2013/03/20

   

د وطن او خلکو مينې مولوی صدیق اله فدایی له کوم ځایه کوم ځای ته ورساوه؟سهیلا اصغري وردک نظیمي

د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند له حکومت نه لا ډیره موده نه وه تیره چې د جلال آباد د بسم اله د جامع جومات، لوی خطیب او د نادرشاهی دارالحفاظ ریس قاری روح اله فدایی، له نور محمد تره کی سره د لیدنې غوښتنه وکړه. د نظام الدین تهذیب لخوا ده ته پنځه دقیقې د خبرو وخت ورکړ شو. دغه پنځه دقیقې که څه هم د ده د هرکلي په چکچکو تیرې شوې، خو ده وکولای شول د افغانستان د وخت رهبر ته خپله خبر وکړی: که زما په سپین لباس کې افغانستان امریکې ته سپارو هم خلکو او وطن ته لوی خیانت دی او که ستاسو په دریشي کې یې روسانو ته سپارو هم....

دې خبرې قاری روح اله فدایی، راساً داسې د مرګ کندې ته ولیږه چې نه یې چا مړی ولید او نه یې چا جنازه واخیستلای شوای. خو د ده تر لاس لاندې په اسلامی علومو سمبال او په وطن مین ځوان صدیق اله فدایی له پلار او وطن سره دا جفا و نه شوای زغملای. د ځوانۍ له احساساتو ډک ځوان د پلار د ورکیدو غم له یوه پلوه او د وطن د راتلونکې سودا له بله پلوه، دې ته وهڅاوه چې آرام ناست نه اوسی او لاس په کار شی. تنکی ځوان هم چې د پلار په سلسله زندان ته اچول کیږی خو په خوشی کیدو سره سملاسی  پيښور ته د تګ لاره نیسی او د وطن د ځوانانو په راټولولو پیل کوی تر څو د روسانو د لاس ناستي نظام پر ضد راپاڅیږی. صدیق اله هم په ځان او هم د وطن پر ځوانانو دا ډاډ درلود چې وطن به د دوی له جغه خلاصوی.

مولوی صدیق اله فدایی د جهاد په کلونو کې

کله چې صدیق اله په ۱۳۵۸ هجری لمریز کال پيښور ته ورسید،  د افغانستان د اسلامی جمیعیت مشر برهان الدین رباني ته یی لیک واستاوه او د لیدو غوښتنه یی ترې وکړه. په هغه وخت کې پيښور ته د کمونیستی رژیم له لاسه د راتښتیدلو شمیر لا ډیر کم وو او مبارزه لا بی نظمه وه. له استاد ربانی سره په لیدلو، صدیق اله په سیاسی کميټه کې د نورو تنظیمیه چارو تر څنګ، د خبرونو او رپوټونو د برابرولو لپاره د بهرنیو ژورنالیستانو رهنمایی او د افغانستان سرحدی سیمو ته د هغوی د وروستلو دندې ته وګمارل شو.

صدیق اله فدایی له بهرنیو ژورنالیستانو سره د کار د دوران یوه خاطره داسې را په زړه کوی:

    دوه تنه جاپانی او دوه تنه هالنډي ژورنالیستان د پيښور سیاسی کميټې ته راغلل او په بی صبرۍ یی افغانستان ته د تګ هیله کوله، تر څو له نژدې په افغانستان کې د سره اردو تجاوز ووینی او د خپلو ورځپاڼو لپاره رپوټونه برابر کړی. دا ۱۹۸۰ زیږدیز کال وو. ونو لا نوې پاڼې نه وې کړې او هوا لا نه وه توده شوې، ما دوی ته افغانی کمیس پرتوګ، لنګۍ او پټو برابر کړل. په اغوستو سره می دوه جاپانیان هزاره ګان او دوه هالنډیان  نورستانیان وبلل. د مومند اجینسۍ له لارې له پولې تیر شوو. ستړي ستومانه وو په یوه تراکتور کې مو ځان  د ګوشتې ولسوالۍ ته ورساوه. د غرمې په ډوډۍ کیناستلو. دلته د خاد د جاسوسانو راته پام شوی وو چې بهرنیان راسره دی. کله چې د پښو په مزل ښه وړاندې راغلي وو، نو د ام ۲۴ زره لرونکو هیلیکوپترونو ډزې راباندې پیل شوې. ما دوی یوې سمڅې ته کړل او یو له دغو هالنډیانو ځان په پروړه کې پټ کړ. چې کتل مو د ډزو له امله پروړې اور واخیست او موږ بیا په منډو شوو او ځانونه مو له ډزو بچ کړل. ژورنالیسانو هغه ژوندی رپوټ ترلاسه کړ چې ورپسې راغلي وو. یو له هغو چې یوریس فریستیک نومیده، د  فری نیدرلند (آزاد هالند) د ورځپاڼې د ۱۹۸۰ کال د مارچ په اتمه ګڼه کې یې په دې اړه رپوټ خپور کړ.

هالندي ورځپاڼه

صدیق اله فدایی د لږو ډیرو بهرنیو ژورنالیستانو په رپوټونو زړه نشوای صبرولای. ځکه یی نو خپله مټې ونغاړلې چې نړۍ ته سفر کوی او دنیاوالو ته به په ګران وطن افغانستان د روس ظلم او ناتار په خپله بیانوي. هماغه وو چې له پاسپورټ پرته یی له اسلام آباد نه  زهران دمشق   مونشن لندن -  نیویارک په لوري د الوتکې ټکټ واخیست او د اسلام آباد په میدان کې د رشوت په ورکولو په الوتکه کې کیناست. کله چې د جرمني د مونشن ښار ته ورسید نو يې په هوايي ډګر کې ځان معرفی کړ چې له افغانستان نه د سیاسي پناه غوښتونکی دی.

په جرمني کې ده ته د زده کړې امکانات ورکړل شول او ده لومړی د ژبې او بیا د سوداګرۍ اساسات او بیا د اقتصاد د تصدی علوم، زده کړل. بیا یې نو مټې راونغاړلې او اوس چې د وطن لیري والي د ده د ځوانۍ په احساساتو او وطني حب نور هم اغیز ښیندلی وو، نو له هر امکان څخه یی د دې مینې په پاللو کې کار اخیسته.

فدایی د خپل لومړني شور کیسه داسې کوي، د مونشن په ښار کې یوه جومات ته چې یو اسلامی کنفرانس پکې جوړ وو او د سید قطب خور، آمنه قطب، د مصر د اخوان المسلمین د ګوند ریس عمر تلمسانی، د زهران د پوهنتون استاد نجار زغلول او علی جریشا هم حاضر وو، ورغۍ او د وینا کولو اجازه یی وغوښته. په دې وخت کې د الجزایر مخلوع ولسمشر بن بلا هم د وینا کولو غوښتنه کړې وه. د مجلس ریس له حاضرینو وپوښتل چې د یوه ځوان افغان خبرې اوریدل غواړی که د الجزایر د پخواني جمهور ریس؟ ټولو په یوه غږ وویل چې د افغان ځوان. فدايي ستیژ ته په پورته کیدو په عربی ژبه وینا داسې پیل کړه: موږ افغانان یو بی وزله او لوڅې پښې اولس یو. لیکن موږ دغه شهامت په تاریځ کې ثابت کړی دی چې انګریزانو ته مو دری ځله ماتی ورکړې او اوس په هماغه وسلو د روسانو د لوی طاقت پر ضد په جهاد بوخت یو. موږ یواځې د افغانستان د نجات او آزادۍ لپاره جهاد نه کوو، بلکې غواړو چې اسلامی امت د شوروی اتحاد د سره ښامار له خوړلو نه وساتو.

د جلسې مسلمانان ټول له ده سره همغږي شول او په ده یی چکچکې وکړی او د افغانستان لپاره یی دعا وکړه. وروسته د کوم عربی هیواد یو مسلمان ورته راغی او د افغانستان په حال یی افسوس وکړ او پوښتنه یی ترې وکړه چې څه غواړی؟ فدایی ورته وویل چې غواړم د افغانستان غږ او د افغانانو غږ نړۍ والو ته ورسوم او خالی لاس یم. عربی ورته ویل چې دئ پيښور ته تلونکی دی او د ده په اړه به معلومات وکړی. صدیق اله په دې ډاډه وو چې په پيښور کې خو دی ټول پيژنی او د ده د وطنپالنې او اسلام پالنې په هکله به هرڅه ورته وویل شی. کله چې عرب مسلمان له پيښور نه راستون شو نو فدایی ته یې یوه اندازه پیسېې په لاس کې ورکړل او ورته یی وویل چې دا د وطن او اسلام لپاره ستا د فعالیت لپاره دی. فدايي په دې پیسو د جرمني د مونشن په ښار کې  خپل لومړنئ دفتر د افغانی کلتوری او څیړنیز مرکز په نامه، چې په هیڅ ګوند پورې تړلی نه وو، پرانیست او د افغانستان له حال نه د نړیوالو د خبرولو کار یی پیل کړ.

 ده د يوه ځوان افغان له انځور نه چې د الوتکې د ویشتلو په حال کې دی، ۸۰۰۰ قطعې پوسترونه چاپ کړل او د مونشن د ښار په ټولو واټونو کې يې وټومبل. د اعلاناتو یوې شبکې ته یې ۵۰۰۰ آلمانی مارکه د یوې میاشتې نصبولو لپاره ورکړل. په دې پوستر لیکل شوي وو: د سره اردو پر ضد څلور کاله جګړه 

پوستر

د دې پوسترونو په لیدلو د جرمنانو عامه ذهنیت په شور او زوږ شو چې یو بې وسلې او بې وزلی هیواد څنګه کولای شي د نړۍ له ستر قدرت سره څلور کاله وجنګیږی.

په دې ډول د آلمان په ځینو ښارونو کې د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ ميټنګونه جوړ شول او ځیني شمیر جرمنان دې ته وهڅیدل څو خپله پيښور ته ولاړ شی او له افغان مجاهدینو سره وګوری.

افغان مجاهدین

همدا ډول د افغانی کلتور په څيړنیز مرکز کې له پیښور نه د راغلیو مجاهدینو او د دوی د مشرانو هرکلی هم کیده او دوی ته له جرمني مشرانو او افغانانو سره د لیدنو کتنو زمینې برابریدې. دغه مرکز په لیرې نژدې سیمو کې میشت افغانان سره راټولول او د وطن د ستونزو د حل لپاره يې غونډې او مجلسونه جوړول. افغانان له مجاهدینو سره مرستو ته هڅول کیدل. په دې لار کې افغانان دومره هڅول شوی وو چې دوی به په مړه ګيډه ډوډۍ نه خوړله او خپل نیمایی معاش به یی مجاهدینو ته استاوه.

په ۱۹۸۳ زیږدیز کال د افغانستان د مجاهدینو په نامه د افغانانو او نورو مسلمانانو نه راټول شوي، په لکونه آلمانی مارکه ولیږل شول. فدايي نن په دې خواشیني څرګندوی چې دلته به ترکي خویندو د خپل واده د سروزرو ګاڼې مجاهدینو ته بسپنه کوله، لیکن هلته د مجاهدینو مسؤلینو د ترکي خویندو په بسپنه شویو ؛اڼو ځانته په حیات آباد کې بنګلې جوړولې. دی یوه خاطره وریادوی چې د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانو ښځو د افغانستان د جهاد لپاره اووه کیلو د سروزرو ګاڼه ټوله شوه او یوې افغانی ټولنې ته ورکړل شوه، دا چې هغوی څه پرې وکړل خدای ته معلومه ده.

خو خپله فدایی د خپل شخصي کار او روزګار نه په میاشتني ډول د زرو په شاو خوا آلمانی مارکه او په غیر منظم ډول په مختلفو حالاتو کې مختلفو کډوالو ته په زرګونه مارکه ليږلي دی. د لیږل شویو پیسو بانکي آویزونه له صدیق اله فدایی سره پراته دی.

د همدغه مرکز د فعالیتونو په نتیجه کې جرمنانو له پيښور سره یو پل جوړ کړی وو چې د روسی الوتکو د بمباریو په اثر ټپی ماشومان به یې دې هیواد ته د درملنې لپاره راوستل او د لند سود د ماشومانو په روغتون کې به د ډاکټر یان لخوا چې پخوا یی د ویتنام په جګړه کې د امریکایی بمباریو له لاسه ټپي ماشومان هم درمل کړی وو، تر درملنې لاندې نیول کیدل. له دغو ماشومانو سره به صدیق اله فدایی وخت په وخت د یوه مشر ورور په څيرلیدنې کولې او د اړتیا په وخت به یی وړیا ژباړه کوله او زړه یی نه منله چې دولتی معاش هم ترلاسه کړی. ځکه ده به ویل چې دا پردي خلک زموږ د وطن ماشومان درمل کوی، نو زه به څنګه افغان یم چې خپلو تنکیو خویندو وروڼو ته له ژباړې نه به پیسې ترلاسه کوم.

درمل شوی ماشومان

فدایی له افغانی ټپي شویو ماشومانو سره د خواخوږۍ او ژباړې له دوران څخه هم ډیرې خاطرې لری. یوه یی داسې رایادوی: له پیښور نه یې یوه اوولس کلنه کوچۍ نجلی راوستې وه چې د لغمان په ولایت کې د الوتکو د بمباریو له امله ټپي شوې وه. د دې نجلۍ د بدن غوښې ټولې بربنډې شوې وې او دا یې د درملنې لپاره  په یوه داسې کوټه کې اچولې وه چې د سانتې ګراد ۷۰ درجې تودوخه یی درلوده. موږ څو تنه افغانان یی لیدو ته ورغلو او مخصوصې جامې راته راکړل شوې کله چې کوټې ته ورننوتو، زموږ سره مل خدای بښلی عبدالرزاق ملکزاده د نجلۍ په لیدو پی هوښه شو او موږ د ده بیرته سمیدو بوخت شوو.

په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د ټولې اروپا د سوسیال دیموکرات ګوند د افتخار مشر ویلی برانت لخوا د جرمني د بن د ښار په پطرزبیرګ کې یوه یوه غونډه جوړه شوه. دا غونډه تر دې عنوان لاندې وشوه چې کله روسان له افغانستان نه وځي، څه باید وشی. په دې غونډه کې د آلمان د پارلمان غړی پیتر شتروک چې وروسته د دفاعی چارو وزیر شو، د زیمنس د کمپنۍ ریس، د جی تی زیډ مسؤل، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ځیني مأمورین، د په جرمني کې اسلامی ګوند استازی، توتا خیل، انجینیر عظیم آبرومند او ککو جان نیازی او د افغانانو نور زیات شمیر استازیو برخه درلوده.  په دې غونډه کې د راتلونکې لپاره د یوه پروګرام پریکړه وشوه چې په جرمني کې اوسیدونکي افغانان دی

 په فنی لحاظ وروزل شی تر څو د روسانو تر وتلو وروسته د خپل هیواد د بیا رغاونې فنی پلان په غاړه واخلی. دغه پروګرام په ۱۹۹۲ کال پلی کړی شو. د دې پروګرام مشري، د هانوور له ښار نه حسن هیبت، د بن له ښار نه ساطان کریمی او د مونشن له ښار نه صدیق اله فدایی، د بوخوم له ښار نه ډاکټرسمیع نور، د شتوتګارت له ښار نه میر محمد صدیق، د برلین له ښار نه میرآقا مشرف، د هامبورګ له ښار نه محمد عزیز پیلوټي، د فرانکفورت له ښار نه عبدالزاق رحیمی او د ټولو ښځو د چارو مسؤله نادیه کریم په غاړه درلوده. په دې پروګرام کې نور همکاران له برلین نه ذکریا عبدلله، له مونشن نه زلمی فرهاد، د ایسن له ښار نه بریالی توتاخیل او د فرایبورګ له ښار نه محمد حسن نصرت وو.

د دغه پروګرام ګډون کوونکي د طالبانو د رژیم له راپرزولو نه وروسته، په افغانستان کې په غټو څوکیو وګمارل شول.

د صدیق اله فدایی، نړۍ او نړۍ والو ته د افغانستان د ستونزو او حالاتو د ښودلو بل فعالیت په پراخه کچه لاریونونه دی چې هندوستان ته د شوروی اتحاد د وخت د ولسمشر لیونید ایلیچ برژنیف له سفر څخه پیل کیږی. کله چې لیونید برژنیف د ۱۹۸۰ کال د دسامبر په په اتمه نیټه نوي ډیلی ته په سفر ورسید، ځوان صدیق اله په جعلی پاسپورټ ځان له پيښور نه ورته رسولی وو او مهاجر افغانان او د هند کنسرواتیفې ډلې یی ورته راټولې کړې وې او پراخ لاریون یی افغانستان ته د سره اردو د برید پر ضد جوړ کړ او د دغه هیواد بیرغونو او د بریژنیف انځورونو ته یی اور ورته کړ. خو خپله صدیق اله د لاریون په ورځ پولیسو توقیف کړ او په لاریون کې یې ګډون ونشو کړای. په دې ورځ د هندوستان ټوله میډیا تر کنترول لاندې وه تر څو د دې لاریون انځورونه خپاره نشی کړای خو وروسته بیا د چین د سفارت له لارې بیا د دې لاریون انځورونه غربی ميډيا ته په واک کې ورکړل شوي وو.  http://www.youtube.com/watch?v=tdLmsrRYzvk

بل ځل کله چې په ۱۹۸۱ زیږدیز کال بریژنیف د جرمنی د هغه وخت پلازمینې بن ته په سفر راتلونکی شو، نو صدیق اله فدایی بیا هم ورته تیاری نیولی وو او زیات شمیر افغانان یی ورته راټول کړي وو. دلته زیات شمیر جرمنان هم د لاریون لپاره راټول شوي وو او افغانان هم ورسره ګډ شول او فدایی بیا د شوروی اتحاد بیرغونه او د برژنیف انځورونه مخکې د سوځلو لپاره تیار کړي وو ځکه همدا برژنیف یی د افغانستان د بدبختۍ لامل ګاڼه. د بیرغونو او انځورونو په سوځولو، فدایی بیا د پولیسو په لاس کې ولوید او دی یی موټر ته واچاوه. خو جرمنی او افغانی لاریون کوونکو هغه موټر چې فدایی یی پکې بند کړی وو، په لاسونو پورته کړ او نژدې وو چې چپه یی کړی. بیا هماغه وو چې بیرته امر وشو او فدایی یې له موټر څخه آزاد کړ.

په ۱۹۸۱ کال کې د بن  مظاهره

په ۱۹۸۷ زیږدیز کال کې کله چې د امریکې جمهور ریس رونالر ریګن او د شوروی اتحاد جمهور ریس میخایل ګرباچوف د افغانستان د مسألې په اړه سره ولیدل، نو صدیق اله فدایی دا یوه لوبه بلله. په همدې وخت څټې کنډو ته نژدې د ژورې په سیمه باندې د روسانو لخوا سخته بمباري روانه وه او زیات شمیر افغان بیګناه کسان او جنګیالي مجاهدین یی تباه کول. نو فدایی په دې نیوکه وکړه چې که سره اردو له افغانستان نه په رښتیا وتونکې ده نو ولې دا سیمه داسې تر بمباری لاندې ده. هماغه وو چې د روسی پوځ لخوا د بمباريو پر ضد يې هغه لاریون جوړ کړ چې د جرمني د مونشن په ښار کې د ګڼ شمیر افغانانو، د نورو هیوادونو د مسلمانانو او سوله غوښتونکو جرمنانو په ګډون پکې کړی وو. په دغه لاریون د جرمني په ټلویزیونونو کې هم غبرګون وشو.

 http://www.youtube.com/watch?v=tdLmsrRYzvk

د ۱۹۸۹ زیږدیز کال کله چې د شوروی سره اردو پوځونه له افغانستان څخ ووتل نو صدیق اله فدایی په آرامه ساه وایسته. ته به وایی چې خپلو آرمانون ته رسیدلی او خوبونه يې رښتیا شوي دی. هماغه وو چې په خپل بل آرمان، د اسلام د دین خدمت ته تر پخوا کلکه ملا وتړله او د مونشن په ښار کې یی د افغان بچیانو او د نورو مسلمانانو ته د اسلامی ښوونو په ورښودلو بوخت شو او دغه راز یی غیر اسلامی وګړو ته د اسلام په ورپیژندلو مټې ونغاړلې.

مولوی صدیق اله فدایی د مونشن په ښار کې د اسلامی زده کړې لپاره د ماشومانو لپاره کورسونه جوړ کړل. په اسلامی کنفرانسونو کې یې برخه واخیسته. د اسلام په اړه ورسره مرکې وشوې او د آلمان په ورځپاڼو کې خپرې شوې.

آلمانی ورځپاڼه

 په ټلویزیونی بحثونو کې یې برخه اخیستی او د اسلام په اړه یی معلومات ورکړی او په اسلام باندې تورونه یې رد کړی. http://www.youtube.com/watch?v=EBOLT27EeIc

مولوی صدیق اله د مونشن، فرانکفورت او هامبورګ په افغانی جوماتونو کې په مختلفو وختونو کې امامت وکړ او افغان هیوادوالو ته يې د اسلام او وطن په اړه د مینې وعظونه وکړل.

مولوی صدیق اله فدایی چې د مولانا مصطفی په نامه یی هم مبارزه او د وطن لپاره سیاسی فعالیتونه کړي، د اسلام او ادب په برخه کې د بهر میشتو افغانانو لپاره زیات فرهنګي کارونه هم کړیدی. یو له دغو کارونو څخه په ۱۹۹۷ زیږدیز کال کې د ادب او فلسفی اسلامي- ادبی خپرونه ده چې  په مونشن، پیښور او کابل  کې خپریده او د اقتصادی ستونزو له امله یی چاپ ودرید.

یو له ادبی فرهنګی کارونو څخه د نارنج ګل مشاعره ده چې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال د مې د میاشتې د دوولسمې نیټې نه راپدیخوا  د زیات شمیر شاعرانو، ادیبانو او د ادب د مینه والو لکه له کاناډا نه ډاکتر اکسیر، له شتوتګارت نه عمر پاڅون، له مونشن نه ډاکټر قادر ودان، له هانوور نه عبدالوهاب سرتیر، له مونشن نه منصور شباهنګ، فتح محمد خاکی، اسد اله زمری، امیرالدین عیان، ډګروال حبیبی، له اتریش نه ډاکټر ځدران، ډاکتر ظریفی، ډاکټر اسد بها، محمد امین بسمل، میرمن نسیمه ابراهیمی، میرمن تیموری، د پښتو د اشعارو آلمانی ژباړونکې میرمن هاینیمن په ګډون د مونشن په ښار کې جوړه شوه. دغه مشاعره د افغانستان د راډيو او ټلویزیون ویونکې او افغانې ژورنالیستې میرمن سهیلا حسرت نظیمی پر مخ بیولې. له ښاغلی فدایی سره د ۲۰۱۲ کال د نارنج ګل مشاعري په جوړولو کې ښاغلي امام الدین صافی مالي مرسته کړې وه.

http://www.youtube.com/watch?v=CYvApxtRXzg

فدایی اوس وطن د بیرته تګ چانس موندلی دی نو د ۲۰۰۴ کال د نارنج ګل په مشاعره کې چې هر کال د جلال آباد په ښار کې جوړیږی، په خپله ګډون وکړ.

http://www.youtube.com/watch?v=T5_ZCMS5y7Q

په۲۰۱۱ زیږدیز کال هم د نارنج ګل مشاعره د بهر میشتو شاعرانو په ګډون د مولوی صدیق اله فدایی په همت جوړه شوه. په دې مشاعره کې هم ګڼ شمیر شاعرانو او ادیبانو برخه اخیستې وه.

http://www.youtube.com/watch?v=6AUF6fwf7nE

په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې بیا هم د نارنج ګل مشاعره د فدایی لخوا ونیول شوه چې نامرادې حسیبې شهید هم پکې پراخه ونډه درلوده. د مشاعرې نور ګډونوال وو؛ ډاکټر ملکزی، جان آقا الکوزی، فریده هوډ، اجمل پسرلی، اسداله زمری، عبدالوهاب سرتیر، عمر پاڅون، ډګروال حبیبی، پرهیز لمر، مموزی  او سهیلا حسرت نظیمی.

http://www.youtube.com/watch?v=mqFqG6tgCcc

مولوی صدیق اله دغه راز خپلې ادبې هڅې نورې هم پراخې کړي او داځل یی د ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د مولانا جلال الدین محمد بلخی د ۸۰۰ مې کلیزې په ویاړ د جرمني د فرانکفورت په ښار کې د زیات شمیر ادیبانو او شاعرانو په ګډون یوه غونډه جوړه کړه.

د لینک په خلاصولو سره له شلمې  دقیقې نه د فرانکفورت په ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخی د پروګرام لیدنه کولای شئ.

http://www.youtube.com/watch?v=N5W14IClGKc

صدیق اله فدایی د مونشن په ښار کې یو اسلامی مرکز جوړ کړ چې د ټولو هغو هیوادونو مسلمانان ورته راځي چې د مونشن په ښار کې ژوند کوی. د دې مرکز په تالار کې کې بیلابیلې غونډې هم جوړیږی چې سترې نمونې يې د نارنج ګل وروستۍ مشاعرې دي.  

صدیق اله فدایی چې د روسانو په وتلو او په تیره بیا د مجاهدینو په واک رسیدو خوشحاله شوی وو او فکر یی کاوه چې اوس به وطن آبادیږی، تر ډیره د خپلو اسلامی مذهبی فعالیتونو سره بوخت وو. خو چې لیدل یې، د دې لاسته راوړنو سره سره هم، وطن په بی اتفاقۍ او ورور وژنې لاکړیږی، آرام کیناستی نه شو.

په ۲۰۰۱ زیږدیز کال یې ماغزه په جوش راغلل او له ځانه سره یو پلان جوړ کړ چې د سولې لپاره به یو څه کوی. نو يې تیلیفون راواخیست او د افغانستان د پخواني باچا مخمد ظاهر نه یی پیل کړه.زنګ یی ورته وواهه او ورته یی وویل چې افغان ملت د ده د څلویښتو کلونو باچاهۍ له امله په ده حق لری. باید د سولې لپاره یوڅه وکړی او په هغه کنفرانس کې برخه واخلی چې دی یې په مونشن کې جوړول غواړی.

په همدې توګه یی د طالبانو له مشر ملاعمر، د اسلامی ګوندونو ټولو مشرانو، د اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار د اسلامی جمیعیت مرحوم مشر پروفیسور برهان الدین ربانی، ، د نظار شورا له مشر احمدشاه مسعود، د جبهه ي نجات ملی مشر حضرت صبغت الله مجددی، د افغان ملت د ګوند له مسؤل مشر ډاکټر انوارالحق احدی، د اتحاد اسلامی مشر استاد عبدالرسول سیاف، د افغانستان د اهل تشیع له مذهبی مشر آیت اله آصف محسنی، مرحوم قوماندان عبدالحق، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر نجیب الله لفرایی، انجینیر محمد افضل احمدزی  ...

ټیلیفونونه وکړل او له هر یوه سره خپله وغږید او همدا هیله یی ترې وکړه. دوی هر یوه د سولې په کنفرانس کې د ځان او یا د استازو اطمینان ورکړ. ځینو مشرانو د ټیلیفون له لارې په دغه کنفرانس کې د برخې اخیستنې ډاډ ورکړ. همدا ډول یی له د ویزې د برابرولو لپاره هم د آلمان له بیلابیلو سفارتخانو سره تماس ونیوه او هیله یی ترې وکړه چې د سولې د کنفرانس میلمنو ته ویزه ورکړی. د ۲۰۰۱ کال د اګست د میاشتې له ۲۴ مې نه تر ۲۶ مې پورې د افغانستان د سولې کنفرانس د مولوی صدیق اله فدایی په همت د جرمني د مونشن په ښار کې جوړ شو.

د سولې په کنفرانس کې مستقیم ګډون کوونکي او تیلیفونی ویناوال وو: د جبهه ي نجات ملی مشر حضرت صبغت الله مجددی، د افغان ملت د ګوند له مسؤل مشر ډاکټر انوارالحق احدی، استاد عبدالرسول سیاف، پروفیسور برهان الدین ربانی، انجینیر ګلبدین حکمتیار، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر دلجو حسینی، د کنړ او باجوړ په سیمو کې د جمیعیت الدعوا اللقران وااسنة مشر حاجی روح اله  انجینیر افضل احمدزی او قوماندان امین وردګ ویناوې وکړې.

د کنفرانس نور ګډون کوونکی او شخصیتونه په دې ډول وو: ډاکټر جیلانی جلیس، نصراله ارسلایی (حاجی بریالی)، ډاکټر صادق سروری، ډاکټر سوما، حمدالله حفیظی، ډاکټر قاسم همت، عاشق اله غریب، سپین، قاضی عبدالرحیم، ډاکټر قادر ودان، ډاکټر نور صافی او د مونشن، سویس، اتریش، فرانسې او بریتانیا کې اوسیدونکي افغانان.

باید وویل شی چې د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو د وزیر متوکل تیلیفوني غږ د تخنیکی ستونزو له امله آواز سم نه اوریدل کیده. ګومان کیږی چې ځینو حلقو د ده د آواز د نه اورل کیدو نیت کړی وو. په همدې اساس هم په یوتوب کې د اچول شویو ویډیوګانو په منځ کې د ده وینا نشته.

د دغه کنفرانس په مطبوعاتی پوښښ کې له بی بی سی نه صفیې حلیم او را آزادۍ له راډیو نه سمیع عباس برخه اخیستې وه.

د کنفرانس په پای کې یوه یوولس ماده ایزه اعلامیه خپره شوه.

http://www.youtube.com/watch?v=tkOlgxtmy6o

په دې لینکونو کې به د سولې د کنفرانس د ګډونکوونکو ویناوې اوریدلای شئ. او ورته ویډیوګانی لیدلای شئ.

دوهم ګام، د کنفرانس د پریکړو پلي کول وو چې د سپتامبر د یوولسمې پيښو ورباندې سیوری واچاوه او نړیوالې ټولنې افغانستان ته ورودانګل.

صدیق اله فدایی وایی: د افغانستان مسأله پرته له دې چې افغانان یو د بل ترمنځ جوړ نشی، هيڅوک هم نشی حل کولای او دا د ټولو افغانانو وظیفه ده چې له تبعیض او قید شرط نه پرته په خپلو منځو کې سره کینی، لومړی په خپلو منځو کې سره جوړ شی او بیا د سیمې او ګاونډیانو سره خبرې وکړی او وروسته له هغه د نړیوالو طاقتونو، ملګروملتونو او د اسلامی کنفرانس له غړو سره خبرې وکړی.

اوس صدیق اله فدایی د افغان ماشومانو او کورنیو لپاره په فرهنګی او مذهبی فعالیتونو بوخت دی. ده د جرمني د مونشن په ښار کې د افغانانو او نورو مسلمانانو لپاره دوه جوماتونه (د مونشن د افغانانو جومات او د میرویس نیکه جامع جومات) جوړ کړل. په مونشن کې یې په آلمانی ژبه د اسلام د دین او فرهنګی مسایلو کتابتون جوړ کړ او په دې لاره کې لا هم زیار باسی.

       

 

1- آغلې سهیلا اصغري وردک (حسرت نظیمي) سره ادبي مرکه

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد