WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی وسیاسی انجینر عبدالخالق ساپی

 

   د C.I.A  د پخواني مشر الن دالس پلان                              انجینر عبدالخالق ساپی

 

د C.I.A  د پخواني مشر الن دالس پلان

 

 

الن دالس (1893ــ1963) د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې د جوړېدو سره سم په 1947 کال په دغه اداره کې په کار پېل وکړ . له 1942ـ1942 پورې په اروپا کې د سیاسي اکتشافاتو اداره رهبری کوله .  هغه له 1953ــ1961 د C.I.A   مشر  ،  د شوروي اونورو سوسیالېستي هېوادونو په وړاندې د استخباراتی جاسوسيو او ورانکاریو بنسټ اېښودونکی  او د سړې جګړې ایدیالوګ ګڼل کېږي. الن دالس په 1945 کال د « له جګړې وروسته د شوروي اتحاد په وړاندې دامریکا د  دوکتورینو د پلي کېدو تفکر » په نوم کتاب ولیکه :

1)    انساني مغز او شعور  د بدلون وړتیا لري. د ګډوډي (هرج اومرج ) په کرلو(اچولو) سره مونږ په غېر محسوس ډول کولای شو دهغه جوهر  په جعل بدل او  وروسته په دغه جعل باورمند کړو . دا مؤخې ته رسېدل  د ریفورمونو په جوړولو او د علم په ملاتړ تر سره کېدای شي . او یا په بل عبارت  د « ازادې ټولنې» د مفاهمو او نظریو خپرول د لېبرالو رسنیو او تلویزونو د سیستم په جوړولو او تمویلولو سره تر سره کېدای شي .

2)    ادبیات ،تیاتر، سینما دا ټول به د انسانی احساسا تو د تر ټولو ټیټو ارزښتونو انځورونکي او تعریفونکي وي . په دې لړ کې به مونږ په ټول قوت سره له هغو   په اصطلاح  انځورګرانو حخه ملاتړ وکړو چې په انساني ذهن او شعور کې د جنسي معاملې د اعتیاد ، رور زیاتي ، خیانت او په یوه جمله کې د ټولو غېر اخلاقي  کړنو زړي کښت او خپرول کوي. دا لوری کولای شو د غېر دولتي سکتور یعني انجیوګانو په جوړولو سره چې په تدریجي ډول به  ددولت ټول کلتوري ،تعلیمی ،ټولنیز او عام المنفعه دندې تر خپل اثر لاندې ونیسي  کارنده کړو ، چې په  پاېله کې ټولنه د هغې د مشروع او قانوني ارګانونو د رهبرۍ څخه خلاصېږي او ددغو انجوګانو تر کنترول لاندې راځي . دغه کار به په خپله د روسي ( یا هر بل ملت ) لپاره د تمدني بدلون شرایط  چې دهغه په رڼا کې به خپل هویت له لاسه ورکړي رامنځ ته کړي او په اخر کې به د« طلايي ملیارد»  د زېرمو په چينه بدله شي .

3)    مونږ به   په دولتي ادارو کې ګډوډي او سر درګمي رامنځ ته کړو. مونږباید په غېرمحسوس ،مګرفعال او ثابت ډول د دولتي مامورینو له استبداد ، رشوت ، بې پرنسیپۍ څخه ملاتړ وکړو تر څو بیروکراسي ځان ته د فضیلت او تقوا خای ونیسي . په دې صورت کې به نظم او صداقت له منځه خی او هغه به د هېچا په درد نه خوري او د ماضي د یو پاتې شوني په سترګه به ورته کتل کېږي. دغه دندې په لاندې ډول ترسره کېږي:

ü     د بشر د حقوقو د لېبرالې ایډیالوژي او نړۍ لید پربنسټ د غربي  ډوله  مدني ټولنوجورول .

ü     د حقوق پوهانو او ټولنیز سکتور د کادرونو لپاره د ښونځیو او پوهنتونو جوړول او دهغو تمیلول ، د موجوده بروګرامونو کنترول او د نو قانونو جوړول .

 ژباړه : د انترنېټ له يوه  روسي  رېفرات څخه چې مؤلف يي ندې په ګوته شوې

 انجینر عبدالخالق  ساپی   ویانا

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید