WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی وسیاسی انجینر عبدالخالق ساپی

 

   وړيا ښکلا                                                                  انجینر عبدالخالق ساپی

 

 

دا    سپوږمۍ  ده

که    يا ر  د مخ  رڼا ده

چه  د تورو ورېځو منځ کې

جوړه کړې  يې  ښکلا  ده

 

دا د تورو ورېځو  پوړ  دې

چه سپوږمۍ  يې هاله  کړې

که د يار دزولفو سيوری

چه پر مخ  را خور کړې

 

دا دشنه  سهار شبنم  دې

له ګلابه چه را څاڅي

که د يار په اننګو  می

مرغلرې  دي  چې څاڅي

 

دا غمي دي د ﻻلونو

سپينو کاڼو کې نښتي

که د يار د شونډو رنګ دې

چه په شونډو ئي مښتې

 

ربه ! دا څنګه ښکلا ده

چې  ورکړې  دې  وړیا ده

انځور ګر دې  حېران کړې

دا دکوم  څراغ رڼا ده ؟

 

انجینر عبدالخالق  ساپی   ویانا

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید