2015/10/30

بل اخره څه باید وکړو

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۵

ما په فیس بوک - مشعل او وطندار سایټو کی ډیر مضامین او مقالې ولیکلې او زموږ محترمو لیکونکو او ژورنالستانو او ورځپانو لیکونکو هم په خپل نوبت ډیر څه د افغانستان د کورني - تحمیلی او په موږ ( د افغانستان په خلکو ) تپل شوی جنګ د (( امریکا د امپریالیزم په رهبرۍ د ، پاکستان - ایران - عربانو )) له خوانه د ۱۳۵۷ کال د ثور له اوومې نه بیا تر ننه تپل شوۍ دي او زموږ حکومتی چارواکي مقصد مې د (  نورمحمد ترکی - حفیظ الله امین - ببرک کارمل - شهید دکتور نجیب الله څخه ) نه دی ځکه دوی د امپریالیزم او پاکستان او عربانو په خاینانه توطیو ، اهدافو - او زموږ دوطن په تخربولو  اوزموږ دخلکو تر منځ په تفرقه اچولو ښه پوهیدل او علنا ېې ملګرو ملتو ته شورای امنیت ته ، او عامو خلکو ته دشپې او ورځې نارې وهلی او تبلیغ ېې کولو چې پاکستان او د عربو ارتجاع نه غواړي په افغانستان کې یو مترقی او غوړیدلې هیواد جوړ شي او موږ د نورو مترقی او پرمخ تللیو هیوادو غونته ژوند ولرو ، خو د هماغه وخته د مجاهدینو او طالبانو په مشرۍ مخصوصا د ملانو - پیرانو - روحانیونو - خلیفه ګانو - دهزاره طایفی سیدانو له خوانه یوه ډیره خطر ناکه وسله استعمال شوه او هغه (( دین او اسلام په افغانستان کې په خطر کی دی او کمونستان خور او مور نه لري )) په داسې حال کې چې پرون او نن هماغه افغانان چې د ترقۍ او ازادۍ دشمنانو ته  ېې کمونست ویلو تر ننیو مجاهدینو او طالبانو نه ۱۰۰۰ چنده مسلمانان - پاک - وطن پرستان - صادق - کسان وو او یو نفر ېې زما په شمول شخصی کور نه لري او نن د مجاهدینود دغو ګیرورو قصرونه او بنګلې هر چیرته وګورۍ، پرون ېې ګوډ خر نه لرلو نن په کدیلاک او تندر برد یا لکسیزموترانو که د څو بادیګاردانو په حمایت ځانونه خلکو ته ښېې ، او نور عام کسان تهدیدوی یا کډنپوی او زور ازمایی ته ادامه ورکوي ، زما د سترګو په وړاندې د سنبلې په میاشت کی۱۳۹۴کال  د سلیم کاروان د سرک چهارم پروژه جدید تیمنی نه دغو تفنګ سالارانو ، زورمندانو یو بیچاره سړۍ په زور موټر ته په وهلو وهلو ور پورته کړو موږ خلکو چې هلته حنیف خان موبل ساز - نور دوکانداران دیوه سره شاهدان وو ورته کتل او پولیس هم ۱۰ متره لرې په څلور لاره کې ولاړ وو خو پولیسو ویل موږ دغه وظیفه نه لرو چې چا ته نجات ورکړو ، وطن دیوه لوی امنیتي بحران - دیوه لوی اقتصادی بحران - دیوه لوی سرتاسري فقر او بیکارۍ بحران سره لاس او ګریبان دی ، د ( ع او غ ) د وحشت ملی اتلافی حکومت د ننۍ نا ارامیو مستقیم مسولیت په غاړه لري د دوی حکومت د ټولو ناخوالو - یا په مجموع کی ووایم د اوسني سرتاسري بحران مسولین دی ، له پاره ددې چې امریکا خپله تاریخی اشتباه بیرته اصلاح کړي او د افغانستان له خلکو معذرت وغواړي او نوې کره کتنه په حالاتو وکړي په  لومړي قدم کې باید دغه لاندې کارونه عملی کړي :::

۱ - د امریکا او ملګرو ملتو په مشرۍ یو بین المللي کنفرانس د افغانستان د صلحی په مورد په کابل کې دایر کړې او په دغو کنفرانس کې ( پاکستان - عربانو - چین - ترکېې - ایران - او د مرکزي اسیا هیوادو)  ته اخطار ورکړي چې که سر له (....... ) تاریخه د پورتنیو هیوادو له خوانه یوه روپۍ ( ډالر - پونډ - یورو - کلداره - تومان وغیره )تروریستانو - طالبانو -داعشیانو ته ورکړل شوې هغه هیوادونه باید یو ملیارد دالره جریمه ورکړي .

۲ - امریکایی - انګلیسی - فرانسوی - جرمنی - ایطالوی طالبان ، سر له همدی تاریخه باید وسلی افغانی دولت ته تسلیم کړې ځکه نور جنګ په افغانستان کې ختم شوو او خپلو کورو ته د لاړ شي ، پاکستانی طالبان بیرته خپلو کلیو او بانډو ته په افغانستان کې ستانه شي او نور دوی ته د پشتونستان خاوره د تمرین - تربیی- تروریستی کارو - انتحاریانو د تربی ځای نه دی او پاکستان د تروریستان ( طالبانو - داعشیانو ) مرکزونه کاملا بند کړې ، که پاکستان بیا تروریستی طالبانو - داعشیانو ته زمینه برابره کړه یایی تر بل کوم نامه لاندې د افغانستان له پاره تروریستان تربیه کول افغانی طرف حق لری هلته ورباندې بمباردمان وکړي .

۳ - امریکا دروسې نه زموږ وسله وال پوځ ته چورلکي - جنګي جټونه  - رادار -- مدرن توپچي اونور  ضروری وسایل او تجهیزات فورا واخلي ، تر څو زموږ وسله وال پوځ په مستقلانه ډول د تروریستان ډلې ټپلې له منځه یوسي ، ځکه دوی زموږ وسله وال پوځ بمباران او مضمحل کړو .

۴ -امریکایان -غربیان ( ناتو ) باید سر له همدی تاریخه نور  طالبانو - داعشیان  دخپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر زموږ هیواد ته تربیه او تمویل نه کړي ، او زموږ له خاوری نه نورو همسایه هیوادو ته د تخریب او ترور زمینه برابره نه کړي ، غرب باید د نورو سیاسی او اقتصادی لارو نه د هیوادونو د محارولو یا دهیوادونو نه د استفادی کولو لاری چارې ولټوي مثلا : (۰ هیوادو ته لوېې قرضي ورکړي ـ په هیوادو کی سرمایه ګذاری وکړی - نور هیوادو نه د اقتصادی لحاظه د ځان سره یو ځای کړې ، دوی موږ ته ډوډۍ نه ده تهیه کړې - دوی زموږ نه بیکاری نه ده لغوه کړي - دوی زموږ نه بیسیوادی نه ده لغوه کړی - دوی زموږ نه مریضی نه ده لری کړې - دوی زموږ نه بیسیوادی نه ده ورکه کړي ، دوی په موږ عیسویت تحمیلوی - دوی په موږ غربی دیموکراسی تحمیلوی چې دا ناممکن کار دی ، او بل اخره د خپلو اشتباه ګانو په خاطر چې (( مجاهدین -القاعده د بن لادن په رهبرۍ - طالبان - داعشیان )) دوی را منځ ته کړل او پاکستاني - ایراني او عربي استخبارا ت چیان  ېې ورته معلمین ، استادان ، رهنمایان ، قوماندانان ، فرمانروایان وګمارل او بل اخره اخرینه ضربه ېې دهیواد دتجزیی په خاطر د اتلافی حکومت - دموازی حکومت یعنی د اتلافی یا موازی  حکومت ته ورداخل کړو چې په نتیجه کې ننۍ کشمار جریان لری او جنګ نه ختمیژينو اخرین کار دادۍ چې یو نوۍ موقت حکومت د کاملا نویو ـ غیر جهادی او غیر وابسطه پاکستانی کسانو نه د دوو کالو له پاره دیوه مجرب - پوه - غیروابسطه افغان په رهبرۍ را منځ ته کړي تر څو وطن خپله لاره او استقامت تعین کړي د کرزي - اشرف غنی - ډبل عبدالله د تیمو نه یو نفر هم په موقت حکومت کی ځای نه لري . با احترام

 

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد