2012/09/23

دځوانۍ د لیوني شوق له مخې به مې کله ږیره پرېښوده او ځينې وخت به مې بیا وخریوله ږیره مې خپله وه واک یې هم زما خپل و دبل چا ورسره کار نه وو له بده مرغه راغلي هغه شپې او ورځې  چې واکونه پردي شول ورسره جوخت ږیره هم پردۍ شوه.زه هم دخپلې ګرانې ږیرې سره پردی شوم،مونږ په خپلو کې بې باوري شو،زه نه هر څوک د خپلې ږیرې ویریده چا ورته لاس وروړی نشو،ډېره موده تېره شوه ږیره مې ښه ببره شوی وه ،داچې څو ځلی پرې ډبول شوی وم ګوتې مې وروړی نشوی،دننه په کې جوپه جوپه  څارونکي ګرځېدل کله به یې چې زما دمخ په وچ پوټکي غاښ ښخ کړ، هنداره ته به ودرېدم ګوتې به مې ورنژدې کړې چې به مې کاته ښکرونه به یې شخ کړل او خبرداری به يې را کړ چې هلکه خپل حد او حدود وپېژنه ژر به مې ترې ګوتې لرې کړې او ورته به مې وویل:معافي غواړم... ښه اشتیا.

نور نو دې وضعیت دوه سپېږمو ته را وستی وم په خوب او په ویښه مې چاره لټوله یوه شپه چې  په همدې چرتونو کې ورک شوی وم دسلماني په هټۍ کې مې ځان بیاموند.هلته د هندارې مخې ته په څوکۍ ناست وم او دخپلې جاړې پاړې ږیرې او هلته  پکې  مې د خوارو وږو ځناورو وروستی دیدن کوه چې خلیفه سلماني راباندې غږ کړ:

-امر وکړۍ.خیرنه خړه ټوټه یې د غاړې را تاوه کړه.اوبیا یې په مهربانۍ وویل:

-قربان دسر ویښتان دي  ماشین کړم که یې په چاړه وخریم؟

شاو خوامې وکتل او بیا مې په قراره ورته ږیره وښودله په زارۍ مې ورته وویل:

-خلیفه جانه !نوره یې نشم ساتلی،وګوره چې په کې څه انډوخر دی ګوتی وروړی نشم....وچ پوټکی مې پر مخ پاتې دی...پاک یې په چاړه وخریوه چې....

خبره می لا تمامه کړې نه وه چې خلیفه سلماني غږ کړ،خیر کړې خدایا،څه آورم؟خپل شاګرد ته یې غږ کړ:

-هلکه آوری ؟! لکه چې مرګی په مخه کړی دی.ځه چې ورسره مونږ خراب نشو.

همدا یې وویل د دکان د دروازی لورې ته یې منډه کړه، شاګرد یې هم لکه کارتوس ورپسې والوت،زه پاتې شوم او دکان،ژر خپله لاس په کار شوم ږیره مې ښه په مزه پسته کړه او بیا مې لکه خوني دښمن چاړه پرې راښکله چټه پټه مې وخریوله او د خپلو پهره دارانو سره مې یوځآی په یوه اخباري کاغذ کې تاوه کړه په همدې کې وم  چې خلیفه سلماني او څو سرکاري کسان  راورسېدل دوی چې د قهره شنه اوښتي وو په لوړ غږ یې تپوس وکړ:

-څه شو؟...

شاوخوایې وکتل زه یې تر سترګوشوم ما کې نوره سا ورکه وه د دوی په کتو کې مې خپله سزا ولیده ژر مې په اخباري کاغذ کې را ټوله شوې ږیره  ورته وښوده په زارۍ مې ورته وویل:

-دخدای دپاره نور مې ساتلی نشوه ما ویل چې  درویسپارم،وګورۍ،ډکي په ډکي یې وشمېرۍ ټوله پوره ده....

ما لا خپلې خبرې پوره کړې نه وې چې د سوک څپېړې او کنداغونو باران راباندې جوړ شو.ما چيغې کړې دخپلو چيغو په هیبت د خوبه را ویښ شوم په خپلو خولو کې لوند خیشت وم ژر مې په مخ لاس تېر کړ ږیره مې پر مخ وه،شکر مې ویسته  او پاک خدای ج ته مې د دوعا لاسونه پورته کړل چې د ږیرې واک مو خپل شي.

پای

   

 

 

 

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد