2015/12/25

دافغانانو دوینو تویولو قراردادیان

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

د افغان په وینه رنګ شول شنه ډاګونه  - سپیرې دشتې او خوړونه

یتیمان سترګې په لاره - چې کیدای شي را بیدارشي زلمي وروڼه ؟؟

ما تاریخ ډیر لوستۍ او دتاریخ په پاڼو کې مې غیر د صلیبې جنګو نه بل داسې خونړۍ جنګ نه وو لوستۍ او نه می د بل چا له خولې نه اوریدلی وو ، لومړنۍ او دوهم نړیوال جنګ هم تقریبا دقیق ولیکم تر اوو کالو دوام وموند ، خو زموږ د اشرارو او طالبانو دغو ګیرورو فاسد له خوانه ننۍ کورنۍ جنګ ۳۸ شم کال ته اوږدیژي او لا هنوز د افغان په وینو نړیوال خونخوار آمپریالیزم ( نیوکلونیالیزم ) روسان ، چینایان اوهندوان او د  دهغوی اقمار ( پاکستان - عربان - ایران - - ترکان -  - تاجکان - ازبکان ) ماړه نه شول افغانی وینه دوی ته دومره خوږه ده لکه اب حیات ، په افغانی وینه به دوی هیڅکله ماړه نه شي دلیل ېې دادۍ چې افغانان نن د ( پسو ) حیثیت لری او پسونه د انسانانو له پاره بهترین غوښه لري او همیشه د پسو نه کبابونه ، لاندې - شورواګانی - جوړوی او خوري ېې ،او ډیره جالبه داده چې رمه لرونکي یا مالداران هغه جنایت کار ، وحشي ، خونخواره ، بې مفکورې ، بې ارادې ، بې مغزه ، خرڅ شوي ، مزدور ، او حلقه به ګوشه غلامان یعنی دولتی چارواکي - جمهور ریسان - وزیران - والیان - ریسان -او لوړپوړي قوماندانان جنرالان چې دوی هم پسونه دی هیڅ نه پوهیژي چې هره ورځ ددوی له رمی نه یا ددوی له ډلې نه لس ، لس پسو نه نیسي او ددوی تر مخ ېې هلالوی وینه ېې تویوي او بیا ېې ټوټه ټوټه کوي او په سیخانو کې ېې پويي او کبابوی ېې او د پسو رمه او مالداران یا چوپانان  رډ ، رډ ورته کوري ، یوه ورځ دنړی په تاریخ کې داسې پیښه و نه شوه چې پسونه ( رمی ) چې تعداد ېې تر ۵۰۰۰ پورې رسیژي سره یو شي او په قصابانو ورحمله ور شي او په ښکرو او لغتو دغه قصابان ووژني ، همدارنګه لکه نور حیوانات چې د زمریانو له خوانه وژل کیژي ، خو په ځنګل کې یوازي ( غژګاوان یا بفلو ) غوایان د زمریانو په ضد سره یو ځای کیژي او زمریان په شکرو وهی او یوې خوا او بلې خوا ته ېې غورځوي او وژني ېې ، زموږ دهیواد دخلکو نه د ځنګل هغه غوایان هم ډیر ښه وحدت او یوالي لري ، او برعکس زموږ پسونه افغانان قصابانو ته زموږ ډیر غوښن - چاق - تندرست - مشران او پولداران ورپه ګوته کوي او په قصابانو ېې وژني، د افغان دوینو قراردادیان تل تر تله دافغاني دلالانو او جاوسوسانو - مزدورو - خاینو وطن فروشانو او مرتجع مجاهدینو او طالبانو نه سوی استفاده کوی او د قراردادیانو سره تل مرسته کوی ، مرسته د مقام - ډالرو او پونډ، او یورو په خاطر ، مرسته د قصرونو - بلډنګونو - جایدادونو - او په خارج کې د بانکی حسابونو د خلاصولو په خاطر کوی ، (( دمجاهدینو رهبران او قوماندانان - وزیران او والیان ، نه شرم پیژني ، نه شرم لري ، نه ېې سترګی له چا سوزي ، نه ېې سترګی اوشکی لری ، نه وجدان لری - نه ایمان لری - نه مسلمان دی - نه افغان دی ، بلکه د غرب په راس کې د امریکا - عربانو او پاکستان او ایران ) زنجیري سپیان دی)) دوی په مجموع کې ولې د افغانانو دوینو قراردادیان دی ؟؟؟؟ 

په خاطر ددې چې د افغانستان تر مځکې لاندې شتمني دومره زیاته ده چې که په پیسو محاسبه شي تر ۱۵ تریلیونه ډالرو هم زیاتیژي چې د هغو جملې نه ((  یورانیم د هلمند په ولایت کې - نفت او ګاز د مزار ، امودریا په حوضه کې - شبرغان کې ، هرات کی - اوسپنه او سمنټ په بامیان - هرات کې - ، لیتیم او بیروچ په نورستان کې ، - قیمتي ډبری هر چیرې زموږ په هیواد کی، - میس او طلا او کرومایت په لوګر ، بګرام ، تنګی وردګو کې او خوست کې )) شتون لری ، او دغه خام مواد زموږ د خلکو اصلی شتمنی بلل کیژي ، نو له همدې کبله نړیوال خونخوار امپریالیزم زموږ دخلکو په وینو نه مړیژي او تل ېې قراردادیان دوی دی بل چا ته اجازه نه ورکوی چې زموږ دخلکو سرنوشت وټاکي ، مخصوصا د (( حامد کرزي - اشرفک او ډبل عبدالله او ددوی د ټیمونو )) په زمام دارۍ کې چې له دغو تیمو سره ېې تر ۲۰۳۵کاله قرارداد کړۍ دی ، خو کله به زموږ ځوانان د یتیمانو اوشکي پاکوي او نجات به ورکوي او دوی به راویښیژي 

 

 

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد