2016/03/27

 چاکن در چاه است )مه کوه په چا چې وبه شي په تا(

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

قدرمنو هیواد والو غربیانو ۳۸ کاله دافغانستان خلک په تنور کی وسوزول ،همدا غرب وو چې د پاکستان او ایران سره ېې زموږ دیموکراتیک نظام راڅملولو ، همدا غربیان وو چې د اشرارو رهبران ېې په پاکستان او ایران کی ونازول - مسلح ېې کړل - تربیه ېې کړل او زموږ شکلۍ افغانستان ېې ور باندی تخریب او خلک ېې په وینو ولړل ، همدا غربیان وو چې پاکستان ېې د اتومی وسلو څښتن کړو زموږ او هندوستان په ضد یو نظامی ګر تروریست هیواد جوړ کړو، همدا غربیان وو چې د بن ناولې فیصله ېې زموږ په خلکو وتپله ، همداغربیان وو چې طالبان ېې را منځ ته کړل او بیایی دپشتون او تاجکاو هزاره دشمنۍ تهداب کیشودلو ، همدا غربیان وو چې القاعده ېې زموږ د خلکو په سرحاکمان کړل ، همدا غربیان وو چې د اشرارو یا مجاهدینو تروریستو قوماندانانو نه ېې شخصیتونه او ملیونران جوړ کړل - همدا غرب وو چې د پشتو او دري تعصباتو ته ېې پراخه لمنه ووهله ، همدا غربیان وو چې طالبان ېې بیا د خلکو په سر حاکمان کړل داسې یو امارت ېې جوړ کړو چې په نړی کی ېې ساری او نمونه نه وه ، همدا غربیان وو چې وزارتونه او ولایتونه او نور کلیدی مقامونه ېې د اشرارو رهبرانو ته ور بخشش کړل ، همدا غربیان وو چې دافغانستان ملی وسله وال پوڅ ېې مضمحل او له منځه یوړو کدرونه ېې ډی ډی آرکړل او وسلی او محاربوی تخنیک ېې په غربیانو خرڅ او نور په پاکستان وپلورلو ، همدا غربیان وو چې طالبان ېې په (ب ۵۲ ) او اف ۳۵ او اف ۱۶ جټ طیارو سلاته او خمیره کړل ، بیا ېې لاس پوڅۍ شاه شجاه حامد کرزۍ د رستورانته را ولاړ او ریس جمهور ېې اعلان کړو ، همدا غربیان وو چې د ځنګل پادشاهی ېې په افغانستان تهداب ګذاری کړه ، همدا غربیان وو چې هیرویین -تریاک - چرس ېې علنی ددهاقینو په ذریعه رواج او وکرل او بیایی د مافیایی کړیو په واسطه خپلو هیوادو ته یوړل او هر کال له افغانستان څخه ۶۰ ملیارده ډالره مفاد وړی ، همدا غرب وو چې یورانیم او لیتیم او کرومایت زموږ له هیواده وړیا وړي ، همدا غرب دی چې زموږ ۴۴ د قیمتی ډبرو معادن ېې اشرارو ته ور تسلیم کړل ، همدا غرب وو چې د شمال ټلوالې په ذریعه ېې د طالبانو ۲۰۰۰ نفره په کانتینرو کې غلبیل غلبیل کړل او بیا یی په دسته جمعی ډول د لیلې په دشته کې په یوه زابور کې په خاورو ومنډل ، دلیلې دشته څو ورځې ښوریده او د مړیو پوره ساه نه وه ختلې ، نن همدا غرب دی چې طالبان ېې په غیږ کې ونیول او تر ننه ېې زموږ د حکومت په ضد جنګوي ، همدا غرب دی چې طالبان وسله وال کوی - پیسې ورکوی - ورسره روابط لری او حمایه کوی ېې ، نن بیا همدا غرب دی چې داعش ېې را منځ ته کړو او دخلکو سرونه غوڅوي ، خلاصه امریکا او د ناتو هیوادونه هیڅکله نه غواړی صلحه په افغانستان کې راشي ، صلحه په افغانستان کې د امریکا او غربیانو تباهی رامنځ ته کوی او ددوی مزدور او اجنت هیواد پاکستان تجزیه کیژي ، نو زما قدرمنو هیواد والو لطفا هوشیار شۍ او د صلحی تار یا طرح د غرب په راس کې ېې د امریکا په لاس کې ده ، نن چې د پاریس قتلونه او بیا د بلجیم قتلونه را منځ ته شول هماغه د خوارانو - بیوزلو ، بیچاره ، بیګناه افغانانو انتقام دی چې خدای ېې ور نه اخلی مه کوه په چا چې وبه شي په تا ، چاکن در چاه است ..

 

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد