2014/12/08

زه د خپل زړه بړاس اوباسم که  څوک خوشحالیژی که خفه کیژی

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن ۷م د دسامبر۲۰۱۴ کال

نن می ولیدل چې ریس صاحب جمهور وزارت معدن ته لاړ وو ، هغه وزارت چې په ملیاردو ډالر هلته حیف او میل کیژی او شوي وو ، او نن کله چې ما واوریدل چې ریس جمهور وویل په وازت معدن کی کارونه او وظایف باید متخصیصینو اومسلکی کسانو ته وسپارل شي ، چې دغه خبره که جدا تطبیق شي افغانستان په یوه یا دوو کالو کې خود کفا کیژی ، زه به د شهرانی ددوران خیانتونه در ته ولیکم ، دغه هلکی د امریکا مهره وه امریکایانو هم دده نه ډیره سوی استفاده وکړه او ډیر کارونه ېې د پیسو په مقابل کی وکړل ، زه ورته لاړم هغه وخت چې ما تاته کمپاین کولو او ورته می عریضه وکړه چې د بګرام د (چین زایی کرومایتو معدن اصیل خان احمد شاه خان، چې تا ته ېې کمپاین کړی وو ، او ما ته په اجاره را کړه زه د هر ټن کرومایتو په بدل کی ۷۰۰ دالردر کوم ځکه موږ په چینایانو په ۱۰۰۰ ډالره خرڅول ، خو دغو جناب دوه لکه دالره رشوت غوشتلو ، بیا می عریضه د ده د دفترد ریس په لاس د رضا په واسطه چې رضا او د خاد پخوانۍ ریس لوژستیک چې د شهرانی ریس ددفتر وو ورته ورکړې وه خو هیڅ باک ېې را نه وړو ، جناب ریس صاحب جمهور ما ورته یو تشکیل د قول اوردو وړاندې کړۍ وو چې د افغانستان د قیمتی ډبرو معادن لطفا ددغو قول اوردو په اختیار کی ورکړه، هر څوک ېط چې قوماندان کوې چې هم ېې وساتي هم ېې استخراج کړی او هم ېې مرکز ته انتقال کړي ، البته د وزارت معدن د انجینرانو تر امر او فرمان لاندې او په هر معدن کی د ملی امنیت یوه پوسته هم باید د نظارت ګرو حیثیت ولری موجوده وي ، خو هیح فایده ېې ونه کړه ، جناب ریس جمهور د (( زمردو معدن په پنجشیر کی د ملیون ها ووډالروهر کال تولیدات لرې څه شوې دا پیسې ، احمد شاه مسعود تول جهاد ددغو معدن نه په استفادی تر سره کولو ویدیو فلمونه ېې وګوره بیا د نورستان بیروچ چې دلته هم په ملیون هاوو دالر دخلکو جیبو ته لویژی بیا د بدخشان لاجورد په کران او منجان کې بیا لعل پیازی په بدخشان او غوربند کی همدارنګه د تخار د طلا معدن - یاقوت جګدلک اکامرین کرستال فیروزه-شامقصود ډبری رخام کرومایت یورانیم او ډیر نور چې زما نه ېې اوسنامونه هیر دی که دغه ټول اقلا د څو کالو له پاره ددغو قول اوردو په ذریعه استخراج او وکارول شی په حدود ۱۰ ( لس ملیارده ) ډالر هر کال ددولت بودجی ته ور اضافه کیژي او د مافیا او خارجی خاینو چپاولګرو مخه نیولکیژي ، بیا دغه ډبری په کابل کې د چینایی یا هندی یا روسی کمپنیو په ذریعه سورت او جوړې کړه او د نړی بازارونو ته ېې صادرې کړه ته وګوره چې څومره کسان په کار لویژی او څومره عایدات دولت ته رسیژي ، همدا رنګه دتریاکو په ځای د ( ریحان ګل او د زعفران پیاز په هلمند کی ترویج کړی تر تریاکو ډیره فایده کوی او د هیرویینو او تریاکو د تور لسته به هم خلاص شواو دیره فایده به دولت ته ورسیژی ، ځکه د ریحان ګل یو کیلو په ۸۰۰خرڅیژی، بل دا چې د زراعت په برخه کی د کندز بغلان هرات لغمان ولایتونه باید د وریجو په ګدام تبدیل شي او هر والی مجبور او مکلف دی چېټولې للمی زاره مځکې وکري چې د ابی غنمو د حاصل سره به هر کال په حدود د۱۰ ملیونه ټنه غنم دهیواد د ننه تولید شي ، او په مشرقی ولایتو کی د ګنیونه د شکری شانچاقو دګوړې نه د چاکلټو او نورو ډول ډول شربتونه او دلرګیو نه ېې کاغذ تولید شي او پاتې شیان ېې د حیواناتو له پاره وکارول شي ،همدارنګه د پنبې کشت او د هغو نه د تارو جوړولو فابریکی د تیکو جوړولوفابریکی د کالیو جوړولو فابریکی د غوړیو دتولید څانګې دصابون تولیدی څانګې د کاغذ تولیدی څانګې او چګیتو د تولید څانګې په ( کندز مزار شریف هرات قندهار هلمند کې ) فعالی شي چې په لسهاوو زره ښځینه او نارینه وو ته د کار زمینه برابریژي ، یوه ډیره مهمه خبره غواړم وزارت زراعت ته ور په یاد کړم چې په ګرمو ولایتو کې د ( زیړې خرما - -لوکاتو انارو کیوي کیچو ګووه سنتره لیمو نهالګی کینوی اودغه کار روسانو په کرسنادار کی تجربه کړۍ او هر کال ډیره فایده ورنه اخلی همدارنګه د ژمنیو شیشه يي یا پلاستیکی باغونو په جوړولو په هر ولایت کې هر ډول ترکاری باب لکه بادنجان رومی بادرنګ نوش پیاز مولی سرخک مرچ تازه مرچ دولمه وغیره جوړ او د ترکاریو ډول ډول شیان په روسانووپلورۍ ، همدا رنګه په ظرف دیوه کال کی باید هر والی د چرګانو فیلمرغانو بتو یا مرغابیو غوشې د خپلو ولایتو د خلکو د ضرورت په اندازه تولید کړې او یو ولایت نه شی کولای د بل ولایت یا بل ځایه ( هګۍ د الوتونکو غوشې بڼکي واردی کړي ) دغه کارونه د هر کلی د میرمنووظیفه بولم همدارنګه د شاتو تولیدات اوس ما ته ووایاست که د پخوانۍکابینی وزیرانو دغه کارونه او ابتکارات کړې وۍ نن به په ملیاردو ډالر دخارج نه ددغو شیانو په واریدولو نه مصرفیدل ، نو له همدی خاطره زه د ریس جمهور محمد اشرف غنی نه هیله کوم چې وزیران په هره هفته کې شپږ یا ۸ نفره تعین کړه او ټول باید نوي کسان وی او د تخصص وړ خلک وی ، تر څو کارونه دقیق منجمنت کا او ریس جمهور ته د هرو شپږو میاشتو تحریری را پور ورکړي او که په کارو کې پاتې را غلل نو باید برطرف شي او دهغو ټیم نه چې کاندید شوی وو بیرته د هغو ټیم نه دوه واری بل څوک کاندید یا تعین نه شي زیراازموده را ازمودن خطا است ، اوس باید په جدیت او مسولیت سره وزیران تعین کړۍ .

 

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد