WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی وسیاسی انجینر عبدالخالق ساپی

 

   1ناجو دطبیعت روغتیايي ډالۍ 2مالته ـــ د سیتروسو  شهزادګۍ            انجینر عبدالخالق ساپی

 

د ناجو د ونې سره انسانان په ټوله نړۍ کې په پوره اندازه اشنايی لري ،زمونږ د هېواد په ټولو سیمو کې دا ونه تر سترګو کېږي خو د هېواد په ختیځو او سهیلي سیمو لکه کنړ ،نورستان ،پکتیا کې د دې اونو ستر ځنګلونه شتون لري   مګر په خواشینې سره باید ووایم چې  د حکومتونو د بي غورۍ او د اولس د ناپوهې له وجې دا ځنګلونه د وخت په ټېرېدو سره په سپېره داګونو بدل شوي . غواړم دلته خپل ولس ته ننواتې وکړم چې : د اونو او هغه هم د ناجو په شان د الهي روغتیايي ډالۍ په له منځه وړلو خپل سږي له منځه مه وړې. ځنګل ـــ  ښکلا ،غذا، اوبه روغتیا او په کل کې زمونږه ستره ملي پانګه ده دا د هيڅ فرد یا قوم اوقبېلې ملکیت نه دی . د افغانستان د واکمنو څخه مې دا هیله ده چې د ځنګلونو لپاره دې یوه هر اړخيزه ملي ستراتېژي د چاپېریال ساتنې د مدرنو اصولو پر بنیاد جوړه او عملي کړي .

روغتیا د انسان د ژوند ساتنې او سیلم عقل بنیاد جوړوی . د سلیم عقل درلودل د انسان لمن په خوښیو ډکوي نو راځې چې د ناجو د ونې څخه په ګټه اخستنه خپله روغتیا وساتو .

د ناجو ونه  چې زمونږ د هر هېوادوال  د اوسېدو  په ځای کې شنه ولاړه وی کولای شي د ددې ونې د شنو غوزو څخه  د خپلې روغتیا لپاره ګته واحلي .

د ناجو د ونې د نورو ګټو تر څنګ  د دې ونې د شنو غوزو څخه  د «غوزو د عسل» په نوم جوشانده په وقایوي طبابت کې په زړه پورې پاېلې تر لاسه کړي دي .

د ناجو ونه چې 600 کلن تاریخ لري د خپلې لوړې اقتصادي او روغتیايي  کچې د کارونې په در لودو سره انسانان ددې ونې سره پوره  اشنايي لري . د طبابت په برخه کې د ناروغیو د معالجې او مخنیوې لپاره کارول کېږي :

د ناجو د پاڼو(ستنو)   له درملو    څخه په روغتیايي حمامونو کې د بدن د پاکي  او قوت لپاره او همدا شان د جلدي ، عصبي او د زړه د وینې د دوران په ناروغیو کې کار اخستل کېږي .

د ناجو د ځوانو شاخچو (1ـ 4 سانتي اوږدوالي) له درملو  څخه  د تنفسي لارو د التهاب ، روماتیزم ، نقرس ، پړسوب (ورم)  ، د پښتورګو ، د صفرا د کڅورې د التهاب د نارغیو په درملنه  او د وینې په  پاکولو کې ګټه اخستل کېږي.

په یوناني طبابت کې د« ناجو د غوزو له عسل » څخه د لاندې ناروغیو په درملنه کې کار اخستل کېږي :

د پر مختللې (حاد) تنفسي ناروغۍ  ، د ستوني ناروغي ، ګریپ او رېزش ، د برانشت او برانشتي اسما (نفس تنګي) ، د سږو تبرکلوز ، د ټیټ هموګلوبین او ارتروز .د ناجو د غوزو څخه د ټوخي د  ناروغۍ په  درملنه کې په موثر ډول کار اخستل کېږي . نوموړې دارو ښه بوي او خوند لري نو خکه یی ماشومان په ښه مینه خوری .

د  ناجو د  « غوزو عسل »  څنګه جوړېږي ؟

ددې عسل د جوړولو لپاره د موادو لاندې انډول په نظر کې ونیسې :

ü     د ناجو د شنو  ځوانو غوزو ټوتې  په یو لېتر  اوبو کې  کې 75ــ80  دانو پورې واچوی

ü     یو کیلو بوره په یو لېتر د ناجو د غوزو په عصاره کې اضافه کړی

د ناجو غوزې  باید په اساسي  دول و مینځل شي او وروسته په پاکو سړو اوبو کې  واچول شی چې د اوبو سطحه د غوزو څخه 2سانتي لوړه وي . وروسته له غوزو ډک لوښي په اور یا د تودوخې په بله منبع ښه واېشول شي . وروسته باید د دیګ سر پټ او نوموړي مواد  د نیم ساعت لباره واېشول شي او په لوښي کې پرتې د غوزو ټوټې باید نرمې شوي وي. نوموړې جوشانده باید 24 ساعته د سړېدو لپاره پرېښودل شي . په راتلونکي ورځ  جوړه شوې  جوشانده په بل دیګ کې واچوې او وروسته  یوکیلو بوره به یو لېتر جوشانده کې ور  اضافه او یو نیم ساعت يي په کمه تودوخه واېشوی او په دې جریان کې  د جوشانده څخه منځ ته راغلی قف په درست ډول لری کړی وروسته له یو نیم ساعت جوش څخه لاس ته راغلې جوشانده سور رنک غوره کوي چې وروسته د سړېدو څخه په شیشي مرتبانو کې د ګټه اخستنې لپاره اچول کېږي .

ماخذ ـــ د  Ludmila Rozhnova (Dubna, Moscow region) انترنتي لیکنه .http://rezhnova.ya.ru

د مالتې  روښانه نارنجي  رنګ  ېواځې د انسان سترګو ته روحي سکون نه په برخه کوي بلکه هغه د دسترخوان تر ټولو  مزداره او ګټوره روغتیا يي  مېوه شمېرل کېږي .

لنډه پېژند نه

د مالتې ونه د سیتروس د کورنۍ پورې تړاو لري .د انسانانو لخوا د نوموړی نبات ترویج په خوړو او روغتیايي چارو کې لرغونی تاریخ لري . تاریخ پوهانو په روغتیايي چارو کې د مصر د روغتیا پالو لخوا د مالتې درملیزه ځانګړتیا له نن څخه 2000 کاله پخوا په ډاګه کړې ده. مګر ددې نبات اصلي ټاټوبی د فرعون وطن نه بلکه د چین هېواد ښودل شوی . دا نبات په 15 پېړۍ کې اروپا ته راورسید او وروسته په مرور د زمان د ټاکلو اقلیمي شرایطو درلودونکو سیمو ته ولېږدول شو . د مالتو د تولید تر ټولو ستر هېوادونه امریکا(فلوریدا ،کلفورنیا) ،هسپانیه ،ایټالیا، یونان، ترکیه ،برازیل ، مکسیکو ، چین ، هند ، مصر ،ایران  دي .

د مالتې مېوه ګرد مدور شکل لري چې د نارنجي پوټکي پواسط احاط شوی . د پوټکي دننه غوښنه برخه پلدار شکل لري چې په اسانۍ سره یو له بله جدا کېږي . ابداره ، خوږه غوښنه برخه يي سورت ته په کتو سره روښانه ژړ ،نارنجي او سور رنګ لري په همدې غوښنه برخه کې تخمونه ځای په ځای شوي .

جوړښت :

   د موادو انډول په 100ګرامه مالته کې :
   پروتینونه ــــ 0.9  ګرامه
   شحمونه ـــ‎ 0.2  ګرامه
   کاربوهایدریدونه 10.3 ګرامه(مونوسکراید او دي سکراید 8.1)
   غذايي سلولوز ـــ 1.4 ګرامه
   پېکتین ــ 0.6 ګرامه
   عضوي تېزابونه ـــ 1.3 ګرامه
Calx    ـــ 0.5 ګرامه

په مالته کې موجود ویټامینونه :

Vitamin A - 0.05 mg  
Vitamin B1 (thiamine) - 0.04 mg  
Vitamin B2 (riboflavin) - 0.03 mg  
Folic acid (vitamin B9) - 5 mg  
Niacin (vitamin PP) - 0.2 mg  
Vitamin C (ascorbic acid) - 60 mg  
Vitamin E (Tocopherol) - 0.22 mg  

ماکرو عناصر :

Potassium - 197 mg  
Calcium - 34 mg  
Magnesium - 13 mg  
Sodium - 13 mg  
Phosphorus - 23 mg  

میکروعناصر :

Iron - 300 mg    
Iodine - 2 mg    
Cobalt - 1 mg    
Manganese - 30 mcg   
Copper - 67 mcg   
Fluorine - 17 mcg  
Zinc - 200 mg  
   په 100ګرامه مالتې کې 40 کیلو کالوري موجوده ده .

د مالتې درملیزه ځانګړتیا

 په خوړو کې د مالتې څخه کارونه لاندې ګټې لري :

·        د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي
·        اشتها تحریکوي
·        ستړیا او کسالت را کموي
·        د زخمونو په ژر جوړولو کې مرسته کوي
·        په بدن کې د موادو تبادله نورماله ساتي
·        د چاغېدو په مخنیوي کې مرسته کوي
·        د هاضمې سیستم ښه کوي( د غټو کلمو فعالیت لوړوي او د هغو له ورستېدو څخه مخنیوی کوي ) .

د مالتې کارونه  د وینې د فشار  او ارتر سکلروز په مخنیوي کې مرسته کوي( د شریانو د دېوالونو د نفوذ قابلیت کموي).

مالته د نقرس ، د صفرا د کڅوړې په درملنه او د هیپوویټامینوز په ویقایوي درملنه کې ډیره موثره مېوه شمېرل کېږي.

د مالتې خالص طبعي شربت د سرطا ني دانو ، ګاستریت ،کولیت ، د وینې د لوړ ، کم خوني ، د شریانو د تصلب ، اسکوریوت ، چاغي او ذکام  د ناروغیو په کمپلکسه درملنه کې کارول کېږي .

همدا شان نوموړی شربت د ځیګر ، صفرا د سیستم د اختلال ، قبضیت ، پښتورګو ، خونریزي او جلدي ناروغیو په درملنه کې خورا ګټور اثر لري .

د مالتې د پوټکي جوشانده د روماتیزم او د زړه د عدم کفايي د ناروغانو لپاره توصیه کېږي .

يادونه !

د مالتې شربت مخکې د خوړو څخه نه توصیه کېږي ځکه چې کېدای شي د هاضمي سیستم ته زیانمن تمام شي.

د شکرې په ناروغۍ اخته ناروغانو ته دمالتې شربت د شکرې او عسلو سره یوځای نه توصیه کېږي .

همدا شان د مالتې خوراک د معدې د لوړ تېزابیت او ذخم په صورت کې منفي اثرات پر ناروغ ښيي.

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید