WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات اقتصادی فرهنگی  سیاسی وفلسفی پاڅون (رسولی)

 

    اختر په مشاعره و لمنانځل شوه                                           خبریال : پاڅون رسولی

د ګران هیواد افغانستان محصلین د هندوستان د ګهوا په ایالت کی د کوچني اختر څخه په مشاعره لمانځه وکړه.د اګست د میاشتی په یوویشتمه اود دوشنبی په ورځ یوشمیر محصلین په داسی حالت کی چه له کور،هیواد او افغانی فرهنک اوکلتور څخه لری دی خلکوته یی وروښودل چه دوی هیڅ نه دی هیر کړی او د کوچنی اختر څخه یی په یوه پراخه مشاعره لمانځه وکړه.

مشاعره د ماښام په شپږو بجوباندی د افغانستان د ملی سرود په غږولو باندی پیل شو چه تول محصلین د ملی سرود ا احترام لپاره له خپلو ځایونو ودریدل.

د غونډی اود مشاعری پرانستوونکی ویانا د سیاسی علومو د پوهنځی محصل پاڅون (رسولي) وکړه په خپلو خبرو د غونډی او د مشاعری په مختلفو اړخونو باندی خبری وکړی او وویل چه دغه مشاعره د هیوداده بهر د مختلفو قومونو ترمنځ اتفاق او اتحاد ښایی او دافغانستان ادب او کلتور ته یی یوه ښه کار وباله اوهمدارنګه له هغه سل تنو نه مننه وکړه کوم چه په دغه غونډه او مشاعره کی له دوی سره برخه اخیستی وو.

وروسته د مشاعری او غونډی دوه تنه ویاندان یی هم د غونډی ګډونوالوته وروپيژندل چه ښاغلی شاه محمد همت د اقتصاد پوهنځی محصل او ښاغلی رحمان نظر د قانون پوهنی دڅانګی محصل وو د ستیج چاری پرمخ بیول

البته په مشاعره کی د هیواد د و تلو شاعرانو شعرونه ډیر اوریدل کیدل او ترڅنګ یی د هغوی ژوند لیک هم لوستل کیدل.

لمړی شعر ښاغلی عبدالله (عطایی) د هیواد د وتلی شاعر او عالم شاعر اوراښاد نا جلال الدین بلخی شعر ولوسته او همدارنګه فیض الله (ټنی) د پښتو د ژبی د صوفی شاعر عبدالرحمن بابا ژوند لیک بیان کړه او ترڅنګ یی د عبدالرحمن بابا یو پارچه شعر ولوست وروسته غلام علی چه د هیواد له هزاره ورونو څخه وو خپله لیکنه یی د هیواد پر وتلي شاعر ښاغلی فیض الله کاتب (هزاره) باندی چمتو کړی وه چه د ګډونوالو د خوښی وړ وګرځید او همدارنګه د قندهار د سیمی د وتلی شاعر ادیب ښاغلی عبدالله باری (جهانی) شعرد محب الله (شیر) له خوانه ولوستل شو او همدارنګه احمدشاه (سخا) پامیر(شینواری) الهام الدین (بختاني) ویس الله (صافي) خپل شعرونه ګډونوالو ته ډالې کړل.

له مشاعری څخه وروسته یو شمیر محصلین کوم چه  پدغه ایالت کی په مختلفو برخو کی لاسته راوړنی درلودی په مډالونو او تحایفو باندی ونازول شول په دغه محصلینو کی ډیر داسی ځوانان ول چه د سپورت په برخه کی لمړي مقامونه اخیستي وو او یا په خپلو پوهنتونو کی د ښو نمرو له مخی اول او یا دوهم مقام درلودل. د مشاعری په پای کی پاڅون (رسولي) له ټول نه په خورا درنښت مننه وکړه او مشاعره یی د هیواد د وتلی شاعر، لیکوال اوژورنالست  ښاغلی فاروق (فردا) د شعر په ویلو سره پای ته ورساوه

په درنښت

پاڅون (رسولي) د سیاسی علومو د پوهنځي محصل هندوستان (ګهوا)

  

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید