2017/09/05

انجینر داود اڅک

   پر ( ملي ) مفهوم باندي لنډ بانډار

 

  

کله چي په ۱۸ میلادي پیړۍ کي د روښانتیا ( روشنګرۍ ) غورځنګ په اروپا کي راپورته سوو او د کلیسا د تعصباتو ، د دین څخه ناوړه ګټه اخیستل او د مطلقه شاهي رژیمونو پر خلاف ئې د پرمختګ ، فردي ازادیو ، او عدالت ږغ پورته کړ نو پدغه وخت کی مسیحیت چي د اروپایانو ملي هویت او د خلګو ګډ ارمان وو ضعیفه سو او بلاخره ئې د ګډ هویت په حیث مفهوم د لاسه ورکړ . یعني په همدغه منځنیوو پیړیوو کي د روښانتیا غورځنګ پداسی حال کي پراختیا مومي او مسیحیت کمزوری کوي چی د مدرنیته کړند (جریان) تقریبآ سل کلن مزل وهلی دی .

په اروپا کي د کلیسا تر ضعف وروسته بل داسي ارمان یا هویت نه وو چي واکمنان دي د هغه پواسطه خلګ سره راټول او د یوه قیام لپاره دي منسجم او تشویق کړي په تیره بیا د جنګیالیوو د تشویق د پاره . پدې خاطر چي حاکمان خپلو جنګیالیوو ته مؤرال ورکړي او د وطن په نامه ئې د جنګ په لاره کي سرښندني ته اماده کړي نو د ملت یا Nation کلیمه ئې رامنځته کړل څو خلګ سره را ټول او د جنګ لپاره انګیزه ورکړي .

ملت پلوي یا  Nationalism په ډیره چټکۍ سره په نړۍ کي خپور سو ، په تیره بیا په اسیا او افریقا کي تر ازادۍ او دیموکراسۍ لا ژر رواج سو او پراختیا ئې وموندل .

اوس موږ او تاسو په ټولنیزو رسانیو ، کتابونو ، لیکنو او شخصي بانډارونو کي د ملي کلیمه ډیره اورو یا ئې لولو خو د مفهوم په هکله ئې بیا هم اندونه بیل دي یا داچي  ځني دوستان ئې د مفهوم په هکله پوره پیژندګلوي نلري .

پدې معنا : سربیره پر دې چي ملي یوه ښکلې کلیمه ده په عین حال کي یو پراخ مفهوم هم دی خو په ګرامري لحاظ  نسبي صفت دی چي د ملت څخه اخیستل سویدی . د ملت پراخ او تاریخي بحث به راتلونکي ته پریږدو خو د نسبي صفت دنده داده چي نسبت و یو ځای یا شي ته رسوي . کله چي د ملي کلیمه پکار وړو باید یوه شي یا نوم ته مخاطب سو څو چي نوموړی صفت وهغه ته اړوند کړو او هر کله چي یوه پدیده یا مفهوم د ملي صفت واخلي هغه پدیده یا مفهوم د فردي غالب څخه وزي او د خصوصي ملکیت څخه هم ازادي اخلي څو چي  په ملت ، ملل یا د هغه ټولني په ټولو خلګو پوري اړه پیدا کړي .

معنا داچي هر ملي مفهوم ، ارزښت یا پدیده د یوې ټولني په ټولو قومونو ، اقشارو او طبقاتو پوري اړه لري بیله دې چي ښکارهنګ ( فرهنګ ) ، مذهب ، قوم یا ژبه په نظر کي ونیول سي .

ملي شخص ، ګوند ، حاکم یا ملي حکومت هغه دی چي ارمانونه ئې د ملت ارمانونه وي ، د ملت په درد او غم کي شریک وي ، د ملت د سوکالۍ او پرمختګ په فکر کي وي ، د ټولني ټولو قومونو او مذهبونو ته په یوه سترګه ګوري ، د هغوی حمایه ورسره وي او ملي ګټو ته ئې تر شخصي ګټو لومړیتوب ورکړی وي . یعني ټول اولس په عقلي ډول ځني راضي وي .

ملي شخص ، ګوند یا مقام سربیره پردې چي د خپل ښایستګۍ پر بنسټ د مملکت د بیلو قومونو او مذهبونو په منځ کي محبوبیت او ملاتړي لري باید تل د ملي ګټو د ساتني او بډایني په چوکاټ کي فکر وکړي ، خبري وکړي او عمل وکړي . 

مهیمه دا چي یو ملي شخص ، ګوند یا حاکمیت پر ټولو پورته صفاتو سربیره باید د ټولو ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړي، که نه ملي به نه وي .

ملي ارزښتونه عبارت دي له : ملي حاکمیت ، ملي صلحه ، ملي وحدت ، ملي هویت ، ملي استقلال ، ارضی تمامیت ، سیاسي ازادي ، ملي افتخارات ، ملي تاریخ او داسي نور .

که چیري په یوه ټولنه کي د پورته ارزښتونو څخه یو ارزښت د یوه حاکمیت ، ګوند یا شخص لخوا تر پښو لاندي سوی وي یا معامله پر سوې وي معنا داچي د ملي ګټو خلاف غیر ملي عمل سویدی او هغه حاکمیت یا ګوند ته هیڅکله ملي ویلای نه سو  . 

 

     

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد