2015/01/06

انتشار اخبار، مقالات و بیانیه ها در وطندار الزاماً به معنای تایید آن‌ها نیست.

نور په اکت کونکو باور نه دی په کار

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

داستان لیکونکی ،کتاب لیکونکي ، دکتوران ، فروفیسوران ، ماستران اواقتصاد دانان او هغه کسان چې ځانونه ېې متفکرین او نابغه بلل په ۱۰۰ ورځوکې د خلکو په وړاندې په ګونډو شول او نور اصلا په دوی باور لازم نه دی ،زه به ېې علتونه او دلایل ډیر په مختصر ډول درته بیان کړم ،لومړۍ خبره داده چې د کرزي نه تقلید او یا ځان ګاندی یا نلسن ماندیلا یا یوه بت پرسته راهب ځان معرفی کول چې خپل وطنی کالی اغوندي او یا لنګ وهی اواکټونه کوی او لویی تصبیح لکه د هندوانو ( د مندر یا بت خانو منلنګان )چې په غاړو کی یا په لاسو کی ګرزوی او دخلکو فالونه ګوری ، دغه کسان په باطنی حالت سره لیونیان او اعصاب خرابه احساساتی کسان شمیرل کیژي ، ریس جمهور باید همیشه چادر په اوږو قاط کړۍ ونه کرزوی یا لنګۍ په سر نه کړي او د میرویس خان او احمد شا با با نه تقلید ونه کړي ، که اشرف غنی منتخب ریس جمهور وو ، نو بیا ولی اتلافی حکومت ته راضی شوو ، که اشرف غنی په درغلیو نه وه وړې نو بیا ولی د عطامحمد نور او امرالله صالح او ع ع څخه وډار شوو ، که غنی دخلکو په رایو ریس جمهور شوو نو دی باید د لونګوټي اودستار په مفهوم او ماهیت ځان وپوهوی ، ده نه د لنګوټي والا عزت ، برم ،تدبیر او غیرت او میړانه عملی کړه اونه ېې د هیواد دکاکه ګانو کتابونه اود شملېې په قدر پوه کړو، اشرف غنی نه لنګوټي ، نه د شملې عزت او برم وساتلو او نه ېې دهغو په اهمیت ځان وپوهولو ، او هر څه ېې چې خلکو ته ویلی وو دیوه سره درواغ او لافی وې ، په وار وار ېې ویلي دی چې حکومت مصلحتی نه جوړوم ، حکومت سهامی نه جوړوم ، کار اهل د کار ته سپارم ، دیوهسره درواغ او لافی وې فقط ځان ېې ارګ ته ننه ایستو او د ځان سره ېې ډیر داسې داړه ماران ، غله ، زورواکان ، تفنګ سالاران ، مذهبی او روحانی بیګانه شخصیتونه او یا د هغوی نماینده ګان په مقام وګمارل چې نه نن نه سبا او نه په اینده کی د هیواد والو او وطن په درد خوري که اشرف غنی رايي ګټلې وې نو بیا ولی ده بایللۍ ع ع ته زمینه برابره کړه چې د اجرایه ریس پوست تر لاسه کړي ؟؟ که غنی راېې تر لاسه کړې وی نو بیا ولی د عطامحمد نور امرالله صالح ریګستانی بسم الله محمدی یونس قانونی له اخطارونه وډار شوو ؟؟ که غنی انتخابات ګټلي وو نو بیا ولی امریکایانو او ملګرو ملتو ته په زغرده ونه ویل چې زه برنده یم او د هیچا سره د مقام او چوکیوویش نه منم ، او عبدالله عبدالله چې رایی ډیرې وړی لاړ د شي د اپوزسیون رهبر د شی او زه هیڅکله اتلافی ، مصلحتی ، دستوری ، دیکته شوۍ حکومت نه جوړوم او نن به دغه لوی کشمار چې په ۱۰۰ ورځو کی د ۳۰ نفرو باکفایته شخصیو شتون ور ته نا ممکن شوو ، هغه کسان چې اصلی مانع د کابینی شولعبارت دی له (( جنرال دوستم سرور دانش عبداله عبدالله محمد خان حاجی محمد محقق سیدمنصور نادری بسم الله محمدی یونس قانونی ریګستانی ستار مراد امرالله صالح عطامحمد نور ظاهر قدیر وزیرمالیه زاخیل وال جیلانی پوپل علی احمد جلالی - پیر صاحب ګیلانی حضرت صاحب مجددی )) او ډیر نور او غنی ویل ما هیچا ته وعده نه وه ورکړی چې ته به دغه یا هغه وزارت تر لاسه کوې ، اوس چې ددغو کسانو د نمایندګانو څخه د حکومت کابینه جوړه شوه معنی ېې داده چې اتلافی ناهمګونه کابینه دیو او بل په ضد جوړه شوه چې هره ورځ ریس جمهور ته یو خطر او مانع ده او کارونه به دهر چا په غوشتنه تر سره کیژي او ددغو کسانو نمایند ګان د چا پلار د رشوت او اداری فساد زورګویی او غصبولو نه ، نه شي منع کولای ځکه دوی هریوه ټیم ۱۹۰ ملیونه ډالره په کمپاین کی مصرف کړی که تر دی ډیری ترلاسه نه کړی اقلا خپل مصارف باید په هر شکل چې وی باید پوره کا ، نو ددی نه دا نتیجه اخلو چې دغه هیواد په لومړی قدم کی ددغو مخالفینو په موجودیت سره نور هم د چالشو سره مخامخ کیژي او بیا چې د کالو کالو د مقام اوڅوکۍ وږي ( طالبان او حکمتیار ) ددی داړه مارانو سره په حکومت کی یو ځای شي نو دلته بیا ډیر لاس پوڅي کسان د امریکا او پاکستان او ایران مزدورکسان کابینی ته شامیلیژي او د اشرف غنی د حکومت د شکست سبب کیژي ، زما په عقیده د هیواد د نورمال حکومت دارۍ له پاره بیرته باید د امریکا په وساتت ، ع ع استعفی ته مجبور شی ، یا داوطلبانه استعفی وکړی او اپوزسیون ته لاړشی او په افغانستان کی فقط یوه ریس جمهور ته اجازه ورکړل شي چې نورمال دیوه منظم سیستم لرونکۍ دولت جوړ کړي او افغانستان ته ددشمنانو د مداخلومداخله په جدی توګه ونیسی او امریکا کاملا په افغانی اډو کې ووسي او دخارجی یلغرو په وړاندې سخت او جدی عکس العمل وښيي او فقط مادی کمکونه غرب افغانستان د هغه کنفرانسو په نتیجه کی چې دوی وعده ورکړی وه د مالی وزارت ته ورکړی ، نو به زموږ هیواد د ۵ کالو په دوران کی فقط ۸۰٪ امنیت ، ۱۰٪تحول او ترقی ته مخ کړي ، او که دغه کار وشي دا به د اشرف غنی د حکومت له پاره یوه لویه بریا وي

 

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد