2016/08/28

افغانستان دتورې جولا( غڼې )  په دام کې.

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

جولا، یا غڼې همیشه په داسې ځایو کې دخپل شکار له پاره جال غوړوي یا جوړوي چې هلته حشرات ، واړه مخلوقات مخصوصا الوتونکی موجودات ډیر پروازونه کوی، افغانستان مخصوصا بیچاره ، فقیر ، مظلوم ، مریض او ناداره ژنده پوشان د تاریخ په اوږدو کې دداسې جولاګکانو له خوانه په مختلفو مراحلو او وختو کې ددوی د جال او تور لاندی راغلی او د خلاصون لاره ېې د ډیرو وینو توییدو په ورکولو سره جولا ته ماتی ورکړی ده ، خو دا ځلې جولا دغه توره خطرناکه شیطانه او مکاره جولا دومره خطرناک چالونه او نیرنګونه زموږ په بیچاره خلکو استعمالوی چی د بیرون رفت لاره ېې د بیچاره حشراتو له خوانه نه نیول کیژي او دلیل ېې دا دی چې د توری جولا طرفدار موجودات په خپله دنورو موجوداتو غونته شکل او قواره لری او په خپله دغه موجودات مجبوروی چې د توری چولا د دام یا جال په طرف حرکت وکړی او تر څو هلته د جولا په جال کی حصار شی ، نني امپریالستی ( نیوکلونیالستی ) غربی امپریالیزم یو بل شین جولاګک( پاکستان )  ور سره متحد او یوځای کړي چې د اسلامی نړي او مخصوصا افغانستان خلک ېې په خپلو دامو کی حصار کړي دی ، هره ورځ د سلهاوو وینه چشي او وژني ېې ، زموږ په اصطلاح جمهور ریسان ، په اصطلاح می په خاطر ددې وویل چی دوی افغانی اصیل هویت نه لری او تل تر تله د شنه یا تور جولا په دام کی حصار یا ساتل کیدل تر څو یو وخت ورته زمینه برابره شی او په دوی باندې د نورو عادی افغانانو وینه وچښي او ځانونه ورسره یو ځای ماړه او قوی او وپړسوي ، وګورۍ شین جولا ( پاکستان ) نه مسلمان هیواد دی ، نه مستقل هیواد دی ، نه انسانیت لری ، نه عزت لری ، نه شرف لری ،نه قول او وعده باندې دریژي او باور نه لري، همیشه د غرب مزدور او نوکران وو او دی او دغرب په واسطه تشکیل شوۍ او را منځ ته شوۍ هیواد دی ، خو زموږ خرڅ شوی ریس جمهوران تر ننه په دی نه پوهیژي چې ددوی په اصطلاح ستراتیژيک متحد ( په حرف او کاغذ باندی لیکل شوی سند ) می مقصد د متحد نه دی ، په اصل کی همیشه دوه ګونۍ سیاست چلوي او ادامه ورکوي ، خو نه حامد کرزي او نه اشرف غنی د شنه جولا او تور جولا د دامه ځانونه خلاص نه کړل ، د خلاصون یوازنۍ لاره ېې دیوه متعهد او ملی وسله وال پوځ تهداب ایښودل وو ( یعنې د مکلفیت دوه کلنه دوره بیرته را منځ ته کول ، تر څو د سرټیټیدو یا سرخمی نه او چاپلوسۍ نه او همدارنګه مصلحتی او تنظیمی وسله وال مزدور پوځ نه د تل له پاره خلاص شۍ ) او تر څو دغه کار د یوه اصل او اولین اقدام په شکل را منځ ته نه شي دواړه جولاګان په تفاهم سره د عادی افغانانو وینه چښی او هره ورځ ورنه قربانی اخلی ، جمهور ریسان نه عقلانی - نه فکری - نه شخصی - نه اجتماعی - نه وطنی - نه قومی - نه تحصیلی او نه تاریخی اراده او مفکوره لری ، وګورۍ امریکا ته نه شي ویلای چې که په خپله غرب ( امریکا ) جنګی مدرن هلیکوپترونه او جټ طیاری نه را کوی نو پیسې ېې را کړه چې دروسې نه ېې واخلو ، څنګه پاکستان ( شنې غڼې ) ته مدرنی جت الوتکی ورکوی او افغانستان ته ېې نه ورکوی ، غرب په راس کې ېې امریکا د متخصیصینو - دکتورانو - تحصیلکرده ګانو او چیز فهمه افغانانو باندې سایکالوجیکی فشار را وړی او د خلکو ماغزه خوری ، خو دوه وطن فروشان ( ع او غ ) اصلا فقط د خود خواهی په خاطر ملی منافع تر پښو لاندې کوی او نه غواړي چې دافغانستان متخصیصین او تحصیل کرده ګان چې لاسونه ېې په رشوت او دخلکو په وینو ککړ نه دی  په راس د ادارو کی قرار ولری ، تر څو به دغو جولاګانې او ددوی افغانی ساتونکو ته وخت ورکوۍ ، ډیر زر باید لاس په کار شۍ او سیاسی قدرت ددغو وطن پلو رونکو نه واخلۍ

  

  

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد