WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی وسیاسی انجینر عبدالخالق ساپی

 

   بربنډه څېرې او  پټې ناستې                                                  انجینر عبدالخالق ساپی

 

د افغان جرمن انلاین په معتبره پرېښنا پاڼه کې مې د « برگزاری کنفرانس بین الافغانی، دستاورد نشست محرمانه پاریس » پر خبر سترګې ولګېد ددې خبر په لوستلو سره مې د لږ سوچ وروسته په دې لیکنه پېل وکړ . د قلم عزمت او د کلام عفت دا اجازه را کوي چې ددې پټې ناستې د بربنډو څېرو پر کړنو او خبرو خپل اند له تاسو هېواد والو سره شریک کړم . ددغې پټې ناستې بربنډې څېرې د بخدي په قول : غیرت بهیر نماینده حزب اسلامی، احمد ضیا مسعود رییس جبهه ملی، همایون شاه آصفی از ایتلاف ملی، ملا عبدالسلام ضعیف از رهبران پیشین طالبان، عبدالله انس (داماد عبدالله عزام)، حنیف اتمر رییس حزب حق و عدالت، نماینده شورای عالی صلح، ریدا عظیمی نماینده کمیسیون مستقل انتخابات و نادر نادری از کمیسیون مستقل حقوق بشر در نشست پاریس حضور داشته اند.

نشست محرمانه یا پټه ناسته یعنې څه ؟ په هېواد کې د بیان د ازادۍ او سیاسي ګوندونو د فعالیت د قانون تر څنک د پټو سیاسي ناستو عمل څه معنی لري ؟ښکاره خبره ده چې د خلکو او هېواد په وړاندې خیانت . زه نه پوهېږم چې ددې ناستې د ګډونګونکو په اند ملي خیانت څه ته ویل کېږي ؟ زه فکر کوم چې ددې ناستې سیا  سي بازینګران د خپل مرشد الن دالس هغه نظر عملی کوي چې وايي په ټولنه کې داسې هرج او مرج واچوی (چور،چپاول،رشوت ،انسان وژنه ،جنسي تېری،ملي خیانت او نور د انساني کرامت نه لرې اخلاق ) چې د ټولنې د اصلي انساني کرامت او اخلاقو ځای ونیسی او په مرور د زمان د راتلونکو نسلونو د کلتور بنیاد جوړ کړي په دې صورت کې به مونږ هر سرکښ ولس تر خپلې ولکې لاندې راولو بدون له دې چې ستر پوځي او اقتصادي زیان ووینو . په رښتیا چې د دالس نسخې کار کړی اوس دغو خاېنو کسانو ته خیانت د وطنپرستې ځای نیولی او په دې افتخار کوي . مګر دوې باید پوه شي چې پردی کټ تر نیمو شپو دی . ددې پټې ناستې ټولې څېرې ولس ته بربنډې دي.   

 پټ عمل یعنې غلا . د جزا د قانون پر بنسټ غلا یو جنايي عمل شمېرل کېږي له همدې وجې دغه ناسته ځما په اند یو جنايي عمل دې او عاملین يي باید محاکمه شي . په پښتو کې متل دی چې وايي : ږیره ځما واک د ملا . مشکل د افغانستان او کوربه يي فرانسویان دا کوم منطق دی؟ خبره څرګنده ده چې جمیعت او د نظار شورا بیا پتېلې ده چې د پنجشېر او بدخشان ټول شته د مسعود په شان فرانسویانو ته وسپاري . دا څرګند حقیقت دی چې د ولس رټل شوی نا اهله ځامن تل د پردو غلامان وي او ددې ناستې ډېرو کسانو تل د پردو په مټ واک ته د رسېدو لپاره د هېواد په سرنوښت لوبې کړي . تر ټولو جالبه خو د  نکتايي پوش بې سواد  ضیا مسعود مرکه ده چې د بخدي د خبریال سره يي تر سره کړې: احمد ضیا مسعود رییس جبهه ملی در گفتگو با خبرگزاری بخدی این خبر را تایید کرد و گفت طرف های درگیر در قضایای افغانستان در نشست پاریس روی ساختن یک افغانستان جدید، برگزاری انتخابات در زمان تعیین شده و برگزاری یک نشست بین الافغانی با حضور تمامی طرف های ذیدخل در قضایای افغانستان گفتگو کردند.

زه نه پوهېږم چې مسعود ملي جبهه څه ته وايي چې ځان يي ریس بولي ؟ دده په اند ملي بودن د څو غلو او وطن پلورونکو تاجکو ،پښتنو ،ازبکو او هزارو فزیکي یوالی ته وايي . مګر د افغانستان خلک دا جبهه د الن دالس د پلان یو برخه ګڼي چې د غرب لخوا په افغانستان کې د ګډوډي د اچولو په مؤخه سپوټ کېږي .

د مسعود په اند په افغانستان کې هر جنایتکار او مخلو لوړ پوړی په طرف درګیر کې راځي . حال دا چې د افغانستان ښکیل یا درګير طرفونه د ښاغلي ضیا له درکه لوړ شیان دي چې دی  به پرې تر اخره هم پوه نشي ځکه چې د هغو درک لوړه پوه او افغاني احساس پکار لري کوم چې په ده کې نشته . د افغانستان ښکیل ارخونه نړېواله پانګه او د اسیا اومه مواد دي چې تاسو د وطن نا اهله ځامن د قدرت لپاره ځانونه خوشې چټي طرف درګیر ښیاست . دالس په خپل پلان کې تاسو غوندې اشخاصو ته د امریکې د ګټو په تامینولو کې د کاغذ تشناب په سترګه ګوري او تاسو همدا اوس په همدې حالت کې قرار لری یعنې دا چې امریکې ستاسو څخه ګټه پورته کړه او اوس يي په باطله داني کې اچولي یاست نو ځکه کله تخار ته منده کوی چې ناامېده شې بیا خپل د کورنۍ فرانسوي مرشد ته ژړا کوی شرم دی وي پر تاسو .

ساختن افغانستان جدید یعنې څه؟ . زه د نوي بدلون مخالف نه یم خو زه نوی هغه شي ته وایم چې هغه د پدیدې د داخلي تضاد د طبعي تکامل په پاېله کې را منځ ته شي نه په ميخانیکي او دلخواه ډول . اماني دولت په افغانستان کې نوی سیستم وه د هغه په وړاندې د غله بچه  سقاو یاغي توب ته ښاغلی ضیا ملي قیام وايي او هغه ته ملي اتل ،دنجیب الله په مشرۍ مدرن حکومت ته فاشیزم او د ملارباني په مشرۍ په پنجاب کې جوړ شوی حکومت ته افغانستان جدید . اوس قضاوت تاسي لوستونکي وکړې د پرون بې فرهنګه اشرار بیا مونږته دا ځل د ایران افغانستان جدید جوړوي .اسلام او غربي دموکراسي دوه نه په خلاکېدونکي ایدیالوژیګانې دي او ښاغلی مسعود چې یو اشرار دی اوس د دموکراسۍ چیغې وهي .

 د افغانستان نوم نوی دی ،کلتور يي تاسو نظاریانو د پکول څخه په نېکتايي بدل کړ چې دا پخوا هم وه ،سیتم نوی دی پخوا د جمیعت ملوک الطوایفي وه اوس مرکزي دولت دی نور څه نوي کول غواړې؟ د احمد ضیا په اند افغانستان نور زوړ شوی او  د دالس د لارښونې مطابق د امریکې د ګټو د خوندي کولو په خاطر باید هغه ټوټه ټوټه شي او هرې ټوټې ته باید نوی نوم وټاکل شي ، د کلتور د بدلولو لپاره پراخ رسنیز غربي نېټ ورک (رادېو ،تلویزون ،ورځپاڼې ....) فعال شي تر څو ځوان نسل د الکولي مشروباتو ، لغړو فلمونو او د سیکولر اسلامي ډلو په اخلاقو عیار شي . ښاغلی ضیا! ستاسو ورور مسعود ، افغانان د روسانو د ګټو د ساتلو قرباني کړل او تاسي د امریکې او ایران او طالبانو د پاکستان . افغانان نور له اسلامګرايي او دموکراسۍ څخه په تنګ راغلي خپل مړي په امو مه لاهو کوې بس کړې نور دا رزیل خوبونه له سره لرې کړې .

تاسو عملا ثابته کړه چې د پردو غلامان یاست . دداسې غونډو جوړول چې په هغه کې د هېواد د مهمو ستونزو د هوارۍ لارې چارې څېړل کېږي په بهر کې جوړول د وطن پلورنې تر ټولو لوړ معیار ګڼل کېږي . د داسې غونډو په جوړولو دننه په افغانستان کې هېڅ ډول بندیز تاسو او ستاسو د دسترخوان ملګرو ته نشته . تاسو څو څو ځله د ملي خیانت تر سرحده غونډې دننه جوړې کړې تاسو ته چا څه وویل؟ نه ، ځکه هر هغه څه چې د امریکې د ګټو خلاف وي هغه ته اجازه نه ورکول کېږي جمیعت ،حزب اسلامي او غربي چپاولګر تکنوکراتان همدا اوس د هېواد پر سرنوښت حاکمان دي او د ژورو په شان د پښتون، هزاره ، تاجک ... او نورو بېوزلو وینې ځبېښي نو مقصر څوک دی؟ یواځی کرزی ! دا دی ستاسو غلو قضاوت . دا ځکه چې تاسو اوس د چور او چپاول له څوکیو لرې پاته یاست ڼو ځکه دا بهاني وړاندې کوې چې ما افغانستان جدید مې خواهیم  یو ځل خو تاسو    1992 کې  افغانستان داسې جدید کړ چې د بشري جنایاتو بیلګې د بشري تمدن په اږدو کې نه تر سترګو کېږي نو بیا په  کوم شکل دا خوار هېواد جدید کوې ؟

په دغسې پټو ناستو کې ناست کسان که پښتون وي که تاجک او یا بل دا ټول د پردو غلامان دي ددغو غلامانو پر وړاندې یو موټی شې او چې په لاس درځي په خپله يي محاکمه کړې ځکه چې زمونږد زمانې قاضي په زړه کافر دی.

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید