په  مختلفو تعبيراتو سره د هغوي سپکاوى کوي ( لکه ددوي ټول تعبيرونه به ذکر شي ). دا لاڅه کوي بلکه د قران کريم د ځينو ايتونو داسي تفسير کوي چي په امت کې يو معتمد عالم هم نوي کړي، د ګران حبيب صلى الله عليه وسلم خواږه احاديث په خپلو خودساخته او دروغجنو قاعدو او اصولو رده وې، داسي قاعدي ږدي چې ډير ژر به د انکار حديث خيرن او ناولى داغ د افغانانو خصوصاً د پوهنتون او مکتب شاګردانو؛ همدارنګه هغوکسانو  په لمن پريوځي څوک چې لږ؛ ډير په پښتو او فارسي ليک لوست پوهيږي.

دده په غلطو او خطا خبرو کي يوه خبره داده چي وايي (( کوم حديث چي  په مختلفو الفاظو راشي نو دا حديث تر سوال لاندي راولي )) (( دا حديث ځکه د منلو ندى چي د الفاظو تر منځ يي ډير توپير دى)).

زه په دې لېکنه کې لومړى ددي خبري وضاحت کوم چي ايا په رشتيا هم( که يوه قيصه د سند په لحاظ صحيح وي ) ولي د دي قصي، خبري او مطلب په باره کي چي دوه يا درى؛ څلور مختلف الفاظ راشي نو د هغي صحيحوالى تر سوال  لاندي راولي؟( يعني کمزوري او شکي گرځي).

دا کمزوري گرځي.

نو ددي ځواب دادى چي يو حديث د سند له پلوه د محديثينو د اصولو ( البته د حکمتيار صاحب نه ) په بناء صحيح وي؛ نو که چيري د دي حديث په الفاظو کې داسې تغير راشي چي په يوه کي د يوي خبري  يادونه شوي وي او په بل کي نوي شوى .

نو دا ډول او ديته ورته توپيرونه د احاديثو په صحت هيڅ تاثير نکوي او نه پدي سره حديث تر سوال لاندي راځي.

د دي وجه داده چي اکثره احاديث د صحابه کرامو په تعبير را نقل شوي، اکثر احاديث رسول الله صلي الله عليه وسلم بار بار په مختلفو مجلسونو کي ويلي؛ نو که هغه د اوريدونکو د پوهولو يا يو ځاي او وخت ته په کتو سره بدل الفاظ ويلي وي نو په دي کې څه مانع او بدي پرته ده؟!.

که چاته په کوم ايت او حديث کې څه اشکال وي نو په دي هکله الحمدلله کتابونه ليکل شوي، علماء لا ژوندې دې، په دي امت کې اوس هم داسي بي شماره علماء شته چي په قران او حديث کې مهارت لري.

څوک چې يواځې په ليک لوست پوهيږي، يا ډاکټر، سائنس پوهه يا انجنر وې او په دينې مسئلو؛ خصوصا داسې مسئلو کې چې د اسلامي دين د بنياد او اساس هيثيت لري خبري کوي؛ يا په هغوي کې تعارضات را باسې نو د دي ډير بد عواقب دي.

 ښکاره خبره ده چې د دي خودساخته، دروغجو او سرسرې اعتراضونو او قاعدو په ليدو سره د هغو مسلمانانو په ذهنونو کې سوالونه او شکونه پيداکيږي څوک چې ډيره علمې مطالعه نلرې، که عوام الناسو ته دا ډول سوالونه او اعتراضات وړاندي کړل شي نو د هغوي به خامخا په ټول دين شکونه پيداکيږي.

کيدى شي چې لږه زمانه پس يي د قران په هکله هم دا سوالونه را پيداشي، چې په دي سره به په امت کې د فتنو، اختلافاتو ګرځيدو سربيره خپله د مسلمانانو دنيا او اخرت تباه شي.

ګرانو لوستونکو دا دروغجنه خبره او قاعده چې که يو حديث د سند له پلوه په پوره پيمانه صحيح وي ولي د الفاظو ترمنځ هغه توپير ولري د کوم توپير له مخي چي يي ښاغلى حکمتيار صاحب تر سوال لاندي را ولي.

 د يو کېسي يا حکم متعلق دا ډول تغير خو په قران کريم کې هم راغلى؛ ايا والعياذ بالله دا اعتراض به په قران کريم هم کيږي!!.

نه؛ نه ؛ په الله قسم چې په داسي تغير سره حديث يا ايت تر هيڅ ډول سوال لاندي نه راځې، بلکه په قران کريم کې چې يوه کېسه په مختلفو الفاظو او تعبيراتو سره نقله شوي نو ددي ډير ښکلي او په زړه پوري حکمتونه دي.

په دي سره ايت او حديث نور ښکلى کيږي، د قران کرېم بلاغت نور ورباندي زياتيږي، د الله په کتاب باندي د پوهيدو نوره لاره اسانيږي:

د بېلګې په توګه:

د ادم عليه السلام د پيدائښت قصه د قران کريم په نهو سورتونو کي راغلى ؛ حال دا چي همدغه يوه قصه په مختلفو الفاظو سره راغلي:

د ادم عليه السلام قصه:

په سورة بقره کې:                     په سورة اعراف کې:

وقلنا يا ادم اسکن                      ويا ادم اسکن

و کلا منها                             فکلا

رغداً                             (دلته ددي ذکر نشته)

حيث شئتما                    من حيث شئتما.

په سورة الحجرکې:      په سورة( ص ) کې:

خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ (28)  إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِن طِينٍ (71)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د شيطان په هکله

په سورة اعراف کې:     په سورة( ص ) کې:

قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلاَّ تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ (12)

   قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا   

  خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ   

  الْعَالِينَ (75).

په اعراف کې د (( الا تسجد)) او په سورة (ص ) کې د (( ان تسجد)) الفاظ راغلي، همدا رنګه په سورة ( ص) کي ددي وضاحت هم شوى چې الله تعالى  شيطان ته د((خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِينَ .  خبره هم کړي ،ليکن په سورة اعراف کې دا نشته.

مطلب دا چې په سورة اعراف کې د ((إِذْ أَمَرْتُكَ )) الفاظ راغلي ،ليکن په سورة (ص) کې نشته،

په سورة ((ص)) کې (( ياابليس )) همدارنګه  ((بِيَدَيَّ))  هم ورسره اضافه شوي او په سورة اعراف کې نشته، وګورئ پدي کې څومره فرق دى حال دادى چي يوه قصه او د يو چا نه حکايت دى!!.

په سورة اعراف کې           په سورة (( ص)) کې:

فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ (13).    فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ (34)

اخْرُجْ مِنْهَا مَذْؤُومًا مَّدْحُورًا (18).      (( په سورة اعراف کې د رجيم په

     ځاي (( صاغرين))  راغلى، په بل ايت

      کي بيا دا يو هم نشته ،بلکه (( مذؤوما)) او

      (( مدحورا )) راغلى.ګرانو لوستونکو فرق

          ته ښه ځير شئ.

 قَالَ أَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (14)       قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (36)

   ( پدي کې د (( رب)) او ((ف)) کلمي اضافه ده.

 قَالَ إِنَّكَ مِنَ المُنظَرِين.      قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ (37) إِلَى يَومِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ (38)

    پدي کې د (( انک )) په ځاي ((فانک)) راغلى، او ورسره

 ((إِلَى يَومِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ )) توري هم اضافه شوي. */

   قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا.        په سورة (( ص)) کې  ((قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا)) نشته.

         بلکه (( فَاخْرُجْ مِنْهَا)).راغلي، ،دلته پوښتنه دا

    +  پيداکيږي چې الله تعالى (( فاهبط)) ويلى او که (( فاخرج))

       حال داچې د هبوط او خروج ترمينځ ډير فرق دى  ؟!!.   

په سورة الحجر کې            په سورة ((ص)) کې.

 إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ (31)    إِلاَّ إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنْ .

كَافِرِينَ (74) سورة ص.

 د ابليس وينا او  يا دده په باره کې نور مختلف 

تعبيرات هم شته، هغه په لاندي ډول دي:

 إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى [طه: 116].

   إِلاَّ إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ [ الكهف: 50 ].

  إَلاَّ إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا [الاسراء: 61].

  إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ  ( سورة الًبقرة(34).

إِلاَّ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ (سورة الاعراف ١١).

قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن     قَالَ أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ (12)ص

صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ (33)  سورة حجر      ( دلته د الفاظو او کلماتو تر منځ د تو پير سره سره  ابليس

    لعين خپل اصل  او د ادم عليه السلام اصل  دواړه ذکر کړي

   او په سورة الحجر کې ېي يواځې د ادم عليه السلام اصل ذکر

    کړي او خپل ېي ندى  ذکر  کړى.

  و ان عليک اللعنة       و ان عليک لعنتي.

 قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ 

فِي الأَرْضِ وَلأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ     

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لأغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِين

   پدي کې (( فبعزتک )) الفاظ اضافه کړى شوي، البته د

  (( لازيننهم)) او ((رب))  او (( في الارض)) الفاظ نشته.

 الامن اتبعک       وممن تبعک.

 نوربيا ( انشاء الله)

  

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید