2013/11/17

  

کله چې د مشورتي لويې جرګې ږغ شوی، او حضرت صاحب  صبغت الله مجددي يې رياست منلی، له هغې ورځي د حضرت د کور او نږدې سيمې  سخت امنيتې تدابير نيول شوې دي، د حضرت صاحب کور يوځل بيا د اوسپنيزو کانګريټو پر تختو(سلب) باندي  پوښل شوې، داسي چې دده کورته تلونکی سړک هم پر کانګريټي موانعو بند شوي، که دهغې کوڅي خلک تګ راتګ کوې هم به امنيتې قوانين مراعت کوي او تر سختي تلاشي وروسته به خپل کورته د تګ اجازه پيداکوي.

خدای ج خو دي حضرت صاحب مړ کړي، تر څويې له غمه خلاص شو، څو کاله وړاندې هم اوازه شوه چې په ترکيه کې داوږدې تداوي وروسته حضرت صاحب مړ شوی دی، خو هغه خبر درواغ شو، اوس چې حضرت صاحب نږدې د ۸۷ کلونو دی، ډیر عمر يې تير کړی، بهرني يرغلګر پوځونه او کورني امنيتې ځواکونه يې ددی له پاره امنيت سخت   ټينګ نيولی تر څو د راتلونکې پنجشنبې (۲۱ نومبر ۲۰۱۳) ورځې پورې پري سرتري بريد ونه شي او يا خو يې څوک په خپل کور کې ونه وژني چې د پنجشنبې په ورځ امریکايانو ته زموږ د خاوري قواله ورکړي، او د يرغلګرو سره د امنيتې او دفاعي تړون تر نامه لاندي د هيواد خاوره د هغوی په واک کې  د ولسمشر کرزي د لاسليک موافقه دده په مشرتوب کې وشي.

له بېلابېلو سېمو څخه دولت او امريکا پلوه کسان راغوښتل شوې تر څو دولت او په ځانګړې ډول ولسمشر ته واک ورکړې چې له امريکا سره امنيتې او دفاعي تړون پرته له دې چې قضايې مصؤنيت يا په دي نوي اصطلاح قضايې صلاحيت په نظر کې ونيول شي( اصيل افغانان د امریکا سره د هغوی له خوا د اشغال پر مهال تر هر نامه لاندي له هر ډول تړون  سره مخالف دي) بايد چې تړون لاسليک شي.

پلان داسي جوړ شوی چې د يوه ولايت اوسيدونکې به په يوه کميټه کې نه وي، هره کميټه به د مخلتفو ولايتونو له کسانو څخه جوړيږي تر څو د کميټي خلک يو له بل سره له نږدې پيژندګلوي ونه لري،دوه هدفه لري، يوداچې مشر د کميټي به ددولت په خوښه اسانه وټاکل شي، دوېيم داچې هغه ډالر چې د وطن پلورني له پاره ځانګړې شوې دهغو پيسو په اخستلو کې به دکميټي خلک یو له بل څخه نه شرميږي، که چيرته د يوه ولايت او يوې سيمې اوسيدونکې په يوه کميټه کې وي ممکن چې د پښتنې دود له مخې  د يوه او بل په مخ کې د هيواد او خاورې پلورلو پر سر پیسي په ښه زړه او ورين تندي وانخلي، ددي له پاره چې دممکنه ستونزو مخه ونيول شي، دولت او بهرنيانو دغه پلان جوړ کړي.

مولوي صديق الله فدايې چې مشهور او وتلی عالم او مبلغ دی، په جرمني هيواد کې اوسيږي، هغه وخت چې امریکا په سعودي عربستان کې آډې غوښتي، د نړۍ مشهور علماء سعودي عربستان ددي له پاره ریاض ته غوښتي وو چې په سعودي کې امریکايې آډو ته جواز ورکړي، فدايې صاحب په هغه وخت کې په اروپا کې د لجنة الدعوت الاسلاميه مشر وو، ده ته هم دعوت ورکول شوی وو، خو چې کله يې په دغه ډول نامشروع غونډه کې د ګډون څخه انکار وکړ، لومړی ځل ورته وویل شول چې ستاسي له پاره اويا زره ۷۰۰۰۰ ډالر ځانګړي شوي (البته د ټولو ګډون کوونکو له پاره دهغوي د رتبو سره سم مبلغ ځانګړی شوی وو)  چې د غونډي په جريان کې به يې ترلاسه کړئ، خو د هغه ايمان اجازه نه ورکوله چې په دغه ډول شرموونکې او ناجایزه غونډه کې برخه واخلي چې امريکايې آډو ته د اسلام پر سپيڅلي خاوره اجازه ورکړي، پايله داچې لږ موده وروسته يې دنده هم  له لاسه ورکړه.

حاجي ميانور چې يو قومي مشر او پخوانی جهادي شخصيت دی، ورور يې  قومندان وو، د پکتيکا اوسيدونکې په لوړ اواز خبري کوي، وايې چې کله پر کويټ باندي عراق حمله وکړه، وروسته امریکا پرعراق دحملې تابيا نيوله ، له امریکا سره ډيرو هيوادو ژمنه وکړه چې پوځيان به ورکوي، په پېښور کې د مجاهدينو دحکومت نوبتي مشر حضرت صبغت الله مجددي هم له امريکا سره ژمنه کړي وه چې پوځيان (مجاهدين) به ورکوي تر څو د عراق له حکومت سره  د امریکا تر مشري لاندي وجنګيږي.

حاجي ميانور اکا وایې چې حضرت صاحب وروسته له اوږده ځنډه په ماپسي يو څوک راوليږي او هغه زما کورته راغی چې حضرت صاحب مبارک غوښتی يې، ډیره مې خبره جدي ونه نيوله، ډیر ژر حضرت صاحب بل سړی راپسي راواستاوی، هغه هم د حضرت صاحب پېغام راوړی وو چې حضرت صاحب ډیر ضروري کار درسره لري او غواړي دي.

ورغلم، غټه کوټه (سالون) وه، هلته د بېلابېلو سيمو د مجاهدينو مشران ناست وو، حضرت صاحب د کوټې په پای کې ناست وو، په ليدو مې خوشاله شو، ښه ګرم روغبړ يې راسره وکی، ويې ويل چې هیڅ درک دي نه معلوميږي، څو ځله مي احوال درپسي واستاوی، مجلس له ماسره شروع شو.

حضرت صاحب وویل چې مجاهدين مې په کار دي، او ښه ډیر مې په کار دي، ته به پکتيکا ته ولاړ شي، او دلته به هم ځوانان وګوري مجاهدين به راټول کړي چې زما په کار دي يو خواته يې استوم

پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې چيرته به يې حضرت صاحب مبارکه ليږئ، هغه وویل چې عراق ته

ومې ویل چې دا خو ډير ښه کار دي، عراق ته خو به يې خود درته راټول کړم، ښه ډیر مجاهدین به درته راولم، هغه خو مسلمانان دي، او له امریکا سره جنګيږي، دلته موږ له روسانو سره جنګيږو هلته به له امريکايانو سره وجنګيږو، هيڅ فرق يې نشته دواړه سره کفار دي، حضرت صاحب ! زه به خامخا ځم او تکړه مجاهدين به راولم. زه ښه پوهيدم چې حضرت صاحب خو له امریکا سره د پوځيانو د ليږلو او مرستې وعده کړي وه، قصدا مې داخبرې ورته وکړه، او زياته مې کړه داسي نه چې زموږ مجاهدين څوک امریکایانو ته په لاس ورکړي او له عراقي مسلمانانو سره يې وجنګوې؟

دحضرت صاحب مخ  له درد څخه تک سور شو، ددی له پاره چې موضوع نور زور وانه خلي او د نورو سيمو مجاهدين ورته زيات متوجه نه شي، حضرت صاحب سمدستي د کاغذونو پر لاسلیک کولو پېل وکي، تر اخره يې بيا زما خواته هم نه دي راکتلي، زه هم همداسي پرته له خدای پاماني ورڅخه راووتلم.

په لوی اختر کې مې حضرت صاحب دده په کور کې وليدی، بيا يې په مشورتي لويه جرګه کې د ګډون بلنه راته راکړه، سوړ اسويلی مې وکېښ او پوه شوم چې د سياسي خلکو حافظې ډیرې کمزوري وي.

