WELCOME

To Our Website

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipiscing elit. Sed non metus

 گزیده های مقالات فرهنگی فلسفی

   داتل استاد ميراکبر خېبر د شهادت د کاليزی په  اړوند                 انجنېر ظهورالدين اندېش

 

نه ږدم قدم  وړاندی شاته ځمه له خېبر سره

دا زما تکل دی ابليس وژنم په   هنر     سره

ته خېبره لاړی ستا وطن کې زلزله راغله

ستا په ګران ټاټوبي کې قوي شانته جګړه راغله

ورونه قرباني شول ،ستا په سرو وينو ګزمه  راغله

ېخ ئی کړل سره زړونه درقيب،بېا توره شپه راغله

نه ږدم قدم وړاندی شاته ځمه له خېبر سره

دا ځما تکل دی ابليس وژنم په هنر سره

 

دا حا لت با عث شو ګيدړانو نه زمرېان جوړ شول

وئی کړه حمله پر وطن بېا تری تورېالېان جوړ شول

و وته ارمان دټول عمرونو ئی عالېان جوړشول

فتح ئی کابل کړ،رهبران دټول جهان جوړ شول

نه ږدم قدم وړاندی شا ته ځمه له خېبر سره

دا ځما تکل دی ابليس وژنم په هنر سره

 

نه مني کا بل په غېږ کې غېر، پردي منۍ نشي

نه ئی       ابدالي نه ئی      امان هيڅ قبلوۍ نشي

ځکه ئی نيم ژوندي کړل په لېاره زېاتي تلاۍ نشي

نه ږدم قدم        وړاندی ،        شاته ځمه له خېبر سره

دا ځما         تکل دی،       ابليس        وژنم په هنر سره

 

خپل زوی ئی روزلۍ ترېنه ژوند اوسوکالي غواړي

هم ترېنه ېرغل          بېا پر ټاټوبي         د پردي غواړي

ږدمه قدم وړاندی         مخته ځمه له              ېرغل سره

ما سوګند خوړلۍ         په سرو وينو       ددلبر سره

انجنېر ظهورالدين اندېش

ويانا

9.4.2012

  

رفقا، دوستان عزیزتارنمای وطندار !  لطفاً نظرات، پیشنهادات، انتقادات، مقاله ها، نوشته ها، مضامین و مطالب علمی و تحلیلی خود را جهتِ نشر به ادرس پوست الکترونیکی سایت بفرستید