WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات اقتصادی فرهنگی  سیاسی وفلسفی پاڅون (رسولی)

 

    افغان هیله                                           خبریال : پاڅون رسولی

افغان هیله (ارزوی افغان) هغه میاشتې چاپی خپرونه ده چه د بهر میشتي افغانی محصلینو په زیار او کوښښ باندی د هندوستان په هیواد کی له چاپه راوځي.

ګهوا ایالت د هندوستان هغه سیمه ده چه تر نورو ځایونو فغان محصلین پکی لږ تر ستوګو کیږي سره له دی ددوی زیار او کوښښ د قدر وړ ګڼل کیږي.

د دی ترڅنګ چه دوی د هر کوچنی اختر په شپه یوه اختریزه مشاعره جوړوي چه ډیری محصلین پکی برخه اخلي خو دوی دا هم د افغانی فرهنک او کلتور لپاره ډیره ګټوره وبلله چه ترڅو پر چاپ سمبال چاپی خپرونه چه په دریو ژبو(انګلیسی،پښتو،دری) باندی چاپ شی له چاپه وباسی .

افغان هیله باید وو چه هره اوونۍ چاپیده خو د محصلینو د درسونو د ډیرښت له کلبه ونشوه چه هره اوونۍ له چاپه راووځي هماغه وه چه د ډیرو مشرانو د نظریاتو د تاید په موخه میاشتنې شوه.

پاتی دی نه وي چه افغان هیله د محصلینو په شخصي لګښت باندی چاپیږي چه لومړۍ ګڼه سل ټوکه له چاپه رواووته چه د ګهوا ایالت په مختلفو پوهنتونو دولتي ادارو باندی وویشل شول چه د ډیرو بهرنیانو د پام وړ وګرځید.

پاڅون( رسولی) د سیاسی علومو د پوهنځی محصل، فرمان الله (ناصری) د اقتصاد د پوهنځی محصل او همدارنګه سید رحیم شاه چه دسیاسی علومو د پوهنځي د ورستی کال محصل دی دغه دری تنه د افغان هیله د چاپ او سمبال لپاره ټاکل شوي دي چه دوی ژمنه کوي چه دوی به ترخپلی وسی پوری د جریدی د لا ښه کیدا په موخه به کار کوي

پاڅون (رسولی) له هندوستان څخه

  

 

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید