2011/01/08

انار(Punica)دخلکویار

         زنجبیر  چې  زمونږ په هېواد کې د زنجفیل  په نوم شهرت پېدا کړی ، خورا  ګټور  روغتیايي  نبات  دی . نوموړی نبات  په خپل  جوړښت  کې  په  لوړ کچه  اېتر غوړي (etheric oil)  لري . د زنجبیر څخه په  پخلي  کې په وچه  او تازه  بڼه د دیګ مسالې په شان کار  اخلی .  د زنجبیر  په ترکیب کې  د gingerol   د  مادې  شتون  په  نوموړی نبات  د تند  او  تېز  خوند  سبب ګرځېدلی . په منځنیو  پېړیو کې اروپایانو  د مرچو  د کمښت له وجې  له  زنجبیر څخه کار اخیست . د زنجبیر کیفیت  او ښه بوی  د هغه نبات  د پېداېښت ځای  پوري تړاو  لري . تر ټولو  تېز او تند زنجبیر  جامائیکایی  ، چينايي زنجبیر اګزوتیک  خوند   او  عظیم الجثه شکل لري ، نایجریايي زنجبیر له حد زیات تند او تېز دي .

د زنجبیر اصلي ټاټوبی  اسیا يي هېوادونه  په تېره بیا هند شمېرل کېږي . ددي نبات  د خاورو لاندی برخې  څخه کار اخستل کېږي . د نوموړي  نبات  د زیاتې کارونې  له وجې  یواځی   د هغه  په طبعي  موجودیت  بسنه نه کېږي بلکه  اوس  د هغه د کرنې لپاره ځانګړي  فارمونه  تنظیم شوي دي .

د زنجبیر په جوړښت  کې  ګټور توکي

د زنجبیر په غوټو  کې  په لوړه کچه  ارزښتناکه    توکي   لکه  راز  راز  ويټامینونه ، منرالي  توکي  کلسیم ، پتاشیم  ، اوسپنه  ، اېتر غوړی  د هغو له اساسي  برخو سره  یعنې  Zingiberene  او zingiberol  ، تند  توکي (gingerol، Shoagole) او  Diarylheptanoids  شتون لري    . د چین د کنفوسیوس مذهبي مشران  لارښونه کوي چې زنجبیر باید د ټولو خوړو سره وکارول  شي . په شرق کې د زنجبیر کارونه  د درملو  او  دیګ مسالې په شان  3000 کلن تاریخ لري .

د چين په  سنتي  طبابت کې  د نا روغیو په درملنه کې  زنجبیر ډېر مهم  رول  لوبولی . په طبعي طبابت (Naturopathy) کې   د   بېلګې  په  ډول    د    زنجبیر یو پیاله  چای  د  زړه بد والي ، بې اشتهايي  ، د معدي پرابلم  او په خاص ډول  د هاضمي  او  د معدې د زخم لپاره  ډېره مرسته کوي . د زنجبیر  د بی نظیر  خوند تر څنګ  هغه  په خام  ، تریپ یا  خوږ  ډول  تر ټولو غذايي توکو  غوره روغتیايي  توکي  شمېرل  کېږي . نوو علمي څېړنو  د اسیا په وچه کې د پېړیو  پېړیو  د مشهور نبات زنجبیر  د لوړې کچې  ګټورې  ځانګړتیاوې راسپړلي  دي . په  دې وروستیو کلونو کې زنجبیر په اروپا کې هم خپل ګټورتوب په اثبات رسولی .  د زنجبیر په اړوند   نوې علمي څېړنې  د اسیا  لرغوني  علمي ارزښتونه  تائيدوي او په دا شان هغه یو تر ټولو مهم  ګتور  روغتیايي  خواړه  ګڼي . زنجبیر د کال د ساړه موسم یو ډېر په زړه پورې او ګټور نبات شمېرل کېږي .

 د  زنجبیر په  تازه ، پوډري او یا د چای  په  بڼه کارونه  په بدن کې  یو ځانګړې ارامونکې  تودوخه  رامنځ ته کوي .

د زنجبیر کارونه  د پورته یادو شوو  اغېزو  سره  د زړه بدوالي  د ټولو ډولونو  په وړاندې لکه  د عادي ، بحري سفر او  د وچې د سفر  د زړه بدوالي  په وړاندی ښه  وسیله ګڼل کېږي . کله چې تاسو ته زړه بدوالی  رامنځ  ته کېږي ددې حالت د لرې کولو لپاره  د زنجبیر یو تازه ټوټه  و ژووۍ

       باردار ه  مېرمنې  با ید پوه شي چې د باردارۍ (حاملګۍ ) په دوران کې د زنجبیر د  ډېرې کارونې څخه لاس واخلي  ځکه  زنجبیر  د حاملګۍ  دردونه  له منځه وړي نو ځکه باید په لږه پېمانه  وکارول شي .

د زنجبیر د کارونې  بله برخه  د تنفسي او د ښځینه  میاشتني عادت  ناروغۍ  شمېرل کېږي . زنجبیر galle impulsive  ځانګړتیا لري په دې صورت کې هغه د خولې د لعاب  او د معدې د عصارې  د تولید په برخه کې تحریکونکی رول  لوبوي .

زنجبیر د کولمو د ښه فعالیت لپاره توصیه کېږي ،هغه د ویني جریان ښه کوي او ځینې کسان يي د جنسي قوت  لپاره ګټور بولي ،  په همدا شان هغه یو ضد التهابي  او antioxidative  اغېزه لري . زنجبیر د یو درمل په شان  د معطر لکیور (د زنجبیر نارګیل اوبه  په  سپین او قهوي رنګ)  په جوړولو کې کارول کېږي . د هغه څخه اېتري زنجبیر غوړ (Oleum Zingiberis ) د بخار  د تقطیر  په ډول  تر لاسه کوي د همدې  غوړ له وجې  زنجبیر د ځانګړي  بوي لرونکی دی.

د زنجبیر  درد ارامونکې  ځانګړتیا

هو ! کولای شو و وایو چې د هرې  ناروغۍ لپاره الله (ج)  یو بوټی شین کړی .

د عضلاتو د درد لپاره زنجبیر په زړه پورې اغېزه لري . څېړنو په ډاکه کړې که چېرې هره ورځ  د زنجبیر یو تازه ټوټه او یا چای وکارول  شي  نو په عضلاتو کې رامنځ ته شوي دردونه به وروسته  د زنجبیر د کارونې څخه ورک شي .

په یوه امریکايي څېړنه کې  ، چې د 74 کسانو  په وجود کې  تر سره شوې د زنجبیر ، ګرم زنجبیر  او یا په اصطلاح پلاسبو  اغېزه پر عضلاتو  ښودل شوې ده . له  دغه وروسته هغو  کسانو  چې ډېر سپورت  وکړ  په نورمال ډول  د عضلاتو ډېر درد يي درلود . دا ازماېښت  11  ورځې  جریان درلود  په دي ترڅ  کې معلومه شوه هغو کسانو چې زنجبیر کارولي وه  د عضلاتو درد  يي لږ وه . تازه زنجبیر  25٪  او پاخه زنجبیر 23٪  دردونو کم کړل .

د زنجبیر زوښا (kompress)  د سینوزیت ناروغۍ لپاره

Ingwerkompressen with sinusitis

یو سانتي متر اوږد  تازه  زنجبیر  ټوټې  ټوټې  په 250 ملي لیتر  سړو اوبو کې  په یو سر پټي لوښي کې واېشوۍ او 45 دقیقې  وروسته  هغه وچښۍ  او یا هغه په  ګرم ډول  په وچلي یا د پزې په دواړو خواوو  کېږدي  او وروسته له 5 دقیقو يي لرې کړې .

زنجبیر  د زړه بدوالې  او مفصلي دردونو  ارامونکې وسیله

ننی مودرن  طبابت  اوس  قرار قرار  د زنجبیر په کثیرالجوانبو ګټو پوهېږي حال دا چې  چینايي ، هنديي او جاپاني  لرغوني سنتي طبابت  د زنجبیر دا ځانګړتیاوې  زرګوني کاله  دمخه  په ډاګه کړې وې . زنجبیر  د لاندې  نارغیو په لرې کولو کې مرسته کوي :

د ارتهروز

6

د  دردونو

1

د حاملګي  زړه بدوالی

7

زړه بدوالي

2

د معدې او کولمو  د تکلیف

8

سفري زړه بدوالي

3

مېګرین

9

استفراق

4

د ارتریت

10

مزمن  ټوخي

5

پرته  له  یادو  شوو نارغیو  زنجبیر  د  شیموتراپيي درملنې  په صورت کې د زړه بدوالي  او استفراق  په مخنیوي کې مرسته کوي . هغه  د التهابونه  او درد په لرې کولو کې مرسته کوي ، ښکلې او په زړه پورې ځانګړتیا يي  دا  ده چې  د کیمايي  درملو په شان  جانبي عوارض نه رامنځ ته کوي .

زنجبیر هم دېګ مساله او هم خواړه دی

د منځنیو پېړیو په اروپا کې د زنجبیر د اروماتیک نبات  په شان په پخلنځایونو کې د دېګ مسالې په شان کارېده او د 18 پېړۍ څخه وروسته  له یاده ووت  مګر اوس  بېرته  د هغه کارونه    د اسیايي  پخلنځي د    خواړو سره  مروجه شوه . په رښتیني ډول  زنجبیر  د اسیايي  پخلنځی  په  ځانګړو خواړو  پورې تړاو لري نو له همدې وجې  سړی  کولای شي هغه د دېګ مسالې په شان په خوړو کې وکاروي . د اسیايي هېوادو په  تقریبا  ټولو   خوړو  کې  سړی  کولای  شي د  هغه خوند حس کړي ، مګر دا خوند او بوی   د پخلي  د مختلفو  مېتودونو  سره یو شان  نه  پاته  کېږي . د بېلګې په ډول  که چېرې زنجبیر د پخلي په وروستیو شېبو کې دېګ ته واچول شي نو دهغه تېز بوی او تند خوند ساتل کېږي او که چېرې د خوړو د پخلي په لمړیو شېبو کې علاوه شي په دې صورت کې یوه ځانګړې کاملا معطره  چاشني تر لاسه کېږي . په هغه هېوادونو کې چېرته چې زنجبیر کرل کېږي،هلته د هغه  له وچ پوډر څخه لږه ګټه اخستل کېږي ، دا ځکه   چې  د هغ  تازه  کارونه   ډېر ښه خوند او  بوی  لري .

د زنجبیر کارونه  په  اروپا کې هم  لرغونی  تاریخ لري پخوا يي د هغه څخه په ډودۍ پخولو کې کار اخیست . په فرانسوی پخلیو کې تر اوسه هم  د مسالي ترکیب  „Quatre épices“ یا  چهار مسالې په نوم  مساله کارول کېږي چې د هغې په ترکیب کې  پرته له زنجبیر څخه  د موسکات غوزان ، سپین مرچ او لونګ شتون لري.

نوموړې مساله  په قورمه  ، کباب ، سوسیس  ، سوس   او شېرني کې کارول کېږي .

یادونه  : تازه زنجبیر کولای شو له پوسته کړو  او بیا يي  رنده یا   کوچنې ټوټې کړو. هغه یو اندازه شېرین خوند هم لری .

وچ زنجبیر د پوډر په شان کارول  کېږي . په هند کې هغه د هاضمې د ښه والي ، د بې اشتهايي  او زړه بدوالی لپاره لکه خواړه کاروي .

د تازه  زنجبیر سمه  ساتنه

د زنجبیر د پېریودلو(رانیولو) په  وخت کې باېد د هغه تازه والي  ته پاملرنه  وشي ، پوټکی يي باید ښویه او غوښن وي ،

که چېرې د هغه پوټکی چین دار  او مړاوی شوی  وی نو بهتره ده چې له رانیولو يي تېر شو . د یو تازه زنجبیر کارونه په یو ورځ   نه کېږي،  د هغه پاته برخه باید  د پخلي په کاغذ کې داسی تاو شي چې هوا  ور  نشي    .

د زنجبیر او جینکو ترکیب  ډاره ورکوي ؟

جینکو(یو ډول ونه او بوټی دی چې په ایرانۍ فارسي کې ورته درخت چهل سکه وايي)

داسی اټکل کېږي چې د زنجبیر او جینکو ترکیب  ممکن د نا ارامي  او ډار په ورکولو کې مرسته وکړی . پوهانو د ژوو(حېواناتو) په ارګانیزم  باندی د ازماېښت په پاېله کې څرګنده کړه چې  زنجبیر هغه وخت خپله  ښه اراموونکې اغېزه پر ماغزو شیندي کله چې تر هغه  دمخه جینکو کارول شوی وي . د انسان په اړوند لا تر اوسه په دې اړوند څه ندي ویل شوي.

  د زنحبیر او اسپرین یو شان اغېزه

کولای شو د زنجبیر درد ارامونکې اغېزې د اسپرین د مشهور مسکن درمل سره پر تله کړو.

په زنجبیر کې د gingerol په لوړه کچه شتون ،چې د خپل کېمايي  جوړښت له مخې د اسپرین سره ورته والی لري د thrombocytes د راټولېدو  مخنیوی کوي  او په دا شان د وینې د رګونو د چوېدو(انسداد) او د شریانونو د تصلب خطر پرته له جانبي عوارضو  را کموي .

یوې ډنمارکي  څېړنې په ډاګه کړې که چېرې هره  ورځ  5 ګرامه تازه زنجبیر وخوړل شي نو د انسان په وجود کې ترمبوز او د مغزي سکتې خطر کمېږي .

د زنجبیر منظمه ورځنۍ کارونه

په بدن کې  د زنجبیر  د پوره  ګټورې اغېزه د ساتني  په مؤخه هغه باید هر ورځ  په ټاکلې اندازه و کارول شي . د اسیايی هېوادونو  د پخلیو  په ډېرو نسخو کې د  روغتیاپال  زنجبیر  ترکیب شتون لري . زنجبیر نه یواځې د سبزیجاتو سره پوره انډول لري ، بلکه ماهي او غوښن خواړه هم د زنجبیر د مسالې  د ښه خوند او بوی له برکته ځانته پوره بل خوند پېدا کوي.

مهمه نه ده چې په کوم ډول د ددې ګټور نبات څخه کار اخستل کېږي، بلکه مهمه دا ده چې د هغه رسېدل بدن ته زمونږ سالم او اوږد  ژوند ګرنټی کوي . د یادونې وړ ده  ، چې د زنجبیر ټول ګټور مواد د هغه  د پوټکي لاندی قرار لري نو  له همدې وجې هغه باید پنډ پوست نشي بهتره ده چې هغه وتوږل شي .

د زنجبیر تاریخ  او د هغه په اړوند روایات

د زنجفیل نوم د هغه د لاتیني نوم زنجبیر او دا نوم د هغه د لرغوني هندي نوم "shringavera" څخه مشتق شوی دی. په لرغونو ودیکو متونو کې هغه د یو درملیز نبات په شان  ښودل  شوی دی.

نوموړی نبات له مختلفو لارو  په  منځنیو پېریو کې  اروپا ته  را رسېدلی دی. په دقیق ډول  د زنجبیر تر ټولو ډېره اندازه واردات د اروپا  د بحري لارو  هېوادونو لکه هالند ، هسپانیه ، انګلستان د تجارانو لخوا تر سره شوي . سره لدی چې په ډېره اندازه واردېدل  خو د یو پوند  قېمت يي په 16 پېړۍ کې د یوه پسه په اندازه وه .

د زنجبیر په اړوند ESCOP

 د اروپا يي اتحاديې  د European Scientific Cooperative on Phytotherapy (ESCOP  کمیسون د زړه بدوالي ،سفري زړه بدوالي ، د معدې او کولمو د ستونزې  درملنه  د زنجبیر په وسیله ممکنه ګڼلې ده . د زنجبیر فعالیت د زړه بدوالي په وړاندې په حېواناتو کې ازماېښت  او تثبیت  شوی او وجه يي د    Shoagol   او   Gingerol مواد ښودل شوي دی .

نوموړي مواد د خولې د لعابي او د معدي شیریز  تولید کچه لوړوي چې په پاېله د هاضمې پروسه بهترېږي .

زنجبیر  د التهاب او زخمونو په رغېدو کې مرسته کوي او ناروغۍ  پارونکې  باکتریا ګانې  وژني . 

د زنجبیر  اغېزې او کارونه:

روماتیزم

د ښځو د مېاشتني عادت

التهاب ضد

ستړیا

میګرین

د معدې زخم

انتي اکسیداني

بې اشتهايي

د معدې حساسیت  sensitive stomach

ګاستریت

اشتها پارونکی

د خېټې باد

دمعدې اختلال upset stomach

د معدې او کولمو مزمن زخم

هاضمه پارونکی

وینه درول

 

د  ادار پرابلم

ټوخی درونکی

زړه بدوالی

نس درد

سردرد  ورکونکی

زهری ضد

د زنجبیر کارونکې برخې

د خاورو لاندې غوټې او د تولید په هېوادونو کې له پاڼو هم کار اخستل کېږي .

د زنجبیر په جوړښت کې ګټور مواد :

Gingerol, essential oils, zingiberol, shogaol 

پاته برخه  بیا

ژباړونکی: د ساينس او طبعي علومو ماستر  عبدالخالق ساپی

ژباړه: الماني وېب پاڼې

http://www.kraeuter-verzeichnis.de/kraeuter/Ingwer.htm

http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/22054010

http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/20842754

http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed?term=zingiber%20antiglycating

    

 

 

 

        

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به «وطندار» می باشد