WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات اقتصادی فرهنگی  سیاسی وفلسفی پاڅون (رسولی)

 

    زه غواړم پرمختګ وکړم!                                                        پاڅون (رسولی)

زه پر خپلو بچیانو ویاړم پر هغو بچیانو می چی زما نوم ته یی د نړۍ په هر ګوټ کی ویاړ وربښلي وو هغوی غوښتل چي نړیوالو ته ما ورپیژني تر اوسه هغوی دی ته ونه توانیږی چه پر ما غلبه وکړي هغه وخت کی زما نوم پر خلکو ډیر تاثیر درلود خلک نشو کولای چی زما نوم ته په سپکه وګوري.

ددی ترڅنګ زه داسی زامن هم لرم چی دوی زما د نوم په اخستو شرمیږی دوی له ما کرکه کوی حتا دوی  زما د نامی انکار کوي ګویا زه ددوی هیڅ هم نه کیږم دوی هغه کسان دي چی زه یی له هرڅه خلاص کړم دوی هرڅه راڅخه تالا کړه او پردو ته یی ورکړ.

اوس هغه زامن می نشته چی  ما له لاسه ونیسی او په ښپو می ودروي اوس داسی یواځی شوی یم چی څوک می پوښتنه هم نه کوي هغو می چی مخکی خپل وو او تګ راتګ راسره کول هغوی هم زما د خپلوی څخه انکار کوي زه اوس داسی ویجاړ شوی یم چی ته به وایی چی په سلو کلنو کی روغ هم نشم زه داسی ځوریږم چی خلک زما له ځوریدا څخه خوند اخلي .

زه کوښښ کوم چی پرخپلو ښپو ودریږم څوک می پر ملا وهی او بیرته پریوزم خو هیڅوک نشته چی ما له لاسه ونیسی او پورته می کړي په ما کی اوس ساه شته او هیله لرم چی پرمختګ لوری ته لاړشم او پرمختګ وکړم که تاسی ماته له نه  نژدی وګوری تاسی به ګمان کوی چه زه به د سرطان د ناروغی څخه ژوندی راوتی یم خو خیر

اوس نو تاسی به په دی سوچونو کی یی چی زه به څوک یم او زما نوم څه ده خو که تاسی ته ووایم چی زه په غمونو اخته او د هر چا دلاسه کړیدلی ، سوځیدلی افغانستان نومیږم

دښکلی افغانستان دلیدو په هیله

پاڅون (رسولی) د هندوستان د ګهوا ایالت څخه او د ګهوا پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځ محصل

Pasoon(Rasooli) GOA university India

Pasoon_rasooli@yahoo.com

Mobile no#00919766178619

  

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید