2016/01/29

  ) افغانانو  )  قوت مو په یوالي کې دی .

لیکونکۍ :: دکتور طاوس وردک

قوت ، زور ، پیاوړتیا ، غشتلۍ توب ، مترادیفی کلیمی دی او تقریبا ټول یوه معني لری خو هدف می ددې نه دادی چې که یو لاس شو ، یو قوت شو ، یو موټۍ شو ، متحد شو ، سره وروڼه او وریرونه شو ، یوبل پذیر شو ، یو بل ومنو ، یو بل په غیژکی ونیسو هغه وخت دشمن ولو که هر څومره زورآورهم وی افغانانو ته ېې زور نه رسیژي ، نن چې یو تعداد ډیرو کمو خو ډیرو شیطانو ، ډیرو فاسدو ، ډیرو مریضو ، ډیرو متعصبه ، ډیرو مرتجع ، ډیرو خاینو  ، ډیرو خارجیي هیوادو  خاصتا ( امریکا - پاکستان - عربستان سعودی - ایران - چین او روسانو ته ) یو تعداد کسانو چې تعداد ېې تر ۵۰۰ نفرو نه زیاتیژي  مزدورو او نوکرانو افغانانو زموږ د اکثریت افغانانو قواله  یادو هیوادو ته ورکړې او ځانونه ېې د مقام او ډالرو په بدل کې ورباندې خرڅ کړی دی ، هغه دي چې زموږ اکثریت عادی روشن فکران - تحصیلکرده ځوانان - پاک او وطن پرست ملان او طالبان - عادی بیچاره بیکاره بیسیواد افغانان سرګردانه او لالحانده بی سرنوشته تاویژي او د جنګ د ختمیدو لاره نه شي پیدا کولای ، د ځنو سره پخوانی تعلقات - پخواني ایدیالوژیک روابط - تنظیمی روابط - وطن داری روابط - زبانی روابط - دینی روابط او خاصتا د روحانیونو - ملانو او تبلیغیانو پوچ او غرض الود تبلیغات ددې سبب شوۍ دی چې د ملی وحدت - ملی یوالی قوت او زور ورک شوۍ او دغه پروسه کاملا له منځه لاړه شي اولکه چې له منځه تللې ده که زموږ خلک ټول پخوانی خراب ، بیګانه ، پردې ، په افغانانو تپل شوي ، تحمیل شوي ، تعلقات او مناسبات شا ته کړي او یو ځلې تصمیم ونیسي او ټول سره متحد شي او د اتحاد او ملی وحدت تر بیرغ لاندې د خبیرو - نخبه - لیکونکو - ویاندویانو - استادانو - سیاسیونو - نظامیانو او ملی شخصیتونو خبرو ، نصایحو او مفکورو ته ځیر شي او ورباندې اعتماد او باور وکړي  ددوی  روابط سره مهکم او پیوند ورکړی او یو واحد ، مذبوط ، غشتلۍ او نه ماتیدونکۍ قوت را منځ ته کړی چې د افغانستان دشمنانو ته غاښ ماتونکۍ ځواب ورکړي او هغه وخت دی چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کی د اول ځل له پاره بیرته دیوه متحد او نه ماتیدونکی ځواکمن هیواد حیثیت غوره کوي او هیڅ کله پورته یاد شوی دشمن هیوادونه او زموږ دکور د ننه وطن پلورونکي افغانان  زموږ دوطن دارانو  تخریب او دخلکو وینه توییدل نور نه شي عملی کولای ، باور وکړی چې په ظرف د یوه کال کی افغانستان دیوه قوی او متحد ملت حیثیت غوره کولای شي ، راځۍ سره یو شۍ ، راځۍ سره یو موټۍ شۍ او داسې سوک شۍ چې د محمد علي بکسر د سوک نه هم قوي  سوک شۍ هر ګذار مو باید د دشمنانو پوزه او غاشونه ور مات کړي او تل دشمنۍ ته د پای ټکۍ کیږدۍ ، اقلا د  ایران څخه ېې زده کړۍ - اقلا د هندوستان څخه ېې زده کړۍ - اقلا دروسېې څخه ېې زده کړۍ ، غربی هیوادونه او چین خو یوې خواته پریږدۍ ، مجاهده کافره - طالبه د خدای دشمنه - تفنګ سالاره ، افغان دشمنه - ګیرورو د تنظیمو مشرانو دخدای روی دی ولې نور ځانونه سپکوۍ - ولې ځانونه شرموۍ - ولې ځانونه بی آبه کوۍ -- ولې د بیسیواده عادی بیکاره افغانانو ، کونډو او یتیمانو آزار اخلۍ ، بس کړۍ نور شیطانت - چاغولي - وطن فروشي - ورور وژنه - تفرقه اچونه د پاکستان - ایران - عربانو او غربیانو خاصتا امریکا ته شیطانی ، منافقت ، دهغو دهول ته نڅا بس کړۍ ، ټول هیواد وال د تاسې دوه مخۍ سیاست نن سبا ټول پوهیژي لطفا ېې بس کړۍ ، د صلحې شورا لغو اعلان کړۍ دغه د فساد او نفاق شوروا ده ډوډۍ پکې میده کړۍ او کاسه ېې وڅټۍ نور ېې بیرته مه استعمالوۍ ؟؟؟او په آخر کی دومره ور باندې علاوه کوم چې ( یا به یوکیږۍ -- که نه نو دیوه سره ورکیژۍ ؟؟)او پاکستان هرګز صلحه نه کوي ، امریکا زموږ دخلکو له پاره صلحه نه غواړي ، باور وکړۍ یو ېې هم نه غواړي ، یو اصیل ، پدرکرده ، ناموس داره ، افغان ، وطن پرست ریس جمهور او ریس اجرایه ، نوي عاجل وټاکۍ چې خلک سره یو موټۍ کړي ، امین یا رب العالمین

 . 

 

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد