2017/07/09

انجینر داود اڅک

  مشروعیت ته هر اړخیزه کتنه

 

  

که څه هم ډیر سیاسیون پدې عقیده دي چي مشروعیت د شریعت یا شرع څخه اخیستل سویدی خو په لغت کي د ( قانون مند یا د قانون مطابق ) په معنا دی او په ټوله کي د درست ، پرحق ، قانوني ، حلال ، مشروع او حقانیت معنا ورکوي چي په انګلیسي کي Legitimation ورته وایي .

غصب Usurpation د مشروعیت قاتل بلل سویدی ، کله چي یو څوک په زور یا نیرنګ باندي د کودتا یا نورو غیر قانوني لارو څخه قدرت تر لاسه کړي معنا داچي نوموړي شخص قدرت غصب او مشروعیت ئې تر پښو لاندي کړیدی .

مشروعیت په اصطلاح کي هغه عقلاني توجیح ده چي یو حاکم ئې د خپلو اعمالو د پاره وړاندي کوي .  په بل عبارت مشروعیت په یوه حکومتي نظام کي هغه ځانګړتیا ده چي یو حاکم د هغه ځانګړتیا په کومک خپله حکمراني  صحیح او قانوني بولي چي خلګ هم د هغه ځانګړتیا پر بنسټ د حکومت تابعت خپله دنده ګڼي .

مشروعیت د سیاسي فلسفې و دغه سوال ته هم جواب ورکوي چي : ولي ځني خلګ باید حکومت وکړي او نور خلګ مؤظف دي چي اطاعت ئې وکړي . همداسي مشروعیت روښانه کوي چي یو حاکم د خپل حکم د نافذولو د پاره باید کومي ځانګړتیاوي او صلاحیتونه ولري .

الماني تاریخ ، اقتصاد ، سیاست او حقوق پوه ماکس وبر همدغه موضوع څیړلې ده او د مشروعیت لپاره ئې لاندي درې سرچینې وړاندي کړیدي :

۱- سنتي مشروعیت .

۲- کاریزماتیک  Charismatic (  ذاتي جذابیت ) مشروعیت .

۳-  عقلاني مشروعیت .

۴ - زه هم د ماکس وبر پر مشروعیت تخصصي Vocation مشروعیت ور اضافه کوم چي په نوبت به بانډار پر وکړو .

لومړی سنتي مشروعیت : دوود ، عُرف یا سنت یو خاص رویش دی چي خلګ په یوه معینه مسئله کي د هغه پیروي کوي بیله دې چي په قانون کي ذکر سوی وي ، په بل عبارت سنت غیر لیکل سوی قانون دی .

بیله شکه چي د افغاني ټولني په شان په وروسته پاته او قبیلوي ټولنو کي سنت غښتلی او د قانون رول لوبوي ځکه نو سنت د خپل صلاحیت پر بنسټ په ټولنه کي حاکمانو او ځینو دودیزو بنسټونو ته مشروعیت وربخښي ، د بیلګي په ډول :

-  د جرګو جوړیدل او د جرګو پواسطه د قوانینو او حاکمانو ټاکل .

- د سیاسی رهبرانو ټاکل د میراثي یا سنتي رواجونو پربنسټ .

- د قومونو د مشرانو ټاکل .

- د کليو د ملکانو ټاکل .

- ملا او پیرانو ته مشروعیت ورکول  .

- په قوم او قبیله کي د صلحي او جنګ کولو پریکړه کول او داسي نور .

دوهم کاریزماتیک مشروعیت : کاریزما د یوه رهبر هغه نبوغ او جذابیت دی چي پخپلو پلویانو کي د محبوبیت ،   تآثیر ښندني او اعتماد سبب کیږي ځکه نوموړی رهبر یا شخص کولای سي چي د خپل نبوغ پر بنسټ ښه مدیریت او ښه رهبريت وکړي . یعني کاریزماتیک د مشروعیت هغه ډول دی چي د یوه شخصیت په ځانګړتیاوو پوري اړه لري څو نوموړی رهبر وکړای سي چي د خپلو ځانګړو صفتونو پر بنسټ د یوه مقام ، حکومت او قدرت تر لاسه کولو لپاره مشروعیت تر لاسه کړي .

             دریم عقلاني مشروعیت : هغه مشروعیت دی چي یوه حاکم یا حاکمیت د څو اړخو څخه خپل معیارونه پوره کړیوي    یعني په قانوني ډول قدرت ته رسیدلی وي ، د بیلګي په ډول :

 عمر ئې پر معیار برابر وي ، د ښاروالي شرطونه ئې پوره کړیوي ، د تحصیلاتو معیار ئې پوره وي او بنسټیز شرط  داچي رایي ئې اخیستي وي یعني انتخاب سوی وي .

څلرم تخصصي مشروعیت : تخصصي مشروعیت یا د ځانګړو کمالاتو مشروعیت هغه مشروعیت دی چي یو شخص د خپل تخصص یا د خپل ځانګړي کمال پر بنسټ دې حد ته رسیدلی وي چي خلګ ئې د هغه ځانګړي کمال پر بنسټ د رهبري یا حکومت والي جوګه وبولي او د خدمت کولو او ښه مدیریت باور پر وکړي .

د بیلګي په ډول : یو څوک ډیر دلاور ، غښتلی ، پهلوان ، یا په یوه سپورټ کي نامي وي ، یا یو شخص ډیر بډای ،عالم ، پوه ،  مخترع ، هنرمند یا ښه شاعر او لیکوال وي . دا ټوله هغه شخصي ځانګړتیاوي دي چي یو څوک د عامو خلګو څخه جلا او فوق العادګي وربخښي څو د همدغه ځانګړتیاوو پر بنسټ په ټولنیزو او سیاسي مسائلو کي مشروعیت اخلي .

تخصصي مشروعیت کیدای سي ذاتي وي یا کسبي او زه ځکه تخصصي مشروعیت د ماکس وبر پر مشروعیت ور اضافه کوم چي موږ ئې په نړۍ کي ډیري بیلګي لرو لکه :

د امریکا  پخوانی رئیس جمهور رونالد ریګن ( ۱۹۱۱- ۲۰۰۴) چي لومړی ئې د سینما په هنر کي شهرت او محبوبیت حاصل کړ وروسته ئې د اولس مشرۍ لپاره د مشروعیت زمینه برابره سول . د امریکا اوسنی اولس مشر دونالد ترامپ هم لومړی په خپله پانګه او شتمني باندي مشهور سو وروسته اولس مشر سو ، همداسي د هند پخوانی  جمهور رئیس او لوی ساینس پوه ذین العابدین عبداکلام وو چي لومړی ئې د خپلي اټومي پوهي پر بنسټ د هندیانو په زړونو کي ځای پیداکی او وروسته د (۲۰۰۲ ۲۰۰۷ ) پوري د هند اولس مشر سو ...................   .

مشروعیت د میلاد نه مخکي لومړی ځل د ( سیسرون ) لخوا چي فیلسوف ، خطیب او سیاست پوه وو په روم کي مطرح سو اما په مډرن عصر کي د خلګو باور او رضائیت پر مشروعیت اضافه سویدی .

زما په اند د مشروعیت پر ټولو شرطو سربیره حتا تر ټاکل کیدو هم د خلګو باور او رضائیت مهیم دی . ځکه چي کیدای سي یو کاندید د پیسو پواسطه ، د زور او تحدید پواسطه ، د قومي یا سیاسي پیوند پر بنسټ ، په کاندیدانو کي د بد او بدتر تر منځ انتخاب یا هم په ټاکنو کي د درغلیو په واسطه رایي واخلي او قدرت تر لاسه کړي خو تر څو چي د خلګو باور او رضائیت ئې نه وي خپل کړی  نوموړی حاکم ځکه په خپلو کړونو کي پاته راځي چي د خلګو ملګرتیا نلري ،  پورته عوامل په هغه ټولنو کي چي قانون پوره حاکمیت نلري ډیر لیدل کیږي .

پایله داچي رضائيت او باور هغه څه دي چي خلګ یا ټولنه د خپل حاکم څخه دده د کړنو پر بنسټ په عقلاني ډول خوښ او باورمند وي . یعني خلګ بیله کوم شک او تشویش څخه د خپل حاکم کړني په پوره باور باندي تائید او حمایه کوي ځکه چي حاکم ئې په عمل کي  صداقت ، قابلیت ، محبت ، وطندوستي ثابته کړې او د خلګو اعتماد ئې حاصل کړي وي ، په هره ټولنه کي چي د خلګو او حکومت تر منځ باور او رضائیت شتون ونلري هغه ټولنه تل د ستونزو ، کمبودیو او جنګو سره مخ وي.

لحاظا سالیم حاکمیت باید د هر ډول قومي ، ژبني ، دیني ، مذهبي او سکټرسټي تعصباتو څخه پاک او په ملي جامو باندي ملبس د ملي ګټو په خدمت کي وي څو د ټولني د هر قیشر او طبقې حمایت او باور د ځانه سره ولري .   

     

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد