WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات اقتصادی فرهنگی  سیاسی وفلسفی

 

  ساقي -وطن -  باید پاک سي - قفس -   اختره                                        انجنیر داود اڅک

ګرانو لوستونکو د همیشه بهار پر اچین ولسوالۍ باندي د غټ ترین بم غورځولو اړ کړم چي د ساقي څخه ساغر وغواړم .

          ساقي

 

جامونه دي ګوښه کړه ساقي نن د ساغرشپه ده

اور مي په رګوو کړه چي مي وینه لا بیده ده

 

یا به اور په زړه کي بل کړم یا به چیغي کړم اسمان ته

چي د حورو په جامه کي یوه لو بلا پرته ده

 

د مغان د خلوط ګاه څه د حیا جنازې وزي

زاهد بدمسته سوی غورځولې ئې خرقه ده

 

عزرائیل په خوني سترګو نړوي اوچت سرونه

یا نښه د قیامت ده یا په عرش کي زلزله ده

 

جګوي مات ورمیږونه د مداح په تیغ پې يلي

یا شیطان پر بوراک سپور دی یا د مکر نغاره ده

 

پایکوبي د اهریمن ده د صفا ډاګونه سوځي

یا اسمان مخ اړولی یا د پاس دوزخ لمبه ده

 

وچوي د امید څاڅکي نړوي دغرور غرونه

یا ضحاک سر پورته کړی یا خونقار کړې قبضه ده

 

         سنګساریږي پاکه مینه د نازک ګلاب په غیږ کي

تاریخ په اوښکو ژاړي چي دا څنګه زمانه ده

 

 

 

 

ګرانو لوستونکو د وطن تراجدیو په تیره بیا د کابل او کندهار ورستیو غمیزو زما احساس ډیر متآثره کړ ، نو د ځان د تسلي د پاره مي دغه څو بیته ذهن ته راغلل چي ستاسو درنو دوستانو سره ئې شریکوم .

وطن

 وطنه نن ئې بیا کړلې په وینو باندي سور

خدای دي پوفنا کړي، دښمن دی که تربور

په ژړا مي نوري اوښکي وچي سوي

په یادونو کي دي پروت یمه محشور

چي نهال ایږدي پردو ته ستا باغوان

خود به سوځې په سره اور لکه تنور

په تیارو کي د ظلمت چي يې لویدلی

پاشل سوي دي دانه دانه ستا دُر

که افغان یې با وجدان یې او انسان یې

بس کړه ورور وژنه د پردیو په دستور

انسان مو جناور سو وحشتونه را روان دي

جهان پر غرقیدو دی مګر روڼ سي کوه طور

تر کله درته وژاړم تر څو پوري به ولیکم

عقل او عمل غواړي ، بدلون ستا د انځور

پیاله چي د ملت په وینو رنګ وي هوابازه

وله ئې د مځکي ، که شراب وي انطحور

 

ګرانو لوستونکو د افغانستان ناخوالي او تراجدۍ په یوه یا دوؤ بې کفایته قوماندانانو ، والیلانو ، او وزیرانو پوري ندي تړلي بلکه هرڅه :

 باید پاک سي

                   

اوبه د سره خړي دي نحرونه باید پاک سي

چیني چي بهیوي هغه جګ غرونه باید پاک سي

                           

        که اوري چټل څاڅکي  پاس د لوړه

 لوړ پاس اسمانونه باید پاک سي

 

که سکروټي پر ما اوری د ازله

دا فرمان او تقدیرونه باید پاک سي

 

 راځۍ موسی را پورته کړو له قبره

د فرعون دا ښامارونه باید پاک سي

 

امان، میر مسجدي ،عبدالله خانه نور را پاڅۍ

پر وطن بیا د پردیو یرغلونه باید پاک سي

 

که د تبر لاستی زما د خپل وجود وي

د وجود چټل رګونه باید پاک سي

 

رندان چي مو تواب کوي پر ږیره د ملا

د داسي دلالانو څه بزمونه باید پاک سي

 

چي نورو ته دوږخ ځانته جنت غواړي

د دغه مؤمنانو جنتونه باید پاک سی

 

په رنګ رنګ بد بینیوؤ چي اخته دي 

دا تور او خیرن زړونه باید پاک سي

 

 په ډیوؤ باندي د صلحي او انصاف

 تیارې او وحشتونه باید پاک سي

 

 

قفس

هر هویت دی هر نسب دی و انسان لره قفس

نیک عمل دی او ا د ب دی و بشر لره نفس

 

انسان هله و مقام ته خپل رسیږي

چي قیزه واچوي خوله کي د هوس

 

دا د فتحي قا فله ده که په کلي کي ګله

فرق ئې واوره  په مستي کي د جرس

 

بد مرغه به وي هغه کور او کلی

چي سالار ئې کړي عمل خوشي ابس

 

انسان مو جناورسو بنسټونه مو ورانیږي

وطن پرغرقیدو دی کې ونکړو بند وبس

 

پر څراغ د صلحي و سوځه پتنګ سه

جنګ مفهوم دی تباه کاره او نجس

 

که و یښ یې سبا نن کړه لاس پکار سه

که بیده یې نو را پا څه خوب دي بس

انجینر داؤد اڅک

 اختره

د وطن په ګوټ ګوټ کی او د وطن څخه د باندي ټولو افغانانو او مسلمانانو ته د زړه له کومي د لوی اختر مبارکي وایم .

 ګرانو لوستونکو تاسو ته معلومه ده انسان چي په هره کچه د خپل اصلي ټاټوبي څځه لیري کیږي په هغه اندازه د خپلو فرهنګي ارزښتونو څخه هم لیري او بلاخره پردی کیږي .که څه هم ځني ملتونه او قومونه کوښښ کوي چي د وطن نه د باندي په نوو شرایطو کي خپل لرغونی ښکارهنګ (فرهنګ) وساتي خو دا کار ځکه ګران دی چي یو فرهنګ باید د پرمختګ او تمد ن د بحیر سره ملګرتیا او موازي حرکت وکړي که نه نو د نړیوال پیشرفت څخه به لیري او یوازي پاته سي . بل دا چي یوه عنعنه یا رواج چي د خپل اصلي ټاټوبي څخه را ووزي او په بیګانه محیط کي په غیر رسمي توګه په کوچنیو ټولنو یا ځانګړو کورنیو کي لمانځل کیږي دهغه فرهنګي او ملي ارزښت خوند او کیفیت هم لږ وي او د عامه فهمه څخه لویدلی وي ځکه چي فرهنګ یوه ټولنیزه پد یده ده .

لنډه دا ګرانولوستونکو زه غواړم خپل دغه مقصد ( اختر د افغانانو لپاره په ګران افغانستان کي شان او شوکت لري نه په هغه ټولنو کي چي اختر پردی وي) په لاندي بیتونو کي ستاسو سره شریک کړم:

اختر ولاړی اختر راغی خو شکلونه ئې بدل دي

رواج او نوم ئې یو دی خو ځایونه ئې بدل دي

چي مینه خوشحالي د پرون نلري پوهیږم

یاران ټوله هغه دي مجلسونه ئې بدل دي

لاهو یم په خمونو کي لا مست تر اوسه نه یم

د شرابو تاک هغه دی خو جامونه ئې بدل دي

زاهدان ټوله روان دي ویوه مقام کعبې لره

ولاړ ټول په یو صف کي خو نیتونه ئې بدل دي

جامونه دي کباب دي پلونه رنګارنګ

زړه چي د چا نه نیسي خوندونه ئې بدل دي

شور دی د عشا قو په بزمونو کي رنګ رنګ

خوبان ئې عالي شانه خو نازونه ئې بدل دي

د ښکلا په موجو بار ښا یسته ګلشن دي

د داؤد نظرښکار نکړي چي ګلونه ئې بدل دي

   

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید