2015/11/12

ارمان می په ځای نه شوو

 لیکونکي :: دکتور طاوس وردک

هر انسان په ژوند کی آرمانونه - ارزو ګانې هم شخصی او هم وطني لری ، زما شخصی ارزو ګانې چې تحصیل او - کور وو - اولادونه وو - د اولادو تحصیل او ښه ژوند وو - د کورنۍ وروڼو او ترو زامنو د ژوند ښه کول وو تر ډیره حده پوره او تکمیل شول مخصوصا زما د زامنو او لورانو : ،  زامن می په لندن کی دریو واړو عالی تحصیلات تر سره کړل - لورانو می د شوروی د ۱۲ ټولګی نه فارغی او وادونه وکړل یوه په روسیه کی دیوه کلیوال میرمن ده یوه په کاناډاکی دیوه هراتی وطندار میرمن ده او دواړه دوه اودرۍ اولادونه لري ، زه می د میرمنې او دریو زامنو سره په لندن کی آرام - آسوده - نورمال ژوند کوم ، دوی کار کوی او زه متقاعد شوم ، خو زما په ژوند کی یو لوی ارمان وو او هغه داوو چې زه به افغانستان  دوزیر دفاع  شم او د افغانستان اوردو داسې یو اوردو جوړکړم چې سارۍ ېې په منطقه کی نه وي ، البته نه د روسېې - چین - هندوستان - یا ایران یا پاکستان غونته ، ځکه دغو قوتو ته ځان رسول دوطن په اقتصادی وضعیت پورې او د ریس جمهور په خاصه توجه او ارمان پورې اړه لري ، ما غوښتل زموږ اوردو اقلا لس لوېې فابریکی ولري ، زموږ اوردو اقلا ډیر مدرن او عصری محاربوی تخنیک ولري - زموږ اوردو متخصص او تحصیل یافته افسران - خورد ظابطان او سربازان ولری زموږ اوردو د مهماتو او ځنو محاربوی تخنیک لحاظه خود کفا وي ، چې متاسفانه دغه ۳۸ کاله یوه حکومت او یوه وزیر دفاع نه دغه ابتکار او نه دغه خلاقیت درلودلو او نه پوهیدل ، زه د کومه پوهیدم او دکومه ځایه ځان تر دوی لایق او متخصص بو لم ؟؟؟؟؟

ما د تحصیل په جریان کې په هندوستان - په شوروی کې ډیر وخت د مختلفو محاربوی تخنیک اثار او تخنیکی معلومات جمع کړی او لوستی وو او ډیره تجربه می د لوړ رتبه جنرالانو څخه په مجالسو او مهمانیو او ملاقاتو کې زده کړي وو او د ۱۹۹۲ نه را په دیخوا په تجارت مصروف شوم او د چین ارومچی - شانګ های - ګوانژو -  جنوبی کوریا - هانکانګ - دوبی - ترکیی - هندوستان ، هیوادو ته می تجارتی صفرونه درلودل او دهغو هیوادو تجربې او دهغو خلکو سره لیدنی زما نظامی معلومات دری چنده زیات کړل ، اوزه ډیر متجسس افسر وم او همیشه می ډول ډول مجلې چې دنویو محاربوی تخنیک عکسونه پکې لیدل کیدل په انګریزي او روسي ژبه  لوستل ، بیا کله چې د ۲۰۰۰ رم کال راهیسې د کمپیوټر سره اشناشوم نو بیا زما زخیره د معاصرو وسلو او تخنیک او دهغو دجوړیدو ډیره شوه ،که زه وزیر دفاع شوۍ وۍ ما افغانستان ته لس مختلفی فابریکی(( د وسلو دتولید - دمهماتو دتولید - د لباس او بوټو - صابون - مواد غذایی - تکه بابو - اوسپنې ذووبولو - نجارۍ - تعمیراتی ساختمانو - او کمیاوي او بیالوژیکي موادو )) د ملی تجارو او دولتی سکتور په چوکات کې جوړول ، ما داسې سرحدی قطعات تشکیلول او تجهیزول چې نور په افغانستان کې د انتحاری او بم ګذاری پروسه ختمیده - ما داسې اوردو جوړولو چې یو بار شوۍ ( خر - بار شوې قاتره - بارشوۍ آس - بارشوۍ غږګو - بارشوۍ موټر یا لارۍ ) زمو کلیو او بانډو ته نه وۍ ننوتلې او فورا د جټ طیارو او هلیکوپترو په ذریعه له منځه تلل ، ما دغه په موتر سایکلو  او اسانو سپاره طالبان - داعشیان فورا دخاورو خمیر کول ، ما موقع نه ورکوله چې ددوی لمن په ولسوالیو او ولایتو کې پراخه شي ، - ما داسې کورسونه افسرانو ته په افغانستان کې دننه جوړل چې نسبت پاکستان - ایران عربانو او هندوستان ته ډیر مدرن او نوۍ او کاملا تر اوسه چا نه دی لیدلي ، ما د تانک ضد راکت اندازو جپه چې درۍ قطاره په دریو استقامتو توجه کیدل او هرې جپې ۲۰ راکت انداز ګلولې تر ۱۵۰۰ مترو وارولې -- ما داسې بم انداز مایناندازونه جوړول چې په ماشین محاربوی بار او څلورو استقامتو ته ۴۰ مینونه ولیږدوی او تر ۵۰۰۰ متره واټن ووهي - ما داسې بي ایم ۲۱ جوړول چې هم زمان یو خط اتش ( سد ) چې ۱۰۰۰ متره عرض ولری د مرمیو په تخریب تر پوشش لاندې ونیسي ، او بل اخره ما داسېې جهادی پارتیزاني فرقۍ جوړولې چې  ( خوست - زابل - کندهار - هلمند - کنړ - جلال اباد - بدخشان ) ولایتونه ستر اخفا کړې او پشه د سلاح او مواد مخدر یا مهماتو سره زموکلیو ته را داخل نه شي، - ما داسې کورونه - بلاکونه او اپارتمانونه دوسله وال پوځ افسرانو او خورد ظابطانو ته جوړول چې ددوی کورنۍ همیشه د کور دمشکل سره هر ګز مواجه شوي نه وای ، - ما داسې اوردو جوړولو چې هلته زما افسرانو عالی زده کړی - تخنیکی زده کړی - کوماندویی او پراشوټي زده کړي او ګوریلایی او پارتیزانی جنګونه تمرین او عمل کړۍ وۍ ، -او بل اخره ما اتومی وسله تولیدوله او افغانستان ته می یو دایمی امنیتي چتر جوړولو ، - سوال دادی چې دغه کارون ما د چانه زده کړی دی او په کوم اقتصاد دا کار ممکن وو ؟؟؟؟

بلې ډیر ساده وو ، (( فقط ملی اراده ، خپلواکه اراده ، وطنې اراده ، اسلامی اراده ، جدیت او پاکي او ملی سرمایه ملی اعلانول )) او د مجاهدینو یو قول اوردو چې ۱۵۰۰۰ تنه ېې تشکیل وو  د ۴۴ مهمو قیمتی ډبرو - طلا - میسو - یورانیمو -اوسپنې - لیتیمو - او لویو برق بندو د امنیت   له پاره تشکیلولو او ددغو معادنو نه می ساتنه او استخراج ددوی په واسطه د وزارت معدن د انجینرانو په رهنماۍۍ ددغو ټولو مصارفو پوره کول ملی وظیفه بلله ، چې متاسفانه داشرف غني او ډبل عبدالله د عقده ېې او ایدیالوژیکی تعصباتو له کبله چې زما سره ېې لرل زما آر مان پوره نه شوو

 

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد