2017/02/29

فقط يو چانس ::-

۱- په وار وار مي درته ليکلي خو يو واري د هم نه دي منلي چي تر هغو چي وسله وال پوځ احياي مجدد ( دسره )، جوړ نه شي يعني د مزدور ، اجير ، مصلحتي ، تنظيمي ، قومي ، لساني ، سمتي ، ژبني  او حزبي څخه فارغ نه شي ملي اوردو نه شي کيداي ???

۲- بايد لويه اضطراري جرګه را و غواړي او دغه شيان پکي تصويب کړي ؟؟

 

اول ::-. دملي او اقتصادي منافعو په بنياد بايد د هري کورني ځوان چي ۱۸ کاله عمر پوره کوي د مکلفيت عسکري دوه کلنه دوره د پخوانيو رژيمو غونته اجرا کړي هيڅ قوم ، مليت بيدون له مريض او معيوب نه يا محصل نه چي د تحصيل په دوران کي وي معافيدلي نه شي ، دهر سرباز ماهوار معاش ( ۲۰۰۰ )، افغاني تعين شي او دري وخته ديره ښه ډوډي ورکړل شي ، او که دهر سرباز د معاشه اقلا ( ۷۰۰۰ )، افغاني صرفه جويي شي او ضرب ۳۵۰۰۰۰ نفرو شي ( ۲۴۵۰۰۰۰۰۰۰)، افغاني هره مياشت صرفه جويي کيژي چي په ۱۲ مياشتو کي (.        ---------------)، افغانيو ته رسيزي يعني دولت (  ۴،۵ مليارده )، دالره تر لاسه کوي چي د بهر نه وسلي او د مهماتو  او نوري توليدي فابريکي ور باندي و پيري  او ټول بيکاران به د کار خاوندان شي ، د تعليم او تربيي له پاره د پخوا په شان يوه مشاور ته ضرورت نشته او موږ  د دکتور نجيبالله  تر اخره پوري تعليمي غونډونه په هر قول اوردو کي لرل ، که غواړي ملي وسله وال پوځ ولري نو د بيګانه له ديکټاټه يي خلاص کړي  او نوره ګردن پتي  مه کوه او د ګدايي کچکول مه ګرزه .

 

دوهم ::- ځني خلکو ته سوال پيدا کيژي چي ډير کسان به بيکاره يا بي معاشه  شي ؟؟ خو زه وايم که دغه څه چي زه ليکم عملي شي لس چنده بيکاران به له نورو هيوادو نه هم جذب شي .

 

دريم ::- ټول وسله وال مجاهدين ، قومي مشران ، زور واکان ، خلع سلاح شي او هيڅوک په ځان پسي وسله وال محافظين نه شي ګرزولي، که وزيران يا پخواني جهادي رهبران ډاريژي په خپلو موترانو کي  د دوه يا دري تنه د ځان سره وړي.

 

څلورم ::- ټول معادن که استراتيژيک مواد دي يا د قيمتي ډبرو دي بايد ملي شي د توپک سالارانو او جهادي رهبرانو او قوماندانانو د انحصاره خلاص شي او ملي يعني د افغانستان د ټولو خلکو حق وګرزي  او دلته ددغو د محافظت ، استخراج - پروسس او انتقال له پاره دټولو ولايتو له پاره ( ۳۰۰۰۰)، کسيز قول اوردو د وزارت دفاع په چوکاټکي د معاش په بدل کي تشکيل شي  البته د وزارت معدن او امنيت ملي د نمايندګانو په شمول ، ددوي معاشونه ( ۱۲۰۰۰ )، افغاني  ماهوار معاش د وزارت معدن له خوانه البته د اعاشي او البسي په شمول ، زه يقين لرم چي ددغو معادنو له مدرکه به سالانه ( د ۸-۱۰ )، مليارو ډالر افغانستان تر لاسه کړي .

 

جناب ريس جمهور تاپه وزارت ماليه ،کي محاسبه او بانکداري ليدلي او تجربه کړي او زه ديوه سياسي فلسفي ددکتور او نظامي ارکانحرب افسر په حيث د افغانستان د خلکو دنجات او د نني خونين کشماره زموږ د خلکو د خلاصو او افغاني عزت او آبرو ، استقلال او ارضي تماميت په خاطر دغه تاريخي ياداشت درته پيشنهادوم چي که يي عملي کړي نو به د افغانستان د ناجي نوم وګټي ؟؟؟؟؟

 

غربيان اشرف غني ته اخطار ورکوي::-

 

وطندارانو اوس تاسي ښه دقت وکړي چي د اشرف غني يا يوه بل ريس جمهور له پاره کومه طرحه مهمه ده چي امنيت تامين شي او څه بايد وکړي؟؟؟

ايا د غربيانو په عقيده جنګ سالاران بايد ديوه سره محاکمه شي تر څو اداري فساد

او امنيت تامين شي ؟؟؟

 

او که زموږ هيواد ته ۲۰۰ هليکوپترونه او ۱۰۰باله اف۱۶ او اف۳۵ جټونه - مدرنه ټانکونه - رادار غونډونه - انجينري غونډونه - لري منزل ويشتونکي توپونه - بي ايم ۲۱ - او هاوانونه - دمهماتو دتوليد فابريکه -زموږ خلکو ته د کوکچي او کنر د برق بندونه جوړ کړي چي د خلکو په دستر خوان ډودي پيدا شي ؟؟؟

 

يا د پاکستان هغه ۳۲ تروريستي او تربيتي کمپونه چي افغانستان ته مرګ ژوبله او تخريبات راوړي بمبارد کړي ، طالبان او داعشيان دغه د امريکا او غرب په لاس کي ارزانه او آسانه  ددوي په لاس کي وسله او مزدور او اجنټ متعصب مسلمانان وسله  وال اجير افغانان د قطر او پاکستان څخه وشړي او زنداني کړي ؟؟؟؟

 

دا هغه مهم او بحران زاسوالونه دي چي زما له نظر اساسي حل داسي بيانوم .

 

۱- جنګسالاران او تفنګسالاران عبارت دي له ( عطامحمد نور - يونس قانوني - ضيا مسعود او ولي مسعود - بسم الله محمدي - داکتر عبدالله - امرالله صالح - اسماعيل خان - سياف - ظاهر قدير - حضرت ولي شاړي - مسلميار - ابراهيمي - الماس - کوهدامني - عاصم والي - ريګستاني - بچه رباني - محقق هزاره - خليلي - محسني - اکبري - بلخي - حامد کرزي او وزيران او واليان يي - اشرف غني وزيران او واليان يي - يو تعداد نور چي زمانه يي نامونه هير دي  او جنرال دوستم قويترين و با تجربه ترين جنګ جوي افغانستان و دشمن اصلي دوستان امريکا ( طالبها وداعش )، بوده که غرب خواستار محو فيزيکي وي هستند و و توطيه وي همين دولت و غربي ها در وجود يک کوني ايشچي ساز و برګ داد وريس محکمه هاګ در جرمني به اشرف غني ګفته که اورا زنداني وبه دست محکمه هاګ بسپاريد ورنه کمک ها را سر تان بند مي کنيم همان متل خراب ما است که مي ګويد ( سر د سين ته کړم کونه دغين ته کړم کوم طرف ته ځي )، زما په نظر غرب دغه شي غواړي تر څو اړو دوړ رامنخ ته شي او دوستم ووژني او غرب خوشحاله شي ، خو زما په عقيده  دغه کار يو وطني او ملي او تاريخي خيانت دي او د دوستم په وژلو افغانستان تجزيه کيژي ، د نورو جنګ سالارانو نيول او هاګ ته سپارل بيا وطن لوي خونين وطني داخلي جنګ ته ببايي چي يو افغان دغو ته خوشحاله او زړه ښه نه کړي ، بلکه ټول کوشش دي ته عطف شي چي دغه ۱۶ کلني لاس ته راوړني حفظ اوپرمختګ وکړو

۲-د پاکستان څخه د تروريستي کمپو ړنګول د امريکا له پاره آسان دي خو دا کار غرب نه کوي ، ځکه پاکستان د هندوستان او د افغانستان له پاره د عمق ستراتيژيک موضوغرب ته وړاندي کوي او چون اتومي قدرت دي  که امريکا ور باندي فشار راوړي شايد فورا امريکا او غرب ته ځواب ورکړي او دروس اوچين سره يوخاي کيژي چي دا معادله هم درست حل نه لري ؟؟

 

۳- دوي اسانه موضوع ګاني پاتي شوي يوه يي د طالبانو خلع سلاح کول او د افغاني حکومت سره يو ځاي کول لکه حکمتيار يي چي مجبور کړو ، دوهمه خبره که امريکا زموږ وسله وال پوځ ته هوايي او زميني مدرن محاربوي تخنيک نه راکوي نو د روسانو نه د پورتني وسلي واخلي تر څوموږ خپل امنيت تامين کړو؟؟؟

 

دا کار يو باناموسه حکومت کولاي شي، چي دوه کلنه د مکلفيت عسکري خدمت جبري رواج کړي او معادن ملي شي - خلع سلاح عام وتام و سرتاسري عملي شي، مخدره توکي ملي شي ( خريد او فروش يي )،د امنيت. ملي له خوانه عملي شي او غر ب ته د خروج امر صادر شي ، هغه وخت هر افغان ځان ددي وطن خاوند او مساولحقوق بللي شي، دا طرحه دوستانو وسيعا  در سره شير کړي بله لاره وطن تباهي ته بيايي ؟؟؟؟  او په آخر کي ليوني، عصبي ، عقده يي ، آغابلي اشرف غني ته وايم چي بيا د دوستم يا ورته کورونه  محاصره. نه کړي  ، تيلو ته ګوګړ مه وهه چي ټول وطن ورانوي، فقط د امريکا او غرب له ډيکټاټه ځان خلاص کړه ؟؟؟؟

    

نویسنده : پوهندوی دکتور طاوس وردک، لندن

 

به بقیه گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی و سیاسی دکتورطا وس وردک کلیک نماید

 
 

admin@vatandar.at

 
 مدیر مسوول : انجنیر هما یوسفی
صاحب امتیاز : انجنیرنجیب یوسفی
کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به وطندار می باشد