حضرت کاکا ځان د ګردو مجاهدينو (افغان او عربو) مشر ځان باله، او هيچاته يې اجازه نه ورکول چې د روسانو سره دجهاد اړوند مسايلو کې دي يې نوم تر ده دمخه وي.

له کابل څخه پېښورته ولاړم، دده کورته ورغلم، د مازيګر لمونځ مو دده په امامت اداء کی، په هغه وخت کې په افغانستان کې طالبان وو، حضرت صاحب کوم ځانګړی فعاليت نه درلود، يو بريتور پکتيکاوال يې خدمت کاوو، او هغه چې سواد يې نه درلود،  دده د ولسمشري په وخت کې يې جنرالي رتبه ورکړي وه، له لمانځه وروسته مې د اسامه بن لادن تر نوم لاندي کتاب ورته ورکړ، د خپل طبيعي جوړښت له مخې پرته له دي چې  پوه شي چې موضوع څه ده، حضرت کاکا وویل چې دا د څه شي کتاب دی؟ چې ماته دي راوړی دی؟ ورته مې وويل چې داسامه بن لادن، بيا دومره غوسه شو، چې نږدي وو که دده مريد وای نو په مخ به يې څپيړه راکړي واي، ويې ويل دا (اسامه) خو ما مجاهد کی، ده ته خو ما جهاد وروښود، دی خو زما مجاهد وو، زما سره اوسيدلی دی، اوس تاسي ماته دده په اړه هم کتاب  او معلومات راکوئ، ومې ویل چې حضرت صاحب تاسي ته خوموږ ټو ل احترام لرو، موږ پوهيږو چې تاسي د جهاد مشران واست، او اسامه ستاسي سره يوځای په پېښور کې اوسيدلی، مګر په دغه کتاب کې داسي ځينې شيان شته چې دده د ژوند او وروسته پيښو په اړوند هم معلومات پکې دی، ددی له پاره چې ستاسي سره اوسیدلي وو، موږ له همدې امله ښه وګڼله چې تاسي د خپل دوست پر حالت پوه شئ، خبره مې دده په ګټه وڅرخوله، غوسه يې سړه شوه او د خپل ځان صفت يې شروع کې.

هغه حضرت چې اسامه ته د جهاد د ښوونې دعوه لري نن د ګور پرغاړه د امریکا يرغل ته ځان تسليموي او له امريکا سره ننګين او تلپاتي پېغور لرونکې تړون ته د لاسليک اجازه ورکوی، يا خدایه ته خو حضرت له مشورتي غونډې جوړيدو مخکې مړ کړي.

زما يو دوست وايې چې کله به په پاکستان کې پر حضرت تنګسه راغله، پيسي او خوراکې مواد به په وخت ورته ونه رسيدل، او یا خو به دمجاهدينو په نوم سلاح اسلامي حزب ته ډیره ورکول شوه،  په سبا ورځ به يې حضرت مبارک رسنۍ راوغوښتلي او خوله به يې وازه کړه چې آی ايس آی ټول امکانات اسلامي حزب ته ورکوي، د پاکستان  پر دولت به يې ډول ډول نيوکې کولي.

آی ايس آی د حضرت صاحب پر طبيعت پوه شوی وو، په بله ورځ به يې يو موټر دال (دال نخود)، يو موټر غوړي، يو موټر چينجنه لوبيا او دا ډول وريجې او نور خوراکي مواد د حضرت د کور مخکې کښته کړل، ورسره به يې يوه اندازه پاکستانۍ کلداري هم حضرت صاحب ته د آی ایس آی د استازي په لاس واستولي، چې کله به د آی ايس آی له خوا خوراکي مواد او پیسي حضرت کاکا ته ورسيدلي، پر سبا ورځ به يې بیا د رسنيو په مخ کې د پاکستان حکومت    ډول ډول تعريفونه او ښګينې ويلي.

ښه ډیره موده کيدله چې حضرت صاحب له ښاغلي کرزي په دي خفه وو چې ولي يې د استاد رباني تر مرګ وروسته دهغه پرځای د سولي عالي شورا مشر ونه ټاکی، داچې ښاغلي ولسمشر هم په پاکستان کې وخت تير کړی، او بيا خپله له حضرت صاحب سره اوسيدلی نو د آی ایس آی د هغې پخوانۍ حربې څخه يې کار واخيست، حضرت کاکا ته يې د ډالرو بستې ورمخ کړي او په ډیره اساني يې پر هغه ومنله چې د تلپاتي پېغور دغه ننګين مسؤليت د مشورتي جرګې مشرتوب په غاړه واخلي.

خواتم (پايلې)  مستور(نامعلوم)  وي، سړی په خپله خاتمه نه پوهيږي، يواځي الله ج ته معلوم وی، حضرت به دهمدې ورځې له پاره الله ژوندی پاتي کړی وی، چې افغان ولس ته يې نوره هم څیره بربنډه شي او دغلامي ځينځير په غاړه ګورته ولاړ شي، يا الله ج موږ ددغسي شرم او دغه ډول خاتمي څخه د تل له پاره  وساتي.

سمه ده چې حضرت صاحب د نږدې ۸۷ کلونو دی، عصاب به يې کار نه کوی، دماغي توازن به يې برابر نه وي، ځکه دوه ځله سرتيري بريدونه پري وشول، آيا دده په ټوله کورنۍ کې داسي باايمانه ځوان نه شته چې هغه وپوهوې چې دغه تلپاتي پېغور يې کورنۍ ته پري نه ږدي، په دي تمه چې په کورنۍ کې يې داسي څوک پيداشي چې مخکې له مشورتي جرګې  حضرت ته ټينګ ګواښ وکړي چې ددوی کورنۍ د تل له پاره د افغان ولس په سترګو کې سپکه نه کړي، اوموږ به دعا کوو چې يا خدايه! حضرت مړ کړي.

پای

۱۵ نومبر ۲۰۱۳


ښاغلی مطمئن صیب!

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته 

زه احمد جاوید شکیب نومیږم په جاپان کې د ماستری محصل یم.   ما یوه تحقیقي لیکنه کړي او غواړم چې د افغانستان په مطبوعاتو او یا ویب پاڼو کې نشر شی. څرنګه چې زه د ویب پاڼو سره تماس نه لرم که چیرته مهرباني وکړي او زما دغه لیکنه چا ته ورکړی تر څو نشر یی کړي. په دې کې به الله ج تاسو ته هم اجر درکړي او دا به ستاسو د افغانستان خلکو ته یو لوی خدمت وي.  زما لیکنه لاندې ده. 

په درنښت 

احمد جاويد شکیب 

جاپان، کیوتو د دوشیشا پوهنتون 

په جاپان کې د امریکا نظامي هډي او د امریکايي عساکرو جنایات

د دویمې نړیوالي جګړې په پای په ۱۹۴۵م  کال کې کې د جاپان  په دوو لويو ښارونو هر یو ایروشیما او ناګاساکي باندې د امریکا متحده ایالاتو  اتم بم استعمال کړ، چې په ایروشیما کې تقریباً له ۹۰۰۰۰ څخه تر ۱۶۶۰۰۰ او په ناګاساکي کې له ۶۰۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰۰  کسان ووژل شول.   

له دې حملې نه وروسته د جاپان امپراتور امریکا ته  تسلیم شو او د امریکا متحده ایالاتو غوښتنی یی ومنلې.   د جاپان خاوره له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۵۲ د امریکا او متحدینو  تر مستقیم اشغال لاندې پاتي شوه.  

له ۱۹۵۲ نه وروسته جاپان  بیرته خپله آزادي تر لاسه کړه،  لیکن امریکا متحده ایالاتو د جاپان سره د (Treaty of Mutual Cooperation and Security between the United States and Japan) د جاپان او متحده ايالتو ترمنځ دوه اړخیزې د امنیتي او همکاری تړون ترلاسه کړ چې دغه تړون ته جاپانیان  日本国とアメリカ合衆国との間の相互協力及び安全保障条約 وايي.   د دغه امنیتي تړون په اساس امریکا ته واک ورکړل شو تر څو د جاپان په خاوره کې پوځي هډه  ولري او بل دا که چیرته کوم امریکايي عسکر د جاپان په خاوره کې کوم جرم کوي نو هغه باید قضايی مصئونیت  لري.

دا  چې په ټول جاپان کې د امریکا نظامي مرکزونو په اړه  معلومات په یوه مقاله کې نشي بشپړ کیدای . نو زه دلته غواړم چې یواځی د اوکینا وا   Okinawa امریکايي هډی په هکله د امریکایی عسکرو د جنایاتو یوه یادونه وکړم.   

اوکیناوا یوه جزیره ده چې د جاپان هېواد په جنوب لویدیځ کې موقعیت لري او  په جاپاني ژبې کې  ورته 沖縄本島 وايي. دغه جزیره 1,201.03 کیلو متر مربع مساحت لري. او اکثره اوسیدونکي یې له جاپانیانو نه توپیر لري ځکه دغه خلک تقريباً درې زره کاله مخکې له چين نه دې جزیري  ته راغلي دي.    له ۱۹۵۲ کال نه تر اوسه په دغه جزیره کې د امریکا د متحده ايالاتو یوه نظامي هډه هم موقعیت لري. 

د اوکیناوا خلک له ۱۹۵۲ کال څخه تر اوس پورې د امریکایی نظامی هډي او امریکايي عسکرو د جرمونو له لاسه دومره په تنګ دی چې هميشه مظاهري کوي لیکن د جاپان مرکزي دولت او امریکا د دوي غوښتنو ته کومه خاصه پاملرنه نه کوي. 

که څه هم د جاپان صدراعظم یوکیو  هاتویاما Yukio Hatoyama  د اوکیناوا له خلکو سره ژمنه وکړه چې دی به د امریکا نظامي هډه د دوي له منطقی نه وباسي لیکن بریالی نشو او بلاخره یی په ۲۰۱۰ کال کې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه. 

امریکايي سرتیري په دغه جزیره کې په مختلفو جرمونو کې ښکیل ګڼل کيږي خو تر ټول مهم یې په جاپاني ښځو باندې ډلیز جنسي تیري،  د مخدره موادو استعمال او په ترافیکي پیښيو کې خلکو ته تاوان اړول دي. 

قضايي مصئونیت امریکايي سرتیري نور هم سپین سترګي کړي دي. له ۱۹۵۲ کال څخه  تر ۲۰۰۴ کال پوري تقريباً  200,000 تصادمونه او نورو جرمونو کې امریکايي سرتیري ښکیل ګڼل شوي دي. چې تر 1000ډیر ملکي جاپانيان پکې وژل شوي دي. 

همدا شان ډیر امریکايي سرتیري په جاپاني ښځو باندې په جنسي تیري کې هم ښکیل دي.  د میرمن  سوزویو تاکازاتا  Suzuyo Takazata  چې د جنسي تیري ۳۰۰ قضيې یی ثبت کړي دي وایی   امریکايي سرتیري ډیسکو او یا د سمندر ساحل ته ځي د مکتب نجونو او یا نور انجونو  ته ځانونه رسوي د پیسو په ځاي صرف خوږه ژبه استعمالوي که چیرته هغه کار ونه کړي نو بیا په زور په هغوي باندې جنسي تیري کوي چې ډیرې قضیې د رسنیو نه لري ساتل کیږي. 

په ۱۹۹۵ کال کې امریکايي عسکرو یوه ۱۲ کلنه د مکتب زده کوونکې تښتولي لاسونه او پښې یې تړلی او په ډله اییز شکل یی پرې جنسي تیری کړی. او بیا په ۲۰۰۸ کال کې یوه ۱۴ کلنې جاپاني انجلي باندې هم په ډله اییز شکل جنسي تیری شوی وو، چې دغو قضېیو مطبوعاتو ته لاره پیدا کړه او د جاپان او امریکا ترمنځ اړیکې یې ترینګړي کړې. 

په جاپان کې د اوساکا د ښاروال هاشيموتو Hashimoto  په وینا امریکايي سرتیري په 26,000 جنسي ځورونو باندې تورن دي. نوموړي ویلی وو د دې لپاره چې په اوکیناوا کې د امریکايي عساکرو له خوا  د جنسي تیري کچه راټیټه کړای شي کیدای شي چې د پيسو په بدل کې امریکايي سرتیري له ځوانو  جاپاني ښځو نه استفاده وکړي. 

د اوکیناوا خلک د امریکي د نظامي وسايطو له شور او غالمغال نه هم په تنګ دي او دوي شکایت کوي چې موږ د شپي خوب نشو کولی ځکه د امریکا هډه د ښار په منځ کې واقع ده چې شاوخوا يي کورونه پراته دي. 

ماساو ارومې Masao Arume د اوکیناوا ۷۱ کلن اوسیدونکی د امریکا د نظامي هډي په خلاف د مظاهرې ترتیبوي او شکايت کوي چې امريکايي سرتيرو د ده د خپلوانو ځمکې غصب کړي دي او همدا شان، دوي په اوکیناوا کې په ډول ډول جرمونونه کې ښکیل دي.  نوموړی وايي کله چې دی  د دغه مسايلو شکایت د جاپان مرکزي حکومت ته کوي نو هغوي وايي چې امریکايي سرتیري ستاسو امینت ساتي نو ځکه ستاسو شکایت د قبول وړ نه دی. 

دا په داسی حال کې ده کله چې په ۲۰۱۲ کال کې د سینکاکو Senkaku  جزيري  په سر باندې د جاپان او چین ترمنځ اختلاف پیدا شو نو امریکا اعلان وکړ چې د دوي  هېواد به په دغه مسئله کې بی طرفه پاتي کیږي. 

د اوکیناوا ځینی اوسیدونکي بیا وایی چې امریکايي سرتیري له همدغه ځایه په ویتام او عراق کې حملې کولی او بی ګناه خلک یې وژل.   موږ د خلکو د وژلو مخالف یو نو ځکه نه غواړو چې زموږ خاوره د خلکو د وژلو لپاره وکارول شي.

 د اکاري Akri په نامه د پوهنتون یوې محصلي ما ته وويل چې د اوکیناوا خلک د عراق او منځني ختیځ له خلکو سره د زړه له کومي همدردي لري او پوهیږي چې دوي تروریستان نه دی بلکه تروریستان په دوي مسلط شوي دي.  

له ۱۹۴۵ کال وروسته امریکايي پوځي مرکزونو ته په زرهاوو د عیسویت د تبلیغ مبلیغین له امریکا څخه جاپان ته راغلل او په لویو ښارونو کې یې ډیري کلیساوي جوړې کړې. د دوشیشا پوهنتون د ګلوبل سټډیز د پوهنځي د رييس ښاغلي ماسانوري نايټو په وینا چې امریکایانو هڅه دا وه چې په زوراو جبر د  د جاپان په خلکو باندې د عیسويت دين ومني تر یوې اندزي پوري په خپل دې هدف کې  بریالي هم شول اوپه جاپان کې یې ډیر خلک عیسویان کړل.

 که څه هم په جاپان کې د عیسویت دين ته دعوت جرم نه دي لیکن په زور او جبر په  خلکو باندې د مذهب قبولول  جرم  ګڼل کیږي. نو د امریکایانو  دغه عمل هم کیدای شی چې یو جرم طلقي شی. 

ګرانو لوستونکو دغه هغه معلومات ما  په جاپان کې د یوه تحقیق په نتیجه کې برابر کړل. او د دغه معلوماتو له برابرولو نه مي هدف دا دي چې د  امریکا  نظامي هډو ټولنیز زیانونه له تاسو سره شریک کړم تر څو زموږ مشران په افغانستان کې د امریکا د نظامي شتون په هکله صحیح  فیصله وکړي.  

د دې خبري هیڅ تضمین وجود نه لري چې امریکايي سرتیري  چې کوم جرايم په جاپان کې تر سره کوي نو په افغانستان کې به یې نه تر سره کوي.  حال دا چې ډیر داسی مسایل وجود لري چې په افغانستان کې جرم ګڼل کیږي او  د امریکا او جاپان  له نظره بلکل جرم ندي  فلهذا زماپه نظر د امریکا د پوځي هډو شتون به په افغانستان کې د افغانستان د راتلونکي  لپاره یو غټ مصیبت  وي. 

 وسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

 ستاسو ورور احمد جاويد شکیب 

        

 

1- خدايه! کابل د نورستان مرکز کړي

2 - دکابل ټکسي چلوونکي غله

3 - مشرحاجي صاحب هوښيارسړی دی، خو والي صاحب!!!

4 - خانه کرایی

5 - امريکايې پوهنتون او برتانوي پوځي اکاډمي

6 - سيد حامد ګيلاني څه شي په غوسه کړی؟!!!

7 - يوه شرموونکي مظاهره - کابل

8 - حضرت صاحب دي خدای مړ کړي؟!!! 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد