2014/10/19

د تاریخ یوه پاڼه

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۱۷ مه ۲۰۱۴ کال

هر ریس جمهور یا امیر یا پادشاه خپل پلانونه او طرحې لرلې او همیشه ېې دهغو د عملی کیدو له پاره زیار ایستلو ، خو له بده مرغه ،لکه یوه میوه داره ونه چې د مختلفو امراضو او دشمنانو له پلوه همیشه بیغمه نه وی دیوه مثال په راوړلو وطندارانو ته او خاصتا جمهور ریس صاحب او داکتر صاحب عبدالله عبدالله ته بیانوم ، هره میوه داره ونه چې ډیر بار ولری بیا هم دونې د میوو د رشد دمخ نیوی په خاطر طبعی افات لکه (( چینجیان حشرات غله ـ پرنده ګان ګلۍ بارانونه وچکالی او نور مکروبونه را پیداکیژي ، له پاره ددې چې ونه تر اخره ښه ډکه له میوو سره پاتی شي دهقان باید ورته ( ښوره یا پارو )ورکړي همیشه په خپل وخت اوبه ورکړي دواپاشی وکړي مځکه ورته سسته یا نرمه کړي ، شاخ بوری ېې وکا میوه داره شاخو ته شاخۍ ورکړي د مرغانو او ملخو نه ېې وساتي د غلو نه ېې وساتی، او په منظم او فنی ډول ېې میوه جمع آوري کړي او په ډیر منظم او درست شکل ېې بسته بندی یا (پکنګ ) وکا )) ، او بازار ورته پیدا کړي که دغه کارونه دهقان وکا معلومداره خبره ده چې د نړۍ په بازارو کی ډیر تاجرانورته مراجعه کوي او د اخیستو پیشنهاد ورته کوي او دهقان ددی زحماتو په نتیجه کې ډیرې پیسې لاس ته را وړي او حریفان دیوه سره دماتی سره مخامخ کوي ، دایو مثال وو د ښې او په موقع غم خورۍ او د تولیداتو د کچې لوړتیا ته ښه مدیر او مدیریت ته ضرورت دی ،نو ریس صاحب جمهور هم فرض کړۍ یو

دهقان دی باید د خلکو دروزنی ساتنی کارموندنی سالم تربیت بازسازۍ نوسازۍ خاصتا امنیت له پاره لکه نن سبا چې خلک ور نه سوالونه کوي، او واي چې د پاکستان او ایران سره به څنګه مناسبات ساتي او د پاکستان او ایران یا د دشمنانو یعنی طالبانو او حقانی سره به څه ډول سیاست غوره کوې ؟؟؟؟

زه وایم چې موږ د څو مثالو په را وړلو سره کولای شو دشمنان سازش ته یامذاکرو ته چې دقیقي پایلې او مثبت نتایج ولری تابع کولای شو په یوه شرط سره او هغه شرط دادی چې د افغانستان خلک د ریس جمهور او اجرایه ریس سره لاس یو کړي او د ددوی نه حمایت وکړي او هر څه چې اشرف غنی احمد زۍ اوعبدالله عبدالله فیصله کوی د هغو نه کلک ملاتړ وکړي ځکه ۸ ملیونه کسانودوی ته رایه ورکړې ده ، مثلا (( د امنیت په راوستلو کی دهر کور ماشوم نر یا ښځه دهر کور هلک دکور خاوند یا مور د خپل کور نه د انتحاریانومیدان یا منزل یا ځای جوړ نه کړی انتحاری ته ځای ور نه کړي غله اوتروریست مخصوصا د پاکستان او ایران او عربانو روسانو چینایان

امریکایانو د ډالرو او پوڼډو په بدل کی د خلکو او وطن سره خیانت ونه کړی او همیشه بیدار ګوش په اواز سیل بین هوشیار زیرک چالاک مصمم وی چې همیشه د اخوان ، ارتجاع ، شیاطینو ، فتنه ګرو ، خاینو ، وطنفروشانو، رشوت خورو ، غلو ، قاچاق برانو او د دشمنو هیوادو نوکرانو اومزدورانو سره د جیوال خوله و نه نیسي او هر غل، داړه مار ، توطیه ګر ،بدماش ، تروریست ، تفرقه انداز ، د دشمنو هیوادو نوکر او مزدور و وینی باید فورا ېې امنیتی ارګانو ته معرفی کړې او خپل وطندار او وطن ته نجاتورکړي )) که هیواد والو دغه کار وکړو نو دولت ، ریس جمهور او ریس اجرایه به تل د هیواد دترقۍ پیشرفت نوسازۍ باز سازی- او د وسله وال پوځ د مدرنیزه کیدو تجهیزکیدو په مدرنو او ضروری وسلو سمبالیدو مخصوصا

هوایی او ټوپچي قوتونه باید د شهید دکتور نجیب الله دوخت سره سم جوړ اوتعبیه کړي یعنی که خلکو د ریس جمهور او ریس اجرایه سره مرسته وکړه اوملاتړ ېې وکړو او دوی ته ېې وخت ورکړو او زمینه ېې برابره کړه تر څو دوی وکولای شي د هیواد د وسله وال پوځ د اکمال او محاربوی تخنیک ضروری شیان اکمال کړي او یو بیطرفه غیر اجیر- غیر مصلحتی غیر تنظیمی غیر سمتی غیر وابسطه وسله وال پوځ چې د دوه کلنی مکلفیت دوری په شروع کیدو سره دغه ارمان پوره کیدلای شي تشکیل شوو او په وسله وال پوځ کې یو دقق ریفورم رامنځ ته شو او د سر قوماندانۍ تشکیل هم باید جوړ او ورته ارکانحرب تحصیل کرده متخصص افسران وګماری ، هغه وخت به موږ وایو چې اوس زموږ همسایه ګان زموږ سره باید زموږ په ژبه خبری وکا ،(( اول باید موږ ځانونه وپیژنو بیا باید موږ ځانونه دهرلحاظه ، تربیه ،تجهیز، تقویه او د دشمنانو د هرډول دفع او طرد له پاره اماده کړو )) یعنی د امنیتی لحاظه د اقتصادی لحاظه د سیاسی لحاظه - دکمیت او کیفیت له لحاظه د مورال او معنویاتوله لحاظه د وسلو او محاربوی مدرن ماشین د اکمالاتو له لحاظه او بلاخره ددشمن د دقیق شناخت له لحاظه لکه په نړۍ کي چې ځنو زمامدارانو خپلوهیوادو ته خدمت کړۍ لکه ( مدورا په ونزویلا کې دانیل ارتیګو په نکاراګوا کی فیدل کاسترو په کیوبا کې ولادیمیر پوتین په روسیه کې بشرالاسد په سوریه کې - مرتي په هندوستان کې ) هغه هیوادونه دی چې درهبری کسان ېې وطن پرستان او قوی زعیمان وو او دی او نن د هر اهریمن اوزورواکی مخه نیسی ، خو زموږ خلکو مخصوصا ځوان نسل او خاصتا هغوهیرویینیانو چرسیانو غلو شرارت پیشه ګانو- یاغیانو او باغیانو ـاو یو تعداد د مجاهدینو پیرو کسانو تر ننه ځانونه ونه پیژندل چې افغانستان ته د نن غونته رهبر په کار دی او دزړه په وینه باید د هغو نه حمایت وشي ، د دې بحث په اخر کی د افغانستان جمهور ریس ته وایم چې اول باید وسله وال پوځ ملی او بیطرفه کړې او یوه دقیقه تصفیه وکړې او په لومړي قدم کی د ملی ګارد یو قول اوردو جوړ کړې چې اقلا ۱۵۰۰۰ منسوبین ولری او دغه قول اوردو په ډیر خاصو او مدرنو وسلو مجهز وی تر څو د هر خود خواه سازمان تنظیم یا حزب چی د بغاوت شورش چباول کودتاه انقلاب ، خیال لری په څو ساعتو کی تار او مار کړې ډیر ښه مثال ېې د مصر د(( مورثي دغو د اخوان الشیاطین ) د رهبر او پلو یانو سره جدی او قاطع برخورد وزیر دفاع السیسی ) وکړو او ته هم باید د هر سرکش ، یاغی او باغی، بلوا ګر غوږونه ور تاو کړې داسې یو منظم ملی ګارد جوړ کړه چې نه څوک کودتا وکا نه څوک بلوا وکا نه موازی حکومت اعلان کا نه خلق میدان ته را وباسی او نه د مقام او څوکۍ نه سوی استفاده وکا ، ددوهم جنګ په جریان کی د ستالین مبتکرانه رهبری وه چې هتلر ېې د بیخه او بنیاده و څپلو، نو که د زور لرلو او ښه اقتصاد د لرلو هغه وخت پاکستان د افغانستان سره لانجه نه شي را منځ ته کولای( در جای که زور باشد به منطق ضرورت نیست )

حرف پوتین روسیه است ، او که ضعیف وی او خلک د بې اتفاقه وو نو پاکستان نه یوازی چې دیورند نه منی بلکه حیرتان هم غواړی

 

    

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد