2017/10/17

انجینر داود اڅک

افغانستان او امریکا ستراتیژک ملګري ندي

  

که موږ پر ستراتیژي باندي یو مکث وکړو وینو چي د ستراتیژي کلیمه د یوناني ستراتیګوس στρατηγός  څخه اخیستل سویده . ستراتیګوس په لرغوني یونان په تیره بیا په اتن کي نظامي لارښود یا قوماندان ته ویل کيدل .

  کله چي د یونان حاکم او د اتن د دیموکراسۍ بنسټ ایښودونکي کلایستنس   Kleistenes په کال ۵۷۰ ۵۰۷ مخکي تر میلاد په اتن کي دیموکراتیک اصلاحات  رامنځته کړل د هم هغه وخت څخه په اتن کي د پوځ مشرتابه ډله ایز سول . یعني هر کال به د اتن د نظامي ځواکونو د ښې لارښووني او ښې  قوماندې په خاطر لس کسیزه ګډه رهبري ټاکل کیدل چي د هري نظامي قطعې څخه به یو ستراتیګوس یا قوماندان ټاکل کیدی ، دغه لس کسیزه کمیټه بیا د ( ارخون پلوم مارخوس ) ἄρχοντες  ἄρχων  یعني د یوه انتصابي  سر قوماندان لخوا رهبري کیدل ، څو چي په کال ۴۸۷ مخکي تر میلاد  ددغه سر قومنداني ټاکنه هم د پچي ( کُره کشی ) پر بنسټ سول او مهیمه داچي دغه مقام ته د کاندید ستراتیګوس لپاره نظامي لارښونه ، نظامي مهارت او نظامي پوهه شرط و ګڼل سول چي نن ئې موږ ستراتیژي بولو .

ستراتیژي اوس هم په لغوي لحاظ د نظامي فن ، تدبیر او برنامې په معنا ده ولي په اصطلاح کي بیل بیل تعریف سول او په بیلو علومو ګډه سول . د بیلګي په ډول مشهور امریکایي اقتصاد پوه ( مایکل پورتر) چي د ستراتیژي د ټاکلو په پیغمبر هم مشهوره دی لومړي ځل ئې ستراتیژي په اقتصاد کي مطرح کړل ، دستراتیژي او اقتصاد تر منځ ئې اړیکي رامنځته کړې او پدې هکله ئې د رقابتي ستراتیژي (  Competitive Strategy ) په نامه کتاب ولیکۍ چي په نړۍ کي ډیر مشهور او په څو ځله په بیلو ژبو چاپ سویدی .

مایکل پورتر په خپله مشهوره مقاله ( What is Strategy ( کي ستراتیژي داسي تعریفوي :

ستراتیژي یعني کوم کار چي نور خلک تر سره کوي هغه کار باید موږ په لږو سرچینو په ښه ډول تر سره کړو ، او داسي کارونه وکړو چي نور خلګ ئې نه کوي .

میرمن ( شارون اوسټر ) چي د امریکا په ییل پوهنتون Yale University ) ( کي د ستراتیژي درس ورکوي وایي چي : ستراتیژي د تصمیم نیولو او انتخاب د جنس څخه ده .

 ځکه نو نن ورځ یو عام تعریف د ستراتیژي څخه دادی چي :

ستراتیژي عمومي تصامیم دي چي یو حکومت یا مؤسیسه خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره ځانګړي پروژې او سرچینې په ګوته کوي .

زه ستراتیژي داسي در پیژنم : ستراتیژي ملي هدف ته درسیدو لپاره هغه کړنلاره ده چي پر علمي او هنري بنسټونو ولاړه وي .

 هدف کیدای سي سیاسي وي ، نظامي وي او یا هم اقتصادي . د هر هدف لپاره چي کړنلاره یا ستراتیژي جوړیږي د هغه هدف په نامه باید ونومول سي . د ساري په ډول نظامي ستراتیژي ، اقتصادي ستراتیژي یا هم سیاسي ستراتیژي .

 ستراتیژي نه هدف دی نه تاکتیک . ستراتیژي یو تئوریک او رهبري سوی کړند ، عمل یا جریان دی چي د ځانګړو اهدافو لپاره پلان کیږي او بیل تاکتیکونه لري . بیل تاکتیکونه دا چي د وخت ، هدف او جغرافیې په بدلون سره باید تاکتیک هم بدلون و مومي که نه ستراتیژي به ناکامه وي .    

ستراتیژي یا کړنلاره د سیاسي یا حکومتي ایدیالوژي سره نیغ په نیغ اړیکي لري یا په بل عبارت د سیاسي ایدیالوژي ممثیله ده . که حکومتي ایدیالوژي تړلې او محدوده  یا پراخه او بدلون منونکې وه یا هم ظالمه او ښکیلاک پلوه وه بیله شکه چي ستراتیژي به هم د ایدیالوژۍ په شان وي .

د ستراتیژي یوه او غښتلې ځانګړتیا داده چي باید ملي وي او په هر نامه چي وي فقط او فقط باید د خپل هیواد د ملي ګټو ساتلو ، پراختیا او دهیواد د پرمختګ او سمسورتیا لپاره وي . که داسي نه وي نو ستراتیژي به هم نه وي .

اوس به راسو د افغانستان او امریکې ستراتیژیکي ملګرتیا ته چي ایا افغانستان او امریکا ریشتیا هم  ستراتیژیک ملګري دي ؟ ایا په امریکایي ستراتیژي کي د افغانستان ملي ګټي نغښتي دي که نه ، که نغښتي دي کومي ګټي دي ؟

  نن ورځ ځواک مند هیوادونه ځواکمندي او پراخي ستراتیژۍ ټاکي چي متآسفانه د خپلو ستراتیژیو د پلي کولو لپاره د هیڅ ډول ظلم او ستم څخه ډډه نکوي او د کوچنيو کمزورو ملتونو پر تمدنونو ، ښکارهنګونو ( فرهنګونو ) ، امیدونو او جسدونو باندي پښه ایږدي او په پوره بې رحمي سره مخته ځي چي د امریکا د اولس مشر دونالد ترامپ اوسنۍ ناکامه ستراتیژي ئې ښه بیلګه ده .

د امریکا روانه ستراتیژي د افغانستان د ملي ګټو سره هیڅ ډول همږغي نلري . بلکه افغانستان د امریکا د ستراتیژي یوه برخه یا وسیله ده .

پدې معنا چي :

 نن ورځ ډیر افغانان او نړیوال پدې اند دي چي د امریکا اوسنۍ ستراتیژي و منځنۍ اسیا ته د رسیدو لپاره ده خو امریکا دا نه مني او دعوا لري چي هدف ئې د تروریزم د منځه وړل دي . امریکا تروریزم هم په روښانه ډول نه تعریفوي چي ددوی په اند څوک تروریستان دي ، د طالبانو په هکله ئې څوځله ویلي دي چي طالبان د امریکا ګټو ته خطر ندی . د ۲۰۰۶ کال د جولای پر څلرمه نیټه C.I.A هغه شعبه هم وتړل کوم چي د بن لادن او القاعدې په هکله ئې څیړني کولې .

  اوس که د امریکا د متحده ایلاتو مقصد په رشتیا سره القاعده او داعش وي بیا نو تر لمر روښانه ده چي د القاعده او داعیش حتا د طالبانو مرکزونه په افغانستان کي شتون نلري او که امریکا په ټینګه سره د تروریزم پر ضد مبارزه کوي باید ژر تر ژره د افغانستان په شان د متحدو ملتونو د امنیت د شورآ په موافقه په پاکستان کي د نوموړو تروریستي ډلو پر ضد خپل نظامي عملیات پیل کړي ځکه چي د القاعدي رهبر د پاکستان په یوه نظامي ګارنیزون کي ووژل سو .

که څه هم ښاغلي ټرامپ په خپله نوې ستراتیژي کي پاکستان ته ګوتڅنډنه وکړل چي نور د ترهګرو پوټنځي په پاکستان کي نه سي زغملای ولي تر اوسه ئې هیڅ کوم عملي اقدام ندی لیدل سوی .

پرهمدې بنسټ په اوسنۍ ستراتیژي کي د امریکا او افغانستان ملي ګټي په هیڅ ډول ملګرتوب نسي کولای او که دقیق او بې پرې تحلیل وسي یو بل سره نفي کوي ، ځکه چي د افغانستان عزت ، پرمختګ او ملي ګټي د افغانستان په صلحه ، ثبات او امنیت کي نغښتي دي چي متآسفانه امریکا د افغانستان صلحي او ثبات ته هیڅ ډول علاقه ، ږمنتیا او مسؤلیت نه ښیي او لیدل کیږي چي د تروریزم سره هم قاطع چلند نلري .

موږ او تاسي شاهدان یو چي  د جنګ لمنه ورځ په ورځ پراخیږي او د ا فغانستان ملي ، اقتصادي ، سیاسي او فرهنګي بنسټونه یو په بل پسي د ورانیدو په حال کي دي . لحاظا په اوسنۍ ستراتیژي  یعني د جنګ په دوام کي نداچي د افغانستان هیڅ ډول ګټه نسته بلکه زه په پوره باور سره ویلای سم چي امریکا به هم په هیڅ توګه د روانو شخړو څخه ګټه وانخلي ځکه چي روسیه ، چین او ایران په سیمه کي ویښ او د امریکا حرکات او پلانونه په دقت سره څاري .

پایله داچي د امریکا اوسنۍ ستراتیژي که بدلون ونکړي بیله دې چي جنګ ځپلی افغانستان د سوریې په شان د زبرځواکونو د رقابت میدان وګرځي بله هیڅ کومه ګټه به ونلري . ددې خبري پخلی امریکایي پخواني اولس مشر ښاغلي بارک اوباما څو ځله کړیدی او دا خبره ئې په ډانګ پې یلې کړیده چي موږ د خپلو ملي ګټو د ساتلو او د امریکا دامنیت په خاطر افغانستان ته تللي یو نه د افغانستان د ملي ګټو په خاطر .

اوس د افغانستان د ټولو دولتي ، سیاسي ، ملي او ښکارهنګي ( فرهنګي) ځواکونو او شخصیتونو ملي اواخلاقي  دنده ده چي د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ خپل منځي اختلافات شاته پریږدي او ژر تر ژره په جرئت باندي د امریکا او ناتو سره روانه ستونزه مطرح او په افغانستان کي د عادلانه او تل پاتي صلحي د ټینګښت لپاره په جدیت سره لاس په کار سي .

د صلحي د ټینګښت لپاره باید دافغانستان د ټولو سیمو څخه ریښتني قومي ، سیاسي ، ښکارهنګي ، نظامي مشران او استازي په یوه لویه جرګه کي راوبلل سي او په ګډه سره د عادلانه صلحي لپاره یو ګډ عملي او ملي میکانیزم را منځته کړي .  

که چیري د افغانستان ټول ساسي ، ښکارهنګي ، او ملي شخصیتونه د عادلانه صلحي د ټینګښت لپاره د خپلو امکاناتو او وسایلو په کچه لاس پکار نه سو معنا داچي موږ اوسنی روان تراجدي حالت پر مظلوم او جنګ ځپلي افغان اولس باندي روا بولو . 

 

     

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد