2014/08/12

د ټاکنو د دویم دور پایلو په تړاو د ملي یووالي او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې خبرپاڼه

بسم الله الرحمن الرحیم

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د سیالیو لپاره د نوماندو له نوم لیکنې او بیا ټاکنیزو کمپاینونو راهیسې دا دی شپږ میاشتې وشوې، مګر د دغو ټاکنو پایلې لا هم جوتې نه دي او افغانستان له یوه خطرناکې سیاسي تشې او کړکېچ سره مخ دی. د دغه وضعیت منفې اغېزې د هېواد پر اقتصاد او امنیت ښکاره دي.

له بلې خوا د ځانګړو امریکايي څېړونکو یو راپور په ډاګه کوي، چې ټول هغه لګښتونه چې په افغانستان کې په تېرو دوولسو کلونو کې وشول، د مارشال له پلانه زیاتېږي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د شپاړسو اروپايي هېوادونو د بیارغونې لپاره لګولي وو.

دا ټول ښيي، چې کله یو هېواد له ټیکاو او سولې برخمن نه وي او تر هغې چې سوله د یوه دولت د پلانونو په لومړيتوبونو کې نه وي، په دغسې هېواد کې نه اقتصادي وده کېږي او نه د وګړو رایه کولای شي هېواد له ستونزو وژغوري.

د ملي یووالي او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې د ټاکنو بهیر له پیله وړاندې په یوې خبرپاڼه کې یاده کړې وه، چې د جګړې او نامنۍ په حالت کې به ټاکنې هېواد له کړکېچ سره مخ کړي. موږ څو څو ځله د دغو ټاکنو د منفې پایلو په اړه، چې هېواد یې د قومي بېلتون پر کرښه ودرولی، خبرداری ورکړی و. زموږ غوښتنه دا وه، چې باید د ټاکنو پر ځای یو داسې لنډمهاله حکومت منځ ته راشي، چې د ښکېلو اړخونو له باوره برخمن وي او د بین الافغاني خبرو اترو زمینه برابره کړي. سولې او اوربند ته له رسېدو وروسته به دغه حکومت افغانستان شموله ټاکنو ته زمینه مساعده کړي. له دې پرته، د امنیتي تړون لاسلیک او په افغانستان د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله شتون د جګړې د غځېدا لامل به شي.

اوس چې ټاکنې په یوه کنګل اوښتي او څرګنده پایله هم ورته نه شي تصور کېدای او امریکا هم د اساسي قانون او خلکو د رایو په پښو لاندې کولو غواړي د خپلې خوښې حکومت پر افغانستان وتپي، موږ یو ځل بیا په ډاګه کوو، چې د ټاکنو پایلې هر څه شي، هېواد به له دې ژور کړکېچه ونه شي ژغورلای او هغه څه چې د ملي یووالي حکومت یادېږي، د هغې مافیايي دسیسې برخه ده، چې غواړي یو کمزوری او بې نظمه حکومت منځ ته راوړي او پر یوې څوکۍ د څو تنو له کشمکش پرته به نور څه ونه لري.

د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهه یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د دې ستونزې حل لار د یوه لنډمهاله حکومت منځ ته راتګ او د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هڅې دي. د درغليزو او پاکو رايو بېلول به یوه ناکامه هڅه وي او کله به هم دغه له سره تر پایه درغلیز بهیر د مشروعیت څښتن نه شي او شته کړکېچ به پای ونه مومي.

و السلام

کابل دوشنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل د ۲۰۱۴م کال د اګسټ له ۱۱مې سره سم

         

 

 - د سولې او امنيت ریفرنډم او د ډاکټر اشرف غني غوراوی 

20 -The Peace and Security Referendum & Election, Choice for Dr. Ashraf Ghani

21 -جنرال حمید گل، حكومت افغانستان، طالبان و امريکا 

22-Why HPC trying to Defame Turkmenistan

23 - لیکوال او ژورنالسټ باید چې حکومت  او طالب پلوی نه يې

24 - زنده باد حزب اسلامي، زنده باد عبدالله عبدالله

25 - د هند په کونسلګري حمله  پاکستان کړي، ولسمشرکرزي  وايې

26 -Attack on Indian Consulate was planned in Pakistan- Per-Karzai

27 ـ روند تبادلۀ زندانيان گوانتنامو چرا در بي خبري پاكستان و افغانستان صورت گرفت؟

28 - Abdullah's protests and Ghani's silence: What is next?

29 - هلمند د پاکستان پر پوله بل هلمند وپنځاؤ

30 - Latest Political situation and threatens

31 - کابل بانک ته ورتګ، ډار او ویره

32 -اعلامیهء مطبوعاتی جبههء وحدت ملی و مخالفت با پایگاه های خارجی در افغانستان در

33 - د ټاکنو د دویم دور پایلو په تړاو د ملي یووالي او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې خبرپاڼه

1- خدايه! کابل د نورستان مرکز کړي

2 - دکابل ټکسي چلوونکي غله

3 - مشرحاجي صاحب هوښيارسړی دی، خو والي صاحب!!!

4 - خانه کرایی

5 - امريکايې پوهنتون او برتانوي پوځي اکاډمي

6 - سيد حامد ګيلاني څه شي په غوسه کړی؟!!!

7 - يوه شرموونکي مظاهره - کابل

8 - حضرت صاحب دي خدای مړ کړي؟!!! 

9 ـ سوفا، امنيتې او دفاعي تړون او مشورتې لویه جرګه 

10- غل امت او غل رهبر  

11 - مشورتي لويې جرګې ته د ولسمشر کرزي وروستۍ وينا

12 - حضرت صاحب لبیک، له هیواده ستا د هجرت او وتلو په تمه

13 - د افغانستان او امريکا اړيکې: غلط پېل او خطرناکې پايلې  دکرزي او امريکې تر خوابدون ها خوا کتنه

14 - تنش اخیر افغانستان و امریکا؛ خواسته های عربستان سعودي و پاکستان چیست؟

15 - د متفکرانو متفکر

16 - اوباما څه شي اړ کړ چې کرزي ته ټليفون وکړي!؟؟؟

17 -Death of Marshal Fahim in delicate and sensitive situation

18 - دکابل پوهنتون نوم کرزي د ځان له پاره پټ کړی

 

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد