2014/02/22 

دوهمه برخه دمنځنی ختیځ داتلولی لوبه

منصور احمدزی

دوهمه برخه دمنځنی ختیځ داتلولی لوبه

  ۲ - زموږ لویدیځ ګاونډی هیوادایران داوږدی مودی را پدی خوا دلویدیځ له لوری داتومی پروګرام له امله دبند یز ونو سره  لاس او ګریوان وه چه په ورستیو کی دغرب سره دخپل اتومی پروګرام پر سرخبری پیل کړیدی چه یوه اندازه  پرمختګ پکی لیدل کیږی  مګر پایلی یی تر اوسه معلومی ندی چه څومره پرمختګ به وکړی ۰

دایران اقتصاداوږدی مودی بندیزونو ځپلی دی چه په کور او بهر یی ستونزی مخ په ډیرید ودی  اما دنوی ولسمشر حسن رو حانی په را منځ ته کیدو سره یی په خپله بهرنی تګلاره کی یو څه بد لون را منځ ته کړی تر څو وکولای شی دایران هغه شتمنی چه غرب کی کنګل شوی را خلاصه او خپل اقتصاد پری ورغوی په سیمه کی خپلو دوستانو سره هم مرسته وکړی ۰

 ایران سره دامریکی اړیکو جوړول داسراییلو او سعود ی عربستان دنا خوښی سبب ګر ځیدلی دی ځکه چه ایران د سوریی جګړه کی نیغ په نیغه برخه اخیستی دی چه دسعودی په وړاندی ایران ګټونکی تر سترګو کیږی مګر دایران پو ځی تخنیکی وسایل تر سعودی وروسته دی ځکه چه اکثره خپله تو لیدوی او ځینی توکی  له نورو هیوادو څخه رانیسی مګر دبندیزونو له امله پر مختللی وسلی نشی را نیولی بیا د سعودی ټول پو ځی توکی له امریکی په لوړه بیه را نیسی او خپله هیڅ نشی جوړولی یوازی تیل صادروی ۰

   دایران په لار ښونه دلبنان حزب الله جګړی کی ونډه اخستل دسوریی حاکم رږیم ته دعمر بښلو سبب شو۰              

دایران خارجه وزیر پدی وروستیو کی دتیر په خلاف ویلی دی چه موږ داسراییلو سره کومه ستونزه نلرو او هولو کوست یی هم ومانه چه تیرولسمشر احمدی نږاد اسرا ییل په سیمه نه غوښت او هولو کوست یی یوه معما په ګوته  کاوه ۰  

په عراق کی دصدام حسین له منځه تلل او افغانستان کی د طالبانو رږیم ړنګیدل دایران په ګټه تمام شول ځکه چه دواړه دایران مخالف څه چه دښمنان وه او نن ایران دافغانستان په کورنیو ستونزو کی هر اړ خیزه لاس لر ی او افغان چارواکی یی په لاس وهنه سترګی پټو ی ۰     

داسی معلومیږی چه ایران به داوږدی مودی لپاره دغرب سره تړون یا خبرو ته پابند پاته نشی یو پربل ډیر  باورهم نلری د خپلو مطلبونو د تر لاسه کولو لپاره دخبرو میز ته کشینا ستلی دی که نه دغرب او ایران تر منځ دموږک او پشو لوبه روانه وه اود غرب لپاره هم بله لیاره نه وه چه دخبرو لاره یی غوره وبلله که وکولی شی استخباراتی کړیوته دعربو پسرلی په شان د مدا خلی لاره پیدا کړی ځکه چه ایران افغانستان او عراق ندی ایران نن په سیمه کی ځان زبر ځواک بولی  ګر چه اسراییل تر نن پوری دایران سره دخبرو سخت مخالف دی ۰ 

۳ - دمنځنی ختیځ زبر ځواک او د اتومی وسلو لرونکی اسراییل په سیمه ایران خپل دښمن ګڼی دسوریی سره یی هم اړیکی دعرب او اسراییلو دجګړی له وخته د ګولان  څوکوپرسرچه اسراییلو نیولی دی او مهمه سترا تیږیکه سیمه دی  سوری ته یی څو ځلی دسولی خبرو وړاند یز کړی سوریه په یوه شرط د سولی خبرو ته امادګی ښودلی دی چه دګولان څوکی بیرته وروسپاری مګر اسراییل دی ته غاړه کیښودلی نشی ځکه چه په نوموړی سیمه کی خوږی اوبه مو جودی دی چه دکرهڼی او څښاک لپاره یی کارو ی سوریه هم ورته اړتیا لر ی دبل لوری ایران د حز ب الله لبنان اودفلسطین حماس ډلی ته  دسوری له لاری مرسته کوی  اونن چه دغر  ب  په ملاتړ سوریه کی جګړه پلار اچول شویدی یوه وجه یی هم داسر ییلو دخوندیتوب  لپاره چه امریکا یی خپله دنده ګڼی  پلاره اچول شویدی ۰

داسراییلو دبهرنیو چارو پخوانی وزیر ی( لیونی )چه له سیاست څخه لاس په سر شوی وه پدی وختو کی بیرته د سیا ست ډګر ته را وګر ځیده  د ټایمز مجلی سره  یی په مرکه کی ویلی وه چه داسراییلو  داستخبا راتو ادا ر  ی مو ساد سره دکار په وخت کی له یو شمیر عربی مشرانو سره جنسی اړیکی درلودی ددی لپاره چه دعربو یو شمیرمشرانود بد نامولواو له هغوی څخه  داستخاباراتی معلو ما تو د تر لاسه کولو لپاره له هغوی سره جنسی اړیکی ټینګی کړی وی ویلی یی دی چه پخپل کار ویاړی او که اړینه وی بیا هم دی کار ته تیاره ده ۰

اسراییل په جنوبی سودان کی هم مصروف دی چه دامریکی په مرسته یی په دوو برخو وویشه چه پراخه  طبعی زیرمی لری ۰

اسراییل په منځنی ختیځ کی ځان زبر ځواک شمیری چه دا واقعیت کیدلی شی ځکه  په سیمه کی هر بدلون تر اوسه داسراییلو په ګټه تمام شویدی یوازی دایران اتومی پروګرام باندی تر اوسه  بر لاسی شوی ندی چه امریکا یی ستونزمن بولی ۰ دامریکی یو له هد فونوڅخه په منځنی ختیځ کی درژیمونو بد لول  اوکمزوری کولد اسراییلو دبر لاسی به خاطردی۰   

داسرایلو مذ هبی مشر (خا خا م اری شفا ت ) فتوا ورکړی چه اسرا ییلی ښځی ا وپیغلی دمهمو استخباراتی معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره کولی شی جنسی اړیکی ټینګی کړی۰  لدی څخه په ډاګه کیږی چه اسراییل مذهب هم دسیاست قربانی کوی۰

 ۴- دمنځنی ختیځ کړ کیچ کی دنورو هیوادو نه علاوه روسیه هم  ښکیل شوی ځکه په سیمه کی سمندری پو ځی اډه لری دبل لوری روسیه فکر کوی چه دلیبیا په شان  بیا تیر وتنه ونکړی او دامریکی درژ یمونو بدلو نکی سیاست ورته دزغم وړ ندی او دخپلی سمندری  اډی دخوندی ساتلو چه ورو ستی سمندری اډه یی منځنی ختیځ کی  بلل کیږی  دسوری حاکم رژیم څخه سیاسی او لو ژستیکی کلک ملا تړ کوی چه تر اوسه  یی دملل متحد څو پرکړی د چین په ګډون ویتو کړی دی ۰

داسی تر سترګو کیږی چه نن سوریه  دسړی جګړی دزوراز مایی په ډ ګر بدله شوی اودرنه  بیه یی دسوری        

 دسوری ملکی وګړی پریکوی۰

 تیر میلا دی کال دسعودی داستخباراتو مشر بندر بن سلطان  دروسی ولسمشر پو تین سره په لیدو کی ورته ویلی وه که همدا ډول دسوری له رژیم څخه ملا تړ وکړی ریاض به هم  قفقاز  او چیچن کی له خپل  نفوس څخه دروسی په وړاندی کار واخلی ۰

په روسیه کی دورو ستیو بمی چاودنو له امله دروسی حکومت غصه دسعودی عربستان په وړاندی را وپار وله دسعودی عربستان حکومت یی یو تروریستی حکومت په ګوته کړی همدارنګه یی ویلی چه روسیه به لږ وخت کی د والګا ګراد دچاودنو عاملانو ته سزا ورکړی ۰

په روسیه کی  چاودنی د عراق ، سوریی  او لبنان دچاودنو په شان ښودل شوی دی چه روسیه وایی دمجرمینو دپیږند لو لپاره وخت ته ضرورت نشته موږ به دهغوی جواب ورکړو او زموږ جواب به داسی وی چه دمنځنی ختیځ نقشه به بدله کړی ۰

 دپخوانی شوروی له ړنګیدو  را وروسته چه اوسنی روسیه یی ځای ناستی دی او  (۱۶ ،۷ ) میلیونه مسلمانان په روسیه کی ژوند کوی چه دروسی (  ۱۱ ٪ ) نفوس جوړوی چه دا لویه شمیره دمسلمانانو په غیر اسلامی هیواد کی دی او  اړیکی له اسلامی نړی سره دوستانه شویدی ۰ 

داسی معلومیږی چه روسیه  دسوچی ژمنی المپیا یی  لوبو دپای ته رسیدو پور ی به انتظار شی ځکه لدی ویره لری چه دتیر په شان چه پخوانی شوروی  پر افغانستان یر غل کړی وه نړیوالی المپیایی لوبی روسیه کی   تحریم شوی وی چه بیا ورته چلند سره مخامخ نشی علاوه لدی داسلامی نړی له غبرګون څخه هم په ویره کی دی چه امرکا  زموږ په وړاندی ورڅخه ګټه پورته کړی البته روسیه به هم پدی  وخت کی ارامه نه وی نا سته دیپلو ماتیکی هلی ځلی به کوی تر څو خبل دریځ په اسلامی نړی کی پیا وړی کړی د بل لوری سعودی عر بستا ن ته هم اسلامی نړی کی  پخوانی موقف ندی پاته چه یوه وجه یی هم  داسلامی هیوادو په کورنیو چار وکی دامریکی په لار ښونه لا س وهنه کوی ۰

داوکراین وروستیو خونړیو پیښو روسیه هم په فکرکی اچولی دی او دغرب په لاس وهنو یی کلکی نیوکی کړ ی مګر د نا امنیو لړی روانه دی ممکن دا ځل روسیه دغرب په وړاندی کلک غبرګون وښیی او یا به او کراین په دوو برخو وویشل شی ۰

۵ - د بهرنیو دښمنانو څیرو دامریکی  په سیاست کی ډیرمهم رول لوبولی دی لکه دپخوانی شوروی اودهغه ځینی پلویانو چه امریکا به داسلامی هیوادونوله مشرانو سره په خبرو کی تل دا ټکی را پورته کاوه چه شورو ی اتحاد داسلام ستر دښمن دی چه دا خبره به داسلامی هیوادونو ځینی بی خبره او دغفلت په درانه خوب وید و مشرانو په ټینګه منله  او یا هم له ویری تر نن پوری اغا بلی دی ۰

سعودی عربستان  او امریکی د سوریی په اړه فکر کاوه چه داجګړه به هم دلیبیا په شان  ژر ختمه شی او موږ به بریالی شو مګر دا ځل یی دخوب لیدل رښتیا نشوبر خلاف دسوریی خونړی جګړه  په لوړه بیه دسوری ولس  په وینوروانه دی امریکی او انګلیس په وار وار دسوریی له مشره وغو ښتل چه سوریه پریږدی مګر اسد بر خلاف دملګرو په مرسته تر نن په واک کی پا ته دی ۰  

اوس چه امریکا او ملګری یی دسوریی په جګړه کی بریالی نشول او په  ۲۰۱۴ میلادی کال له افغانستانه پښی سپکوی دا ځل به مخ دروسی په لوری کوی چه دروسی لپاره ستونزی را پورته کړی چه زیات فشار به شر قی ارو پا کی وی ۰

امریکی دافغانستان له جګړی څخه دپخوانی شورو ی په وړاندی ډیر لاسته راوړنی او ښی تجربی هم تر لاسه کړی په هرهیواد کی د مخالفینو څخه مالی او لو ږستیکی ملا تړ وکړ چه دپخوانی یو ګوسلا ویا څخه پیل تر افغانستان عراق لیبیا او نن په سوریه کی روانه دی اوس به امریکا کوشش وکړی چه دسوریی نه ګټونکی جګړه په یوه ډول سره درو سی په مشوره پای ته ورسوی ۰

القاعده چه دامریکی په مرسته جوړه او رشد یی وکړ وروسته  د پخوانی شوروی له ړنګید ویی خپل دښمن    په ګوته کړی مګر سوریه کی داسد رژیم په وړاندی جنګوی اونن القاعده دامریکی د پو ځی صنعت د ودی  ، بازار موندلو او داشغال لپار بهترینه وسیله دی ۰

 دبا امنه سمسور سر لوړی او اشغال څخه ازاد افغانستان په هیله ۰

په درنښت 

لمړی برخه د منځنی ختیځ د اتلو لی لو به

منصور احمدزی

   د منځنی ختیځ لوبه په لمړی سر کی دپخوانی شوروی او امریکی ترمنځ د طبعی زیرمو زیرمواو ۰۰۰۰ پر سرروانه وه چه د پخوانی شوروی له ړنګید و وروسته امریکا په سیمه کی یکه تازه پاته شوه نور د پخوانی شوروی دپلویانو په ځپلو یی پیل وکړ دا لوبه په وروستیو څو کلونوکی ګرمه شویدی چه د صدام حسین  معمر القذافی په له منځه تلو او دحسنی مبا رک له بی واکه کید و پای ته ونه رسیده او نن دا لوبه په سوریه کی ګرمه روانه دی ۰

امریکا له ۲۰۰۱ م کال را پدی خوا منځنی ختیځ کی (۵۰۰۰)  استخباراتی کار کونکی ځای کولو سره حالا ت د بد لون یا دعربو پسرلی ورته وایی اماده کړی مګر په اصل کی دا دعربو خزان پیل شویدی ۰

لویدیځ په کورنیو شخړو کی دلاس وهنی له امله د خپل اغیز ساتلو هڅه کوی چه  د نړی له ګوټ ګوټ څخه به تیر شو پخپل هیواد کی یی په سترګو وینو ۰

دامریکی ولسمشر اوبا ما د لمړی ځل انتخاباتو په وخت کی د چنج (بدلون )خبره همیش  کوله او دعراق جګړ ی مخالف وه هغه یی یوه انتخا بی او د خوښی جګړه بلله  پر افغانستان یی دبرید  په هکله ویل دا یوه انتخا بی جګړه ندی بلکه یوه لازمی جګړه دی او دګوانتنا مو دزندان په اړه یی دولسمشری په لمړی دوره کی دتړلو اعلا ن وکړ چه تر اوسه یی  ونه تړلو ۰

سیا ستوال داسی فکر کوی چه د نړی په  پټو رازونو یوازی موږ خبر او پوهیږو بل څوک نه پوهیږی او نه خبریږی دا اشتباه دی ځکه نن ورځ را زونه پټ نشی پاته کید لی يو ډول نه یو ډول وروسته یا وړاندی د ملت  غوږونو ته رسیږی  ۰

په منځنی ختیځ کی نن لوبه دبهرنیو هیوادونو  په مستقیمه او غیر مستقیمه مداخلی باندی ګرمه شویدی چه د سلها وو زره بی ګناه ماشومانو  تورسرو  سپین ږیرو او ځوانانو په مړینه او ملیونونوا نسا نا نو په  بی ځایه کیدو روانه دی چه په سیمه ګی دلوبی ا صلی لوبغاړی سعودی عربستان ، ایران او اسرییل دی چه هر یوغوا ړی د بهرنیو هیوادونو په ملاتړلوبه په خپله ګټه وڅرخوی ، ما پدی اړه يوه لیکنه د (دلیبیا څخه وروسته دناتو لښکر په کوم لور ) ۲۰/۴/۲۰۱۱  تر نامه لاندی  کړی وه ۰

۱ ـ  سعودی عربستان دتوری طلا ( تیلو ) طبعی زیرمو لرونکی بډایه  هیواد دامریکی له له سیاسی او پوځی ملا تړڅخه برخمن دی ( دامریکی اډی خاوره کی پرتی دی ) کوم  رښتینی ا ساس او بنیاد نلری ژر اسیب پذ یره کیدونکی دی او د ۲۵۰۰ څخه زیات شهزاد ګان او شهزادګی لری چه دامریکی زندا نونوکی دجرمونو له ا مله  تر فرانسی دهوټلونو بیلونواود کاندارانوبیلونو نه ادا کولو پوری  ستونزی لری په اروپا او امریکا کی  په عیاشیواو بد بختیومصروفه کورنی دی  ۰

 د بی ساری پیسولګولو  په وسیله غواړی ځان یو قدرت وګر ځوی او کله کله هم غواړی  دامریکی او روسی سره هم  ډغری ووهی دنړی په ډیرو هیوادو کی دوهابیانو په وسیله نا ارا میانی او جګړی رامنځ ته کړیدی مثال مصرکی لمړی د محمد مرسی سره یو ځای وه وروسته دسعودی په امردمرسی څخه جلا دی دپوځی کودتا پلوی شول ،  سعودی او ایران یو دبل څخه دغچ اخستلو په خاطر زموږ خاوره اوو ګړی هم یو دبل په وړاندی استعمالوی ۰

       عربستان په سیمه کی ا یران دنفوس دمخنیوی په خاطر دغرب په مرسته غواړی دسوریی حکومت را و پرځوی تر څو په سیمه کی دایران ټینګ ملاتړی پاته نشی ددی لپاره یی دسوریی حکومت مخالفینو  ته دقطر په ګډون مالی او لوږستیکی مرستی شروع کړی  چه دسوری حکومت په جګړوکی دځینو سیمو کنترو ل له لاسه ورکړمګر دایران او دلبنان حزب الله  ډلی په مرسته هغه سیمی چه دلاسه ورکړی وی یوه برخه  بیرته  ونیولی  په بدل کی د سعودی حکومت دحز ب الله  په وړاندی لبنان کی یو ایتلاف د ۱۴  مارچ  ۲۰۱۳  کال را منځ ته کړچه دسوری او لبنان داړیکو مخالف حرکت وه  مشری یی ښاغلی  شطح دلبنان دپخوانی لمړی وزیر سعد حریری سلاکار او د ا لمستقبل ډلی مشروه  چه له بیلا بیلو ډلو جوړاو دسعودی له لوری یی ملا تړ کیده  په بمی چاودنه کی وو ژل شوو بیا دسعودی حکومت دلبنان حکومت ته د ( ۳ )  میلیاردو ډالرو  مرستی اعلان وکړ ممکن پدی پیسوله فرانسی څخه وسلی ور ته را ونیسی تر څو د حز ب الله ډله چه دایران ملا تړ ور سره دی او دسوری په جګړه کی پراخه ونډه لری کمزوری کړی ۰

 د بل لوری دسعودی داستخباراتو مشر بندر بن سلطان درو سی ولسمشر پوتین سره په کتنه کی پو تین ته د څو میلیاردو ډالرو قرار دادونو وړاندیز کړی وه چه دسوری د مشر بشاراسد څخه ملاتړ ونکړی او که نه وی بیا به د وی په قفقاز او چیچنیا  کی د روسی مخالفینو سر ه مرسته وکړی (روسی مسلمانان به دخپلو ګتو لپاره نه داسلام لپاره دروسی په وړاندی استعمال کړی ) ۰

همدارنګه دسعودی  واکمنو دمصر پوځی حکومت ته هم  بی ساری مرستی اعلان وکړ چه پدی سره ی دیوه لوری دمصر قانونی نظام چه دخلکو په خوښه ټا کل شوی وه دخپلی راتلونکی له ویری ړنګ او وینی تویو لوته لاره پرانستله چه پایلی خړی پړی تر سترګو کیږی او د داسراییلو ارزودی او دبل لوری یی امریکی ته دا و ښود له چه ستا او داسراییلو داوږدی مودی متحد هم دپیسو په بدل کی در څخه رانیولی  شو۰

په ملل متحد کی هم دسعودی حکومت د څوکی له نیولو ډه ډه وکړه او اعلان یی وکړ چه موږ به دامریکی سره په خپلو اړیکو کی له سره بنیادی کتنه وکړو ۰

دقطر صدراعظم او ولیعهد دامریکی خلاف څرګندونودسعودی څخه ملاتړ په ډاګه کړهمدارنګه معلومیږی چه سعودی  دعراق جګړی څخه هم بی برخی نه وی  ،دعربو دپسرلی په شروع کی دسعودی حاکمان ډیر وار خطا تر سترګو کیده په کور د ننه یی خپلو وګړوته امتیازات اعلان کړل تر څو دپاڅون مخه ونیسی او دامریکی یو انترنتی کمپنی داخستلو خبری پیل کړی  تر څو دنورو عربی هیوادو په شان  دانترنت له لاری مظاهری  سعودی کی شروع  نشی اود ځینی منابعو له قوله چه ځینو امریکای انترنتی کمپنیو ته یی ر شوت پیسی هم ورکړی چه ددوی هیواد کی نا امنیو ته لمن ونه وهی۰

پدی وختو کی داسی معلومیږی چه دسعودی او امریکی اړیکی  د ایران پر سر خوندوری نه ښکاری ځکه ایران سره دامریکا د اړیکو بهبود دسعودی ارزو ندی او پر سوری دامریکی د نه برید له امله سعودی نا راضه تر سترګو کیږی چه په نږدی ورځوکی به دامریکی ولسمشر بارک اوبام سعودی عربستان ته سفر وکړی تر څو دسعودی حاکمانو سره دستونزو په حل خبری وکړی دسعودی واکداران پدی لټه کی دی چه پر ایران او سوری باندی پوځی برید وشی دوی به یی هر اړ خیزه ملاتړ وکړی بیا ځینی منابع تردی هم وړاندی ځی چه امکان لری  سعودی او اسراییل دپردی تر شا د ایران په ضد اتحاد وکړی ځکه اسراییل هم دامریکا او ایران دخبرو پلوی ندی دواړه هیوادونه ایران  سیمه کی خپل دشمن ګنی بیا داهم له یاده ونه با سو چه دسعودی فهد کورنی بغیر دامریکی له ملاتړه ګرانه دی بی اسیبه پاته شی  او امریکا هم دخپلو اساسی ګتو دتر لاسه کولوتر وخته پوری به  ورڅخه ملاتړو کړی چه وروسته به یی په اسانی سره په څو ټوټو او یا هم په کورنی جګړه اخته کړی په موجوده حالت کی سعودی په سیمه کی له هره پلوه ګټونکی نه تر ستر ګو کیږی ، په دوهمه بر خه کی به دایران ،اسراییلو ،روسی او امریکی په برخه کی خپلی څیړنی در سره شریکی کړو ۰

د با امنه  سمسور او سر لوړی افغانستان په هیله ۰

په درنښت  

 

منصور احمد زی 

 

 گزیده های مقالات  سیاسی منصور احمد زی   کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد