2016/10/13

 جناب ریس جمهور او حنیف اتمر ته یو پیشنهاد

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک  .

جناب محترم اتمر صاحب د جنګ اصول دی چې که د یوه یا دوو کالو نه زیات شوو نو باید اساسی او ضروری مسولیتونه تشخیص او درک شي او د هغو د درک او تشخیص له پاره باید په یوه لویه اجماع کی د افغانستان د عامو خلکو رایو ته مراجعه وشي ، ځکه دغه موضوع د حکومتی چارواکو د تشخیص- درک فهم منطق او تجربو نه خارجه وه او ده او فقط عام خلک او اکثریت مطلق وطنداران ددغو لوی وطنی معضل د پاره باید عاجل سره را غونډ شی او یو جامع منطقی- اصولی دوطن او خاورې او ارضی تمامیت په نظر کی نیولو سره ملی تصمیم ونیول شی ، په دی خو ښه پوهیژې چې جنګ په افغانستان کی تر هغو وخته ادامه پیدا کوی تر څو غرب په راس کی ېې امریکا خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته نه وی رسیدلای او دغو اهدافو ته درسیدو له پاره یوه دریم نړیوال جنګ ته نړی ورداخلیژي ، له پاره ددې چې د دوهم نړیوال جنګ د تحلیل او ارزیابی په بنیاد کله چې امان الله خان د هتلر خواهش ونه منلو چی ګویا دروسانو په ضد اقدام وکړی او موږ او تاسې اریایان یاستو ، نو امان الله خان ورته وویل چی درسته ده چې موږ اریایان یو خو موږ یو مستقل هیواد یو او نه غواړو د بل چا تر دیکټات لاندی په همسایه هیوادو بریدوکړو ، اوس هم غرب په راس کی ېې امریکا افغانستان اشغال کړۍ دی او ځان ېې دشوروی سرحداتو ته رسولۍ دی او غواړی د بحیره خزر نفتو او ګاز ته ځانونه ورسوی ، ولې په یاد لرۍ چې روسیه او چین هم د نړۍ دوه قوی او نیرومند قوتونه دی او دوی دوهم نړیوال جنګ وړی دی او نن هم د هغو اخطارو سره چی د امریکا جنرالان ېې روسی ته ورکوی او غواړی روسیه مجبوره کړی دریم جنګ شروع کړی ، خو ( پوتین تر بل هر ریس جمهور نه هوشیار او وطن ېې ورته ګران دی ) نو ټوله امادګی روسان د غرب په مقابل کی لری ، نن سبا لکه چی انګریزان د برکزیت دپلان سره سم د اورپا نه جلا شول نوره اورپاهم کرار کرار جلاکیژي تاسی به د ماری لوپین مصاحبه پرون ( ۱۲/۱۰/۱۶ ) د بیبیسی دخبر یال سره لیدلی وی ، زما مطلب دادی چی که غواړې چې ریس جمهور اشرف غنی موفق شی او د داخلی او خارجی دشمنانو په وړاندې اصولی او منطقی دریزغوره کړی نوزما دغه لاندی پیشنهادونه منظور کړه او غور ورباندې وکړه ::: -

الف -  لویه اضطراری جرګه را وغواړۍ او هلته دغه مواد د خلکو ارا ته وړاندې کړۍ .

ـــــ   فورا  یو قول اوردو  د ( محافظت ملی )  په نامه په کابل کی تشکیل کړه او ټول سربازان ېې د دوه کلنی مکلفیت دوری په اساس جلب او احضار کړه ، دڅه په خاطر ؟؟؟ په خاطر ددې چې د کابل شهریانو عام او تام امنیت وساتی ، او اساسا یو بیطرفه غیر جهادی او غیر تنظیمی قول اوردو وی او راسا د سر قوماندان اعلا په امر او فرمان عمل وکړي ،دبلې خوانه به معاشونه کم شی یعنی هر سرباز ته دمیاشتی فقط ۲۰۰۰ افغانی ورکړل شی ، نور باقی اضافی معاشونه به د بودجی نه یا د خارجیانو د ګدایی له لارې نه تمویلیژي ، دغه به د غرب نه یوه لاره د استقلالیت  او خلاصون وی .

-----  ټول معادن ملی اعلان کړۍ او ددغو معادنو د محافظت استخراج اوانتقال په خاطر یو بل قول اوردو د معاش په بدل کی تشکیل کړی او د هر سرباز معاش د ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې وي، ددغو معادنو له مدرکه به هرکال د ۵-۷ ملیارده دالر درته مفاد رسیژي او کولای شۍ زیربنایی پروژي ور باندی جوړی کړۍ ، او مدرنی وسلی مخصوصا هوایی قوتونه ور باندی سمبال کړي ، او په هیواد کی د ( مهماتو تولید دهلیکوپترو تولید دجټ طیارو تولید دراکټو تولید ) شروع کړۍ .

-----   ګاز د پخوا په شان په روسانو وپلورۍ او په عوض کی ېې محاربوی تخنیک ورنه اکمال کړۍ ، یا د کوکچي او پنجشیر دبرق بندونه ورباندی جوړ کړۍ .

-----  خلع سلاح عام وتام شروع کړۍ او دغه وظیفه جنرال صاحب دوستم ته ور وسپارۍ ، هرچا که د یوې میاشتی په موده کی وسله دولت ته تسلیم نه کړه هغه د یاغی او باغی په نامه معرفی او سخترینه جزا ورته تعین شی ( اعدام ) .

----  د کابل په شهر او نورو ولایتو کی یو وزیر معین ریس- قوماندان په ځان پسې تعقیبی وسله وال محافظین نه شی ګرزولای ، او یو تعقیبی موتر هم باید ونه لری ، په هغو موټر کې چې حکومتی چارواکی رفت او امد کوی په دوهمه چوکې دری نفره مسلح ګارد ورسره وی او کفایت کوی ، ځکه وسله وال نور په یوه شهر او ولایت کی باید ونه لیدل شی .

---- د دوو کالو له پاره دمخدره موادو کرل اجازه ده او د مخدره توکو تولیدات دیوه سره د دوزارت داخلی معینیت ته تسلیم شی یعنی وزارت داخله ېې د دهاقینو نه واخلی یا وپیري ، بیا ددو کالو وروسته کامالا منع شی او په ځای ېې غنم زعفران او یو بل ډول ګل دی ریحان نومیژي زرع شی ، دغه عایداتی منبع چی هر کال به د ۴۰-۶۰ ملیاردو ډالر افغانستان ته عاید راوړی د افغانستان د زیر بنایی او زراعتی پروژو او برق بندو له پاره کفایت کوی .

ملا امامان سپین ژیري او قومی مشران ملی اسلامی تاریخی دنده لری چی ځوانان د دوو کالو عسکری خدمت ته وهڅوي ځکه بله لاره او هیڅ چاره نشته وطن غرقیژي او موږ باید یو مستقل هیواد ووسو او هیڅکله د ابرقدرتو د ضرباتو لاندی را نه شو لکه چی پخوا یو ناپیلۍ او غیرمنسلک هیواد وو سر له دغو لوی جرګی هم باید مستقل سرلوړۍ ازاد او مترقی هیواد ولورو ، .

 په ظرف د شپږو میاشتو کی د لوی جرګی نه وروسته چی دغه مواد عملی کیژی باید خارجیان دیوه سره د مشاورینو په شمول زموږ له هیواده ووزي تر څو د جنګ ریشی غوڅې او تفرقه اچونه بنده او دشمنان هم نور جنګ بس کړی .

تصمیم د بري لومړۍ شرط دی .

   

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد